په چمن کې د زرګونو خلکو اعتراضیه پرلت لا هم دوام لري

306
فريدالله ظاهر/ دویچه ویله

6 ساعتونه مخکې

د سویلي پښتونخوا په چمن کې زرګونه کسانو احتجاج کړی او د پاکستان له حکومت غواړي چې په چمن او سپین بولدک د پاسپورټ جبري کولو پریکړه بیرته واخلي. تر اوسه د پاکستان حکومت د دې پرلت غوښتنې نه دي منلي.

نن شنبه د (د ۲۰۲۳ دسمبر ۲ مه) ۴۳ مه ورځ ده چې د سویلي پښتونخوا په چمن کې زرګونه کسانو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون اعتراضیه پرلت کینولی چې پر سپین بولدک او چمن دروازه باندې به تګ او راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کېږي.

د چمن پرلت یوه مشر غوث الله وایي، چې د دې احتجاج او پرلت څخه یې هدف دا دی چې دوی ته دې د پخوا په شان په چمن او سپین بولدک کې بې له پاسپورټ د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

هغه پرلت ته په وینا کې وویل، په دې لاره ورته د پاسپورټ جبري کول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه :«موږ یوه غوښتنه لرو. موږ په بارډر په پاسپورت تګ او راتګ نه کوو، موږ ته دې دروازه همداسې راخلاصه کړي. موږ تګ او راتګ غواړو او موږ روزګار غواړو. موږ هر چا ته وایو چې دا زموږ د سلګونو او زرګونو کلونو لاره ده.»

په چمن کې د زرګونو خلکو اعتراضیه پرلت
په چمن کې د زرګونو خلکو اعتراضیه پرلتانځور: Mohammad Usman/DW

د دې پرلت د ګډنوالو بله غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودرول شي او په بد چلند سره د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ دې پای ته ورسيږي.

د چمن پرلت ته په تېره یوه نیمه میاشت کې د پښتنو د ملتپالو ګوندونو او ولسي خوځښتونو مشران هم ورغلي ول او په خپلو ویناو کې یې د چمن خلکو د دې اعتراضیه پرلت د غوښتنو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

په سویلي پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر اصغرخان اڅکزي د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل، دوی د دې ولسي غونډې د غوښتنو په کلکه ننګه کوي او په وینا یې د چمن غونډې سره همهاله ټولو ملتپالو ګوندونو په ټولو ښارونو کې «د پاسپورټ په سر نا روا نظام او د افغانانو سره د ناسم چلند پر خلاف» غږ پورته کړی دی.

په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر اضغرخان اڅکزی د چمن ولسي پرلت ته د وینا پرمهال
په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر اضغرخان اڅکزی د چمن ولسي پرلت ته د وینا پرمهالانځور: Mohammad Usman/DW

اڅکزي وویل: «نن په ټوله جنوبي پښتونخوا کې او په ټول وطن کې د ملتپالو وطنپرستو ګوندونو ستاسې په حق کې په هر ښار کې مظاهرې دي. دا لویه خبره ده چې د چمن پرامنه ولس سره ټول قوم او ټول وطن ولاړ دی.»

د چمن پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین هم ورغلی و او په خپله وینا یې د چمن خلکو د غوښتنو ملاتړ څرګند کړ.

پښتین وایي، په چمن او سپین بولدک، تورخم، غلام خان او انګور اډه لاره له افغانستان سره په تګ او راتګ کې پاسپورټ نه مني.

هغه وایي، د پاکستان حکومت له لورې په چمن کې د پاسپورټ جبري کول د کاروبار بندولو او خلکو د ځپلو یو اقدام دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د چمن ولسي پرلت ته د وینا پرمهال
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د چمن ولسي پرلت ته د وینا پرمهالانځور: Mohammad Usman/DW

هغه وویل: «دا خبره سر ته ونه رسیږي، چمن به له تاسې نه پاتې کیږي. ته د دې ګېټ په روزګار باندې ژوند کوې. که نن هم د چمن دا مسئله بنده شوه، ستا خوله به بندیږي. بس، ته به وځې، د دې ښار نه په روزګار پسې. دا د چمن د خلکو د ایستلو پلان دی چې ووځي.»

د پرلت سمبالونکی غوث الله وایي، په پام کې لري، چې د چمن هاخوا په بولدک کې هم د پاسپورټ جبري کیدو پرضد پرلت کېنوي، خو په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو اداره اجازه نه ورکوي.

نوموړی وایي، افغان طالبان دې دوی د خپلو حقه غوښتنو لپاره پرلت او مظاهرې کولو ته پریږدي: «موږ په افغانستان کې د اسلامي امارت نه غواړو، چې په بولدک کې خلکو ته د پرلت او مظاهرې اجازه ورکړي، هلته په امن مظاهره کوو او هلته په امن پرلت لګوو.»

د چمن پرلت ګډونوالو د خپلو غوښتنو د نه منلو تر وخته په چمن کې ماشومانو ته د واکسین کولو دولتي پروګرام سره هم د پریکون اعلان کړی دی.

خو د دې اعلان سره سره نن د (۲۰۲۳ د دسمبر ۲ مه) په چمن کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د پرلت یوه مسؤل وویل: «دلته کمیټې اعلان کړی و، چې پولیو واکسین دې بند وي. خو بیا هم نن سهار د پولیو کمپاین پیل شوی دی. موږ د چمن ولس ته ډاډ ورکوو، چې میرمنو دا ځواب ورکړی دی، چې هيڅکله به زموږ ماشومانو ته څاڅکی ور وانه چوئ، چې تر څو د پاسپورټ مسئله یو طرف شوې نه وي.»

د پرلت دا ګډنوال وایي، په چمن او سپین بولدک  تګ او راتګ کې د پاسپورټ جبري کول د دې سیمې د خلکو لپاره د «مرګ او ژوند» خبره ده او په وینا یې دوی به هیڅکله په دروازه پاسپورټ ونه مني.

په چمن او بولدک د پاسپورټ جبري کیدو پر ضد د چمن ولسي پرلت
په چمن او بولدک د پاسپورټ جبري کیدو پر ضد د چمن ولسي پرلتانځور: Mohammad Usman/DW

ویل کیږي په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې د چمن پرلت د کمیټې د استازو او د پاکستان حکومتي مقاماتو ترمنځ د چمن پرلت د غوښتنو په اړه څو ناستې شوې دي، خو تر اوسه کومې پریکړې او حلارې ته نه دي سره رسېدلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.