یوناما: اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو ژوند اغیزمن کړی

183
محمد اسماعیل شاکر/ دویچه ویله

8 ساعتونه مخکې

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دوبۍ کې د COP 28 غونډې ته ویلي، اوسمهال نیږدې ۲۰ میلیونه افغانان له بیړني او یا د کړکیچ تر بریده د خوړو نه خوندېتوب سره مخ دي.

COP  یا د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کلنۍ غونډې د دولتونو په کچه سترې ناستې دي چې په اقلیمی بدلونونو او فعالیتونو ورټولې وي.

سږکال ددې غونډو ۲۸مه یې د متحدې عربې اماراتو په دوبۍ کې جوړه شوې چې پکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان کې پر اقلیمي بدلونونو هم بحث شوی دی.

پرله پسې وچکالي

د یوناما مشرې دې غونډې ته ویلي افغانستان کې د تېرو دریو کلونو پرله پسې وچکالیو خورا ډېرې ویجاړۍ پرځای پرېښي، په ځانګړې توګه وروستیو دوو کلونو کې دوو خورا ویجاړوونکو زلزلو درانه زیانونه واړول.

یوناما پر خپله اکس پاڼه (پخواني ټویټر) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وینا خپره کړې چې په هغې کې نوموړې زیاته کړې چې «دا وضعیت ددې وړ نه دی چې دوام وکړي.» هغې دا هم ويلي چې د اقلیم په بدلون کې ټول ښکېل اړخونه باید په ناسیاسي ډول د افغانانو د ښېګڼې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اغلې اوتونبایوا زیاتوي چې ملګري ملتونو د اقلیمي بدلونونو د اغیز برخه کې مرستو ته دوام ورکوي، خو دا هڅې بسنه نه کوي.

نړېوالې مرستې کمېدل

د یوناما مشرې اندېښنه ښودلې چې افغانستان سره نړېوالې بشردوستانه مرستې کمې شوې په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون برخه کې د ډیری پروژو تمویل ځنډول شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې افغانستان له اقلیمي فشارونو څخه سخت اغیزمن شوی خو په نړېواله کچه د اقلیم په اړه د افغانانو استازولي او غږ نشته.

د ملګرو ملتونو مشرې ویلي، د افغانستان اوسني واکمن چارواکي لاتراوسه پردې نه دې توانېدلي چې د نړېوالو مرستو د جلب لپاره یو مناسب حکومتي سیستم رامنځته کړي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو په اړه عامه پوهاوي ته دوام ورکوي، خو یواځې عامه پوهاوی د ټولنې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

 ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغیزو په اړه خبرداری ورکوي، چې ویل کیږي افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبه هم د کمېدو په حال کې دي.

د افغانستان په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د اوبو مدیریت د بحث موضوع وه، په ځانګړي توګه له واکه لرې شوي ولسمشر غني په حکومت کې د اوبو مدیریت د حکومت په لومړېتوبونو کې ګڼل کېده.

ارزونې ښيي چې که چېرې د اوبو عادلانه وېش ته یو کاره سیستم رامنځته نه شي، نو راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان ډېرې سیمې په ځانګړې توګه پلازمینه کابل د څښلو لپاره کافي اوبه ونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.