د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد نن په کندهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له مشرتابه سره د لیدني پر مهال ویلي چې د رسنیو پرمختګ د ا.ا د بنسټیزو موخو له ډلې یوه ده او په ګډه به ورته ځان رسوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پلاوي د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه لویه ننګونه بللې او غوښتنه يې کړې چې ا.ا دې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ ویلي، یوشمېر حکومتي بنسټونه له رسنیو او خبریالانو سره د خپلو دندو خلاف چلن او ناقانونه عمل کوي چې باید مخه یې ونیول شي. ویاړ د رسنیو قانون د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل برخه کې یوه اړتیا بللې او د ځنډ په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
عبدالقدیم ویاړ د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ، په مرکز کې د حکومت مطبوعاتي تشه هم لویه ستونزه بللې او ټینګار يې کړی چې رسنیو ته د ځواب ویلو لپاره دې هلته مسلکي بشري قوه فعاله شي.
په همدې حال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د کېسونو د څېړنې برخې مسوول جمیل وقار د خبریالانو او دولتي ویندویانو ترمنځ همغږي او ترمنځ یې مسلکي چلن د شته وضعیت ښه کېدو لپاره مهم بللي او دې برخې ته یې د لازم پام غوښتنه کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مشرتابه او د اسلامي امارت د ویاند ترمنځ په دوهاړخیز بحث کې پرېکړه شوې چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره به ګډ کار او همکاري کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.