کتاب: د ازادۍ اوږده لار

لیکوال: نیلسن منډېلا - ازاده ژباړه: ج.فراز

369
۱
په لومړيو کي نابلده وم، کرار وم خو چي لږ بلد سوم او فکري تمرکز مي پر درسونو راټول سو نو د درېيو کالو لار مي په دوه کاله ووهله.
ملګرو به ويل چي د ده حافظه استثنايي ده، مګر حقيقت خو دا وو چي ما نهايت زيات زيار ايست.
۲
په اوله ځواني کي مي تر ځان ډېر ځيرک او لايق ځوانان وليدل، خو دا چي پر ځان باور او نظم پالني ځواک به يې کمزوره وو نو خوند به يې نه وو او شا ته به پاته ول.
۳
پوهنتون ته مو د وخت مرستيال صدراعظم راغلی وو، د اروپا د ازادولو په جګړه کي يې زموږ د ورګډولو په پار هڅوونکې وينا کوله. ټولو تودې چکچکې ورته کولې ما هم لاسونه ورته پړکول او زښت جذباتي و خوښ وم، خو دې ته مي بيا پام نه وو چي زه خپله هم غلام يم.
۴
د یوه سپین پوستي وکیل په دارالوکاله کي مي د ټرېني په توګه کار پیل کړ. هغه به تل راته ویل: تاسي که رښتیا ځان خپلواکول غواړئ، نو باید له یوه مخه او په ډله ییزه توګه زدکړي وکړئ. لوستی کس څوک نسي غلامولای، ځکه هغه خپل فکر لري او خپله سوچ کولای سي.
۵
څومره چي مي تجربه پخېده، اړيکي مي پراخېدې او زيات ګرځېدم؛ هغومره مي پر دې يقين ټينګېدی چي لوړي زدکړي د يوه ښه رهبر جوړېدلو اړين شرط نه دی.
۶
د دولت له تبعيضه ډکو فاشيستي تګلارو پر ضد د درېدو کش و پش دومره بوخت کړی وم چي نيمه شپه به کور ته تلم او سهار په شنه خړه به راوتلم. يوه ورځ مي پنځه کلن زوی له خپلي مور څخه پوښتلي ول:
مور! اغا چيري اوسيږي؟
۷
ما عدم تشدد تګلاري ته د کوم مقدس ارزښت په سترګه نه کتل. هغه ګړی همدا لار اخيستل زموږ مجبوريت وو. زما پلان دا وو چي دغه دريځ بايد يوازي تر هغو وپالو تر څو مو پکښي ګټه وي.
۸
يوازي له بهرنيو دښمنانو سره لاس و ګرېوان نه وو؛ په کور دننه مو هم رنګارنګ غليمان لرل. چا د پيسو، چا د واک، چا د خپل قبيلوي برم او چا د عقدې و شخصي غچ اخيستني په پار د ظالم حکومت په ملاتړ زموږ پښې راوهلې.
په داخل کي ما ته تر ټولو لويه ستونزه پر بېلابېلو قبيلو زموږ وېش ښکارېد. که څه هم يو غليم مو درلود، خو په خپلو کي بيا سره يوموټی نه وو. يوازي وو، مګر سره يو نه وو.
۹
ګاندي په هند کي د يوه بهرني ځواک سره مخامخ وو. هلته عدم تشدد يوه کارنده وسله وه. مګر زموږ دښمن خپل وو.
عدم تشدد د داسي غليم پر وړاندي چليږي چي لږ تر لږه د خپلو وضع سوو قوانينو درنښت خو کوي.
زموږ سيال داسي يوه بده اشا وه چي ان سوله ييز اعتراضات يې لا په وحشت جوابول.
۱۰
تعليم په فردي وده کي ساه پوکوي. همدا تعليم دی چي د يوه غواوالا له لور څخه ډاکټره، د کان کيندونکي له زوی څخه د کان رييس او د بزګر له اولاد څخه ولسمشر جوړولای سي.
مهمه دا نه ده چي موږ ته څه راکول کيږي، بلکي مهمه دا ده چي له شته شيانو څخه څنګه ګټه اخلو.
۱۱
د مسلکي وکالت پر مهال هم ان په محکمه کي توهينېدم.
اکثره به سپينو مجرمانو/تورنو زما پوښتنو ته جواب نه وايه. چي هر څه به مي وکړل دوی به همدا ويل چي زه له تورانو سره خبري نه کوم. د دې پر ځای چي سپين قاضي د هغوی دغه ناقانونه کړنه غندلې وای، لا به يې مرستي ته راودانګل او زما سوال به يې خپله ځني وکړ.
يوه ورځ خو حتا خبره دې ته ورسېده چي شناخته قاضي يودم راته کړل: ته يې څوک؟ چابک ځان راوپېژنه. مال زه وکيل منډېلا يم. ول د وکالت سند دي راښکاره کړه هله ژر کوه. دا په داسي حال کي چي ټول پوهېدل د وکالت ډیپلوم هيڅ وکيل له ځان سره نه ګرځوي. هر چا به په چوکاټ کي نيولی او په خپل کارځای کي به يې پر دېوال راځوړند کړی وو.
۱۲
د هیواد نژدې ټولي ورځپاڼي مي لوستلې. ورځپاڼي د حقیقت یو تت سیوری غبرګوي. په هغو کي نشرېدونکي مالومات د ازادۍ د یوه جنګیالي لپاره اړین دي. البته په دې خاطر نه چي ګواکي دا مالومات نو له رښتیا پرده پورته کوي، بلکې په دې چي سړي ته یې هم د خپروونکي او هم د لوستونکي د قضاوتونو او نظرونو پته لګیږي.
موسیقي د سیاست په غښتلي کولو کي رول لري، مګر په دې کي هم شک نسته چي همدغه پدیده د سیاست پر وړاندي د بغاوت څپې هم راولاړولای سي.
۱۳
په دې کي هيڅ شک نسته چي يو غيراخلاقي او بې انصافه حقوقي سيسټم تر هر بل شي زيات د قوانينو د سپکاوي لامل ګرځي.
۱۴
يو هيواد تر هغو سم او دقيق نه پېژندل کيږي تر څو يې سړي په زندان کي وخت نه وي تېر کړی.
د يوه دولت اصليت د رييسي او افضلي طبقې سره په چلند کي نه، بلکي له ټيټ پوړو او عادي عوامو سره په برخورد کي مالوميږي.
۱۵
له شنه سهاره بيا تر تور ماښامه به په سياسي فعاليتونو، منډو ترړو، ملاقاتو او حقوقي لګو درګو کي بوخت وم؛ ماښام مهال به له زوی سره يوځای يوه باکسينګ کلب ته تلم او يو يو نيم ساعت ورزش به مي پکښي کاوه.
دغي ستړيا او خولو تويونو به مي د ټولي ورځي سټرس، فکري ګډوډي او ذهني چټلي راڅخه غورځوله او يوه بېسارې ارامي به يې رابخښله.
هره ورځ به مو د ډله ييزو تمرينو مشري په نوبت سره يوه کس ته ورسپارله. زما د زوی د مشرتوب پر وار به زه تباه و شرمينده وم. هر ګړی به راته غوسه کېدی او لټ، ټمبل او بوډا به يې بللم. نورو ټولو باچا صاحب راته ويل، خو ده به په ميسټر منډېلا مخاطبولم.
۱۶
حتا د زندان خواړه هم د اپارتایډ له متعصب سیوري نه ول په امان. سپینو بندیانو ته به سپینه بوره او سپینه ډوډۍ او تورو بندیانو ته به توره ډوډۍ او نسواري بوره ورکول کېده.
۱۷
که حاکم قانون يو کس د خپلي خوښي له ژونده محروم کړي، نو هغه ته له بې قانونۍ پرته بله هيڅ لار نه ورپاتيږي.
داسي مالومېده لکه د ازادۍ د جنګيالي اولادونه چي هم د پلار په څېره کي د هغه خطرناک راتلونکی ليدلای سي، ځکه کله چي مي خپل برخليک ټاکونکی اوږد او ستړی سفر پيلاوه نو يوه ماشوم مي هم د منزل پوښتنه راڅخه ونه کړه؛ بس يوازي يې د مخه ښې په دود خپل واړه لاسونه راته ښورول.
۱۸
پر موږ چي د حکامو له خوا د خیانت تور ولګېد، نو یوه اوږده او ستړې کوونکې محکمه راپیل سوه. څو کاله روانه وه. په دغه بهیر کي رنګارنګ نوري ښې او بدي پېښي هم وسوې. یو وخت په یوه بل تور د ګڼو نورو ملګرو سره یوځای زندان ته ولوېدم. هلته مو هم باید د هغې اوږدې محکمې لپاره چمتووالی نه هېرولای. له هر څومره ستونزو سره-سره مو تمرینونه روان وساتل. اصلي مدافع وکیلانو ته مو یو عالم خنډونه جوړ سول، نو موږ مجبور سوو چي په خپلو کي خپلي دفاع ته راودانګو. دې کار مشکل لا راته غټ کړ. یوه ورځ مي په تمریني پوښتنو-ګروېږنو کي له خپلي ښځینه همکاري/سیاسي هملاري څخه وپوښتل: د څو کالو یې؟ دې بد-بد راته وکتل او د اصلي جواب پر ځای یې خبره راسره واړوله.
خبره دا وه چي دا سره له دې چي لا هم جذابه وه، خو مخ پر زړېدو سوې وه او ان په تمرین کي یې لا د خپل رښتیني عمر له ښودلو سره حساسیت درلود.
۱۹
کله چي د ګوند له خوا د چريکي پوځ جوړولو دنده راوسپارل سوه، نو مي اول د جنګي مسايلو په ستراتېژيک او تيوريکي اړخ سر خلاصولو ته ملا وتړله او ساعتونه-ساعتونه به مي اړوندي لارښووني و کتابونه لوستل. استخبارات او پوليس دواړه لکه سپيان داسي راپسي څرک ول. ما خپلي ظاهري بڼي ته مکمل بدلون ورکړی وو؛ ږيره، پيکداره خولۍ، د بزګرانو جامې او….
پر يوه ځای مي ډېر وخت نه تېراوه او همېشه به په ښور کي وم.
د يوه ځوان سره مي د سپينانو په سيمه کي د هغه په کوچنوټي کور کي دوې مياشتي تېري کړې. ډېر خاکساره، صابر او يارانه سړی وو. زه به سهار وختي پر ۵ بجې راويښ سوم، د ورزش کالي به مي واغوستل او څه باندي يو ساعت به يوګا ته اړم وم. دې کار به يار لالا غوسه کاوه، دا چي بله لار يې نه درلوده اخير مجبور سو او راسره شروع يې کړه. شپې به مي يو و بل ځای د حکومت ضد سياسي مشرانو سره پر ليدنو کتنو تېرېدې.
۲۰
پاس په ونه کي ناستي مرغۍ ته مي توپنچه ونيوله. شا ته مي کوربه، د هغه مېرمن او څو نور کسان ولاړ ول. د يوه هم زړه ته نه لوېده چي زه به نښه وويشتلای سم. کوربنې خپله تمسخرانه خبره پوره کړې نه وه چي بيا مرغۍ په وينو سره پر مځکه پرته وه. ما په فاتحانه انداز شا ته وکتل. همدغه شېبه د کوربه ماشوم زوی په ژړا سو او په سلګيو يې راته وويل: ولي دي مړه کړه؟ اوس به يې مور څومره ورپسي خپه سي؟
سخت وشرمېدم او له ځان سره مي وويل: نيلسنه دغه کوچنی تر تا ډېر انسانيت لري.
۲۱
بهر ته د خپل سفر په اوږدو کي يو ځای د يوه کنفرانس د عادي نندارچيانو په کتار کي ناست وم چي د کنفرانس منشي رانژدې سو او راڅخه ويې پوښتل: تاسي څوک ياست؟
مال زه د لوتولي استازی يم.
يودم يې حالت بدل سو او په خورا لېوالتيا يې راته وويل: ډېر وبخښئ چي تاسي دلته ناست ياست، مهرباني وکړئ راځئ.
دريځ ته چي ولاړم. ناڅاپه خلک پر ښور راغلل، زما سره د روغبړ لپاره په کتارونو کي ودرېدل. چي ښه مي غوږ ونيو په خپلو منځونو کي يې سره ويل: څومره د وياړ خبره ده چي له لوتولي سره د لاس روغبړ کوو. دا هغه شخصيت دی چي تازه يې د سولي نوبل جايزه ګټلې ده.
دلته مي سر خلاص سو چي منشي شوده زما خبره سمه نه وه اورېدلې او زه يې په لوتولي معرفي کړی وم.
يادونه: لوتولي دغه مهال د جنوبي افريقا د خپلواکۍ غوښتونکو د مشهور ګوند ANC مشر وو چي د سولي نوبل جايزه يې هم ګټلې ده.
۲۲
دا هم زما او هم مي د مېرمني په سترګو کي واضحه وه چي څومره ترخه وختونه مو په مخه دي. هغې ته مي وويل: کوچنيانو ته درواغ مه وايه. هغوی ته ووايه چي پلار مو نور نه راځي او د ډېر اوږده وخت لپاره زندان ته ولوېد. همدغسي تجربو د ازادۍ د ډېرو مبارزانو اولادونه غښتلي کړي او ځلولي دي.
۲۳
لندن کي د ويسټ منسټر هغه تالار ته ورننوتو چي د نړيوالو شخصيتونو مجسمې پکښي ايښودل سوي دي. هلته مو د لوتولي پر مجسمه سترګي ولګېدې. انډيوال ته مي په خندا او ټوکه وويل: دلته به يو وخت زموږ مجسمې هم ولاړي وي.
۲۴
زندان نه يوازي دا چي له سړي څخه ازادي اخلي، بلکي د هغه د هويت تروړلو هڅه هم کوي. ټول يو ډول جامې اغوندي، يو ډول خواړه خوري، يو ډول بيديږي او هيڅ رقم فرديت ته پکښي ځای نسته.
۲۵
ما اوږد پتلون او سم خواړه غوښتل. د زندان چارواکو مي دا غوښتني ومنلې، مګر په بدل کي يې له نورو بنديانو بېل او يوې توري کوټې ته واچولم. هلته په کوټه کولپۍ کي تر څو اوونيو تېرولو وروسته دومره نفس تنګی سوم چي اخير ان د حشراتو په ليدلو لا خوشحالېدم او زړه مي غوښت له خزدکو(مادر کيکا) سره بانډار واچوم.
۲۶
برخليک ټاکونکې محکمه مو نژدې يو کال روانه وه. په دې ټوله موده کي زموږ څو مخکښو تورنو کسانو تقريبن زړه ته تېره وه چي د اعدام سزا به راکول کيږي. داسي ورځ نه وه چي زندان ساتونکو به د ژوند د ختمېدو او پانسۍ کېدو په يادونه نه ويشتلو.
ما هم د راباندي لګېدلو تورونو د دفعي لپاره له مدافعو وکيلانو او خپلو ملګرو سره تمرينونه کول او هم د وکيل جوړېدلو په نيت لوړو زدکړو او مطالعو ته اړم وم.
يوه ورځ، چي د قاضي وروستۍ پرېکړي ته څو شمېرلي ورځي پاته وي، د ډيپلوم اخيستني اخيري ازمويني ته مي تياری نياوه چي يو ساتونکي راتېر سو او راته ويې ويل: ولي او د څه لپاره دومره زيار باسې؟ ښه پوهېږې چي خپل مرام ته نسې رسېدای او مرګ دي ډېر رانژدې دی.
ما وروکتل او څه مي ورته ونه ويل. چي رښتيا سي همدې زدکړو او مطالعې د منفي افکارو له يرغله ساتلی وم.
۲۷
زما له مارکس سره جوړه وه او له ډېرو نظرياتو يې اغېزمن وم، مګر کمونيزم مي بد ايسېد. اکثره چي به مي له خپلو کمونيستو ملګرو سره بحث سو، نو ورته ويل به مي چي د کمونيزم ادبيات سخت، پېچلي او غرب محوره دي؛ په داسي حال کي چي زموږ خلکو ته اسانه، راڼه او له همدې ټولني څخه راولاړ سوي سياسي ادبيات په کار دي.
۲۸
مدافع وکیلانو ته مي وویل چي موږ څو تنه د قاضي پر فیصله اعتراض نه کوو. هغوی راباندي غوسه سول او ویې ویل چي د اعدام د سزا شونتیا بېخي زیاته ده، نو اعتراض څنګه نه پر کوې؟
ما ورته وویل هو، حتا د اعدام سزا مي هم قبوله ده. زه نه غواړم د ازادۍ لپاره راولاړه سوې څپه د خپل ژوند په سپما متزلزله کړم. زه غواړم خپلو لارویانو ته وښیم چي زموږ د مقصد پر لار هر څومره لویه قرباني هم وړه او بې ارزښته ده.
۲۹
د يوه بندي لپاره تر ټولو واکمن، لاسبری او زورور چارواکی د عدليې وزير، د زندان قومندان او بل کوم جنرال-منرال نه، بلکي هغه ټيټ پوړی عسکر دی چي د ده د دالېز پيره داري کوي.
د يوې کمبلي لپاره به وزير او قومندان ته خوله وشلوې، خو له سل و زر پلمو پرته به بل هيڅ هم ترلاسه نکړې؛ مګر که همدغه خواربوښکي پيره دار درخپل کړې د سترګو په يوه اشاره به يې له ګودامه راوباسي او تا ته به يې درکړي.
۳۰
سره له دې چي په عمر قيد محکوم سوی وم، مګر حتا يو ځل مي هم داسي ونه انګېرله چي ګواکي د ژوند تر پايه به بندي يم، بلکي همېشه مي دا ويل چي يوه نه يوه ورځ به مي قدمونه د محبس تر پولي اوړي او د ازادۍ ساه به تنفس کوم. ځکه زه طبعن يو خوشبين انسان يم.
د زندان دباندي مي هم مبارزه د ژوند ارمان وو او دننه هم، بس يوازنی توپير يې دا وو چي دلته مي د اوږده پتلون، مناسبو خوړو او د زدکړي و مطالعې د شرايطو لپاره ډغري وهلې.
۳۱
رابين جزيرې ته زموږ تر لېږدولو درې څلور کاله وروسته دغه زندان په رسنيو او خلکو کي د پوهنتون په نامه هم يادېدی. دا په دې چي موږ له يو او بل څخه د زدکړو کولو لړۍ پيل کړې وه.
څو کسانو مو غټي زدکړي لرلې او د هيواد و سيمي په کچه تکړه علمي ککرۍ وې. هغوی به چي هره موقع ليدله د ليکچر ورکولو لپاره به يې کار ترې اخيست. حتا د درانه کار په منځ کي چي به يوه وړه وقفه راغله، نو ليکچرر به پر ټاکلې موضوع بحث پيل کړ او شاګردان به شاوخوا پر راتاو سول.
د تدريس سټايل مو کلاسيک وو، په دې مانا چي يومخ پر سوال و جواب ولاړ وو. يو مدرس زه هم وم.
ورو-ورو دا اوازه ټول محبس ته ورسېده او هغو کسانو هم د نومليکني غوښتنه وکړه چي لومړني يا منځني ښوونځي يې ويلي ول.
۳۲
ورځپاڼو اوازه اچولې وه چي ګواکي زموږ ګوند له زندانه زما د تښتولو خيال لري. دوی يې حتا لار هم پېشبيني کړې وه. د دوی په وينا زموږ يو همفکره به محبس ته د ساتونکي په توګه راځي او تښتوي به مي.
يوه ورځ يو ځوان ساتونکی د پيره دارانو په ډله کي راپيدا سو. سړي حق ناحقه زما سره د بانډار اچولو پلمې لټولې. تر دې چي اخير يې د ګوند په باب نېغ سوالونه راچالانه کړل. ما هم له موقع څخه په استفاده ښه بېخچن مالومات ورکول. يوه ورځ يې يودم راته وويل چي زه ستا د حزب غړی يم او دلته د دې لپاره راغلی يم چي ودي باسم. طريقه به داسي وي: زه يوه کيلي درکوم، پر مناسب وخت ږغ درباندي کوم، ته به دروازه خلاصوې او راوزې به، زه به نوري جامې دراغوندم، ساحل ته به ځان رسوو، له هغه ځايه به يوه اماده ولاړه کښتۍ کي ښار ته روانيږو، هلته به يوه هوايي ډګر ته ځو او له هغه ځايه به ته له هيواده وزې. ما موضوع له ملګرو سره شريکه کړه، هغوی راته وويل باور مه پر کوه. ما هم د دوی خبره ومنله، مګر ساتونکي ته مي نه د هو او نه د يا جواب ورکاوه، هغه هم بالاخره نهيلی او ورک سو. وروسته خبر سوم چي ټوله کيسه د دولتي استخباراتو له خوا جوړه سوې وه. پلان دا وو چي په هوايي ميدان کي ناببره بريد راباندي وکړي او د تېښتي په تور مي ځای پر ځای ووژني.
۳۳
کله چي په رابین جزیره کي زموږ د کلونو-کلونو هیله ومنل سوه او له فزیکي کاره خلاص سوو، نو څه وخت وروسته مي وزن مخ پر ډېرېدو سو. زما د تجربې له مخي د ورزش نشتوالی نه یوازي دا چي انسان جسمن خرابوي، بلکي روحن یې هم سره کښېکاږي. زه چي ځان منظم سره ونه ښوروم ان د سوچ هنداره مي لا ګردجنه کېږي.
نو مي له ځان سره د همدې شته امکاناتو څخه د کاراخیستني هوډ وکړ؛ سهار وختي چي به راویښ سوم ۴۵ دقیقې به مي ځای پر ځای منډه وهله، بیا به مي ۱۰۰ واره سینه کښي کوله، وروسته به مي ۲۰۰ ځله د نس حرکتونه کول، ورپسې به ۵۰ پلا کښته و پورته کېدم. دا لړی به مي لږ نوره هم غځوله. اولادونو ته مي هم په لیکونو کي پرله پسې په ټینګار سره همدا توصیه کوله چي خامخا د اوونۍ څو واره تېز سپورټ وکړي تر څو د ذهن او جسم دواړو سوړي یې خلاصي او چټلي یې دباندي توی سي.
۳۴
زما یو همېشنی خوی دا دی چي فیصله وکړم، نو ژر تر ژره یې عملي کوم او نوري خبري نه پکښي راباسم.
۳۵
د زندان ملاقاتخوني ته ورننوتم، لنډه شېبه وروسته مي ناوې لور له خپل مېړه او تازه زوکړي ماشومي سره راننوته. چي پر ما یې سترګي ولګېدې، لور یې مېړه ته ورکړه، زما خوا ته یې راوځغاستل او ټینګ یې په غېږ کي ونیولم. وروستی وار چي مي هغه په غېږ کي نیولې وه، تقریبن د خپلي کوچنۍ لور همزولې وه.
وخت مي د یوې لحظې له مخي د سترګو پر وړاندې داسي تېز تېر سو لکه په یوه ساینس فیکشن فلم کي.
۳۶
په موږ کي یو دود دا دی چي پر ماشوم به د مور پلار نوم ږدي. ما هم خپله لمسۍ (هیله) ونوموله. دغه نوم زما په ذهن او ژوند کي بېل ځای درلود؛ هیله هغه کلیمه وه چي د زندان په دې دومره اوږدو کلونو کي یې هیڅکله زما لمن خوشي نکړه.
۳۷
یو وخت مي زندان ته پر لاره د استخباراتو یوه مامور ته مخ کړ او ورته ومي ویل: که دولت خپلي پالیسۍ بدلي نکړي، نو زموږ راتلونکی نسل به داسي یو خطرناک نسل سي چي پر موږ به شکر وکاږئ او همداسي هم سوه. د ځوانانو له خوا د انقلاب نوې راولاړه سوې څپه دومره خشنه وه چي ان دننه په زندان کي یې لا دولت د کابو کولو وس نه درلود.
۳۸
روغتون ته د پښې د عملیاتولو لپاره ولاړم. د متخصص جراح په لارښوونه او له زندانه راسره تللو ساتونکو په مخالفت مي شپه همالته وکړه. هلته مي د تورو و سپینو نرسانو او ډاکټرانو تر منځ د پخوا خلاف یو ډېر نورمال چلند او همکاري ولیدله. دې شي زه پر خپله دغه زړه نظریه لا یقیني کړم: زدکړه د بېځایه قضاوتونو او تبعیض سرسخته دوښمنه ده.
۳۹
تر راخوشي کېدو وروسته په لومړۍ خبري ناسته کي ژورنالیستانو د سپینانو د اندېښنو او ډار په اړه وپوښتلم. زه پوهېدم چي دوی فکر کاوه زما له سپينانو کرکه کیږي. مګر داسي نه وه. له سپینانو څخه زما نفرت په زندان کي ختم سوی وو. زما ټوله دوښمني له حاکم سیسټم سره وه. ما غوښتل سهیلي افریقا ته وښیم چي زه ان له خپلو غلیمانو سره هم مینه کوم، لاکن هغه سیسټم مي بد ایسي چي موږ یې د یو او بل پر وړاندې درولي یو.
۴۰
هغه ازادي چي متقابل درنښت او د سوله ییز اوسېدلو وړتیا پکښي نه وي، اصلن ازادي نه بلل کیږي.
د زندان په اوږده تنهایي کي د ځان، خپلو خلکو او بالاخره ټولو خلکو(تورانو او سپینانو) د ازادولو لېونۍ تنده راولوېده. ما پر دې پوخ ایمان درلود چي یوازي مظلوم ازادولو ته اړ نه وو، بلکي ظالم هم باید ازاد کړل سوی وای. څوک چي له بل څخه ازادي اخلي هغه د خپل نفرت غلام او د خپلو پوچو قضاوتونو د تورو تمبو شا ته پروت دی. لنډه دا چي ظالم او مظلوم دواړه یوشان غلامان دي. له زندان څخه د راوتلو پر مهال مي له ځان سره وویل: ستا دنده دا ده چي ظالم او مظلوم به دواړه ازادوې.
ازادي دا نه ده چي له پښو او لاسونو ځنځیرونه او هتګړۍ وغورځوو، بلکي دا ده چي د یو او بل احترام او د ازادۍ د کچي د لوړولو هڅه وکړو.
دا سهي ده چي زموږ هیواد تر مځکه لاندي له قیمتي ډبرو ډک کانونه لري، اما زما لپاره زما خپل ولس تر هر څومره خالص الماس هم لوی ارزښت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.