د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۶برخه

آصف بهاند

210

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۵مه برخه

ایرانه ډېرزامن دې ومره

په ویر یې واړې، گوندې موږه دې هېرشونه

 دغه بچیان مې چې راټول شي

کډې مو باردي، موږ په خپله درنه ځونه

 ټپي زړگی مې نور شړېـږي

پاکستاني دوښمن پرې ږدي نوي داغونه

 اسلام‌اباد دې خدای برباد کړي

موږ سره هرکله یې کړي دي چلونه

د پاکستان په دیرهٔ‌اسماعیل‌خان سیمه کې د وروستي برید په تړاو د پاکستاني مقاماتو غوښتنې متن دا ښیي چې هغوی افغانستان او افغانانو ته د یوې خپلې مقبوظه سیمې په سترگه گوري او داسې حکمونه کوي چې هلته یې لاس لاندې کاتبان ناست دي او له حکم سره سم به سمدستي اجرأت وشي.

د ډېرهٔ‌اسماعیل‌خان درابن سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ‘ترهګریز’ برید په اړه، تر برید وروسته پاکستاني مقاماتو دا حکمونه د افغان مسؤلینو په ادرس صادر کړي دي:

«”د ننني برید پلټنه وکړي او د عاملانو پر وړاندې یې ټینګ ګام واخلي او دا برید په لوړه کچه وغندي. د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرانو پرضد تایید شوي ګامونه واخلي، د برید عاملان او افغانستان کې د ټي ټي پي موجود مشران دې پاکستان ته وسپاري او د پاکستان خلاف له افغان خاورې د ترهګرۍ لپاره د ګټې اخیستنې مخه ونیسي”.»

په میډیا کې افغانستان ته د راشړل شوو کډوالو له خولې د پاکستاني پولیسو د بد چلن راپورونه خپرېـږي. بي‌بي‌سي پښتو کې دا رپوټ خپور شوی دی:

«… په ورته وخت افغانستان ته ډېری راستانه شوي کډوال د پاکستاني چارواکو په ځانګړې توګه پولیسو له بد چلنده سرټکوي. د کندز ولایت اوسیدونکی نېک محمد له همدې ډلې دی:

“په سخت ظلم او زور یې راوشړلم، ډېر کسان یې ونیول او زندان ته یې واچول، کارډونه ترې ایسته کړل او مات یې کړل. ښځې یې هم زندانیانې کړې”.

د طالبانو حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو مرستیال وزیر عبدالرحمان رشید د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار له مشرانو سره په ناسته کې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل له نړیوال قانون سرغړونه او د ښه ګاونډیتوب پر خلاف بللي او د پاکستان پر حکومت یې غږ وکړ چې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.

دغه راز په پاکستان کې د یو این اېچ سي ار مشرې چې افغانستان ته له ستنو شویو کډوالو سره د لېدنې په موخه تللې وه ویلي چې څو وارې یې له پاکستاني چارواکو سره غونډو کې ترې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو له شړلو او د هغوی د شتمنیو او نورو شته وو له ظبتولو نه لاس په سر شي.

که څه هم یو این اېچ سي ار د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو چې د افغانستان، ایران، پاکستان او یو این اېچ سي ار استازي په کې ګډون کوي د ترسره کېدو خبره کړې خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا ناستې به کله او چېرته ترسره شي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که له پاکستانه په زوره اېستل شوو افغان کډوالو ته سرپنا برابره نه شي، نو په ژمي کې به د یخنۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.»

کومه لوبه چې اوس په پاکستان کې پیل شوې ده، دا د دوی د سیاسیونو او نظامیانو د ترسره کړو تېروتنو په بدل کې ترسره کېـږي. دوی زموږ په وطن کې شاوخوا پنځوس کاله پخوا دا چاودنې پیل کړې وې، اوس یې خپل خلک مبارزې ته راپاڅېدلي دي او په پاکستان کې هغه شرعي نظام غواړي چې دوی به یې زموږ د وطن لپاره نسخې لیکلې، اوس دې ورته ټینگ شي.

دا لاندې لنډۍ د هغو زورول شوو او لوټ شوو مهاجرو غږ دی، چې له ایران او پاکستانه په زوره راشړلي دي:

ایرانه ډېرزامن دې ومره

په ویر یې واړې، گوندې موږه دې هېرشونه

 

پردي مُلکونه، دوزخونه

چې یې په‌کار نه وې، نو بـېـرته دې شړینه

 

هسې په رنگ باندې تازه یم

په زړه غمجن د ملیشه له لاسه یمه

 

پولیسه دومره صبروکړه

چې مې راټول کړم داڅو لوښي تړتکونه

 

دغه بچیان مې چې راټول شي

کډې مو باردي، موږ په خپله درنه ځونه

 

ټپي زړگی مې نور شړېـږي

پاکستاني دوښمن پرې ږدي نوي داغونه

 

خوښي نیکي نه بې‌نصیب یې

چې افغانان دې په ښېرو کې یادوینه

 

د ظلم اور یم کباب کړی

پنجاب دې وسوځی، وجود دې کباب شینه

 

تهرانه ستا لانجو نه تنگ یو

ته یې بې‌شرمه، موږ دې مړه له شرمه کړونه

 

ایران خو داسې چارې کاندي

ځان سلامت کړي زه یې غل د جهان کړمه

 

تهرانه څه کانې دې وکړې

ځان سلامت او زه دې تور په تهمت کړمه

 

اسلام‌اباد دې خدای برباد کړي

موږ سره هرکله یې کړي دي چلونه

 

پنجابه دومره زیاتی مه‌کړه

وطن زما دی، ته پرې ماچوه خطونه

 

ایرانه ځه، لاس دې ازاد دی

اوس خلک پوه دي، زه دې څه پروا لرمه

 

چې څه کوې، پنجابه وې‌کړه

خلک پوه‌شوي، موږ دې څه پروا لرونه

 

پاکستان زړه کې منافق دی

په خوله یې وایي، په عمل کړي نورکارونه

 

گاونډه خدای دې لیونی که

هر مضر کار موږ ته له تاسو نه راځینه

 

د پنجاب تورمخ دې خدای تور کړي

چې د دوستۍ موټر کې استوي بمونه

 

پاکستان ډېر ظلمونه وکړل

د خپلو پښو وو، د جهان فقیر یې کړونه

 

ایران له هراړخ منافق دی

چې لاس یې بند شي، اسرایٔل هم ورور کوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.