د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/ ۲۱مه برخه

آصف بهاند

357

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۰مه برخه

 

اخر به وران اسلام‌اباد شي

د پوډریانو په څېر پرېکړې چې کوینه

 

د پنجابیانو زور اوبه شه

چې پر افغان باندې کوي رنگ ـ رنگ ظلمونه

 

ډېر ژر به ړنگ شې پاکستانه

تا کې ازار شول بې‌گناه ډېر عالمونه

له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د راشړلو په دې اړودوړ کې طالبان باید دا هوښیاري وکړي چې د راستانه شوو هېوادوالو په ډله کې هغه خلک چې له کاري مهارتونو سره راستانه شوي دي، هغو ته په پاملرنې سره، له هغو نه داسې استفاده وکړي چې هغه په کار واچوي او د تولیدي کارونو له‌پاره استفاده ځینې وکړي.

له ایران او پاکستان نه د راشړل شوو کډوالو د لاس‌نوي له‌پاره ښايي په میلیاردونو ډالره مرستې ته اړتیا وي، خو تر اوسه چا په ښکاره ډول څه مرسته نه ده کړې، یوازې د اروپاي ټولنې د مرستې غږ جگ شوی دی. د تاند یو رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (چارشنبه، د قوس ۱۵ مه) اروپايي ټولنې هېواد ته د تازه ستنیدونکو افغانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د دغې ټولنې د پلاوي شارژدافيره رفايله يوديس چې د يوه پلاوي په مشرۍ تورخم ته تللې او له پاکستانه د شړل شويو افغان کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، ټينګار کړی چې اروپايي ټولنه د دغو افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره چمتو ده.

هغې په دې برخه کې د مشخصو مرستو کومه یادونه نه ده کړې، خو ویلي چې له افغانانو سره د دوی مرستې دوام ولري.

له څه مودې راهیسې پاکستان تر ۴ سوو زرو زیات افغانان له دغه هېواده ووېستل چې په هېواد کې یې د سخت وضعیت خبرونه ورکول کیږي.

افغانستان چې لا له وړاندې بشري او اقتصادي وضعیت یې خراب و او د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا وضعیت نور هم پېچلی شوی، د کډوالو په زوره ستنول ورته له دې اړخه د لا زیاتې اندېښنې وړ بلل شوی.

که څه هم یو شمېر هېوادونو له تازه ستنیدونکو افغانانو سره د مرستو اعلان کړی، خو طالب چارواکي او تازه ستانه شوي افغانان دا مرستې اساسي نه بولي او د زیاتیدو غوښتنه یې لري.»

هیله ده چې په دې کړکېچن حالت کې زموږ د راشړل شوو هېوادوالو د لاسنیوي له پاره نور هېوادونه او اړوندې مؤسسې هم د مرستې لاس راوِغځوي، څو د یوه نوي بشري ناورین د رامنځته کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې په کډوالۍ او پر کډوالو باندې د ترسره شوو ظلمونو پورې اړوند څو نوې تخلیق شوې لنډۍ:

خدای مې دې درولي وطنه

دا څه ژوندون دی، په پېغور یې تېرونه

 

وطن مې هره‌ورځ یادېـږي

بې‌وطنۍ مې ځب، ځب کړي دي هډونه

 

خوله مې خندا ته نه جوړېـږي

د وطن ویر پر مخ څپېـړې راکوینه

 

چا کډه بار کړله روان دي

د چا کېـږدۍ اوس په تورخم ولاړې دینه

 

گډه مې نن سبا بارېـږي

سودا یې مه کړه درروان یمه وطنه

 

اخر به وران اسلام‌اباد شي

د پوډریانو په څېر پرېکړې چې کوینه

 

په پردیسۍ کې مې زړه شین و

چې بېرته راغلمه وباسمه شُکرونه

 

مسافري ده، خواشیني ده

خدایه پرلوړو غرو مې وکړې نصیبونه

 

مسافرۍ کې خوښي نه شته

نه به دې ځای وي، نه به کار نه اسنادونه

 

د پنجابیانو زور اوبه شه

چې پر افغان باندې کوي رنگ ـ رنگ ظلمونه

 

ډېر ژر به ړنگ شې پاکستانه

تا کې ازار شول بې‌گناه ډېر عالمونه

 

کارونه ډېر مې درته وکړل

اوس خو مې پرېـږده سبا خپل وطن ته ځمه

 

د ټیټو سترگو ژوند دې ورک شي

وطن ته ځم هرڅه به وي، خپل مې واکونه

 

دا دی روان یمه وطن ته

که نور څه نه وو، مزدوري خو به کومه

 

زړگی مې هله په درزا شو

پر خپله خاوره مې چې کېښوول قدمونه

 

زړگی مې مات وینې ترې څاڅي

ما په پردي وطن لیدلي بدحالونه

 

چې شپه رالنډه شي، نو ښه شي

چې بل سهار مې خپل وطن ته رسومه

 

سږنی‌کال څه ډول کال دی

مهاجر باسي خدای دې پېښ کاندي خیرونه

 

سږنی کال مې مخ پرځوړ دی

وطن ته ځمه گوندې سم شي ټول کارونه

 

طالع ته نه گورمه کار کړم

که کار ونه‌کړم بربادۍ پر لوري ځمه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.