د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۵ برخه

آصف بهاند

249

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۴مه برخه

ناپوه بدمرغه یم جانانه

اوږه زما ده ټوپک نور پرې باروینه

که کډوالۍ نه راخلاص نه شو

د «مهاجر»، «اشغال» پېغور به څنگه شینه

پرموږه څه بلاوې راغلې

پردو مُلکو کې تېروو ښکلي وختونه

زه چې په خپل وطن کې د ناپوهۍ، بې‌تعلیمۍ، بې‌سوادۍ او پر بېځایه غرور باندې ټینگار ته گورم، حال مو تردې هم خرابېدونکی دی. د همدې پردیو په اشاره او لمسون مو خپل ښونځي سوځوولي او په بمونو یې الوزولي دي، خپل ښوونکي مو د ثواب په نامه حلال کړی او وژلي دي، د نوي نسل د تعلیم مخنیوی مو کړی او کوو یې… خو بیا مو له ډنډوه ــ دڼډه برېتو سره د یو عادي ناروغتیا په پار خپل مریض بار کړی وي او گاونډي هېواد ته منډې وهو، هم پیسې ورکوو او هم عذرونه ورته کوو:

حال مې په خپله خراب کړی

چې یو تابلیت پسې هم بل‌وطن ته ځمه

د میډیا په یوه نوي رپوټ کې راغلي چې اسلامي پاکستان د افغان ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلې دي:

«د طالبانو حکومت کې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري په یوه ناڅاپي ګام کې له تېرې جمعې ورځې راهیسې له افغانستانه د ورتلونکو هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورټ او وېزه نه لري.

مخکې د یوې هوکړې له مخې پاکستاني چارواکو تورخم دروازه کې افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

د ننګرهار ځايي چارواکو له ټولو ناروغ لرونکو کورنیو غوښتي چې له پاسپورټ او وېزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته د تللو هڅه ونه کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون په دې اړه بي بي سي ته وویل:

“پاکستاني لوري په ناڅاپي ډول پاکستان ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې او هېڅ یو ناروغ ته اجازه نه ورکوي چې پښتونخوا یا د پاکستان نورو ایالتونو ته ولاړ شي.”…»

دا لاندې څو کرښې د پاکستان په باب د یو صاحب نظر افغان قلموال له ذهن نه راڅڅېدلې دي چې تازه یې په خپله فیسبوکپاڼه کې خپرې کړې دی:

«نه زه مهاجر وم او نه زما ورور انصار وو

نه زه مجاهد وم نه زما ورور کاپير وو

نه زه دارالاسلام وم نه زما دکور هغه بله څڼډه دارالکفر

نه ما د کرښو پروا ساتله نه زما ورور د پرخو

موږ خدای يو قوم تخليق کړي يو

موږ ته رب د افغان هويت راکړی دی

موږ ته د اموسين او اباسين پولې فطرت او طبعيت را په ګوته کړي دي

پرموږ د پکستان په نامه جعلي غضب د ديني محبت پرځای ديني نفرت تحميل کړی دی او موږ ته د مهاجر او انصار کليمي هم د جهاد افغانستان او دفاع پاکستان جنجال راپيرزو کړي دي

موږ افغانان يو او افغاني هويت د ايشيا په دغه برخه کې نه محوه کيږي که محوه شو

نو اماده واوسئ محشر راروان دی.»

زموږ د وطن په همدې څو ورځو وړاندې تاریخ کې داسې خلک هم د واک ترگدۍ پورې ورسېدل چې د دې وطن نوم یې لانه‌مانه او د رنگارنگ شعارونو په شورماشور کې یې د تجزیې جیغې وهلې؛ اوس هغه خلک له واک او ځواک نه لرې کړای شول؛ وطن او خلک ورنه بېغمه شول.

یادو ستونزو ته په کتو سره خلک د لنډیو په قالب کې حقایق انځوروي، دا یې څو بېلگې دي:

چې ای‌اس‌ای دې مُلک ته راغی

د شیطانۍ خبرې هرچا ته کوینه

 

پوهه راخپله کړئ ځوانانو

سیال خو به سیال شو، له احتیاج نه به خلاص شونه

 

که کډوالۍ نه راخلاص نه شو

د «مهاجر»، «اشغال» پېغور به څنگه شینه

 

د جگړې فکر چا درکړی؟

لکه دا گاونډ اخته کوي دې په جنگونه

 

شُکُـر وباسئ ترې راوزئ

دا مو پرده چې بېرته خپل وطن ته شوونه

 

د پردي مُلک خواري وي سخته

پرموږ یې تېر کړل د څاروو په شان وختونه

 

کړه‌وړه یې ټول دي د کفارو

د خلکو مخ‌کې د اسلام کوي اکتونه

 

د پنجابي ښامار له خولې نه

هوښیار هغه دی چې ځان ژر ترې خلاصوینه

 

پرموږه څه بلاوې راغلې

پردو مُلکو کې تېروو ښکلي وختونه

 

ناپوه بدمرغه یم جانانه

اوږه زما ده ټوپک نور پرې باروینه

 

نړۍ په بد ډول پوه شوې

چې نوم مې اوري، د ترهگر کړي گمانونه

 

اول دې وې چې گاونډ ورور دی

چې کار دې وشو اوس شړل او پېغورونه

 

د سپکاوي ژبه کړه بنده

دغه دی راغلم خپله کډه بارومه

 

فرمان دې خپل دفتر کې کېـږده

په نیمه پوه شوم ژر مې کډه بارومه

 

په خبر پوه شوم گانډ‌جانه؟

سپکاوی مه کړه، په خپل سر به روان شمه

 

څنگه دې خوار کړو لویه خدایه

چې گاونډیان مو د اختیار تمه لرینه

 

هجر مو زړونه راسوري کړل

دا سوري زړونه به اوس چېـرته رغوونه

 

له لېوالتیا دې داسې ښکاري

لکه چې پلار دې جنگ ټیکه وهلي وینه

 

پام کوئ بیا ملیشه راغی

یا بله خوا شئ یا اوچت کړئ قدمونه

 

گاونډ مو نوی دود جاري کړ

یا جُرمانې دی یا ناحقه زندانونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.