مغول او پښتانه

عبدالباري جهاني

282

که څه هم چي پښتنو خو د ګوډ تیمورسره هم مقابلې کړي وې خو د پښتنو او مغولو ترمنځ دوامداره اختلافات او دښمنۍ د ظهیرالدین محمدبابر له وخت سره سم پیل کیږي او د مغولو د سلطنت تر پایه پوري دوام کوي. ګوډ تیمور په ایریاب یا په اوسني آریوب کي د یوې ټینګي قلا اساس کښېښود؛ او د کارد ختمېدلو په وخت کي، د قلا له یوه برج څخه اوو تنو پر هغه باندي د غشي وار وکړ. تیمور له غشي څخه روغ خلاص سو خو هغه اووه تنه یې ځای پر ځای ووژل او د آریوب اولسي مشر موسی یې له دوو سوو نورو ملګرو سره وواژه او له سرونو څخه یې کله منار جوړ کړ. دا ښايي د پښتنو په سیمه کي د مغولو لومړنی کله منار وي. تیمور د هغوو دوو سوو تنو مالونه لوټ کړل او ښځي او ماشومان یې غلامان کړل. شرف الدین علی یزدي. ظفرنامه ص ۶۱۰

تیمور، له دې څخه وروسته، په ۱۳۹۸ کال کي، په نغر یا خوست کي د افغانانو د پرنیاني ؟ پر قبیلي باندي ځکه حمله وکړه چي هغوی د تیمور پوځ ته د عسکرو د لېږلو څخه انکار کړی وو او دغه راز یې د تیمور د لمسي پیرمحمدپر هغو پوځیانو باندي حمله کړې وه چي د هند له تاراج څخه را ستنېدل. تیمور په دې حمله کي ډېر زیات خلک ووژل؛ د هغوی ښځي او ماشومان یې غلامان کړل. د هغوی مالونه یې لوټ کړل او کورونو او قلاوو ته یې اورونه واچول. تیمور په نغر کي دونه پاته سو چي نور یې نو په هغه سیمه کي د مقاومت کولو سړی پرې نه ښود. هغه کتاب ص ص ۶۱۱-۱۲

تیمور، تر دې پیښو وروسته، د هند پر لور روان سو. هغه چي په لاره کي هر ښار ته ورسېدی هلته یې عام قتل، چور او تاړاک جوړ کړ. نارینه یې ټول وژل او ښځي او ماشومان یې غلامان کول. د تیمور د ټولو قتل عامونو په باره کي بحث او لیکنه موږ له موضوع څخه لیري کوي خو ډهلي ته نیژدې، د هغه د یوه وحشیانه  قتل عام یادونه ځکه ضروري ده چي د بشر په تاریخ کي یې چنداني ساری نه دی لیدل سوی. د ده خپل تاریخ لیکونکی شرف الدین بن علی یزدي لیکي:

« په هغه ورځ امیر جهانشاه او نورو امراوو  پادشاه ته وویل چي له اباسین څخه تر دغه ځایه پوري زموږ سره زیات و کم سل زره بېدینه هندوان او ګبر او بت پرستان بندیان راسره دي او د ظفرپناه په پوځ کي راجمع سوي دي. هسی نه چي دا بندیان د ډهلي د جنګ په ورځ د ډهلي له اوسېدونکو سره ملګري سي . اتفاقاً، په هغه ورځ چي ملوخان له ډهلي څخه له پیلانو سره راوتلی وو او د تیمور سره یې جنګ کاوه، د دې بندیانو په څهرو کي د خوښۍ آثار لیده سوي وه او امیرانو، له خپلو عرایضو سره، دا خبره هم زیاته کړه. په دې اساس نو فرمان صادر سو چي ټول هغه هندوان چي له پوځیانو سره بندیان دي باید په قتل ورسول سي او هر څوک چي د دغه امر په عملي کولو کي ځنډ وکړي او یا زړه نا زړه سي نو مېرمن، اولاد او مال یې د هغه چا دی چي د ده د دغه عمل په باره کي یې رپوټ ورکړی وي. د دې امر سره سم سل زره بېدینه هندوان، د جهاد په تېغ، په قتل ورسېدل. د تېمور سره په ملګرو کسانو کي یو هم مولنا ناصرالدین عمر وو، چي په ژوند کي یې یو پسه نه وو حلال کړی؛ خپل پنځه لس بندیان یې ووژل. دغه راز امر وسو چي د عسکرو له جملې څخه دي له هرو لسو تنو څخه یو تن په هغه ځای کي پاته سي او د وژل سویو کسانو څخه د تر لاسه سویو مېرمنو او ماشومانو او حیواناتو ساتنه دي وکړي. په هغه ورځ یې د ډهلي پر لور حرکت وکړ او د جمنا د سیند پر غاړه پیاده سو. ظفرنامه ص ۶۳۳

پر هند باندي د تیمور له یرغل څخه مخکي په هغه هیواد کي لس کاله داسي خونړي داخلي جنګونه سوي وه چي په هغه سیمه کي ، د تیمور په څېر یوه لوی فاتح په مقابل کي، د مقاومت کولو توان پاته نه وو. د تغلق د کورنۍ وروستی قوي سلطان، فیروزشاه تغلق، په ۱۳۸۸ کي کال کي، له تقریبا اته دېرشو کالو سلطنت څخه وروسته، وفات سو. د هغه له وفات سره سم، د هغه د زامنو او لمسیانو ترمنځ، د قدرت د نیولو لپاره جګړې پیل سوې. دې جګړو تر ۱۳۹۸ کال پوري دوام وکړ. په همدغه کال کي د ډهلي، تش په نامه سلطان، محمودشاه تغلق، چي د خپل جنرال ملو یعقوب خان په لاس کي د ګوډاګي په څېر لوبېدی، د تیمور په مقابل کي تر لږ مقاومت وروسته وتښتېدی او ډهلی یې د تیمور د عسکرو وحشیانه قتل عام، چور او سوځولو ته یوازي او بې دفاع پرېښود.

د تیمور لښکر ته اطلاع رسېدلې وه چي د هندوستان هندوانو او ګبرانو خپلي ټولي خزانې او شته منی ډهلي ته راوړي او دلته یې ذخیره کړي دي. د تیمور عسکر د دې خزانو د ترلاسه کولو لپاره ښارته ننوتل. په ښارکي هندوانو له هغوی سره مقاومت وکړ او جنګ پیل سو. هندوانو، چي نور یې له ترکانو سره د مقاومت توان نه درلود، خپلو کورونو ته اورونه واچول او خپلي ښځي او ماشومان یې پکښي وسوځول او پخپله ټول د مغول تیمور له عسکرو سره په جنګ کي ووژل سول. د ډهلي د ښار چور او قتل عام، د ۱۳۹۸ کال د ډسمبر له شپاړسمي څخه، درې څلور ورځي روان وو. تیمور په خپلو خاطراتو کي لیکلي دي چي په دې څو ورځو کي د ده عسکرو ته ډېره زیاته شته مني لاسته ورغله. دی وايی هر عسکر ته له پنځوسو څخه تر سلو پوري بندیان په لاس ورغلل او داسي څوک نه وو چي تر شلو کم بندیان دي ولري. نور نو یاقوت، الماس، مرغلري، سره زر او سپین زر، نغدي پیسې، زېورات، ورېښمین ټوکران او هر څه د عسکرو لاسته ولوېدل. البته تیمور د دې غیر انساني عملونو پړه د ډهلي پر خلکو اچوي چي ولي یې جنګ پیل کړی وو او وايي چي په دې چور او تالان کي د ده اراده شامله نه وه. Majumdar, The History and Culture of the Indian People. Vol 6 PP 119-120.

تیمور د ډهلي او نورو لویو او وړو ښارونو له لوټولو، سوځولو او قتل عامولو څخه وروسته د سمرقند پر لور وخوځېدی. هغه، له حرکت کولو څخه مخکي، خضرخان په
ډهلي کي د خپل استازي په حیث پرېښود. د خضرخان او د هغه د وارثانو پاچهي د سیدانو په سلسله مشهوره ده. ډهلی، او په عمومي صورت ټول هندوستان، د تغلق د کورنۍ د وروستیو لس کلنو داخلي جنګونو او په وروسته کي د تیمور د چپاو له امله داسي کمزوری سوی وو چي د خارجي دښمن په مقابل کي خو لا پرېږده چی د داخلي دښمنانو مقابله یې هم نه سوای کولای. هندوستان، په تېره بیا د ډهلي تر واکمنی لاندي سیمه، ټوټې ټوټې سوې او د قدرت پر وړو او لویو سیمو وېشله سوې ه. د ۱۴۱۴ څخه تر ‍۱۴۵۱ کال پوري د سیدانو د کورنۍ څلور تنه پاچاهان، خضرخان، مبارک شاه، محمدشاه او علاءالدین عالم شاه، یو په بل پسي قدرت ته ورسېدل او هیڅ یوه هم ونه سو کړای چي د ډهلي پخوانی عظمت دي را ژوندی کړي. تر څو چي په ۱۴۵۱ کال کي بهلول لودي قدرت ته ورسېدی او د لودیانو د سلسلې اساس یې کښېښود. دې کورنۍ څه باندي اویاکاله سلطنت وکړ او ډهلی یې یو ځل بیا پخواني برم ته ورساوه.

د بهلول لودي پلار ملک کالالودي، د بهلول د زېږېدلو څخه مخکي د نیازي پښتنو سره په جنګ کي وژل سوی وو. مخکي له هغه چي بهلول پیدا سي مور یې د کور د نړېدلو په حادثه کي مړه سوه او بهلول د هغې له نس څخه ژوندی را وایستل سو. په دې حساب یې نه پلار او نه مور ولیده او خپل اکا قطب خان لودي د خپل زوی په ډول لوی کړ.

بهلول لا ځوان وو چي د ډهلي پر سلطان،  محمدشاه باندي یې آسونه پلورلي وه. محمدشاه د پیسو حواله پر یوه یاغي پرګنه باندي ورکړه. بهلول پر هغه پرګنه باندي حمله وکړه؛ خپلي پیسې یې په زور ورڅخه واخیستلې او پرګنه یې اېل کړه. محمدشاه د بهلول له دې حرکت څخه دومره خوشاله سو چي هغه پرګنه یې بهلول ته وبخښله او د امیر رتبه یې ورکړه. بهلول له دغه ځایه څخه خپل قلمرو کرار کرار پراخ کړ تر څو چي سرهند یې لاندي کړ او بالاخره یې پنجاب ونیوی. Ibid P 139

دلته د لودیانو د واک تر لاسه کولو او د هغوی د سلطنت په باره کي تفصیل زموږ د بحث موضوع نه ده خو په لنډ ډول ویلای سو چي د سلطان بهلول لودي ۱۴۵۲-۱۴۸۹ د سلطنت په وروستیو دوو لسیزو او بیا د سلطان سکندر لودي ۱۴۸۹-۱۵۱۷ د قدرت په نسبتاً اوږده دوره کي د ډهلي سلطنت، د قدرت په لحاظ، خپل اوج ته رسېدلی وو. سلطان سکندرلودي د خپل وفات په وخت کي خپل زوی سلطان ابراهیم لودي ته ۱۵۱۷-۱۵۲۶ یو پراخ قلمرو پرې ایښی وو چي له کشمیره نیولې، تر بنګال، دکن او لاهور پوري غځېدلی وو.

د بهلول لودي او سکندرلودي د سلطنت په کلونو کي د روه له سیمي څخه ډېر زیات پښتانه هندوستان ته وکوچېدل. لودي سلطانانو د هغوی ژوند او ښېګڼو ته ډېره زیاته توجه وکړه او د هغوی په زور یې د خپل دولت مټي ټینګ کړل او د قلمرو په پراخولو او فتوحاتو کي یې کار ورڅخه واخیست. د بهلول په حکومتي دستګاه کي یوازي د ۲۰،۰۰۰ پوځي او ملکي مغولو له وجود څخه سړی د هغه د قلمرو او ادارې د پراخوالي په باب اټکل کولای سي. Farishta. History of the Rise of the Mahomedan Power in India. Vol1 P 328

 البته د دریو واړو لودي سلطانانو په حکومتي دستګاه کي د پښتنو پر دوو لویو او قوي قبیلو سوري او نیازي باندي سترګي پټي سوي وې او یوه هم په هغوی باور ونه کړ. په دې توګه یې دوه لوی پښتني قوتونه له لاسه ورکړل، چي که یې باور په کړی وای او په پوځي او ملکي چارو کي یې برخه ورکړې وای نو تر مغولو افسرانو او مامورینو به سل چنده ګټور ورته ثابت سوي وای. د سلطان سکندر لودي په سلطنت کي ۱۶ لودي، ۸ فرمولي، ۵ شېرواني او ۳ لوهاني خانان او جنرالان ول خو یو نیازي او سوري افسر یې نه درلود.  Ibid PP 329-330

 سلطان سکندر لودي، د خپل وفات په وخت کي، وصیت کړی وو چي د اګرې او ډهلي سلطنت دي ابراهیم  او د جونپور سلطنت دي د ده دوهم زوی جلال ته وسپارل سي. ابراهیم، د پلار له وفات څخه وروسته، جلال د جونپور له سلطنت څخه محروم کړ او د خپلي پاچهی په دریم کال یې وواژه. وروسته یې سمدستي خپل نور لایق افسران لکه اعظم همایون شیرواني او د هغه زوی فتح خان بندیان کړل او د هغه بل زوی اسلام خان، چي د کره واکمن وو، برطرف کړ. اسلام خان یاغي سو او ځپل کېدلو یې له سلطان څخه ډېر کار او حملو ته ضرورت درلود. سلطان ابراهیم لودي، پردې برسېره، خپل ټول خانان او افسران چي یا یې د ده له ورور جلال خان سره خواخوږي ښودلې او یا یې ده پر وفاداري باندي شک درلود، یو په بل پسې، بندیان کړل او یا یې ووژل. اعظم همایون شیرواني، میا بوري او نور چي بندیان ول ويې وژل او د بیهار والي دریاخان لوهاني، خان جهان لودي، حسین خان فرمولي او ډېر نور خانان، جنرالان او قومي مشران یاغیان سول. ابراهیم لودي، په څو جبهو کي، له دښمنانو سره جنګ پیل کړ او دښمنان یې هم ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدلو سول. د بیهارګورنر دریاخان لوهاني وفات سو او زوی یې بهادرخان، د محمدشاه په نوم، خپله آزادي اعلان کړه اوپه لږ وخت کي یې ۱۰۰،۰۰۰ سپاره عسکر پیداکړل او په څو ځله یې د ابراهیم لودي قواوو ته ماته ورکړه. د لاهور حکمران غازي خان لودي او د هغه زوی دولت خان لودي دواړه یاغیان سول او له بابر څخه یې، چي په کابل کي واکمن وو، مرسته وغوښته او پر هندوستان باندي د حملې کولو بلنه یې ورکړه. د ابراهیم لودي ورور علاءالدین، چي له بنده تښتښدلی وو، په دغه وخت کي په کابل کي اوسېدی. دولت خان د علاءالدین په نوم بیرغ پورته کړ او له  ۴۰،۰۰۰ سپرو پوځیانو سره یې د ډهلي پر لور حرکت وکړ. دعلاءالدین پوځیانو د ابراهیم لودي لښکرو ته ماته ورکړه خو څرنګه چي ټول په چور او تالان لګیا سول نو ابراهیم لودي بیرته بری ورباندي وموند او علاءالدین پنجاب ته وتښتېدی. د ابراهیم لودي په مقابل کي له هري خوا د پښتنو مشرانو او جنرالانو او د خپلي کورنۍ د غړو حملې رواني وې؛ او په دغه وخت کي په ۱۵۲۶ کال کي ظهیرالدین محمد بابر د ډهلي شاوخواته ورسېدی. د پاني پټ په دښت کي یې د ابراهیم لودي پوځ ته وروستۍ ماته ورکړه. ابراهیم لودي په جنګ کي ووژل سو او بابر ډهلي او اګره دواړه ونیول او په هند کي د مغولو د واکمنۍ دوره پیل سوه. Ibid 349-350

تیموریان او پښتانه:

د تیمور له وفات ۱۴۰۵ څخه وروسته د هغه په کورنۍ کي د تخت د نیولو لپاره د لنډو داخلي جنګونو څخه وروسته قدرت په هرات کي د هغه زوی میرزاشاهرخ ۱۴۰۵-۱۴۴۷ ته ورسېدی او هرات د سلطان حسین بایقرا ۱۴۶۹-۱۵۰۶ تر وفات پوري د مغولو پایتخت وو. د هرات حکمرانانو له پښتنو سره چنداني جنګونه نه دي کړي یا لږترلږه په تاریخي متونو کي د هغوی یادونه نه ده سوې.

د بابرنیکه ابوسعید کورګان  ۱۴۵۰-۱۴۶۹خپل زوی میرزاالغ بېګ په ۱۴۶۰ کي د کابل حکمران مقرر کړ او هغه تر خپل وفات ۱۵۰۱ پوري په کابل کي واکمن وو. د میرزا الغ بیګ د پاچهی له لومړیو کلونو سره یوه پېښه تړلې ده چي د مغولو او پښتنو پر اړیکو باندي رڼا اچوي او هغه دا چي وايی د مغولو یوه امیر چي امیربابا نومېدی او د غزني حکمران وو د میرزا الغ بیګ ساتونکي ووژل او الغ بیګ یې تر سختي څارني لاندي ونیوی. د امیربابا وروڼو، چي له خپل ورور سره یې مخالفت درلود، امیربابا قتل کړ او میرزا الغ بیګ یې د هندوستان پولي ته وتښتاوه. په هغه سیمه کي افغانان اوسېدل او الغ بیګ یې له هغوی څخه د شپې وتښتاوه او بیرته یې کابل ته ورساوه او د ابوسعید کورګان د امیرانو په مرسته یې پر تخت  کښېناوه. تتوی وقزویني. تاریخ الفی ص ۱۸۶

تواریخ حافظ رحمت خاني، چي د سوات د یوسفزیو او د دلزاکو او نورو قومونو سره د جنګونو په باره کي تر ټولو قدیم متن دی، د الغ بیګ تښتول کېدلو ته اشاره نه کوي خو دونه وايي چي الغ بیګ له ماوراءالنهر څخه راغی؛ ماشوم وو او ډېر لږ کسان ورسره وه او په ډېر بد حالت کي وو. د یوسفزیو مشر ملک سلیمان شاه د میرزاالغ بیګ ملازمت حاصل کړ او له هغه سره دونه نیژدې سو چي په غېږ کي به یې کښېنولی وو او خپله لور یې هم هغه ته په نامه کړې وه…. پیرمعظم شاه. تواریخ حافظ رحمت خاني ص ص ۵-۶

 تواریخ حافظ رحمت خاني وروسته پر یوسفزیو باندي د میرزالغ بیګ د بدګمانه کېدلو په نتیجه کي د یوسفزیو د قوم د اوو سوو مشرانو د قتل عام کېدلو خبره کوي. هغه کتاب ص ۲۶

او په حقیقت کي همدغه قتل عام دی چي له کابل څخه د پېښور او سوات پرلور د یوسفزیو د خوځېدلو او دایمي بېځایه کېدلو سبب کیږي. ځکه چي الغ بیګ خپلو عسکرو ته حکم وکړ چي د یوسفزیو ملک ټول تاراج کړی او په غاړه کي له یوه کمیسه پرته بل هیڅ مه ور پرېږدی او چي هر چېرته ځي هلته دي ولاړ سي. هغه کتاب ص ۲۷

یوسفزي هم له کابل څخه، د لغمان پر لاري، پېښور ته وکوچېدل او په لږ وخت کي یې د سوات له سلطان پکل څخه ټول ملک لاندي کړ او د شیخ ملي د دفتر په اساس یې ټول ملک د یوسفزیو ترمنځ ووېشه.

د یوسفزیو د مشر ملک سلیمان شاه په غېږ کي د الغ بیګ د کښېنستلو او لویېدلو تر افسانې که را تېر سو نو د دونه لوی قام د دومره زیاتو مشرانو د وژل کېدلو، لوټلو او فرار کېدلو خبره باید په تاریخي متونو کي راغلې وای. مګر پر دې خبري باندي، د بابر په شمول، چي له دې پېښو څخه تقریباً دېرش کاله وروسته یې کابل فتح کړی دی، هیچا څه نه دي ویلي.

د تواریخ حافظ رحمت خاني اصلي نوم تواریخ افاغنه دی چي لومړی لیکونکی یې خواجو ملېزی دی او هغه پخپله وايی چي دا کتاب یې په سن الف و ثلث و ثلثین یعني ۱۰۳۳ هجري قمري کي، چي ۱۶۲۴ میلادي کیږي، بشپړ کړی دی. که الغ بیګ د خپلي واکمنی په شلم کال هم د دغه قتل عام مرتکب سوی وي نو د دغي پیښي او د کتاب د لیکل کېدلو ترمنځ  فاصله ۱۴۴ کاله کیږي. په دومره زیاته موده کي، چي د استناد لپاره هیڅ لیکلی متن موجود نه وي، او په بل هیڅ تاریخي متن کي یې یادونه سوې نه وي نو متن او د پيښي تفصیل له تاریخي اعتباره لویږي او لږترلږه مشکوک ښکاري. خو څرنګه چي په هره افسانه کي د واقعیت یو څرک هم موجود وي نو سړی ویلای سي چي د الغ بیګ میرزا او پښتنو ترمنځ به حتماً کوم لوی ټکر راغلی وي.

بابر او پښتانه:

الغ بیګ میرزا په ۱۵۰۱ کي وفات سو او بابر، چي د الغ بیګ میرزا وراره وو، په ۱۵۰۴ کي کابل د هغه له کوچني زوی عبدالرزاق او مقیم ارغون څخه ونیوی. بابر په ۱۵۰۵ کي د کوهاټ پر لور حرکت وکړ دی وايي چي زموږ عسکرو ډېره زیاته غله دانه او څاروي ونیول. له هغه څخه وروسته یې د هنګو له لاري د بنګښ پر لور حرکت کړی دی. هغو افغانانو چي مقاومت کړی او د بابر عسکرو ژوندي نیولي دي ټول یې قتل عام کړي او د هغوی له سرونو څخه یې کله منار جوړ کړی دی. په سبا ورځ یې د هنګو په سیمه کي د سلو څخه تر دوو سوو افغانانو سرونه غوڅ کړي او بل کله منار یې جوړ کړی دی.  Babur Nama P 232

بابر وروسته د بنو پر لور حرکت وکړ. بابر وايي وروسته له هغه چي موږ په بنو کي له آسونو څخه کښته سوو نو وامو ورېدل چي د قبایلو خلک د مقاومت خیال لري. جهانګیر میرزا مو هغې خواته واستاوه او هغه په قبایلو قتل عام ګډ کړ. په بنو کي مو هم یو کله منار جوړ کړ.   Ibid P 233

بابر په ۱۵۰۷ کال کي په کټواز کي پر غلجیو باندي حمله وکړه؛ او چي هر څوک یې لیدل هغه یې وژل. بابر وايي چي دلته یې دونه پسونه په لاس کښېوتل چي په هیڅ بله حمله کي یې ترلاسه کړي نه وه. بابر وايي کله چي موږ د غنیمتونو د ترلاسه کولو وروسته بیرته د کابل پر لور حرکت وکړ نو یوه  بله ډله افغانان مخي ته راغلل او حملې به یې کولې. یو څو تنه مو ور پسي ولېږل او چي هر څوک یې مخي ته راتلی هغه یې واژه. ناصر میرزا له یوې بلي ډلي سره همدغه سلوک وکړ او د سرونو یو کله منار مو جوړ کړ. Ibid P 324

بابر په ۱۵۱۹ کال کي پر باجوړ باندي حمله وکړه. بابر وايي چي د باجوړ خلک ټول کافران ول او له اسلام سره یې دښمني درلوده. موږ په هغوی قتل عام ګډ کړ او تقریباً درې زره تنه مو قتل کړل اوښځي او ماشومان مو اسیر کړل. دی وايی کله چي مو د هغوی وروستی کلا ونیوله نو په لاروکوڅو، پر دېوالونو او ودانیو کي مړي پراته وه چي سړی مجبور وو د تېرېدلو په وخت کي پر مړو باندي وخیژي. بابر وايي د باجوړ د ځینو سلطانانو او لویانو سرونه مو، د بريالیتوب له زیري سره، کابل ته واستول او د باجوړیانو نور سرونه مو بدخشان، کندوز او بلخ ته ولېږل. Ibid PP 370-371

د پښتنو پر سیمو، په تېره بیا په سوات او شاوخوا سیمو کي، د بابر د جنګي عملیاتو په برخه کي د تواریخ حافظ رحمت خاني او بابرنامې تر منځ ډېر سخت اختلاف موجود دی. بابر د سوات له پښتنو سره له جنګ څخه مخکي د پښتنو د استازي ملک سلیمان شاه د زوی ملک شاه منصور نوم یادوي او وايي چي هغه ، د سوات د خلکو د استازي په حیث، پنجکورې ته ورته راغی. څرنګه چي ده، له یوسفزیو سره د دوستی کولو په غرض، د ملک شاه منصور د لور غوښتنه کړې وه نو د هغه ورور طاووس خان د ملک شاه منصور لور همدغه کمپ ته ورته راوړه. Ibid P 375

تواریخ حافظ رحمت خاني، په دې برخه کي، یوه رومان ډوله کیسه کوي او وايی چي بابر د قلندر په جامه کي د هغوی سیمي ته ورغلی او د دروېش په جامه کي یې د ملک شاه منصور لور بي بي مبارکه لیدلې او ورباندي مین سوی وو او له پښتنو څخه یې د هغې غوښتنه کړې وه. تواریخ حافظ رحمت خاني ص ص ۹۶-۱۰۱

بابر په سوات کي د پښتنو د مشر ملک احمد نوم نه یادوي او یوازي د شاه منصور نوم یادوي خو تواریخ حافظ رحمت خاني یو ځل په کابل کي، د بابر په دربارکي، د ملک احمد او بابر د مخامخ کېدلو، سوال اوجواب کولو، د شپې مجلس کولو کیسه کوي او وايی چي بابر له ملک احمد سره په دې مجلس کي دونه مست سو چي په نڅا یې پیل وکړ او ملک احمد ته یې وویل چي ملکه زه نن ستا مطرب یم او درته ګډېږم. په همدغه شپه یې خپله توره بخملي قبا په ملک احمد واغوستله او ملک احمد خپلي جامې مطرب ته ورکړې. هغه کتاب ص ۸۷

وروسته لیکي چي بابر یو ځل بیا ملک احمد کابل ته وباله خو ملک احمد خپل قام ته وویل چي تېر ځل له بابر څخه ژوندی خلاص سوم خو دا ځل مي حتماً وژني نو په خپل عوض کي یې ملک شاه منصور ور واستاوه. پر بابر باندي دا خبره بده ولګېده او پر سوات باندي یې د حملې کولو فیصله وکړه. ملک احمد دې حملې ته مخکي له مخکي تیاری نیولی وو او له قام سره غرونو ته ختلی وو. بابر ډېر کوښښ وکړ مګر په خپل کوښښ کي بریالی نه سو او تش لاس ستون سو. هغه کتاب ص ۹۳

څرنګه چي موږ د بابر نامې لیکلی متن په لاس کي لرو چي بابر د هري ورځي او مهمو پېښو یادونه پکښي کړې ده نو د تواریخ حافظ رحمت خاني تر متن، چي له دې پیښو څخه څه باندي ۱۲۰ کاله وروسته لیکل سوی دی، د اعتبار وړ دی. ځکه دا هیڅ امکان نه لري چي بابر دي، د ملک احمد په څېر، مهم سړی د خپلو خاطراتو څخه حذف کړی او لږترلږه یو ځل یې یادونه هم نه وي کړې.

تواریخ حافظ رحمت خاني ادعا کوي چي یوسفزیو د سوات خواته د بابر له نیژدې کېدلو څخه کلونه مخکي  د سوات سلطانان په تېره بیا سلطان ویس له منځه وړی وو. مګر بابر د سوات په شاوخوا درو کي د سلطان ویس سره د ملاقات خبره کوي او وايی چي پر هغه باندي یې څلور زره د خره بارونه وریجي حواله کړي. Babur Nama P 374

له دې خراج څخه معلومیږي چي سلطان ویس باید د ډیر پراخ قلمرو څښتن وي؛ ځکه د دونه ملاماتوونکي خراج تادیه کول د عادي خانانو او ملکانو په وس پوره نه وي. بابر دغه راز وايي چي په پنجکوره کي، د ده په پوځي کمپ کي یې، د سوات له بل سلطان علاءالدین سره د شرابو مجلس وکړ او په هغه مجلس کي یې اعزازي جامې هم ورکړې. Ibid P 375

د میرزاالغ بېګ له خوا د یوسفزیو د دغه قتل عام په وخت کي سلطان سکندر په اګره کي پاچا وو او له کشمیره تر بنګاله او لاهور پوري پراخه سیمه یې په لاس کي وه. کله چي بابر د پښتنو کله منارونه جوړول نو د هغه د تېريو او ظلمونو په پیل کي هم سلطان سکندر او په وروسته کي سلطان ابراهیم پاچا وو. که دې دواړو پاچاهانو او له دوی څخه مخکي سلطان بهلول خپل قلمرو د اباسین پوري غاړي ته رسولی او د پښتنو له سیمو سره یې وصل کړی وای نو د بابر لپاره به غیر ممکنه وای چي په کابل کي یې سلطنت ټینګ کړی او یا یې د پښتنو د کله منارونو جوړولو ته فرصت پیدا کړی وای. دغه راز که سوري شېرشاه او د هغه زوی اسلام شاه یا سلیم شاه د لودي پاچاهانو همدغه اشتباه تکرار کړې نه وای نو د بابر څلورو زامنو به هیڅکله د افغانستان په ښارونو کي  پنځه لس کلنو جنګونو او تباهیو ته وخت نه وای پیدا کړی او هیڅکله به یې ډهلی، دوهم ځل، بیرته نیولی نه وای. خو سوري شېرشاه، همایون ته تر ماتي ورکولو وروسته هغه یوازي د اباسین څخه واړاوه او نور یې غرض ورسره ونه کړ او د هغه همدغه لویه اشتباه د دې سبب سوه چي څه باندي پنځه لس کاله وروسته همایون بیرته ډهلي ته ستون سو او د هغه زوی  جلال الدین اکبر په اګره کي د مغولو د ټینګ سلطنت اساس کښېښود.

داسي ښکاري چي لودي او سوري پاچاهانو هم، د ترکانو او تیموري مغولانو په څېر، هندوستان د قدرت او سلطنت د قانوني سیمي په حیث پېژندلی وو. د دې پر ځای چي خپل د قدرت سرحدونه یې پښتنو ته نیژدې کړي او د تل یا ډېر زیات وخت لپاره یې خپل قدرت په ډهلي او اګره کي ټینګ کړی وای پښتانه یې له خپلو سیمو څخه هندوستان ته کوچول او په پردۍ سیمه کي یې خپل قدرت او سلطنت ورباندي ټینګاوه. د پښتنو سلطانانو دا هېره کړې وه چي دوی په هندوستان کي یوازي نظامي قوت دی، چي د ترکانو په څېر، د هندوراجه ګانو د کمزورۍ او بې اتفاقی له امله یې سلطنت نیولی دی  او د خپل نظامي قوت په زور یې د ډهلي او اګرې تختونه نیولي دي. هندوستان اصلاً د هندوانو او د هندي مسلمانانو هیواد وو او تاریخ ثابته کړه چي د هغه وطن واک بالاخره خپلو اصلي څښتنانو هندوانو او د هغه پراخ وطن اصلي اوسېدونکو ته ورسېدی.

له بلي خوا مسلمانانو داسي انګېرله چي هندوستان اصلاً په دوی پوري اړه لري؛ ځکه چی د دوولسمي پېړۍ له وروستۍ لسیزي څخه ، چي ډهلی قطب الدین ایبک فتح کړ، بیا د روښانیانو تر وخته پوري، چي د شپاړسمي پېړۍ نیمایی کلونه ول، د هندوستان پاچهي د مسلمانانو په لاس کي وه. او وروسته هم د نولسمي پېړۍ ترنیمايي پوري، که څه هم تش په نامه قدرت د مسلمانانو په لاس کي وو د مسلمانانو پاچهي وه. که ډهلی د ترکانو، که د سیدانو، که د پښتنو او که د مغولو په لاس کي وو خو ټول مسلمانان ول. همدغه د مسلمانانو سلطنت، کله په قوي او کله په کمزوري شکل، تر ۱۸۵۷ کال پوري، چي انګلیسیانو د مغولو تش په نامه پاچا بهادرشاه ظفر را وپرزاوه، دوام وکړ. پښتنو، له هندوستان څخه بهر، کوم خپلواک دولت نه درلود؛ ځکه یې ډهلي ته د مسلمانانو د سلطنت د قانوني مرکز په سترګه کتل. د مغولو په پوځ کي مسلمانو جنرالانو خدمت کاوه او د پښتنو په سلطنت کي مغولو پوځي او ملکي ماموریتونه درلودل. د سلطان بهلول ۱۴۵۲-۱۴۸۹ د سلطنت په زمانه کي شاوخوا ۲۰ زرو مغولو د هغه په حکومت کي پوځي او ملکي وظیفې درلودلې. Frishta Vol 1 P 328

په هر صورت، په دې باره کي زیات بحث موږ له موضوع څخه لیري کوي خو په لنډ ډول ویلای سو چي پښتنو او مغولو وخت په وخت خونړي جنګونه سره کړي او په اصطلاح هډونه یې سره مات کړي ول. سره له هغه چي پښتنو د مغولي پاچاهانو په پوځ کي خدمت کاوه خو په عمومي صورت یې یوه بل ته ښه زړه نه درلود.  د پښتني سیمو اوسېدونکو، چي قرنونه یې خپلواک ژوند کړی وو،  هیڅ وخت د مغولو د دولت په مقابل کي وسلې پر مځکه کښې نه ښودلې. د جلال الدین اکبر ۱۵۵۶-۱۶۰۵  له زمانې څخه، چي د مغولو تر ټولو مقتدر پاچا وو بیا د اورنګ زیب ۱۶۵۷-۱۷۰۷ د پاچهی تر پایه پوري د مغولو کاروانونه او عسکر نه د خیبر په درو کي بېغمه تېر سول او نه یې په خپل ټول طاقت او قدرت د یوسفزیو اولسونه اېل کړل. د بایزید انصاري یا پیر روښان او روښانیانو تحریک یو له هغو ستونزو څخه وو چي د مغولو سلطنت یې لږترلږه اویاکاله مصروف ساتلی وو او هیڅ وخت یې په اېلولو ارمان ونه خوت.

خو د دې ترڅنګ چي د مغولو او پښتنو ترمنځ هر وخت جنګونه روان ول او کله کله به یې یوه بل ته ډېر سخت تلفات واړول بیا هم ګورو چي د پیر روښان لمسی او د جلال الدین روښاني زوی الهداد، چي د رشید خان لقب یې درلود، د جهانګیر په پوځ کي یو لوی جنرال وو او د الهداد یا رشید خان له وفات څخه وروسته د هغه زوی الهام الله د دوهم رشید خان لقب درلود او د پیر روښان بل لمسي، د نورالدین زوی، میرزا خان انصاري، د مغولو لپاره د دکن په جنګونو کي هم توره وکړه او هم په دغو جنګونو کي شهید سو. خو په مقابل کي د پیر روښان د کورنۍ نور نارینه او ښځینه د مغولو سره وجنګېدل او دې جنګونو تقریباً ۷۰ کاله دوام وکړ.

حالنامه، چی د روښانیانو د تاریخ تر ټولو مستند کتاب دی او موږ د هغه په مقابل کي بل مستند کتاب په لاس کي نه لرو، الله داد یا رشید خان، چي د روښاني احداد په مقابل کي جنګېدی، خان عالي شان بولي او د کتاب تر پایه پوری یې نوم په ډېر قدر او عزت یادوي.

دغه راز د خوشحال خان خټک پلار، نیکه او ورنیکه شهبازخان، یحیی خان او ملک اکوړی د مغولو پاچاهانو په خدمت کي ولاړ ول او پخپله خوشحال خان خټک هم، تر هغه وخته پوري چي اورنګزیب بندي کړی نه وو، د مغولو په خدمت کی توری وهلې. کله چي خوشحال خان د مغولو په مقابل کي توری ته لاس کړ او د پښتنو په ننګه ودرېد:

لنګرکوټ مغولو ساز کړ زه په ننګه د افغان شوم

که یوسف وو که مندړ وه د همه و نګهبان شوم

د هغه زوی بهرام یې په مقابل کي ودرېدی او د مغولو خدمت ته یې ملا وتړله. البته د خټکو هغه خاني چي بهرام یې تلاښ کاوه او د ترلاسه کولو لپاره یې د خپل پلار په مقابل کي د جنګ میدان ته ووت د ده هم په نصیب نه سوه او خاني د خوشحال خان لمسي افضل خان ته ورسېده. افضل خان هم د مغولو منصب خوړ او هم تر مرګه پوری د پښتنو په ننګه ولاړ وو. د مغولو نوکري چا عیب نه بلله بلکه هغه یې د یوه قانوني حکومت مأموریت ګاڼه. کله چي اورنګزیب پر خوشحال خان باندي مرکه وکړه او هغه ته یې تر دوه زري منصب پوری ومانه خوشحال خان زړه نا زړه او د خپلو خپلوانو د نامردۍ په وجه له وچ مجبوریته د مغولو سره د نوکرۍ د قبولولو وعده وکړه او په هغه وخت کی یې دا غزل ولیکل:

د بې ننګه پښتنو له غمه ما  «««««  لويی پرېښوه بیا په لاس کړه کمه ما

دا هم ښه که په دا کار کښي هومره کار وي «««««  چه که واخیست انتقام له ګرمه ما

هغه ملا مي چي په هوډ سره لوی غر وه «««« په ناکام کړه و مغول ته خمه ما

هم د بخت و ماته شا شوه هم د خلقو «««  په مغول کړ ځکه مخ له همه ما

که مي لاس وای په رضا به مي کښې نه ښول ««« د مغول پر لوري دوه قدمه ما

خوشحال خان دا ځل له مغولو سره د خدمت له پیل کولو څخه مخکی بیرته پښېمان سو او د  اورنګزېب  مشر زوی شاه عالم بهادرشاه ته یې په لېږلي پیغام کي وویل  چي ستا پلار زه په ناحقه بندي کړم او له هغه سره مي روغه نه سي کېدلای خو که ته پاچا سوې او زه هر څومره بوډا وم ستا خدمت به کوم. خټک، تاریخ مرصع ص ص ۳۴۶-۴۷

دغه راز کله چي د خوشحال خان زوی بهرام د پلار په مقابل کي ودرېدی او د مغولو خدمت یې اختیار کړ نو خوشحال خان هغه ته په یو غزل کي د مغولو د سم خدمت کولو توصیه کوي او ورته وايی چی که خدمت کوې نو نمک حرامي به نه کوې:

زما زړه له چانه روغ نه دی بهرامه ««« د هر چا سره مي زیست دی له ناکامه

نوکري ځواني دا دواړه لکه بام دي «««« په پیرۍ کښي له ما لاړل دواړه بامه

اوس دا دواړه بامه ستادي ننداره کړه ««« غافل مه شه یو زمان تر صبح و شامه

د مغولو دولت خواه اوسه څو ژوې «««« و نفرو ته یې هم کړه سل سلامه

د هغه به فیروزي په جهان نه وی «««« چي یې وخوري د چا مالګه کا حرامه

د مغولو په دولت کي ډېر مهم جنرال، چي د  مغول جهانګیر لپاره یې ډېر زیات فتوحات کړي او وروسته شاه جهان ته یاغي سو، خان جهان لودي وو چي جهانګیرپاچا به د فرزند خطاب ورته کاوه او پنځه زري منصب یې درلود. د خان جهان زوی اصالت خان، د پلار په څېر، د جهانګیر مهم پوځي منصبدار وو. افضل خان خټک لیکي چي دریاخان داوود زي د شاه جهان پاچا په وخت کي پنځه زري او بهلول میاني اووه زري، یعني تر ټولو لوړ، عسکري منصب درلود،  هغه کتاب، ص ص ۲۰۲-۲۰۳

بهادرخان خیشکي د شاه جهان په دربار کي د دلیر خان لقب درلود او پاچا هغه ته پنځه زري منصب ورکړی وو. زر آسونه، دوولس لکه روپۍ او دوولس پیلان یې په انعام کي ورکړل. هغه کتاب ص ص ۲۰۴-۲۰۵

تاریخ مرصع د شمس الدین خان څلور زري، قطب الدین خان څلور زري، د بست د حاکم پردل خان بړیڅي او نورو ډیرو پښتنو عالي رتبه پوځي منصبدارانو نومونه یادوي چي د مغول شاه جهان او اورنګزیب په پوځ کي یې خدمتونه او فتوحات کړي دي.

د مغولو د حکومت سره یوازي هغه قبایل جنګېدل چي حکومت یې مستقیمي ګټي په خطر کي اچولي وې. د خیبر اپرېدیو له کاروانونو څخه بدرګه او مالیه اخیستله او هر حکومت چي له دوی څخه دغه امتیاز سلباوه له هغوی سره یې مقابله او جګړه کوله. اپرېدیو د انګلیسیانو د حکومت په وخت کي هم د خیبر د لاري امنیت خراب کړی او انګلیسیان هر وخت مجبور ول چي حملې ورباندي وکړي.

یوسفزي د بابر له زمانې او حتی له هغه څخه مخکي وختونو کي چاته نه تسلیمېدل او هیچاته یې منظمه مالیه نه ورکوله. مغول مجبور ول چي  هم د امنیت د ساتلو او هم د مالیاتو غونډولو لپاره پر هغوی باندي حملې وکړي. ګواکي له مغولو سره د پښتنو مخالفت له دې امله نه وو چي هغوی مغول ول بلکه خبره د مالي او اقتصادي ګټو وه.

پخپله خوشحال خان خټک تر مرګه د شاه جهان پاچا صفت کاوه او د اورنګزیب له ظلم څخه یې سرټکاوه. دی پخپله وايي چي له اورنګزېب سره د مخالفت علت یې په ناحقه بندي کېدل وه.

د هند له تخته شاه جهان پرېووت «««««   غم په هر لوري په درست جهان پرېووت

د هند په تخت چي عالمګیر کښېناست ««««  په خلکو کاڼی د شنه اسمان پرېووت

څه ښه بادشاه وې شاه جهانه «««« هم غور رسه هم قدردانه

چي ته یې بند کړې زویه دي نه دی ««««  یوه بلا ده پیدا له تانه

د پښتو ژبي دوه ستر شاعران، رحمن بابا او حمید ماشوخېل چي د اورنګزېب په وخت او له هغه څخه وروسته یې ژوند کاوه، د اورنګزېب له وفات څخه وروسته حالتو څخه شکایت کوي او د اورنګزېب په زمانه پسي ارمان کوي. حمید ماشو خېل په یوه نسبتاً اوږد غزل کي وايي:

دا څه دور د ګردون راغی وخت نور شه «««« چي شېوه د حاکمانو ظلم زور شه

…………………………………………………………….

غریب خلک مردګان پکی وریتیږي ««««« ظالمان نکر منکر پېښور ګورشه

پند و وعظ د هیچا اورېده نه شي ««««« هسي رنګ د ظلم و جور شرو شور شه

څه به شور نه وی د هند په میخانه کي ««««« چي اورنګ څخه د حکم جام نسکور شه

چي د ده د عدل نمر دی پرېوتلی ««««« توره شپه د ظلم وخته ملک تور شه

هر سړی درباندي پښه په پورته خیژي  ««« اورنګ شاه پرې ایښی تخت لاړ دور نور شه

رحمن بابا د اورنګ زېب د وفات په ویر کي یوه قصیده لیکلې ده:

…………………………………………

په درست هند باندي یې حق وو «««« هند یو شپه وه دی یې لمر

د دې لمر په روښنايۍ ««««   تمام هند وو منور

په رڼا یې خلقو زیست کړ «««« نه څه خوف وو نه خطر

خو چي مخ یې په غروب کړ ««« نور پیدا شو شور و شر

چي په نام د اورنګزېب وو  ««« وخوړ ګاو هغه دفتر

اوس نوبت د شاه عالم دی  «««« دور طور شو دیګر

پښتني قبایلو چي هیڅ وخت یې اتفاق نه درلود بلکه لا یې له یوه بل سره د کلونو او پېړیو دښمنۍ درلودلې د هری قبیلې مشر او افرادو جلاجلا عمل کاوه او هیڅ وخت ټول پر یوه لاره نه وه. پښتنو د هند د مغولو واکمنانو او د ایران د صفوي کورنۍ د واکمنانو په وخت کي قبیلوی نظام درلود او مرکزي حکومت او د پښتنو دولت یې نه درلود او نه یې پېژندی. په قبیلوي نظام کي، یو فرد خپلي کورنۍ، خپل ټبر او خپلي قبیلې ته مسوولیت لري. د کورنۍ او وروسته د ټبر د مشر خبره او فیصله د ټبر د هر فرد فیصله ده او چي خبره له ټبره څخه تېره سي او د قبیلې ګټي مطرح سي نو د قبیلې هر غړی مکلف دی چي د قبیلې ګټي به ساتي.

په قبیله کي دننه، د افرادو ترمنځ اړیکي معمولاً پر تربور ګلوي او ورور ګلوي ولاړي وي. تربور یا د کاکا زوی تر ټولو لومړنی سیال او حتی دښمن ګڼل کیږي؛ او وروسته نو ورور ته هم، په یوه مرحله کي، د رقیب په سترګه کتل کیږي. ( تربور ته بې وروره مه سې ورور ته بې زویه مه سې) کله چي دوستي او دښمني په دونه تنګه حلقه کي مطرح وي په هغه صورت کي نو د قبیلې د افرادو تر منځ اتحاد ډېر ګران وي او که، د خاصو شرایطو په اساس، د قبیلې تر منځ، د یو څه وخت لپاره، اتحاد راسي نو بیا د قبایلو ترمنځ اتحاد ډېر ګران او حتی غیر ممکن وي. که چیري قبایل د یوه عمومي آفت او یا د کفارو د یرغل په مقابل کي، په مذهبي جذبه، سره متحد سي؛ دا اتحاد ډېر موقتي وي او د پښتنو تاریخ ښودلې ده چي د عمومي دښمن له ماتي او یا د هغه له خطر سره د مخامخ کېدلو مرحله تېره سوې ده نو د پښتنو ترمنځ قبایلي دښمنۍ او په قبایلو کي دننه کورنۍ دښمنۍ بیرته را ژوندی سوي دي.

پخپله خوشحال خان خټک او د هغه د کورنۍ مشرانو، چي ټول له یوسفزیو سره په جنګونو کي ووژل سول، دومره بدۍ او دښمنۍ سره کړي وې چي د هغوی ترمنځ یې د دوامداره  اتحاد او اعتماد امکان له منځه وړی وو.

په ۱۶۴۰ کال کي، د شاه جهان په زمانه کي، د خوشحال خان پلار شهباز خان د یوسفزیو سره په جنګ کي ووژل سو؛ او خوشحال خان هم په هغه جنګ کي زخمي سو. خوشحال خان د خپل پلار د ویر کولو او زخمی پښې د جوړېدلو څخه وروسته پر یوسفزیو باندي یوه ناڅاپی حمله وکړه. داسي حمله چي خپلو کسانو ته یې ویلي وه چي په کلي کي به هیڅوک حتی حیوانان هم ژوندي نه پرېږدی. افضل خان لیکي چي دونه قتل وسو چي د سپیو او سړیو ویني ګډي بهېدلې. وروسته یې د یوسفزیو پر دریو نورو کلیو باندي حمله وکړه او ټول یې وسوځول. په دغه وخت کي، د بادشاه له حضوره، د خان علیین مکان په نامه، د سرداری فرمان صادر سو او د پلار منصب یې ورکړ. خټک، تاریخ مرصع ص ۲۷۱

خوشحال خان د اورنګزېب د پاچهی په دریم کال ۱۶۵۹ له یوسفزیو سره یوه بله لویه جګړه وکړه. په هغه جنګ کي یوسفزیو ته د سر اومال ډېر زیات تاوان ورسېدی. د یوسفزیو ۱۳ سوه تنه قتل سول او د اټک سره یې د هغوی د سرونو کله منار جوړ کړ. هغه کتاب ص ۲۸۹

له هغه څخه وروسته یې په ۱۶۶۱ او ۱۶۶۲ کلونو کي، چي د اورنګزېب د پاچهی لومړي کلونه ول، له یوسفزیو سره دوه نور لوی جنګونه وکړل چي د یوسفزیو د لوی مشر بهاګو خان وروڼه پکښی ووژل سول او په دواړو جنګونو کي یوسفزیو ته د سر او مال ډېر تاوان ورسېدی. په همدغو کلونو کي خټکو د تیراه په جنګونو کی د حکومتي عسکرو تر څنګ برخه واخیستله او په همدغو کلونو کي یې له بنګښو سره جنګونه وسول. هغه مخ

که څه هم چي خوشحال خان، په خپلو اشعارو کي، د خټکو او نورو پښتني قبایلو او پخپله د نورو قبایلو ترمنځ جنګونو ته اشاره کړې ده او د خپل دېوان او کلیاتو تاریخي ارزښت یې زیات کړی دی خو د هغه لمسي افضل خان خټک ډېر زیات تفصیل ورکړی دی او موږ ته ښيي چي د هغه وخت او له هغه څخه وروسته وختونو کي د پښتنو تاریخ زیاتره د قبایلو ترمنځ د خونړیو جنګونو داستان دی؛ او دغو جنګونو داسي ترخه نکلونه پرې ایښی ول چي د پښتنو ترمنځ یې د یوه عمومي اتحاد زمینه له منځه وړې وه.

خوشحال خان او د هغه نیکونو، د نورو قبایلو د مشرانو په څېر، په دې قومي او قبیلوي جنګونو کي ډېره مهمه ونډه درلوده او کله چي ده د مغولو په مقابل کي توري ته لاس کړ چي هر څونه د اتحاد او یووالي نارې یې وکړې چا نه اورېدلې.

هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده «««« اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان

که توفیق د اتفاق پښتانه مومي  «««« زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

خوشحال خان د دې ارمان د پوره کولو لپاره د پښتنو په کلیو بانډو وګرځېدی مګر نه یې تبلیغ او نه یې اشعارو نتیجه ورکړه او د پښتنو د اتحاد ارمان یې ګور ته یووړ.

مغول بې قدره پښتون بې ننګه «««« توبه له توري توبه له جنګه

تسبیح په لاس کي په نظام پور کښي «««« ناست په مسجد کي جمدر تر څنګه

راورټي، پر افغانستان باندي د نادرافشار د حملو په باب، چي په نتیجه کي یې په هرات او کندهار کي د پښتنو واکمنۍ ختمي سوې، ډېر پر ځای تحلیل کړیدی: « . . . په بل کال نادرافشار له مشهد څخه د هرات پر لور روان سو څو افغانانو ته په بشپړه توګه ماته ورکړي. ده ځکه افغانانو ته ماته ورکولای سوای چي د ابدالیانو او غلجیانو ترمنځ دښمني او اختلافات موجود ول او اتفاق یې کولای نه سوای. که دا دوې لویی قبیلې سره یو لاس وای نو په دې کي هیڅ شک نسته چي پيښو به بل رنګ درلودلی وای » Raverty, Notes on Afghanistan and Baluchistan P 610

په همدغه کتاب کي بل ځای لیکي: « بدبخته افغانان هر وخت د سزا لیدلو لپاره پیدا سوي دي. دا مهمه نه ده چي قدرت د کومي سلسلې په لاس کي دی. له محمودغزنوي څخه را واخله تر نن ورځي پوري هر وخت همدغه کیسه ده. او داسی ښکاري چي دوی به نور هم د پسونو په څېر قرباني کیږي » Ibid P 202

یوازینی اصل چي د پښتنو ترمنځ پر قبیلوي اختلافاتو او دښمنیو باندي غالب دی هغه د مذهب په نوم اتحاد دی. پښتانه، په عمومي صورت، مسلمانان او په سلو کي ۹۸ سني او حنفي مذهبه دی. هر کله چي یې خاوري ته د انګرېزانو تهدید متوجه سوی دی نو هغوی د اسلام په نامه را غونډ سوي او تر دغه نامه لاندي یې خپل سرونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. کله چي هغه تهدید لیري سوی دی؛ بیرته هغه پخواني اختلافات راژوندي سوي او قومي دښمنۍ له سره پیل سوي دي. د شلمي پېړۍ په اتیا لسیزه کي ټول پښتانه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په مقابل کي، چي پر افغانستان باندي یرغل کړی او اشغال کړی وو، را پاڅېدل او چی کله یې شورویان له خپلي خاوري پسي واخیستل بیرته هغه آش هغه کاسه سوه او تر اوسه پوري دوام لري.

دغه علت دی چي د مغولو د دولت په مقابل کي، چي مسلمانان ول او د ایران د صفوي رژیم په مقابل کي، که څه هم چي شیعه مذهب یې درلود، خو مسلمانان ول؛ د پښتنو د ټولو قبایلو اتحاد هیڅ وخت ممکن نه سو. مغولواله او پښتونواله، لکه څرنګه چي په نن عصر کي مطرح ده او مغولو ته د پردیو او د پښتنو د قدرت د غاصبینو په سترګه کتل کیږي، د خوشحال خان خټک او له هغه څخه وروسته کلونو کي مطرح نه وه.

حتی د هندوستان هندوانو هم د ډهلي سلطنت په رسمیت پېژندی او منظمه مالیه یې ورکوله. له مغولو څخه مخکي د ډهلي د سلطنت قدرت له کشمیر څخه تر بنګال پوري رسېدی. او د جلال الدین اکبر او له هغه څخه وروسته د اورنګزېب په زمانه کي له کابل او غزني څخه نیولې تر کشمیر، بنګال او د هند په جنوب کي د دکن تر سرحداتو پوري رسېدی. د مغولو په پوځ کی هندو راجاګانو خدمت کاوه. کله چي د هندوستان هندو اوسېدونکو د مغولو په دولت کي ټول دفتري کارونه په لاس کي اخیستي او د راجامان سینګه په څېر جنرالان یې درلودل نو د پښتنو لپاره خو د مغولو د دولت خدمت او عسکري بیخي عادي خبره وه.

پخپله خوشحال خان خټک هم، چي د مغولو په مقابل کي، د پښتونوالي سمبول دی، لکه څرنګه چي مخکي مو ولیدل، د اورنګزېب زوی شهرازده بهادرشاه ته وايي چي ستا پلار زما سره بد کړي دي زه د هغه خدمت نه سم کولای او که هغه وفات سو نو بیا که هر څومره بوډا وم هم به ستا خدمت کوم. یعني د اورنګزېب سره د خوشحال خان دښمني، تر ډېره ځایه پوري، شخصي رنګ لري. حتی د اورنګزیب په زمانه کی هم، خپل زوی بهرام، چي د ده په مقابل کي یې توره را اخیستې وه، د مغولو له خدمت څخه را نه ګرځوي بلکه خدمت ته یې تشویقوي او ورته وايی چي د مغولو منصبدارانو ته سلام وکړي او د مغولو له حکومت سره نمک حرامي ونه کړي.

خوشحال خان د مغول اورنګزیب او د هغه د غونډي پاچهی په مقابل کي توره را اخیستې وه؛ مګر په دې هم پوهېدی چي د پښتنو قبایلو ترمنځ اتفاق ممکن نه دی او هیڅ قبیله، که څه هم ډېره غښتلې وي، د مغولو د دولت په مقابل کي، چي پر پښتنو اقوامو باندي له هري خوا راتاو سوی وو، مقاومت نه سي کولای. لکه څرنګه چي خوشحال خان فکر کاوه هغسي وسوه او پښتانه تر پایه پوري سره متحد نه سول او په جنګونو کي به یې کله بری ترلاسه کړ او کله به یې ماته وخوړه خو د یوه مرکزي او منل سوي حکومت په جوړولو، د اته لسمي پېړي تر نیمايی پوري بریالي نه سول. او کله چي منل سوی حکومت موجود نه وي؛ هیڅ خان، هیڅ مشر او هیڅ قبیله د هیڅ بلي قبیلې مشر ته تر ابده وفاداره نه سي پاتېدلای؛ او په هیڅ توګه خپله قبیلوي خپلواکي نه قرباني کوي.

الفینسټون وايی ما  یوه قبایلي هوښیار سپین ږیري ته وویل چي مرکزي حکومت خو په هره توګه ستاسي تر دغه اوسني قبایلي سسټم بهتر دی؛ ځکه چي په دې سسټم کي خو تاسي یو د بل ویني تویوی، تل له یوه بل څخه په وېره کي ژوند کوی او که تر یوه قوي مرکزي حکومت لاندي ژوند وکړی نو د دې هري ورځي بې امنیتی او وینو تویېدلو څخه به بېغمه یاست. الفینسټون وايی هغه سپین ږیري راته وویل چي موږ په قبیلوي دښمنیو، په خطرونو او د یوه بل په وینو تویولو خوښ یو نه دا چي د یوه بادار حکم ته تسلیم سو. Elphinstone. The Kingdom of Kabul Vol1 P 231

په هغه زمانه کي چي د پښتنو ټول لوی او واړه قومونه د یوه بل سره په دښمني کي اوسېدل او پخپله د خوشحال خان پلار، نیکه او غور نیکه له یوسفزیو سره په جنګونو کي قتل سوي ول، خوشحال خان په دې پوهېدی چي هم د یوسفزیو سره په دښمني کي قوت او هم یې د خانۍ او ملکی زور ټول د ډهلي د سلطنت د ملاتړ له برکته دی. هغه پخپله وايي چي د مغولو په نوکري کي پاچا وو او چي د مغولو منصب نسته اوس یو عادي قومي مشر دی:

پر ورده که د مغولو په نمک یم «««««  د اورنګ له جوره هم له غرېوه ډک یم

په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله «««« خدای خبر دی که په خپله ګناه شک یم

. . . . . …………………………………………………………………..

هر پښتون چي د مغولو نوکري کا «««« که دي زده د هغو واړو بهترک یم

چي منصب مي د مغولو خوړ ملِک وم «««« چي منصب د مغول نشته اوس ملک یم

د فرمان د پروانې حکم یې نشته ««««  شکر دا چي په خپل حکم په خپل وک یم.

د خوشحال خان خټک څخه وروسته، د خټکو خاني د هغه لمسي افضل خان ته ورسېده. که د مغولو له دولت سره همکاري او د هغه حکومت خدمت د شرم او عار خبره او یا د پښتنون قام سره د دښمنۍ مفهوم درلودلای نو افضل خان به په خپل کتاب، تاریخ مرصع، کي هیڅ وخت له مغولو سره د خپلي همکاری یادونه نه وای کړې. افضل خان لیکي چي د کابل د صوبه دار امیر خان او د شینوارو ترمنځ ډېر سخت جنګونه وسول او امیر خان د هغوی په مقابل کي د اپرېدیو او اورکزیو له قومونو څخه هم کار واخیست. افضل خان لیکي چي دپښتنو دغو اولسونو له مغولو څخه هم ښه زړه نه درلود خو د پیسو په بدل کي یې د هغوی نوکري اختیار کړي وه. خو سره له هغه هم شینوارو په ټولو جنګونو کي بری ترلاسه کړ او امیر خان له هغوی سره سولي کولو ته مجبور سو. افضل خان لیکي چي په سن زر اته نیوی ( ۱۸۸۶ میلادي ) زه هم په جلال آباد کي د امیر خان حضور ته ورغلم او د هغه ملازمت مي وکړ او کابل ته ورسره ولاړم. امیر خان مي د منصب تجویز وکړ بادشاه ته یې واستاوه. څه زر یې هم زما لپاره ورکړه او زما د سپرو عسکرو خرڅ خوراک یې هم راکړ او کله چي جلال آباد لره راغلو د خان د وفات خبر راغی او مرثیه یې خان جنت نښان ( اشرف خان خټک) ویلې ده. خټک، ص ص ۵۱۰-۱۱

کله چي د روښانیانو په باره کي بحث کوو نو هم مو باید دغه ټکی په پام کی نیولی وي چي د پیرروښان په زمانه کي او له هغه څخه وروسته د هغه د زامنو او لمسیانو د مقاومت په دوره کي په ډهلي کي د مغولو منل سوی دولت، چي پاچاهان یې ټول مسلمانان ول، حاکم وو او د ډهلی د سلطنت په مقابل کي ښورښ بغاوت ګڼل کېدی؛ چي په اسلام کي ناجایز کار دی او د باغي مرګ روا دی.

د یوه مسلمان پاچا سره جنګ کول اسلامی فتوا ته ضرورت درلود چي له پیر روښان سره طبعاً موجوده نه وه؛ او د فتوا او جنګ او جهاد د حکم صادرول هم څه آسانه خبره نه وه.  پخپله بایزید روښان هم نه پخپله خان او نه یوې لويی قبیلې ته منسوب وو؛ ځکه یې تحریک په هغه سیمه کي چي زېږېدلی وو په هغه سیمه کي بیرته خاموش سو. پیر روښان ته د خپلو افکارو د تبلیغ او ترویج لپاره یوازی یوه لاره پاته وه او هغه د پیری او مریدی په جامه کي تبلیغ وو. په هغه جامه کي یې تر یوه وخته پوری ډېر ښه پرمختګ وکړ خو په هغه زمانه کي دونه زیات پیران موجود ول. خوشحال خان د پیرۍ او مریدۍ او پیرانو ته د پښتنو د خُرافی عقیدې په باره کي، په خپله سوات نامه کي، لنډه ترېح ورکړې ده.

هغه وخت چي پیر روښان فساد بنیاد کړو ««« پښتنو ورسره ټینګ کار د فساد کړو

پښتانه په هغه دور پیر پرست وو «««« څوک مرید د شاه عیسی څوک د سرمست وو

د روښان بخره ورک زيه افریدي شول ««« هغه خوښ په رهزني په عنیدي شول

د قاسم په بخره واړه غوریه خېل وو ««« ډنګر پیر وته د بنو شیتک ایل وو

خټک واړه بوبکري پیر منصوری وو «««« له بدعته له فساده په دوري وو

په مذهب کښی درست خټک سني مذهب دی ««« اما پیر ورته له جهله لکه رب دی

که په دا سبب کافر وي ګوندي وینه ««« کنه واړه په مذهب کښی سنی دینه

یوسفزیه همه واړه عیسایی وو ۱ »»» ملکانو سره ګډ په رسوایی وو

قاسمي شاه عیسایی سره په جنګ وو ««« روشاني پیر منصوري سره دارنګ وو

نو په داسي شرایطو کي چي، د خوشحال خټک په قول، ځینو پښتنو ته پیر د رب حیثیت درلود، د یوه نوي پیر لپاره پر نورو زړو او منل سویو پیرانو باندي بری مشکل وو. البته د پیر روښان پر عقایدو او د تحریک پر جوش او له جوشه لوېدلو باندي به وروسته بحث وکړو.

۱– د عیسایی څخه د خوشحال خان مطلب عیسوی نه بلکه د شاه عیسی مریدان دي.

            مأخذونه

۱: خټک، خوشحال خان. ار مغان خوشحال، میاسید رسول رسا. پېښور بُک ایجنسي، د چاپ کال یې معلوم نه دی.

۲: خټک، افضل خان. تاریخ مرصع. مقابله، تصحیح او نوټونه له دوست محمدکامل مومند. يونیورسیټی بک ایجنسي پېښور. د چاپ کال معلوم نه دی.

۳: د رحمن بابا دیوان. پښتو ټولنه ۱۳۵۶.

۴: مومند، عبدالحمید. دیوان. د افغانستان د علومو اکاډیمي، کابل ۱۳۶۳.

۵: شاه، پیرمعظم. تواریخ حافظ رحمت خاني. پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسیټي. ۱۹۷۱.

۶: تتوي، قاضي احمد ـ قزوینی، آصف خان. تاریخ الفی. تهران ۱۳۷۸.

۷: یزدي، شرف الدین. ظفرنامه. محقق سید سعید میرمحمدصادق – مصحح عبدالحسین نوایی. ډیجیټل.

8: Babur, Zahiruddin. Babur Nama. Translated by Annette S. Beveridge. Reprinted Lahore 1987.

9: Raverty, Henry George. Notes on Afghanistan and Baluchistan. Reprinted Pakistan 1982.

9: Farishta, Mohamad Kasim. History of the Rise of the Mahomedan Power in India ( Tharikhe Farishta ) Translated by John Biggs. Reprint in Delhi 1990.

10: Majumdar, R.C. General Editor. The History and Culture of the Indian People. Vol6.1996.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.