بیا هم کال نوی کیږی

سلطان جان کلیوال

303

وختـونه خـو بـدلیـږي، ته بـدلیـږی او کنـه؟

کاږه کاږه ســمیـږي، ته ســمیـږی او کنـه؟

یو زړی وهی تیغ له خاورو پورته شی چنار

ته پروت یی په عمرونو، پورته کیږی اوکنه؟

ساتونه ورځې شپې، میاشتې کلونه شي پیړۍ شي

په قــدر د وخــتـونو ، ته پـوهــیږی او کـنه؟

دا ځـمکه هـم زمان، وړ ګرځولې ده د ژوند

غـوښـتنو دز مان ته، تسـلیـمــیږی او کـنـه؟

پیـړۍ ده یویشــتمه، دا دویـمـه پیـړۍ نه ده

ښـونځي سره نفرت نه، په شا کیږی او کنه؟

مُلا د پوهې نوم و ، تل زمونږه په ذهـنوکی

لباس د معـرفت کی، څـرګـنـدیږی او کـنـه؟

بیـا هم کال نوی کیږی، ئی خبر به خامخا

خـو تـه بـه  کلـیـواله! نوی کـیږی او کـنـه ؟

دسمبر/۳۰/۲۰۲۳

  ایجکس-  تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.