طالبانو افغانستان لپاره د م.م. د بل استازې پر پلان نیوکه کړې

159
6 ساعتونه مخکې

طالب چارواکو افغانستان کې د بشري حقونو او جندر مساوات د ترويج له پاره د امنیت شورا له لورې د یو بل ځانګړي استازي پر پلان نېوکه کړې او «غیر ضروري» ېې بللی دی. طالبانو ويلي د یوناما په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه شته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) د جمعې په ورځ یو داسې پرېکړه ليک تصویب کړ چې په هغه کې ېې افغانستان او طالب چارواکو سره د لازیات تعامل د ترويج له پاره د یو بل ځانګړي استازي غوښتنه کړې ده.

دغه پريکړه د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د هغه رپوټ په ادامه تصویبیږی چې افغانستان سره د لا ډير تعامل غوښتنه پکې شوې ده. دغه پریکړه ليک د ۱۳ غړو د موافقو او د چین او روسيې د ممتنعو رايې وروسته تصویب شو.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) په موجودیت کې د دغه سازمان بل استازي ته اړتیا نشته ده. دغه اعلامیه د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخی پر اکس شبکه خپره کړې دي. په هغې کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي…»

د اعلاميې په یوه برخه کې ويل شوي چې افغانستان اوس په «شخړه کې ښکيل هیواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت حاکم دی چې د هېواد ګټې ساتلی او مکلفيتونه ترسره کولی شي.» طالبانو ويلی چې د افغانستان او نړۍ په نژدې تاريخ کې ځانګړو استازو «نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې ېې وضعیت لا کړکيچن کړی دی.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شوراانځور: picture-alliance/dpa/M. Rajmil

طالبان وايي د دوی حکومت افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان له لوري «د لا پياوړې او پراخې ښکيلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی» کوي، خو پر دې ناخوښي څرګندوي چې د امنيت شورا د دايمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف باوجود «۲۷۲۱ پریکړه لیک تصویب شو چې په هغه کې د م.م. له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان له پاره بل ځانګړی استازی وټاکي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان د بهرنیو قواوو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسېدل. د هغوی سرپرست حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د امریکا متحده ایالاتو، ګاونډيو او ځينو عربي هېوادونو په ګډون، د نړۍ له یو شمېر ملکونو سره ېې ارتباطات ساتلي دي. ځینې وخت دغو هېوادونو ويلي چې دغه تعاملات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه ده.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو پر تعلیم او کار او نورو برخو لکه سفر، سپورټ او پارکونو ته په تلو باندې محدودیتونه لګولي چې دا د نړېوالې ټولنې او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف له مهمو مواردو څخه یو ګڼل کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.