د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۷مه برخه

آصف بهاند

271

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۶مه برخه

 

په تورخم مه راځه جانانه

ملیشه ډېر دي پرهرخوا پیرې کوینه

 

د زړه داغونه به ښکاره کړم

هغه داغونه چې ایران راکړي دینه

 

پخوا ترکیه وه، لږ خو ښه وه

اوس په ترکیه کې هم وهل، هم زندانونه

 

پرېـږده د سپیو د خوراک شم

چې خپل وطن مې وراناوه دا یې اجرونه

پاکستاني او ایراني مقامات هره ورځ په ټینگار سره بیا ــ بیا اعلانوي چې افغانان دې خپل هېواد ته ستانه شی؛ خو هغوی د دې خیال نه ساتي چې په دې موسم کې چې ساړه او سخت ژمی راروان دی، په دومره لوی شمېر خلک به څنگه د هراړخیزو ستونزو په لرلو سره ځای پر ځای کېـږي او د خوراکي توکو د شدید کمبود په صورت کې به دا خلک څه کوي؟ ایا هلته به یو بل بشري ناورین نه رامنځته کېـږي؟ په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم کوردننه لا د بېلابېلو ستونزو په وجه، په میلیونو خلک بې‌ځایه شوي دي او دا نوي ورروان خلک چې د دې وږو له لښکر سره یو ځای شي؛ یوه بله څونامي به رامنځته نه کړي؟

همدا دوې ورځې مخکې ایراني چارواکو وویل چې په تېره یوه میاشت کې یې تر ښبېتوزرو (۶۰زره) ډېر افغان کډوال له ایرانه ایستلي دي. په دې باب د بي‌بي‌سي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«ایراني چارواکي وايي، تېره یوه میاشت موده کې د خراسان رضوي سیمې د پولې له لارې ”له ۶۰ زره ډېر” افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې د ایراني پوله ساتونکو ځواکونو د یوه افسر مجید شجاع له قوله ویل شوي، چې تېره یوه میاشت کې ۶۰ زره ۳۸۰ داسې افغانان چې ایران ته د تګ ”رسمي اجازه” یې نه درلوده، د دوغارون-اسلام قلعه له لارې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

له دې مخکې د ایراني پوله ساتونکو ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي پر سې شنبه ویلي و، چې نژدې ”یو میلیون بهرني اتباع” د ایران له خاورې شړل شوي دي.

دغه راز تېره اونۍ په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې له نومبر میاشتې راهیسې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ”تر ۸۰۰ زره ډېر” کډوال یا شړل شوي دي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي، چې په وینا یې ډېره برخه په کې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ده…»

سره له دې چې اړوندو نړیوالو مؤسسو په وار ـ وار د راشړل کېدونکو کوربه هېوادونو ته ویلي چې یا دې د مهاجرو په راشړلو کې پر خپلو پالیسو کې بدلون راولي او یا دې په دومره چټکۍ او لوی‌شمېر نه راشړي، خو کوربه هېوادونه (ایران ــ پاکستان) لکه کاڼه او ړانده چې وي، نه څه اوري او نه څه وینې، هره ورځ د مهاجرو بې‌شمېره ډلې د برید تر کرښې دې خوا را شړي.

د خوراکي توکو د نشت یا نه‌خوندیتوب له پاره نړیوالو خیریه مؤسسو خپل غږونه جگ کړي دی، خو د اورېدو څوک نه شته، د بي‌بي‌سي په یو رپوټ کې دې ستونزو ته داسې اشاره شوې ده:

«د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړویوال پروګرام وايي،‌ افغانستان کې له وړاندې شپږ میلیونه خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي چې له پاکستان څخه د زیات شمېر کډوال د راستنېدو امله دا ستونزه نوره هم زیاته شي.

دغه نړیواله مرستندویه اداره یو ځل بیا خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه په لویه کچه د بېرته ستنېدونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کېدونکي دي.

ډبلیو اېف پي وړاندې هم ویلي و چې د پاکستان له خوا په زور ایستل شوي خلک “نه پوهېږي چې له را روان ژمي به څنګه ژوندي ووځي.”

پاکستان له نړیوال فشارونو سره سره په خپله دې پرېکړه جدي عمل کوي چې له هغه هېواد به د دوی په ټکو یو اعشاریه اووه میلیونه ” غیرقانوني” کډوال وباسي.

د نړیوال مرستندویه ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان څخه له وړاندې نږدې څلور سوه زره افغانان په زور ایستل شوي دي.

د نړیوالو ادارو او طالبانو حکومت لویه اندیښنه له ګڼ دغو شمېر کډوالو سره د مرستو او لاسنوي په برخه کې ده.

دواړه له هېوادونو غواړي چې په برخه کې ډېرې مرستې وکړي، ترڅو سلګونه زره خلکو د کډوالۍ او بې ځایه کېدنه روان کړکېچ پرې کابو کړي…»

اوس لیدل کېـږي چې د لوږې څونامي او د گاونډیو هېوادونو (ایران ـ پاکستان) له‌خوا د راشړل شوو مهاجرو ستونزو لاس سره یوکړی دی او په افغانستان کې یې د یوه نوي بشري ناورین د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.

 نه د نړیوالو خیریه مؤسسو غږ څوک اوري او نه د افغانستان د خلکو، عام خلک یا ستونزې له ځان سره زمزمه کوي او یا یې د شعرونو او لنډیو په څپو کې تلپاتې کوي، دا په همدې ستونزو پورې اړوند د څو لنډیو بېلگې دي:

په بل وطن کې دې ځای نه شته

نور څه خو پرېـږده، په پیسو اخلي قبرونه

 

د مهاجرو کاروان راغی

زه به پوښتم ورنه چې نور کله راځینه

 

زموږ وطن خو یې ترې ډک کړ

پاکستاني جاسوسان بل‌ځای نه لېـږینه

 

په خپله خاوره کې ځای راکړئ

هجرت وهلی مځکه ځای نه راکوینه

 

په تورخم مه راځه جانانه

ملیشه ډېر دي پرهرخوا پیرې کوینه

 

وار خطا نه کړې د زړه‌سره

تر بارډر وړاندې درته زه ولاړه یمه

 

یار یې کډوال و، بېرته راغی

لیلا مخ پټ کړ، ویلې نه دې پېژنمه

 

د زړه داغونه به ښکاره کړم

هغه داغونه چې ایران راکړي دینه

 

ټوله نړۍ ورته حیرانه

زموږ د هجرت کیسې رنځونه او داغونه

 

پخوا ترکیه وه، لږ خو ښه وه

اوس په ترکیه کې هم وهل، هم زندانونه

 

زه ډاډه نه یم انډیواله

که بیا هجرت کړې، ډېر خطر دی او رزکونه

 

لرې نږدې کې دې زه نه یم

ډېر ډاډه نه یم په پردیو وطنونه

 

د خدای د پاره بهر پرېـږده

په خپل وطن کې به پیدا شي څه کارونه

 

ما نصیحت و ورته کړی

اوس چې ځوانان په سفر ځي ارمان راځینه

 

اپخوانۍ لارې شوې بندې

له خطرو نه لارې ډکې مړبه‌شینه

 

په پټه خوله به دوعا وکړم

غږ مې نه‌باسم رقیبان به خبرشینه

 

پرېـږده پردیس په بل‌ځای مړشم

نه وو مالوم راته د خپل وطن قدرونه

 

پرېـږده د سپیو د خوراک شم

چې خپل وطن مې وراناوه دا یې اجرونه

 

پر کنډوالو ښه ده چې پېښ شوم

خپله مې کړي، خدای یې راکړل اوس اجرونه

 

همدا مې کړي، دا به گورم

د بم چولو نه چې نه کرارېدمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.