پیسې چېرته چاپېږي

هېواد ودان

221

پیسې چېرته چاپېږي؟ څومره لګښت پرې راځي؟ ولې په ډېره اندازه نه چاپېږي؟
دا او دې ته ورته پوښتنې به مو هرو مرو ذهن ته درغلي وي، هڅه مو کړې، چې په دې لیکنه کې یې درته ځواب کړو.
پیسې:
هر هغه څه، چې په با قاعده ډول په اقتصادي معاملاتو کې د تبادلې د وسیلې، شمېرلو واحد او ارزښت د ذخیره کېدو په توګه په کار وړل کېږي پیسې بلل کېږي.
د نړۍ ځینې لوی هېوادونه، چې د لوړ اقتصاد او تخنیک درلودونکي دي پیسې په خپله چاپوي، خو د دې تر څنګ زیات شمېر هېوادونه، چې د پورته اسانتیاوو څخه نه دي برخمن خپلې پیسې په نورو بهرنیو هېوادونو کې چاپوي.
په بازار کې د پیسو ډېروالی او کموالی دواړه د ستونزو څخه خالي نه دي، نو په دې اساس پیسې د نړیوال صندوق د غړو لرونکو هېوادونو تر څار لاندې د هغو مشخصو کمپنیو له لوري چاپېږي، چې نړیوال اعتبار او د پیسو د چاپ ځانګړی کوډ ولري، کوم چې لویه برخه یې په اروپایي هېوادونو او شمالي امریکا کې فعالیت لري.
افغانۍ هم د وخت په تېرېدو سره په بېلا بېلو هېوادونو کې چاپ شوي، چې د هغې له ډلې پخواني شوروي اتحاد، انګلستان، پولنډ او ځینې نور اروپایي هېوادونه د یادولو وړ دي، خو په اوسني وخت کې افغانۍ په فرانسه پولنډ او ځینو نورو اروپایي هېوادونو کې چاپېږي.
د افغانستان بانک د چارواکو په وینا، چې د پیسو چاپ ډېره ستونزمنه مسله نه ده؛ بلکې په ډېر لږ توپیر سره د یو عادي انځور چاپولو سره ورته والی لري؛ هغه دا چې په دې کې ځينې تخنیکي مسایل او د کاغز کیفیت په نظر کې نیول کېږي، چې د جعل مخنېوی او د ډېر وخت لپاره دوام دی.
ځینې خلک فکر کوي، چې پیسې د ډېر لګښت له وجې ډېرې نه چاپېږي، خو داسې نه ده د افغانستان بانک له لوري د خپاره شویو مالوماتو پر بنسټ د پیسو په چاپ باندې دومره لګښت نه راځي او یواځې د هر بانکنوټ په سر ( درې اعشاریه پنځه ) افغانۍ لګښت راځي. همدارنګه دازادي راډیو په یو څېړنیز راپور کې د افغانستان بانک د مسوولینو د خولې ویل شوي، چې په زر سلیز بانکنوټونو چې سل زره افغانۍ کېږي یواځې دوه سوه افغانۍ لګښت راځي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د دومره لږ لګښت سره – سره بیا هم ولې ولې په کمه اندازه چاپېږي؟
لکه څنګه مو چې مخکې وویل، په یو هېواد کې د پيسو ډېرښت او کمښت دواړه حالاتونه د اقتصاد په ګټه نه دي، ځکه چې د ډېروالي په صورت کې یې ارزښت کمېږي او ورسره څنګ کې یې د توکو بیې لوړېږي، نو په همدې موخه پیسې د نړیوال وجهي صندوق د غړو هېوادونو تر څار لاندې د یو هېواد تولید، تادیاتو بیلانس او په ټوله کې اقتصادي حالت ته په کتو د یو منظم مېکانيزم له لوري چاپېږي.
د یو خپلواک، پرمختللي او لوی افغانستان په هیله!
(ودان )
سرچینې:
منګل، رحمت الله، ( ۱۳۹۸) کال، د پیسو اقتصاد، مستقبل خپرندویه ټولنه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.