اوس د وینې معاینې سره، د خپل وجود هغه داخلي ارګانونه چې په چټکۍ سره او یا په کلاره کلاره زړیږي کولی شۍ معلوم کړۍ.
د امریکا د سټینفورډ پوهنتون څیړونکو څرګنده کړه چې د وینې معاینې سره د وجود په ۱۱ داخلي ارګانونو او نسجونو کې د پروټینونو معاینه کولو سره دا معلومه کیدی شي چې ایا دا ارګانونه په چټکه او که په کلاره کلاره زړیږي.
د پوهنتون په ویب پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، څیړونکو په نږدې ۵۷۰۰ تنو لویانو باندې د وینې معاینې ترسره کړي او په ۱۱ مهمو ارګانونو او نسجونو کې یې په سلګونو پروټینونه معاینه کړي چې په کې دماغ، زړه، سږي، ځيګر، کولمې، پښتورګې، د وینې رګونو، د معافیت سیسټم، ، پانقراص او غوړ نسج او عضلات شامل دي.
څیړونکي مطالعه کوي چې ایا دا ارګانونه په چټکۍ سره او یا په کلاره کلاره زړیږي.
د وینې معاینې له لارې د وجود د هغه ارګانونو معلومول چې په چټکۍ سره زړیږي د احتمالي ناروغیو کلینیکي نښو څرګندیدو دمخه د درملنې لپاره لارښود چمتو کولی شي.
څیړونکو راپور ورکړی چې هغه خلک چې د بدن غړي لکه دماغ، پښتورګي او زړه “ژر زړیږي” د نورو په پرتله د دې ارګانونو سره تړلې ناروغۍ ډیر خطر لري.
څیړونکو یادونه وکړه چې هغه کسان چې د وجود ارګانونه يي د هغوې د همزولو په پرتله لا په چټکۍ سره زړیږي د ناروغۍ خطر پکې ډیر لوړ دی. څیړونکو ویلي دي چې په مطالعه کې دا معلومه شوې ده چې د ۵۰ کلونو او لوړ عمر لرونکو هرو ۵ تنو نه د یو تن د وجود ارګانونه د نورو په پرتله په چټکۍ سره زړیږي.
همداشان دا څیړنه د نیچر په ژورنال کې هم خپره شوې.
trt-Pashto
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.