د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۳۴مه‌ برخه

آصف بهاند

220

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۴مه برخه

 

په دې شړلو به ښاد نه شې

پاکستانیه دومره مه کوه ظلمونه

 

راپسې مه‌خانده پنجابه

پر تا به‌م راشي دغه ورځې دا حالونه

 

بدن مې ټول تغمې ــ تغمې دی

زه ایـرانـیـانـو پـه ډنـډو وهـلـی یــمــه

پاکستان د رامنځته کېدو له ورځې، بیا ترنن پورې زموږ د هېواد او خلکو له پاره د یو لوی «سردرد» په په ډول د افغانستان تن او بچیان زورولي دي. دا چې انگلیس د څه موخې له‌پاره دا هېواد رامنځته کړ، پر دې باندې د نړۍ ډېری خلک پوهېـږي او لا ترنن پورې یې د خپلو ستراتېژیکو موخو له‌پاره په ماهرانه ډول کاروي.

پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېرځلې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده، اوه ځلې یې په برالا ډول په افغانستان کې مداخله کړې ده. د کابل پوهنتون پخوانی استاد افغان اقتصاد پوه، څېړونکی او د نظرخاوند، استاد مسعود عملاً په میډیا کې فعال دی او د خپلې مسلکي پوهې پر بنسټ جالب لکچرونه وړاندې کوي.

استاد مسعود د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې او عملي مداخلاتو په باب، ویلي دي چې پاکستان «په اوو دورو کې، د اوو پلمو له مخې، اوه‌ځلې مداخله» کړې‌ده. ده په یوه ځانگړي لکچر کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلاتو په باب توزیحات وړاندې کړې دي چې دلته یې زه لنډیز وړاندې کوم:

«پاکستان له پیل نه ترنن پورې، په اوو دورو کې د اوو پلمو له مخې ـ اوه‌ځلې په افغانستان کې مداخله کړې ده.

ــ په ۱۹۵۳ ام میلادي کال کې پاکستان افغانستان بمبارد کړ،

کله چې په ۱۹۵۶ کال کې د افغانستان مشرانو جرگې دولت (د داود خان د صدارت دوره) ته وویل چې له روسیې څخه وسله وپېري، افغانستان سړې جگړې دایرې ته ننوزي،

ــ په ۱۳۵۲ ام کال کې د داود ترکودتا وروسته د دولت له‌پاره د سرخوږي رامنځته کولو په موخه پاکستان د تبیلیغاتو په بڼه مداخله وکړه، خلک یې د دولت پرضد وپارول او بله موخه یې دا وه چې داود خان له شوروي لرې شي،

ــ په افغانستان کې د ثور تربدلون وروسته عملاً یې د مداخې کار پیل کړ، د بدلون او نوي دولت ضدکسانو ته یې داسې پناه ورکړه چې روزل یې، په وسلو او پیسو یې سمبالول او بېرته یې افغانستان ته د جگړې او وراني له‌پاره لېـږل. پر افغانستان باندې د روسانو له تیري سره سم یې دا مداخله نوره هم گړندۍ شوه او د پاکستان عاید هم څوچنده زیات شو،

ــ په ۱۹۹۱ ام میلادي کال کې د تنظیمي حکومت په رامنځته کېدو سره د پاکستان بله مداخله داسې پیل شوه چې پاکستان د تنظیمونو له اتحاد او یوالي نه ډارېده، نو یې  د دوی له ناپوهۍ نه په استفادې سره تنظیمونه داسې سره وجنگول چې افغانستان په تېره کابل یې لوټه ـ لوټه کړ او د برهان‌الدین رباني په مرسته یې د افغانستان مسلح قوتونه منحل، وسلې یې ټولې پاکستان ته ولېـږدولې، او د افغانستان ټول اقتصادي بنسټونه یې خاورې ایرې کړل،

ــ د طالبانو لومړۍ دوره: کله چې طالبان قدرت ته راغلل، ورو ـ ورو پسې ملي کېدل او د ملي گټو فکر ورته پیدا شو، پاکستان د ایران ـ سعودي او امریکا په مرسته مداخله وکړه او د طالبانو لومړۍ دوره یې ورختمه کړه او د بي ۵۲ په زور یې اسلامي جمهوریت رامنځته کړ،

ــ په افغانستان کې د اسلامي جمهوریت په رامنځته کېدو سره پاکستان غوښتل چې هرڅه په خپله گټه وڅرخوي، خو داسې حرکتونه رامنځته شول چې د پاکستان د غوښتنو پر ضد درېدل احساس شول،

له جمهوریت سره ناتو او امریکا هم راغلل، تر ۲۰۰۷ ام کال پورې ښه کار وشو او اقتصادي پرمختگونه رامنځته شول، خو کار د کار اهل ته ونه‌‌سپارل شو، فساد ورځ تربلې وده وکړه او هرچا د خپل ځواک ټینگولو او جیب ډکولو له‌پاره کار کاوه،

بیا د پاکستان پلانونه او غوښتنې ترسره نه شول، له امریکا سره یې د طالبانو د خبرو زمینه برابره کړه، د دوحې تړون لاسلیک شو د جمهوري اسلامي ټغر یې ورټول او د طالباني امارت گلم یې وغوړاوه او له هماغې دروازې نه چې جمهوریت راوستل شوی و بیا یې طالبان راوستل او پر افغانستان باندې یې حاکم کړل،

ــ د طالبانو دویمه دوره: دا دوره چې همدا اوس د افغانستان پر ستیژ باندې روانه دوره ده؛ بیاهم هرڅه د پاکستاني سناریو پرضد روان دي او پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو گلم بیا ورټول کړي او بیا چې څه ابادي او اقتصادي کارونه شوي دي، هغه هم خاورې ایرې کړي.»

د زیاتو معلوماتو له پاره درانه لوستونکې کولای شي لاندې لینک ته مراجعه وکړي:

https://www.youtube.com/watch?v=wyXxTNVd7Zs&ab_channel=UstadMasoud

د پاکستان د یادو اوو مداخلاتو په لړکې انساني تلفات هم د افغانانو په برخه شول، اقتصادي تاونونه هم افغانانو ته داسې ورواوښتل چې دا دی اوس د پولۍ‌پړق ته ناست دي او د افغانستان تر نوي سلنې ډېر نفوس د فقر ترکرښې لاندې ژوند کوي.

په دې ډول په یوه اوږده موده کې له افغانانو او افغانستان سره د پاکستان پرلپسې خیانتونو او جفاگانو د افغانانو په زړونو کې د پاکستان پر ضد د نفرت تخم په خپله د پاکستان سیاسیونو او نظامیانو وکاره چې پایلې به یې د ډېر اوږد وخت له‌پاره ډېرې منفي وي.

دغه لاندې څو لنډۍ د یادو نفرتونه ثمر دی:

یو مزدورۍ کې سوی‌سکور شوم

بـل ایـرانی مـې زوروی کـوي ظلـمـونـه

 

په دې شړلو به ښاد نه شې

پاکستانیه دومره مه کوه ظلمونه

 

راپسې مه‌خانده پنجابه

پر تا به‌م راشي دغه ورځې دا حالونه

 

بدن مې ټول پرهر ــ پرهر دی

زه ایـرانـیـانـو پـه چـړو وهـلـی یــمــه

 

رب مې دې خپل وطن راښه کړي

څو به راگورم کارپسې نور وطنونه

 

راځه چې خپل وطن ته لاړ شو

پردی وطن دی، څوک مو کله خپلوینه

 

راشه زما له زړه خبرشه

چې ایراني راسره کړي څه چمونه

 

د پردیسۍ حال مې مه‌پوښته

پردی وطن، پردی قانون، پردي وختونه

 

رامعلومېـږي په بایلات یم

کورگی مې وران، بانک کې کنگل شول دولتونه

 

ښه دې غوږ خلاص کړه ایرانیه

که په لاس راغلې، ترگړنگ دې ِورځومه

 

د سفر سوچ له سر وباسم

یورپ ته تلی نه‌شم ایران مې نه پرېـږدینه

 

هلته نور نه‌اوسېـږم خلکه

چې په اوبو مې ډوبوي، په اور سېځینه

 

زموږ کلیوال ټول لیوني شول

د خارج شوق پرې لگېدلی اور ته ځینه

 

بدن مې ټول تغمې ــ تغمې دی

زه ایـرانـیـانـو پـه ډنـډو وهـلـی یــمــه

 

په ایران تېر شوې، که تېر نه‌شوې

فارسیان ظالم دي، زموږ ځوانان په اور سېځینه

 

زما جانان ترگل نازک دی

له پنجابي سره نوکر دی تور به شینه

 

زما جانان مایه کشال دی

بل کار یې نه شته مایې وړي مایې راوړینه

 

په خپل وطن کې پاچايي وه

په بل وطن کې د مزدورو مزدور یمه

 

ژوند کې یې غم لیدلی نه و

په پردیسۍ کې هره ورځ کوي غمونه

 

له گاونډیانو گیله نه‌شي

عزت مو نه کړي دوی جلا کولتور لرینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.