د نړۍ مظلومه ښځه

بنفشه پوپلزۍ

425

1- دنړۍ مظلومه ښځه کومه ښځه ده؟
2- چا مظلومه کړې؟
3-ولې دا ظلم په ځان قبلوي؟

له کومې ورځې مې چې خپل ښي او کيڼ لاس پيژندلای نو پدې هم پوه شوې يم چې ښځه ډېره مظلومه ده. په هره برخه کې هره ښځه. خو تل لدې ځوريږم چې ولې اخر که خپل دين خواته پلټنه کوم نو ګورم چې اسلام ښځې ته پوره حقوق ورکړي نو کوم کسان چې ځانته مسلمانان وايي او د همدغه اسلام په دين خپل سرونه ماتوي همدوي ولې د اسلام اوامر نه مني. خو په اصل کې اسلام نه مسلمان ظلم کوي. دا خبره بلکل معلومه ده چې ښځې ټولې مظلومې دي که هغه د زده کړو په برخه کې ده, که د کور د کارونو په برخه کې ده, که د خسر په کور کې ده , که د خاوند په وړاندې. که څومره هم يوه ښځه په خپل ژوند کې خوشبخته هم وي خو بيا هم د ژوند او خپل ښځتوب دردونه او تکليفونه تيروي. که ښځه په نورو برخو کې تر فشار لاندې راشي, نو ګوندې تر يو ځاي خپل ځان خلاص کړي خو يوه ښځه ده چې ماته د نړۍ تر ټولو بې وسه او مظلومه ښځه ښکاري او ده:
هغه ښځه چې د خپل خاوند سره د خپلو ماشومانو لپاره ژوند تيروي.
دا ښځه د نړۍ تر ټولو بې وسه ښځه ده شايد ډېرې ښځې به وي چې داسې وي خو په ننی ټولنه کې زه د داسې ژوند شاهده وم چې ښځې له داسې سړيو سره ژوند تيروي چې د سړيتوب په لار لا ندي تللي. پوره عملي وي , بد کرداره, بد ژبی, د ښځې وهل ټکول د يو ځناور په شان, هره ورځ جنګ و جدال… خو ښځه بيا هم ورسره ژوند تيروي د خپلو ماشومانو لپاره. ځکه چې هغه يوه مور ده د نړۍ تر ټولو قوي مور خو د نړۍ تر ټولو مظلومه ښځه.
داسې ښځې خپله ټوله خوشحالي او خپل ټول ژوند د خپلو اولادونو قربان کړی. د خپلو اولادونو مينه يې د دې په پښو کې ځنځير ګرځېدلې که وغواړي هم نشي تللی د غم له دنيا. که کومه ښځه تللې هم وي نو د ژوند تر اخره يې هغې ښځې ته په ښه سترګه نه کتل کيږي ځکه ټول خلک پدې فکر کې وي چې ښه ښځه اولاد نه پريږدي, خو يو کس پيدا نشو چې ووايي سم سړی ښځه دې ته نه مجبوروي چې له خپل اولاد نه تېره شي. د ژوند تيرولو په مهال بيا دا اوازه پسې ګډه شي چې که دا ښه ښځه وای ميړه به ترې رضا وای, خو يو کس پيدا نشو چې ووايي که دا سړی, سړی وای ښځه به يې ترې رضا وای. او د دې ښځې حالت به هيڅکله غير له خدايه او غير له خپل ځانه به يې هيڅوک هم نشي درکولای چې د دې په ژوند کې به څه وي د دې په زړه به څه تيريږي .له ټولو بيا راته دا جالبه ده چې دا خبرې او انتقاد زيادتره وخت د ښځو لخوا په ښځو کيږي, يعنې همدا موږ ښځې يو چې خپله مو ځانونه مظلوم کړي. . ماته خو د نړۍ مظلومه ښځه همدا ښځه ښکاري او ده ځکه چې لاس او پښې يې په ځنځيرونو کلک تړل شوي او دا ځنځيرونه د دې اولاد ده. راځئ موږ ښځې, ښځې مظلومې نه کړو د توان تر حده له يو بل سره مرسته وکړو او يو بل راپورته کړو.
کيدای شي فکرونه بدل کړو, نړۍ بدله کړو.
که دانشي د يو بل زخمونه به پټۍ کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.