کرکټ بورډ پر دریو ملي لوبغاړ وضع شوي بندیزونه لرې کړل

342

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو (مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق) وضع شوي بندیزونه تعدیل کړل چې پر بنسټ به یې ښایي دوی ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دغه راز به وکولی شي د ملي بوختیا او د ادارې ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.
دا چې نوموړو لوبغاړو پر دوی له لګېدلو بندیزونو وروسته د برېښنالیک له لارې له کوم قید او شرط پرته بیرته افغانستان کرکټ بورډ ته مراجعه وکړه او د دوی پر وړاندې د پرېکړې په اړه د تجدید نظر د غوښتنې سربېره یې د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو لپاره بشپړه ژمنتیا وښوده نو افغانستان کرکټ بورډ هم یوې کمېټې ته دنده ورکړه، ترڅو د دوی غوښتنې ته لاسرسی وکړي چې له امله یې کمېټې ارزونه پیل او نن یې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه سره د نهایي پرېکړې په موخه خپله پرېکړه شریکه کړه.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.