لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۳مه برخه
پنجابه کور دې خدای درړنگ کړي
چې دې راړنگې کړې کوډلې او کورونه
د ایراني ظالم له لاسه
ژوندون مې تریخ دی، خپل لاسمزد نه راکوینه
ناپوهۍ خیر ته کښېنولم
په گدايي کې مې تباه شول څونسلونه
کډوال کې نهشته موسکۍ شونډې
ټول عمر کار او احتیاج کې تېروینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:
گیلې به چا نه سړی وکړي
موږ ته پردي دي، دوی ته موږ هم پردي به یونه
هجرت د زړه پرسر سوری کړم
په ژوندانه به مې روغ نه شي پرهرونه
ما ویل چې ټول عمر خوښي ده
هجرت مې ټول وجود ته راوستل غمونه
پنجابه کور دې خدای درړنگ کړي
چې دې راړنگې کړې کوډلې او کورونه
د ناکردو حساب یې نه شته
چې چېرې بد وو، هغه ټول یې کړي دینه
په مخهښه باندې نه ارزې
همداسې ښايي، بېرخصته درنه ځونه
پاکستاني ظالم ته گوره
چې چېرې گړز شي، بیا په ما یې اړوینه
د ایراني ظالم له لاسه
ژوندون مې تریخ دی، خپل لاسمزد نه راکوینه
د پنجابي ظالم له لاسه
کډهمې بارشوه، په تیاره کې روان یمه
خدای دې ویرونه نور درپېښ کړي
چې دې پرما له ظلمه لنډشي غبرگ لاسونه
گاونډ ظالم دی، ظلم کاندي
زموږ د مجبورو خلکو اخلي ازارونه
گاونډ قصاب، حلالول کړي
بیا مو بدن په انگارو کبابوینه
ناپوهۍ خیر ته کښېنولم
په گدايي کې مې تباه شول څونسلونه
ظلم دې نور زغملی نه شم
توره پنجابه نورې کډې بارومه
ملیشه باز غوندې تاوېـږي
چې لاس یې برشي برالا هم لوټ کوینه
گاونډ وطن راته تالا کړ
لکه رڼاورځ کې چې لوټ شي کاروانونه
دوښمن کمین کې په چل ناست وي
په غوړه ژبه یې شېبه کې غولوینه
پنجاب ملا خپل رالېـږلی
د مدرسې په نامه خلک غولوینه
د بربادۍ گړنگ ته رسو
اوس هم وختي ده که لږ ځان راپهسد کړونه
برباد تباه شئ گاونډیانو
موږ سادهگانو ته مو ایښي ډېر دامونه
مازدیگر دا ناره شوه گډه:
پنجاب پهقار دی مهاجر بېرته شړینه
کډوال کې نهشته موسکۍ شونډې
ټول عمر کار او احتیاج کې تېروینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.