جګـړه روانه ده تقــدیر، کله انســان زخمي شــي
غره سره جنګ دی، کله غر کله باران زخمي شي
د سـمندر له مـدو جـزر نه، تـوفان چی جـوړشي
لګی سـاحل باندی سـاحل ، کله توفان زخمي شي
که ډزې وشي یو څو تنـه به زخمي یا مـړه شـي
که ښونځي بند شی سراسربه، ټول جهان زخمي شي
که د سـینې ور دی د کـرکې په مخ بیـرته کړلو
میـنه به وسـوځې ، په زړه به عاشـقان زخمي شي
کـه د شـبـنـم پـه ځـای ږلـۍ د نــظـر ووروې
غُـوټۍ به ماتې شي، چمـن کی به ګلان زخـمي شي
که کلیوال دی د دنیا د ژونـد له خوند محروم کړل
هـلـته جـنت کی به پراته، ټـول جنتـیان زخمي شی
دسمبرو۳۰/۲۰۲۳
ایجکس – تورنتو – کاناډا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.