د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۴مه‌ برخه

آصف بهاند

244

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۴مه برخه

 

کوم پاړوگر به پیدا نه‌شي

بل ښامار نه دی، موږ گاونډ چیچلي یونه

 

پنجاب قاضي، پوځ یې مفتي شو

چې د ځان‌مرگ فتوی پرموږه اړوینه

 

زه دې ډاله کې وسېځلم

د تناره د سر برغولی شې ایرانه

 

موږ د غُـربت په اور کې سوځو

تهران پنجاب راته سکروټې پوکوینه

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

خپلو بچو ټوټې ـ ټوټې کړم

سم غولېدلي، په گاونډ مې خرڅوینه

 

کوم پاړوگر به پیدا نه‌شي

بل ښامار نه دی، موږ گاونډ چیچلي یونه

 

پنجاب قاضي، پوځ یې مفتي شو

چې د ځان‌مرگ فتوی پرموږه اړوینه

 

چې دی هم‌ماردی، هم‌کوکار دی

پنجاب یې وژني او ژړا هم پرې کوینه

 

پنجابک اور راباندې بل کړ

د بدمرغۍ اور کې راگیر یو، وریت به شونه

 

ایرانه خدای دې سزا درکړي

موږ ته مو جوړکړل د غمونو انبارونه

 

دوښمن مې لاس‌وپښې تړلي

نه ورنه تلای‌شم، نه مې خوا کې خپل پرېـږدینه

 

ایران لوټمار په لار کې ناست دی

هم دې لوټي او هم دې اور باندې سېځینه

 

ایران دې ټول د اور خوراک شي

په کوم قُصور یې زه د مرگ خولې ته ورکړمه

 

زه دې ډاله کې وسېځلم

د تناره د سر برغولی شې ایرانه

 

ایران د خیر پرغونډۍ ناست دی

نـیـزه‌بـازي پــر افــغــانــانــو زده‌کـویــنــه

 

موږ د غُـربت په اور کې سوځو

تهران پنجاب راته سکروټې پوکوینه

 

زما لا گوته توره نه وه

د پاکستان رنځونو تورپنجابي کړمه

 

اوس له دونیا نه گوښه گرځو

چې د نیستۍ راته رانه‌کړي پېغورونه

 

په هوا والوزه جانانه

ټول بندرونه ملیشه نیولي دینه

 

پنجاب تهران دواړه کفار دي

چې په لاس‌ورشې، ټول ژوندون به وي رنځونه

 

سبا روان یم او حیران یم

هرڅه مې پاتې دي، له زړه ژړا کومه

 

شونډې مې وچې رنگ مې زېـړ دی

احـوال راغـلی چې سبـا تــه مــو شـړیـنـه

 

ایران منکر دی حال نه وایي

موږ سره‌ی ډېرې جفاگانې کړې‌دینه

 

مرگی خو حق دی او راځي به

د غُربت مرگ نه دې خدای هرڅوک وساتینه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.