د پاچا خان او ګاندي سوله ایزه مبارزه

دوکتور م ، عثمان تره کی

397

دوکتور م ، عثمان تره کی                                                                                                  ۲۰/۰۱/۲۰۲۴   

د پاچا خان او ګاندي

سوله ایزه مبارزه په متضادو ژیوپولتیک بسترونو کې

 ( د  پاچا خان د اونۍ په درناوي )

پاچا خان  لر او برته د خپل اصلی کور به سترګه کتل : په لرکی وزیږید او د وصیت له مخې په  بر کی خاورو ته  وسپارل شو : دا د دیورند د دواړو خواوو د ولسونو لپاره د وحدت ستر پیغام دي .

پاچا خان د لر او بر افغانانو د ستر ملي مبارز په توګه د تاریخ په یو کړکیچنه مقطع کې ( ۱۸۹۰ـ ۱۹۸۸ )  ژوند کاوه : لمړي نړیواله جګړه ، د بلشویک انقلاب، د افغانستان د خپلواکي  جګړه ، دویمه نړیواله  جګړه ، د هند خپلواکي ،  د پاکستان رامنځته کیدل ، په افغانستان باندې د شوروي یرغل ، د شوروي د تیري په وړاندې د  لر او بر افغانانو  مقاومت ، د افغانستان نه د شورویانو  وتل ، په افغانستان کې کورني جګړه ، د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه ، د تشدد  هغه پیښی دي چه د پاچا خان په  سیاسي تفکر کې یی ژور اغیز کړی وه. دغو ناوړه پیښو دې د عدم  تشدد  او سولې داعیي  ته لیوال کړې وو.

پاچا خان په ۱۹۲۰ کال کې د هندوستان د آزادي په موخه د ګاندي د سوله ایز کاروان د مبارزې سره یو ځاي شو. پدې وخت کې د عدم تشدد فلسفه د « تولستوي » ، « مارتین لوتر کینګ » ، « برتراند روسل » ، ګاندي او نورو آزادي غوښتونکو مبارزینو د هلو ځلو له برکته  نړیوال شهرت موندلې وو . په هند کې  ګاندي د عدم تشدد د فلسفې د سروال په توګه پیژندل شوې  او د هندوستان  د نیمې وچې د آزادي  په موخه ، د عدم  تشدد  طریقت  یوازني مناسب لاره ټاکل شوې وه. خو د  دوه  سیاسي مشرانو یعنې پاچا خان او ګاندي  د مبارزې  ژیوپولتیک ، جغرافیايي ، ټولنیز او کلتوري چاپیریال سره ورته والې نه درلود. دغه توپیر  د دې لامل وګرځید چه د ګاندي او د  کانګرس ګوند سوله ایزه مبارزه لاسته راوړنې  ولري ، خو د پاچا خان او خدايي خدمتګار مبارزه بې پایلې پاي ته ورسیږي.  

په سوله ایزه مبارزه باندې د ژیوپولتیک چاپیریال اغیز :

یو شمیر پوهان د فزیکي او طبیعي چاپیریال اغیز د  سیاسي تفکر او سیاسي نظامونو په جوړښت باندې ټاکونکې ګڼي . « مونتسکیو » د فرانسې د ۱۷ پیړي فیلسوف په  خپل نامتو کتاب ( روح القوانین ) کې د انسانانو په سیاسي تفکر او د هیوادونو د  سیاسي نظام په جوړښت باندې د جغرافیایی چاپیریال اغیز د پام وړ  ګڼي : سړه هوا او غرنی سیمی  د ستونزمن ژوند  بستر جوړوي. کلک ، قهرجن ، سرتیری ، جنګیالي  ( په ځینو مواردو کې جګړه مار ) او انعطاف نه منونکی خلک زیږوي. برخلاف تاوده هوآ او هوارې مځکې  د آرام ژوند زمینه برابروي. حوصله او ترحم  ، انفعال ، ریاضت ، پاسیف فکر  او د خشونت او جګړې نه بیزار د آرامې جغرافیا  د ولسونو روحیات څرګندوي.

د مونتسکیو تیوري ته عمومیت ورکولي نشو. خو په جرائت ویلي شو چه تر زیاتې اندازې پورې  د افغانستان او هند په ژیوپولتیک تعامل کې د تطبیق وړ دي :

ــ  د غرني  افغانستان د تاریخ  مد او جذر ، خوځښت ، تشدد  او جګړه د سیمې په کچه سارې نلري . افغانستان هیڅکله د دیموکراسې د سوله ایزې لارې په واسطه ندې اداره شوې … سیاسي واک  هیڅکله د شفافو ټاکنو د لارې ندې ترلاسه شوې ، مګر دا چه د بهرني  اشغالګرو تر کلک واک ،  لاسوهنې  ، درغلي  او څارنې لاندې مخکې له مخکې  ټاکل شوې کسانو ته سپارل شوی دی. په دې حالت کې  د دیموکراسي  ( ؟ ) د  پایښت  ضمانت د یرغلګر د حضور د دوام سره تړل  کیږي.

ــ د بلې خوا دا چه  د بودايي  او  سیک ادیان  چه خشونت سره نه جوړیږي د  هند  په جغرافیايي چاپیریال کې وډه وکړه د مونتسکیو د منطق حقانیت په ګوته کوي. د هند آرام طبعیت  د ګاندي سوله ایزې مبارزې ته د بریالیتوب ضمانت وروبښه.

ګاندي او د عدم تشدد  وسله :

د ګاندي سیاسي تفکر  د فزیکي  چاپیریال نه پرته د  بودايي ، سیک  او مسیحي  تعالیمو  نه اغیزمن شوې وو. سر بیره پر دې ګاندي د روسي نامتو فیلسوف ، « تولستوي »  ( ۱۸۲۸ ـ ۱۹۱۰ )  سره مکاتبه درلود او د هغه  د عدم تشدد  د فلسفې تر اغیز لاندې وو.

ګاندي ویل موږ د قهرجن دښمن سره مخ یو چه زمونږ په زړونو کې د کینې او تشدد  تخم کري. خو باید په یاد ولرو چه د خشونت کارول د انساني رسالت سره اړخ نه لګوي. باید د خشونت غریزه  تر هغې اندازې پورې تر کنترول لاندې راوستل شي چه د انرژي په یوه  ستره  سرچینه بدله شي او په ابادۍ کې ورڅخه ګټه پورته شي ، نه په ورانولو کې. د ګاندي په اند  د خلقت د ټولو  ژونديو  موجوداتو سره چه انسان ، څاروي  یا  بوټې وي  باید د شفقت او ترحم سره چلند وشي.

د پاچا خان ژیوپولتیک چاپیریال :

پاچا خان د یوی کلیوالی  مخوری او شتمنی کورني غړې ،  ۲۹  کلن وو چه افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه. خپلواک  افغانستان  د ځوان « غفار » د ملي جذباتو په راپارولو کې مهم رول ولوباوه.

آزاد افغانستان  په هند کې د آزادي غوښتونکو په سیاسي قبله بدل شو. پاچا خان  په هندوستان کې د انګریزانو  د  اشغال دوام  د افغانستان د نوې آزاد شوې هیواد د پاره  د بالقوه خطر په توکه شمیره، چه باید ورسره مقابله وشي . د پاچا خان له انده  د هند په نیمه وچه کې  د دغه مقابلې  یوازني  سیاسي لاسوند د « ګاندي » د « عدم تشدد » غورځنګ وو چه د کانګرس ګوند په چوکات کې یی په چټکي وده کوله.

پاچا خان  چه د کانګرس ګوند غړې وو د هغه  د جوړیدو سره جوخت ،  پدې لټه کې شو چه د افغانستان په جنوب ختیځه  جغرافیا  کې  د طبیعي ، ټولنیز  او کلتوري  سختو شرایطو په چوکاټ کې چه د هند د نیمې وچې سره یی بربڼد  توپیر درلود  د خدايي خدمتګار « سوله ایزه » انقلاب ته استقامت ورکړي.

خدایی خدمتګار په  ۱۹۲۹په فعالیت پیل وکړ. د هغه په اساسنامه کې ویل شوې وو : « خدايي خدمتګار يو ټولنيز، اصلاحي او اخلاقي تحريک دی چې په خلکو کې د خدای د مخلوق د خدمت جذبه راپیدا کوي . څرنګه چې خدای پاک ته د خدمت ضرورت نشته نو د هغه د مخلوق خدمت د خدای خدمت ګڼل کیږي .   زمونږ موخه  د خدای د مخلوق خدمت دی  او دا خدمت به په زور ، جبر ، اکراه او تشدد  نه ، بلکه په رضا ، قناعت ، مينه او عدم تشدد وي .

 د عدم تشدد فلسفه پاچا خان ته افراطي سیاسي خوشبیني وربښلې وه :

 کله چه په افغانستان باندې شورویانو یرغل وکړ غفار خان   پدې باور وو چه روسان ځان تودو اوبو ته رسول غواړي  او د پښتونستان په سر باندې د افغانستان او پاکستان  منازعه د نړي د سترو ځواکونو د قوتونو  په نوې معادله کې مطرح کیږي. ده  د افغانستان  د دیموکراتیک ګوند د یو فراکسیون  تر ناسیونالستيي شعاراغیز لاندې ( د آمونه تر سند پورې ) د افغاني مجاهدینو جګړې سره مخالف دریځ په غوره کولو کې په غیر مستقیمه توګه د کابل حکومت  د کړنلارې په ملاتړېی داسې څرګندونې وکړې : « د افغانستان جګړه د روس او امریکې د سیاسي سیالیو او دښمنیو څخه راولاړې پیښې دي چه په کې ناحقه افغانان وژل کیږي ». د پاچا خان د څرګندونې نه د جګړي نه کرکه په ډاګه څرګندیږي.  خو افغانی مجاهدینو دغه  تفسير د جهاد سره په مخالفت تعبیر کړ . پاکستان چه مجاهدین د ناسیونالستانو په وړاندې استعمالول ، د مجاهدینو د دریځ څخه هرکلي وکړ.

لویه پوښتنه دا ده چه ولې د پاچا خان عدم تشدد مبارزی  مثبتې پایلې نه درلودې ، حال دا چه  د ګاندي سوله ایزه مبارزه بریالي پاي ته ورسیده ؟

خدایي خدمتګار د دغسې دیني ضوابطو په چوکاټ کې  جوړښت موندلې وو چه « جهاد » یې ستنې جوړولي. خدايي خدمتګار په داسې  ټولنیزو شرایطو کې سوله ایزې مبارزې ته مخه کړه چه نړي ته د  نوې ماشومانو راتګ ته د ټوپک د ډزې د لارې هرکلي ویل کیده. پاچا خان په هغو قبایلې سیمو کې د خدايي خدمتګار د غورځنګ مشرتوب په غاړه واخیست چه د انګریزانو سره درې ځلی خونړيو جګړو ته یی مخه کړي وه.

د خدايي خدمتګار سوله ایزه کړنلاره د « دیوبند » د مدرسې د تعالیمو سره چه انکریزانو سره یی د جهاد فتوا صادروله،، په مقابل کې واقع وه.

د عدم تشدد د اغیزمنتوب حدود :

د بحث د پایلې په توګه به د لوستونکو پام د یو فرانسوي پوه څرګندونو ته راواړوو :

« ژان مري مولر »  فرانسوي معاصر فیلسوف سیاسي مبارزه د قواوو د انډول په چوکات کې داسې څیړي : «  د مبارزې ټول شکلونه د قوتونو د ټکر په بڼه مطرح کیږي. باید د قوت او د تشدد د کارولو تر منځ توپیر وپیژنو. د قوت استعمال تل د تشدد  سره اړخ نه لګوي. خو سوله ایز قوت او قهرجن قوت هر یو د استعمال ځانګړې ځایونه لري.

 بیعدالتي د قواوو د نا انډولي نتیجه ده. د مبارزې موخه د قواوو تر منځ د انډول  تأمینول دي. یوازې د قواوو د تناسب  په حالت کې د دښمنو ډلو تر منځ  د خبرو اترو او تفاهم زمینه برابریږي او په دی ډول سوله او عدالت تأمینیږي.

 د  منازعې د حلولو په موخه دښمن ته  د دیالوګ د بلنی ورکول کفایت نکوي. دیالوګ  هغه وخت مثبتې پایلې درلودلي  شي چه د اړخونو تر منځ  د قواوو د اڼدول او مساوات په بنڅټ باندې ولاړ وي.

ځینی کسان د عدم تشدد  پروسه  د مذاکراتو په بڼه لنډوي. خو د یو نزاع د حلولو په موخه یوازې خبرې اترې کفایت نکوي . دیالوګ او خبرې اترې هغه وخت ګټوری ثابتیداي شي چه د قوتونو د انډول په مقصد  د سختې مبارزې پایلې وي ».

ژان مري مولر زیاتوي : « په ۱۹۷۲ د کلیفورنیا د  کارګرانو د اتحادیی د مشر « سزار شاوز »  سره مې خبرې وکړې. دی د بزګرانو په ګټه د بایکات ( تحریم ) په ډول  د پراخو مظاهراتو د تنظیم په درشل کې وو. د هغه نه مې وپوښتل  چه مخکې د مظاهرونه چه ممکن تشدد  ته ولویږي ، د دیالوګ په مقصد  د ځمکو د خاوندانو  زړونه دی خپل کړې که نه ؟ . ده راته وویل : هو ! د  ځمکې د خاوندانو  زړونه مې خپل کړې . د خاوندانو زړونه د دوي په جیبونو کې دي او زموږ تحریم په نیغه  د هغوي  په جیبونو باندې اغیز  اچوي. دلته د عدم تشدد  د اغیزمنتوب  ریالیزم  د پیسو په تعامل مطرح کیږي : کله  چه د بشري ډلو تر منځ  د پیسو معامله وي ، عدالت د مظلوم په ګټه هغه وخت  رامنځته کیږي چه کمزور اړخ د قواوو د  نوې انډول د جوړولو په مقصد  د فشار د اِعمال لاسوند ولري ».

 د کمزور له خوا خشونت هغه وخت رامنځته کیږي چه د نورو سره د اړیکو په اړه د مظلومیت احساس وکړي. خو زورور ، خشونت د بالفعلی  برلاسي او امتیاز د ساتنې په موخه استعمالوي.

پاچا خان چه د خپل عمر یو  په درېمه برخه د پاکستان په زندانونو کې تیره کړه ، د سوله ایزې مبارزې، چه هیڅ سیاسي نتیجه یی ورنکړه، قرباني شو. د پاچا خان د مبارزې لاسته راوړنې  زیاتره په ښوونه ، روزنه  او کلتوري برخه کې مطرح کیږي. دي پدې نظر وو چه سواد او پوهه د انګریزانو په ضد بهترینه وسله ده.  

پاچا خان د یو سوچه مسلمان په حیث د سیاست د چل  ول نه ډک  ډګر ته د مینې او صداقت  له دریځ نه کتنه درلوده .ده په سیاست کې په دوکه او درغلی باندې باور نه درلود. د پاچا خان خوشباوري ورته ګرانه تمامه شوه : د کانګرس ګوند په سیاستونو باندې د حد نه زیات خوشبیني د دې لامل وګرځید چه سره له دې  چه خدايي خدمتګار د  کانګرس ګوند د مبارزاتو مکمل  وو ، د هند د ویشلو په بنسټیزه غونډه کې د پاچا خان په غیاب کی د کانګرس او مسلم لیګ د  ګوندونو مشران ونډه ولري .

 پاچا خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې  د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وشوه  او دوکه شول. پاچا خان  ګاندي  ته خپله نارضایتي داسې څرګنده کړه :  «  تا موږ د لېوانو خولو ته ورټېل وهلو … ».

د هند حکومت پاچا خان ته  د « بهارت رتنا » او « جواهر لال نهرو » جایزې وروبښلې  او د ده نوم ته یی د سیمې د نامتو مبارزو شخصیتونو په کتار کې د تاریخ  په درسي کتابونو کې  ځاي ورکړ. افغانستان د غازي امان الله په وخت پاچا خان ته د افغانانو  وياړ ( فخر افغان ) لقب ورکړ. افغانستان  تر اوسه پورې هغومره چه اړینه ده  د آزادي  د لارې د دغه ملنګ حق ندې ادآ کړې.

سره له دې چه د پاچا خان سوله ایزی مبارزی د غوښتنې وړ پایلې نه درلودې خو دي  د ملی آزادي  غوښتونکو لوي لارښود په توګه پیژندل شوې دي . د دغه د آزادي د ملنګ  د مبارزاتو د خاطرو د ژوندې  ساتلو اړینه لاره دا ده چه لږ تر لږه یو پوهنتون د هغه په نوم ونومول شي.      « پاي » ( آرشیف ـ ۲۲/۰۱/ ۲۰) 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.