د فتوی په باره کي مختصر بحث

عبدالباري جهاني

256

فَتْوی یا فَتیا، چي اکثریت پښتانه یې پِتوا تلفظ کوي او جمع یې فتاوی ( فتاوا) ده، په شرعي مسایلو کي د فقیه او دیني عالم حکم دی؛ هغه متن ته فتوی ویل کیږی چي یو دیني عالم یې د خپلو شاګردانو او پیروانو د رهنمايی لپاره لیکي ( منتهی الارب) سعدي شیرازي وايي:

کجا عقل یا شرع فتوی دهد

که اهل خِرد دین به دنیا دهد

ترجمه: کله عقل او یا شرع دا فتوی سي ورکولای

چي د عقل څښتنان دین، په دنیا سي خرڅولای

هغه شخص چي فتوی ورکوي او یا د فتوی ورکولو صلاحیت ورسپارل سوی وي مفتي نومیږي. فتوی معمولاً د استفتاء  یا فتوی غوښتلو  په صورت کي ورکول کیږي یا صادریږي. کله کله ځیني علماء او فقها د دیني مسایلو د ښه ترا روښانولو او خلکو د رهنمايی کولو په مقصد، له استفتاء پرته هم، فتواوي صادروي او کله کله اسلامي واکمنان او خلفاء فتواوي صادروي. د مثال په توګه حضرت عمر فاروق د خپل خلافت په وروستیو شپو ورځو کي د زناکار نارینه او زناکاري ښځي لپاره د سنګسار حکم، چي اختلاف ورباندي موجود وو، په قاطع شکل صادر کړ. د شرابو د چښلو سزا او حد یې، چي مخکي یا حد ورته موجود نه وو او یا څلوېښت دُرې وو، اتیا دُرو ته لوړ کړ؛ او د اسلام د خلیفه د حکم په اساس، په آینده کي همدغه حد وټاکل سو.

فتوی د مفتیانو او د ینی علماوو او فقهاوو قاطع حکمونه دي چي د ژوري او هر اړخیزي دیني پوهي په اساس یې صادروي او د کتاب د حکم حیثیت لري؛ چي چاته د سرغړوني مجال نه پرېږدي. د فتوی په مسله کي تر ټولو لوی مشکل دا دی چي د اهل سنت والجماعة د مختلفو مذهبونو او دیني لارو مشرانو هر یوه، د خپلي پوهي، درک او مذهبي لاري سره سم، حکمونه صادر کړي دي او هغه څوک چي یا کافي مذهبي زده کړي ونه لري یا مذهبي کتابونو ته لاسرسی ونه لري او یا مذهبي کتابونو ته لاسرسی ولري خو په یوه موضوع کي د دوو یا دریو فتواوو د مقایسه کولو او د سمي فتوی د انتخابولو صلاحیت ونه لري له سختي ستونزي سر ه مخامخ کوي.

یوازي د اهل سنت والجماعة د فتواوو یا فتاوا د کتابونو شمېر، چي هر یو یې تر لسو ټوکو پوري لوی کتابونه دي، شمېر تر سلو پوري رسیږي او که د شیعه فقه فتاوا هم ورسره جمع کړو خو شمېر یې په اصطلاح تر چند اوړي. د مثال په توګه د اهل سنت والجماعة د پیروانو ځیني فتاوی:

۱: حبیب الفتاوی. د مفتي محمدحبیب الله قاسمي تاءلیف.

۲: فتاوی الاثیمینی. د محمدبن صالح الاثیمین تاءلیف.

۳: فتاوی صراط المستقیم. د مولنا محمد احمد میرپوري تاءلیف.

۴: فتاوی جهانداري. د مولنا ضیاءالدین برني تاءلیف.

۵: فتاوی عالمګیري. د منځني ختیخ، مرکزي اسیا او هند د ۱۵۰ علماوو تاءلیف.

۶: فتاوی النظم: د محمدالحمزاوي تاءلیف.

۷: فتاوی عزیزي. د شاه عبدالعزیز دهلوي تاءلیف.

۸: فتاوی نجیمي. د ابن النجیم المصري الحنفي تاءلیف.

۹: مختصر الفتاوی المهدیه: د محمدالعباسی المهدي تاءلیف.

۱۰: فتاوی الهیثمیه. د احمد شهاب الدین ابن حجر الهیثمي المکي تاءلیف.

۱۱: فتاوی محمودیه. مولنا مفتی محمودحسن ګنګوهی.

۱۲: فتاوی حقانیه. شیخ الحدیث مولنا عبدالحق.

۱۳: فتاوی عثمانیه. مفتی غلام الرحمن.

۱۴: فتاوی رضویه معروف به فتاوی اعلی حضرت، مفتی محمدرحمت علی تیغی مصباحي.

۱۵: فتاوی سراجیه. سراج الدین علی بن عثمان بن محمد اوشي فرغاني.

د اهل سنت والجماعة، د فتاوا پر دې کتابونو برسېره چي ما یې نومونه ذکر کړیدي، ۲۵ ویشت نور کتابونه ماته معلوم دي، او لا ښايی زیات وي، چي هر یو یې له۶  څخه تر ۱۰ او ۱۱  ټوکو پوري لري، چي هر ټوک یې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ مخه پوري دي. د مثال په ډول احسن الفتاوی ۱۰ ټوکه، المسایل المهمه ۱۰ ټوکه، بدایع الصنایع فی ترتیب الشرایع ۷ ټوکه، فتاوی رحیمیه ۱۰ ټوکه او . . . د فتاوی د دې کتابونو  د اکثرو حکمونه له یوه بل سره طبعاً لږ او ډېر توپیر لري کنه نو د دونه زیاتو فتاوی لیکلو ته څه ضرورت وو. دیني علماء د دې فتاوی د لیکلو په اساس امتیازات او د مولنا، شیخ الحدیث، شیخ القرآن، شیخ القرآن والحدیث او د علامه تر سرحده پوري القاب ترلاسه کړي دي او حتماً به یې فکر کړی وي چي اسلام ته یې ډېر لوی خدمت کړی دی. په داسي حال کي چي دا له اسلام سره څرګند ظلم دی او په لوی لاس د مسلمانانو د ګمراهی سبب ګرځېدلی دی. ځکه چي په دومره فتوای کي علماء هم سمه لار نه سي پیدا کولای عوام خو لا هلته پرېږده.

په افغانستان کي تر ټولو مهمه فتوی چي، وروسته، د هغې په اساس، افغانستان د مستقل هویت څښتن سو، د کندهار او شاوخوا سیمو لپاره، د ایران د صفوي دولت د بیګلربیګي ګرګین خان د ظلمونو او تېریو له امله د مکې معظمې له علماوو څخه د میرویس نیکه استفتاء او د هغې په جواب کي د علماوو فتوا وه.

ګرګین ، میرویس خان د دې لپاره اصفهان ته واستاوه چي هلته یې نظر بند او یا بندي کړي او ځان یې له قومي نفوذ او خطر څخه په امان کړي. خو میرویس خان، په خپل عقل او تدبیر، د دربار په عالي رتبه مقاماتو کي نفوذ وکړ او بالآخره یې له شاه څخه حج ته د تللو اجازه ترلاسه کړه. په دې باره کي زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي.

میرویس خان د مکې معظمې له علماوو څخه د کندهار د وضع په باره کي استفتاء وکړه:

« موږ د ایران په شرق کي د هندوستان سره جوخت ژوند کوو. موږ په اصل کي سنی سنوي یو او د پاکي عقیدې څښتنان یو. زموږ په سیمه کي ډېر زیات قبایل او اقوام په موږ اړه لري. له څه وخت راهیسي د عجم شاهان چي روافض او د صحابه وو دښمنان دي پر موږ باندي مسلط سوي دي او موږ د هغوی رعیت یو. پر موږ باندي ډېر زیات ظلم او تېری کوي. زموږ په مخ کي، له څلورو یارانو څخه، دریو یارانو ته ښکنځل کوي او بد رد ورته وایی. ګرجیان او کافران پر موږ باندي مسلط سوي دي. موږ یې په ډول ډول غمونو او بلاوو ګرفتار کړي یو. پوځیان  یې  په ډیرو برخو کي د شریعت په خلاف عملونه کوي او پر هغوی باندي یې د محافظینو نوم ایښی دی. هغوی زموږ پر ناموس باندي تېری کوي او د هیڅ ډول ظلم څخه مخ نه اړوي. هیڅ ډول زړه سوی او ځوانمردي نه لري او زموږ اولادونه یې راڅخه غلا کړي او بېولي دي. هغوی ګرجستان ته لېږي او هلته یې خرڅوي او شیعه ګان زموږ ښځي په زور په نکاح کوي. که چیري موږ عاجزان پر دین باندي غیرت کوو نو آیا موږ ته شرعاً روا ده چي پر دوی باندي توري را واخلو او هغوی مړه کړو او هر ځای چي یې ووینو هغوی قتل کړو او په یوه صف او اتفاق له هغوی سره و جنګیږو؟ او که موږ له هغوی سره مقابله او جګړه وکړو نو زموږ عمل ته جهاد ویل کېدلای سي؟ او که زموږ څخه څوک ووژل سی هغوی د شهادت مرتبې ته رسیږي؟ او که چیري موږ پر هغوی باندي غالب سو نو بیا د روافضو مال موږ ته روا دی او موږ کولای سو چي د هغوی څخه نیول سوي کسان د  جنګي اسیرانو په توګه خرڅ کړو؟ څرنګه چي زموږ مملکت د هندوستان په څنګ کي پروت دی نو که موږ خپل ملک د هندوستان پاچا ته، چي زموږ په څېر یو سني سنوي دی، ورکړو او هغه ته پناه یو سو دا روا کار دی؟ زموږ څخه د شرعي شریفي په اساس سوال کیږي کنه؟ زه ستاسي څخه د فتوا غوښتنه کوم او ماته د حقایقو په اساس جواب راکړی» سني علماوو او مجتهدینو هغه ته فتوا ورکړه. میرویس خان هغه فتوا ورسره واخیستله؛ له حج څخه د اصفهان پر لور روان سو. کروزینسکی، سفرنامه. ص ص ۳۵-۳۶

میرویس خان، د مکې معظمې د علماوو د همدغي فتوا په اساس، په کندهار کي قیام وکړ؛ ګرګین خان یې وواژه او په افغانستان کي یې د خپلواکی اساس کښېښود. په دې باره کي نور تفصیل زموږ د بحث موضوع نه ده ځکه چي زموږ بحث یوازي د استفتاء د شکل او د فتوی په باره کي دی.

کله کله قاضیان، دینی علماء او مفتیان، پرته له دې چي استفتاء ورڅخه سوې وي، ځیني احکام صادروي چي د فتوا مفهوم لري. مثلاً په افغانستان کي د اسلامي اِمارت په لومړۍ دوره کي، چي د ۱۹۹۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ پوري یې دوام وکړ، په افغانستان کي، د اسلامی اِمارت مقاماتو، د موسیقۍ ترڅنګ، د تصویرونو جوړول، عکسونه اخیستل، ټلوېزیونونه او حتی د عکاسی کامرې منع کړې. د خلکو ټلوېزیونونه یې مات کړل، د موسیقی فیتې او د ویډیو فیتې یې په ونو وځړولې او څښتنانو ته یې سزاوي ورکړې. له واکمنانو څخه چا پوښتنه نه سوای کولای چي هغوی په کوم دلیل د خلکو ټلوېزیونونه ماتوي او شخصي شته منیو ته تاوان رسوي.

د ۲۰۲۱ کال د آګست د میاشتي په نیمایی کي طالبان دوهم ځل قدرت ته ورسېدل. موږ ګورو چي په افغانستان کي نه یوازي ډېر زیات ټلوېزیونونه فعال دي بلکه ملي ټلوېزیون او څو نور ټلوېزیونونه پخپله د اسلامي اِمارت له خوا اداره کیږي او د اِمارت مشران مرکې پکښي کوي. کله چي د اِمارت مشران او عالي رتبه مقامات په هیواد کي دننه او د هیواد څخه بهر سفرونه کوي او په کنفرانسونو کي برخه اخلي نو باقاعده عکاسان او ژورنالیسټان ورسره ملګري وي او شپه او ورځ یې متحرک تصویرونه یا فیلمونه د ټلوېزیون پر پرده باندي ښکاره کیږي.

د امِارت له مشرانو څخه څوک د دې پوښتني حق نه لري چي که شل کاله مخکي ټلوېزون درلودل او د عکس اخیستل قبیح او د شریعت مخالف کار وو، شل کاله وروسته څه پېښه سوه چي هغه اعمال اوس بیرته روا بلل کیږي. پرون یې چا د تحریم او نن یې چا د اباحت فتوا صادره کړې ده؟ دغه ځای دی چي عوام، د اسلامي اِمارت د اعمالو په برخه کي له سوالونو سره مخامخ کیږي او جواب یې نه سي ترلاسه کولای.

دغه راز که سعودي عربستان ته وګورو. د محمدبن عبدالوهاب د خپل تحریک په سر کي د عمر بن خطاب د ورور زید بن خطاب قبر، چي له مختلو لیري او نیژدې سیمو څخه یې خلک زیارت ته ورتلل او مراد یې ورڅخه غوښت او پر قبر یې جنډۍ ولاړي وې او متولیانو یې نذرونه اخیستل، خراب کړ او لومړنی کلنګ یې پخپله ور واچاوه. ځکه د محمدبن عبدالوهاب په عقیده له بنده څخه مراد غوښتل شرک وو. په هغه وخت کي او لږترلږه دوه سوه کاله وروسته د سعودي عربستان خلک مجبور ول چي اوږدې ږیري پرېږدي خو نن موږ ګورو چي د هغه نظام مشران، چي ټول ځانونه د محمدبن عبدالوهاب پیروان هم بولي، ږیري خریی او یا داسي ږیري لري چي نه لرل یې بهتر دي. پخوا به ښځي په مطلق ډول په کورونو کي ساتلي کېدلې او د ښځو د تعلیم او تحصیل خو چا خبره هم نه سوای کولای. مګر اوس ښځي د موټر چلولو لایسنسونه لري، موټرونه چلوي او نه یوازي په عربستان کي په پوهنتونونو کي تحصیل کوي بلکه په بهر کي د کفارو په ملکونو کی تحصیلونه کوي او بیرته خپل هیواد ته د خدمت او کار لپاره ستنیږي. اسلام هغه اسلام دی خو په اوامرو او فتواوو کي ژور تغییر  لیدل کیږي. البته د افغانستان اسلامی اِمارت، د یویشتمي پېړۍ په دریمه لسیزه کي، په هغه ځای کي ولاړ دی چي محمدبن عبدالوهاب د اته لسمي پېړۍ په سر کي پکښي ولاړ وو. موږ، په دې برخه کي، له سعودي عربستان څخه فقط څه باندي ۳۰۰ کاله وروسته یو. عاقبت په خیر.

                               پاته لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.