د هندوستان په دهرادون ښار کي د افغانستان د جلاوطن افغان پاچا غضب سوې ماڼۍ

سردار ولي

288
د هندوستان په دهرادون ښار کي د افغانستان د جلاوطن افغان پاچا غضب سوې ماڼۍ:
۱۴۵ کاله پخوا د امير یعقوب خان لخوا د انګريزيانو سره د ګندمک تړون له مخه د افغانستان بهرنی سیاست، پښين، کرمه او سيوۍ سيمي انګرېزانو ته سپارل په افغانستان کي د سترو پاڅونونو لامل سوه چي په پایله کي یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ع کال له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته ولاړ او هلته ئې د هند په مسوري ښار کي د خپل نيکه امير_دوست_محمد خان په کور کي استوګن سو، خو د یعقوب د کورنۍ تعداد اټکل ۷۰۰ اووه سوه تنه وو او په دې کور کي نه ځايدل، نو ئې د هند په دهرادون ښار په اې سي سړک پراخه مځکه واخيستل او هلته ئې يوه لويه ماڼۍ، باغ او د کليوالو د پاره يوه ښوونځۍ هم جوړه کړه.
له یعقوب خان سره په دې سفر کي ۱۶ کورنۍ ملګري وې، دوی دلته پراخ باغونه او مځکي واخيستې، امير پخپلو مځکو د کونړ وريجي چي ډېري مشهورې وې، وکرلې او په هند کي ئې په لومړي ځل [باسمتی وریجي] او کابلی پلو رواج کړ، دا چي امير ډېره شتمني لرله چي په اصل کي د افغان اولس خزانه وه خو د هغه وخت د رواج سره سم دا هر د پاچا شخصي سرمايه بلل کېده.
بې فرهنګه انګرېزي حاکم چي د دوی شتمنۍ ته پخوا لا سترګي نيولې وې، امير محکمې ته وغوښت او امر يې وکړ چي دا ځای دولتي دئ او امير يې نسي کارولای، امير بېچاره چي په افغانستان کي د امير عبدالرحمن او کورنۍ لخوا ددغسي حالت سره ځان مخامخ باله، مخ پر برما ولاړ او هلته يې په يوه ښوونځي کي پناه واخيسته، کله چي د امير امان الله خان پر ضد د شينوارو پاڅون وسو، امير_یعقوب_خان خپل مشر زوی کريم خان پېښور او پکتيا ته ولېږه او دعوه ئې وکړه چي د شاه امان الله پر ځای بايد خلګ له ما سره بيعت وکړي، ځکه د شاه امان الله نيکه [امير عبدالرحمن خان] زما له پلاره واک نيولی خو خلګو ئې چنداني پر سُرنا غوږ ونه نيوه او کريم خان بيرته برما ته ولاړ، هلته ئې څه موده وروسته ځان وژنه وکړه او په دې غم سره ئې پلار یعقوب هم څه موده وروسته ومړ او هلته ښخ سو.
د یعقوب تر شاه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه پوري کورنۍ پاته او ځيني يې بيرته افغانستان ته ولاړل او نور ئې په هند کي ورک سول.
له هنده د انګرېزانو تر وتو پوري دهرادون کي د امير یعقوب ماڼۍ [د کابل هاوس] په نوم يادېده چي يوه عالي ماڼۍ وه، د انګرېزانو له وتلو وروسته هند دولت دغه ماڼۍ د افغان پاچا ضبط سوې مځکه ياده کړه او ماڼۍ ئې قلف کړه.
د وخت په تېرېدو ماڼۍ په خرابه بدله سوه او اوس د ښاروالۍ په يوه نقشه کي کېدلای له منځه يوړل سي.
په دې ښار کي ځيني نور ځايونه هم د افغان پاچهانو په نومونه دي چي بل وخت به ئې وسپړو.
ــــــــــــــــــــــــ
(Now demolished) The house of the exiled King of Afghanistan in Dehradun
Dost Mohammad Khan, the ruler of Afghanistan, was exiled to the scenic towns of Mussoorie. Interestingly, history repeated itself after 40 years when his grandson, Yakoob Mohammad, the last king of Afghanistan faced a similar fate in Dehradun. He found refuge in a magnificent house called Kabul House, which is now known as Mangla Devi College.
The palace of Yakub Mohd Khan, located on EC Road in Dehradun, was the residence of him as the exiled emir of Afghanistan from the Barkazai dynasty and marked the end of their rule in Afghanistan after their defeat in the Anglo-Afghan war.
Interestingly enough a few decades before during the exile of his Grand Father, Dost Mohammad Khan introduced Basmati rice to Dehradun, as he longed for his favourite Pulao. He managed to bring Basmati rice from the Kunar province in Afghanistan, enriching the culinary heritage of Dehradun.
No photo description available.
No photo description available.
No photo description available.
May be an image of 1 person

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.