د فتوی په باره کي محتصر بحث (۲ برخه)

عبدالباري جهاني

306
دارالحرب او دارالاسلام
که د اهل سنت والجماعة د مختلفو مذاهبو پیروان د یوې مشخصي مسلې په برخه کي مختلفي فتواوي ورکړي دا خبره چنداني عجیبه نه ده خو که د یوه مذهب پیروان، په یوه مشخصه موضوع او ټاکلي وخت کي بېلي بېلي فتواوي ورکړي نو سړی تعجب کوي.
په هند کي د بریټانوي استعمار تجارتي او وروسته پوځي او سیاسي نفوذ د اووه لسمي میلادي پېړۍ څخه پیل سو او د نولسمی پېړۍ په نیمايی کي یې په ډهلي کي د مغولو، تش په نامه، حکومت له منځه یووړ او د چارو مستقیم کنټرول یې واخیست. د نولسمي پېړۍ په دوهمه لسیزه کي، سید احمد برېلوي، د هغه نیژدې ملګري مولوي شاه اسماعیل او د هغه بل ملګري مولوي عبدالحي د برټانوي هند د حکومت او د هند په شمال لوېدیځ، يښتني سیمو کي، د سیکهانو پر ضد جهاد پیل کړ. په همدغو وختونو، یعني د نولسمي پېړۍ په دوهمه لسیزه کي، شاه عبدالعزیز دهلوي، چي په ټول هند، په تېره بیا شمالي هندوستان کي، د هند لمر بلل کېدی، د برټانیې تر کنټرول لاندي، هندوستان دارالحرب اعلان کړ او د هغه وراره مولوي عبدالحي، چي وروسته د ۱۸۲۸ کال د فبروري په میاشت کي د سوات د سیند پر غاړه باندي د پېښور له دراني سردارانو سره، چي د سیکهانو په طرفداري جنګېدل، په جګړه کي شهید سو، هم د شاه عبدالعزیز په تعقیب هندوستان دارالحرب وباله. او پر مسلمانانو باندي یې جهاد او یا له هند څخه مهاجرت کول واجب وبلل. شاه عبدالعزیز فتوا ورکړه:
« کله چي کفار یو اسلامي هیواد اشغال کړي او د هغه هیواد مسلمانان او ګاونډیان یې ونه کړای سي چي کفار له خپلي خاوری وباسي او یا د هغوی د شړلو لپاره ریښتونی امید ونه لري او د کفارو قدرت دونه زیات سي چي د مسلمانانو د فرایضو او دیني چارو د عملي کولو مخه ونیولای سي او هیڅوک دا توان ونه لري چي، د کفارو له اجازې پرته، د هیواد د عایداتو کنټرول واخلي او د هیواد مسلمان اوسېدونکي ونه کړای سي چي د پخوا په څېر په امنیت کي ژوند وکړي نو دغه هیواد په سیاسي لحاظ دارالحرب بلل کیږي»
د شاه عبدالعزیز دهلوي په تعقیب، مولوي عبدالحي داسي فتوا صادره کړه:
« د مسیحیانو امپراطوري، له کلکتې څخه تر ډهلي پوري او د ډهلي په ګاونډ کي، شمال لوېدیځ ولایتونه، ټول دارالحرب دی. ځکه چي بُت پرستي، کفر او شرک په هر ځای کی رواج موندلی او زموږ مقدس قانون ته هیڅ ډول مراجعه نه کیږي. په هر هیواد کي چي دغه ډول حالات وي هغه دارالحرب دی. دلته د شرایطو او حالاتو بیان ته ضرورت نسته بلکه د اسلام ټول علماء پر دې خبري موافق دي چي کلکته او د هغه توابع دارالحرب او د دښمنانو هیواد دی» Hunter, The Indian Musalmans PP 134-35
دا فتواوي په داسي وخت کي ورکړه سوي دي چي لا په ډهلي کي د مغولو تش په نامه حکومت او سلطنت جاري وو. په ۱۸۵۷ کال کي، په ډهلي کي د انګلیسیانو پر ضد پاڅون پیل سو. له دې پاڅون سره د مرهټیانو رهبر ناناصاحب او د جهانسي راني، لکشمي بای هم ملګرې سوه. پاڅون وځپل سو. ناناصاحب تری تم سو. لکشمي د جنګ په میدان کي ووژل سوه او انګلیسیانو د مغولو وروستی پاچا بهادرشاه ظفر ونیوی او برما ته یې تبعید کړ. برټانیې د هند د پایتخت ډهلي مستقیمه اداره په خپل کنټرول کي واخیسته.
په زړه پوري خبره دا ده چي د شاه عبدالعزیز دهلوي او مولوي عبدالحي له فتواوو څخه تقریباً ۴۵ کاله وروسته، چي برټانیې پر ټول هند باندي مستقیم کنټرول قایم کړی وو، کله چي د مسلمانانو له لویو علماوو څخه استفتاء وسوه چي هندوستان دارالحرب دی او که دارالاسلام؛ نو درې فتواوي صادري سوې. او په دریو واړو کي هندوستان دارالاسلام بلل سوی دی. لومړی د مکې معظمې له علماوو څخه پوښتنه وسوه:
« ستاسي ستروالی دي همېشه وي. د هندوستان په باره کي ستاسي عقیده څه ده؛ چي واکمنان یې مسیحیان دي او د مسلمانانو په مذهبي امورو او واجباتو کي مداخله نه کوي. مسلمانان خپل لمونځونه کولای سي، د دوو اخترونو مراسم پر ځای کولای او د اخترونو لمونځونه کولای سي او داسي نور. مګر حکومتي مقامات په ځینو مذهبي چارو کي مداخله کوي مثلاً هغه چاته چي له اسلام څخه وګرځي او عیسوی سي د مسلمان پلار او نیکونو په شته مني کي د میراث حق ورکوي. موږ هندوستان ته دارالاسلام ویلای سو؟»
د مکې معظمې مفتي جمال ابن عبدالله شیخ عمر الحنفي داسي جواب ورکړی دی:
« تر څو پوري چي حتی د اسلام ځینو مراسمو او فرایضو ته د اداء کولو اجازه ورکړه سوې وي هغه هیواد دارالاسلام بلل کیږي.
دوهم جواب: تر څو پوري چي د اسلام ځیني خاص امور او مراسم په یوه وطن کي جاري وي هغه دارالاسلام بلل کیږي. . . لاسلیک د شافعی مذهب د مفتي احمد بن زایني دهلان.
دریم جواب: د اسلام یو هیواد د کفارو لاسته له لوېدلو سره سم په دارالحرب نه بدلیږي او یوازي هغه وخت دارالحرب بلل کیږي چي په هغه هیواد کي د اسلام ټول یا اکثر امور او فرایض له منځه یوړل سي. په مکه معظمه کي د مالکي مذهب مفتي حسین بن ابراهیم لاسلیک.
د شمالي هند د علماوو فتوا:
د شمالی هند له علماوو څخه استفتاء وسوه چي آیا په هند کي، چي پخوا مسلمانان پکښی واکمنان ول او اوس د مسیحیانو له خوا اداره کیږي جهاد روا دی؟ په داسي حال کي چي مسیحیان په هیڅ توګه د مسلمانانو په مذهبي چارو او فرایضو لکه لمونځ، روژه، زکات، حج، د جمعې لمونځ او نورو سره هیڅ غرض نه لري او د مسلمانانو بشپړه ساتنه کوي او په خپلو مذهبي امورو کي یې داسي بشپړه آزادي ورکړې ده لکه د یوه مسلمان واکمن په وخت کي چي یې درلوده؛ او دغه راز مسلمانان له اوسنیو واکمنانو سره د جګړې کولو قوت هم نه لري او که جګړې ته لاس واچوي نو ماته به خوري او دا به د اسلام لپاره سپکاوی وي. لطفاً زموږ پوښتنو ته جواب راکړی.
د ۱۲۸۷ کال د ربیع الثانی پر اووه لسمه، چي د ۱۸۷۰ کال د جولای له اووه لسمي سره برابره وه، د شمالي هند علماوو دغه فتوا صادره کړه:
« په دغه هیواد کي مسیحیان د مسلمانانو ساتنه کوي او په یوه هیواد کي چي د مسلمانانو ساتنه کیږي او امنیت یې خوندي وي جهاد نسته ځکه چي په یوه مذهبي جنګ یا جهاد کي دا شرط دی چي مسلمانان به د کفارو په واکمني کي آزادي او امنیت نه لري. له بلي خوا دا ضروري ده چي د جنګ په صورت کي به بری د هند د مسلمانانو په برخه وي. که دغه راز احتمال وجود ونه لري نو بیا جهاد غیرقانوني او ناروا دی» د منهاج الغفار او فتاوای عالمګیري په استناد دغه مولویانو پورتنی فتوا ورکړه.
مولوي علي محمد د لکنهو.
مولوي عبدالحی د لکنهو.
مولوي فضل الله د لکنهو.
مولوي محمدنعیم د لکنهو.
مولوي رحمت الله د لکنهو.
مولوي کُتاب الدین د ډهلي.
مولوي لطف الله د رامپور او نور.
د کلکتې د مسلمانانو د ټولني فیصله:
وروسته له هغه چي د شمالي هند علماوو فیصله وکړه چي هندوستان دارالاسلام دی مولوي کرامت علي دغه فتوا صادره کړه:
« دوهم سوال دا دی چي آیا دا قانوني او روا کار دی چي په هیواد کي جهاد اعلان سي او کنه. دې سوال ته مخکي جواب ویل سوی دی. ځکه چي جهاد په هیڅ توګه په دارالاسلام کي روا کار نه دی. دا خبره دونه واضح ده چي دلیل او په کتابونو استناد ته هیڅ ضرورت نه لیده کیږي. اوس نو که هر تېروتلی بدبخته، د شته منۍ د ترلاسه کولو په غرض، د بریټانوي هند د حکومت پر ضد جنګ پیل کوي هغه باید یاغي وبلل سي او بغاوت په اسلامي شریعت کي مطلق ناروا کار دی. ځکه نو دغه راز جنګ هم ناروا دی. او که څوک دغه راز یو جنګ پیل کوي نو د هندوستان اتباع باید چي د خپلو واکمنانو ملاتړ وکړي؛ او د خپلو واکمنانو سره په ګډه د دغو یاغیانو سره وجنګیږي. دغه فیصله، په څرګنده توګه، په فتاوای عالمګیري کي راغلې ده» Ibid PP 207-210
په زړه پوري خبره خو دا ده چي د هند اسلامي علماوو او د مکې معظمې علماوو هندوستان دارالاسلام وباله او په هغه کي یې جهاد ته اجازه ورنه کړه او د هندوستان د واکمنانو په مقابل کي جنګ یې بغاوت وباله خو پخپله ډاکټر هنټر Hunter ، چي د بریټانوي هند یو عالي رتبه مامور وو، ثابتوي چي هند د مسلمانانو لپاره د دارالحرب حیثیت درلود.
هنټر وايی د شمالي هند مسلمانانو هندوستان دارالحرب وباله مګر په هغه کي یې د مسلمانانو له خوا د جنګ او بغاوت پیل کول بې ضرورته او بې ګټي کار وباله؛ مګر د کلکتې د مسلمانانو ټولني یوه رساله خپره کړه او په دلایلو یې وښودله چي هندوستان دارالاسلام دی او باید چي مسلمانان ښورښ او جنګ ونه کړي. هنټر وايی د مکې علماء په دې حقیقت پوهېدل چي هندوستان دارالحرب دی مګر پخپله فتوا کي یې وویل چی هندوستان دارالاسلام دی او دا د هند په مسلمانانو پوري اړه لری چي یا په جنګ او یا په نورو وسایلو کفار له خپله ملکه وباسي چي د دوی څخه یې حکومت غصب کړی او په سلو وسایلو او لارو یې د مسلمانانو د مخکنیو واکمنانو د ادارې او اجراآتو په طرز کي مداخلې کړي او تبدیل کړي یې دي.
هنټر لیکي چي په د غه مسله کي په فتاوای عالمګیري استناد سوی دی؛ په داسي حال کي چي د فتاوای عالمګیري څخه مخکي لیکل سویو پخوانیو اسلامي متونو او د هغو شرایطو په اساس چي ابوحنیفه ذکر کړي دي هند دارالحرب دی. هنټر په دغه باب، چي یو هیواد څه وخت دارالحرب بلل کېدلای سي، د فتاوای سراجیه، چي په شاوخوا ۶۰۰ قمري یا ۱۲۰۴ میلادي کي، د حنفی فقهی په اساس، لیکل سوې ده، او فتاوای عالمګیري، چي د مغول اورنګزیب عالمګیر په زمانه کي ترتیب سوې ده، فتواوي سره مقایسه کوي:
« د کلکتې د علماوو د رسالې په دریم مخ کي، د فتاوای عالمګیري په استناد لیکل سوي دي:
۱: کله چي د کافرانو ښکاره واکمني روانه وی او د اسلام فرایض او امور په آزادانه توګه عملي کېدلای نه سي.
په فتاوای سراجیه کی راغلي دي: ۱: کله چي کفار په ښکاره توګه واکمن وي.
عالمګیري. ۲: کله چي هیواد له دارالحرب سره په داسي توګه په ګاونډ کي پروت وي چي د دارالاسلام هیڅ ښار د هغوی او دارالحرب په منځ کي حایل کېدلای نه سي.
سراجیه. ۲: کله چي هیواد له دارالحرب سره داسي په ګاونډ کي پروت وي چي په منځ کي یې هیڅ دارالاسلام هیواد نه وي چي له دوی سره مرسته وکړای سي.
عالمګیري. ۳: چي مسلمانان هیڅ مذهبي آزادي ونه لري او یو ذمي( یو کافر چي په دایمي توګه یې د مسلمانانو د حکومت تابعیت منلی وي ) هم هغه مصوونیت ونه لري چي د اسلام د حکومت په وخت کي ورڅخه برخمن وو.
سراجیه. ۳: کله چي نه مسلمان او نه ذمي بشپړ مصوونیت ولري.»
ډاکټر هنټر لیکي چي که د هند په برخه کي د جهاد په باب دغو دریو شرایطو ته، د زړو متونو له مخي، وګورو نو هند یو دارالحرب هیواد دی. دی وايي لومړی شرط د کفارو د څرګندي واکمنی دی. که موږ هند ته وګورو نو د دې هیواد په برخه کي لومړنی شرط صدق کوي یعني هند په مستقیمه توګه د کفارو له خوا اداره کیږي.
هنټر وايی د اسلام د زړو متونو په اساس هند ځکه دارالحرب بلل کیږي چي د هند او اینګلینډ ترمنځ هیڅ داسي اسلامي هیواد موجود نه دی چي د هند یا دارالحرب له مسلمانانو سره مرسته وکړي. هنټر وايی د هند او اینګلیند ترمنځ سمندر پروت دی او په زړو اسلامی متونو کي سمندر پخپله دارالحرب بلل سوی دی.
هنټر لیکي چي دریم شرط د بشپړي مذهبي آزادی او مصوونیت دی، چي هغه لکه څرنګه چي د مسلمانانو د حکومت په وخت کي موجود وو اوس نسته. هنټر لیکي چي د مسلمانانو مذهبي آزادي او ټولي چاري زموږ په خوښه او اجراآتو پوري اړه لري او هغه مذهبي آزادي او مصوونیت نه لری چي مخکي یې درلود. مثلاً د برټانیې حکومت له مسلمانانو څخه مالیات اخلي او خپلي کلیساوي په جوړوي او یا له دغو مالیاتو څخه خپلو پادریانو ته تنخواوي ورکوي. د ټولو مسلمانو ګورنرانو او اولسوالانو پر ځای باندي انګلیسیان مقرر دي. د هند په بازارونو کي د خوګ غوښي او شراب په عامه خرڅیږي او په ټولو محاکمو کي قضا د انګلیسیانو په لاس کي ده؛ او ټول جنايی قوانین یې له اسلامي شریعت څخه اړولي او د خپلو قوانینو په اساس اجرآت کوي. هنټر وايی زموږ د قانوني اجراآتو او مذهبي زغم ټول سسټم د اسلامي شریعت سره مخالف دی او د مسلمانانو لپاره هغه مصوونیت نسته چي د خپل حکومت په وخت کي یې درلود. هنټر وايی په لنډ ډول ویلای سو چي هند په هرصورت دارالحرب دی. Ibid PP 117-121
هنټر د امام ابوحنیفه د شاګرد امام محمد د کتاب « مبسوط » په حواله لیکي چي که یو اسلامي هیواد د کفارو لاسته لویږي نو هغه هیواد تر هغه وخته پوري د مسلمانانو هیواد بلل کیږي تر څو کفارو مسلمان ګورنران او قاضیان بدل کړي نه وي او په هغه هیواد کي یې خپل قوانین جاری کړي نه وي.
هنټر وايي موږ مسلمان ګورنران نه دي ساتلي او د مسلمانانو ټول قاضیان مو برطرف کړي دي. موږ خپل قوانین او مقررات جاري کړي دي او د هند د مسلمانانو د ډېر لوی اکثریت د نظر له مخي هند نور دارالاسلام نه دی.
هنټر لیکي چي وهابیانو ( انګلیسیانو د شاه عبدالعزیز او د شهیدسید احمدبریلوي پیروان وهابیان بلل، جهاني ) اعلان وکړ چي هند د دښمنانو هیواد دی او د واکمنانو په مقابل کي یې جهاد فرض دی. د کلکتې علماوو د هغوی دا نظر رد کړ او د شمالي هند علماوو د وهابیانو نظر رد نه کړ خو جهاد یې فرض ونه باله. Ibid P 122
زه ګومان کوم دا په زړه پوري بحث دی او زه د ټولو هغو کسانو څخه چي په اسلامي شریعت او احکامو کي زده کړي، مطالعه او، د نظر څرګندولو لپاره، صلاحیت ولري هیله کوم چي په دې باره کي لیکني وکړي. که د امام محمد او د مکې معظمې د علماوو فتواو ته وګورو نو په دې حساب خو په اسلامي هیوادونو کي ټول مقاومتونه، په تېره بیا هغه مقاومتونه چي د تشدد لاره یې غوره کړې وي، ګمراه دي. تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټي پي او دغه راز القاعده، داعش او نور دغه ډول تحریکونه ټول محکوم دي؛ ځکه چي ټول په دارالاسلام کي عملیات کوي او تلفات یې یوازي مسلمانانو ته رسیږي.
له بلي خوا که چیري د مکې معظمې د علماوو فتوا او د دارالاسلام په باره کي د امام محمد نظر ته وګورو نو بیا خو په دې تېرو څه باندي شلو کالو کي په افغانستان کي جهاد او مقاومت هم تر سوال لاندي راځي.
په دې کي شک نسته چي پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د هیوادونو یرغل دونه ظالمانه وو چي هیڅ ډول پلمه ورته جوړېدلای نه سي. مګر خو له جمهورریس څخه تر کاتبه، له جنرال څخه تر خوردضابطه او له قاضی القضات څخه د محکمې تر کاتبانو پوري ټول مسلمانان ول. په افغانستان کي هیڅ ډول کفري قانون جاري نه وو او پر ملي بیرغ باندي یې کلمه طیبه لیکلې وه. نو لکه څرنګه چي اوس د اسلامي اِمارت په مقابل کي د داعش او نورو ډلو عملیات غیر شرعي او بغاوت بلل کېږي دغه راز د طالبانو مخکني عملیات، چي ډېر لږ امریکایان او د ناټو عسکر پکښي قتل سول بلکه په زیاترو حملو کي یې بېګناه مسلمانان، ماشومان، ښځي او مسلمان عسکر قتل کېدل، هم تر یو ډ‌ول سوال لاندي راتللای سي. البته زه په دې باره کي زیات صلاحیت نه لرم او د اسلام د مذهبي متونو په رڼا کي، چي مخکي مو اشاره ورته وکړه، لیکنه د جواب نه بلکه د سوال حیثیت لري.
پاته لري
لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.