لاندې خواړه باید په نهاره ونه خوړل شي

349

ځینې خواړه که آن خورا ډير ګټور هم دي، خو په خالي معده (نهاره) يې خوړل لوی زیان لري. په دې لنډه لیکنه کې درته (۷) هغه خوړه درپيژنو، چې په نهاره يې خوړل د روغتيايي ستونزو لامل کیږي.

۱. په نهاره د کیلې خوړل په وینه کې د مګنیزم کچه لوړوي، چې ممکن د زړه فعالیت غیری عادي کړي.

۲. په نهاره یا خالي معده د مرچ و مسالې خوړل د هاضمې سیستم زیانمنوي.

۳. په تشه معده د مالټې او لیمو جوس څښل معده تیزابي کوي. له دې سربیره د هاضمې سیستم هم خرابوي.

۴. د سبزې شنې پاڼې لکه کاهو، ملۍ، شوتل، دڼيا (ګشنیز) او ورته هر څه که په نهاره وخوړل شي، د هاضمې سیستم د خرابیدو باعث ګرځي. دا خواړه، چې تر ډیره ګټور بلل کیږي، خو په نهاره يې خوړل ګټور نه دي.

۵. په نهاره د خوږو شیانو خوړل د پانقرانس او ځیګر ناروغۍ پیدا کوي. په یو دمې ډول په دې دوو اساسي عضو فشار راتلل، د دوې فعالیت کمزوری کوي.

۶. په نهاره د کافي څښل تاواني دي. په نهاره د کافي څښل د هاضمې سیستم ګډوډوي.

۷. په نهاره د گازي مشروباتو لکه کوک، پیپسي او نورو څښل، د معدې ګیس پیدا کوي او کله کله په وجود کې دردونه هم راپیدا کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.