د ژغورنې نړیواله کمېټه: له پاکستانه خپل هېواد ته استول شوي افغانان “تیاره برخلیک” سره مخ دي

145
افغانستان ته له پاکستانه یوه ستنه شوې کورنۍ

د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) خبرداری ورکوي چې له پاکستانه په زوره افغانستان ته استول شوي تر نیم میلیون ډېر افغانان له تیاره راتلونکي سره مخ دي.

یادې کمېټې د جمعې په ورځ په خپله وېبپاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان اوسمهال د کورني بې ځایه شویو له ستونزو، بشري اړتیاوو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی چې راستنېدونکي کډوال یې اغیزمن کړي.

ای آر سي زیاتوي چې یو شمیر افغان پناه غوښتونکي چې د امریکا SIV ، P1، او P2 کډوالۍ کېسونه لري، د خپلو کېسونو پروسس ته د اوږد انتظار له امله په درېیمو هېوادونو کې له خطر او نورو ستونزو سره مخ دي.

دا کمېټه وايي چې د اس آی في یو لک او ٤٧ زره غوښتنلیکونه پاتې دي چې باید د تېر کال په لومړیو ېمیاشتو کې پروسس شوي وای، او د P2 کېس لرونکو کډوالو شمېر چې د ایستلو له خطر سره مخ دي معلوم نه دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د کیسونو د څیړلو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي ازادي راډيو ته وویل چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او په دې سړه هوا کې د خوراکي موادو او سون توکو د پېرلو او د درملنې توان نه لري.

په فراه کې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو خېمې
په فراه کې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو خېمې

یو له دغو عبدالقادر ازادي راډيو ته وویل:

” پنځه ورځې مې ماشوم د صحت عامې په روغتون کې بستر و، ما ته یې ځواب راکړ، چې دا دلته نه ښه کیږي بلې خوا ته یې بوځه. په لاس کې مو څه نشته بیرته کور ته راغلو. هوا سړه ده له همدې امله ناروغه شوی دی، هغه د سینې ناروغي لري چې باید تود یې وساتو خو مونږ څه نلرو چې تود یې وساتو.”

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي او د خپلو کېسونو د څېړلو او امریکا ته د تلو په تمه دي، هم وايي چې د دوی د کېسونو د څېړلو بهیر پڅ روان دی، افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري او په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

یو له دوی څخه ایمل حبیبي ازادي راډيو ته وویل:

” زما په ګډون ډېر خلک بېرته افغانستان ته نه شي تللای، ځکه چې هلته مو ژوند په خطر کې دی او په پاکستان کې هغو کسانو ته چې د پي ١ او پي ٢ کېسونه لري رسېدنه نه کیږي او بهیر ډېر ورو دی.”

پاکستان کې د امریکا کېس لرونکي افغانان د دوی د قضیو د ژر څېړنې غوښتنه لري
پاکستان کې د امریکا کېس لرونکي افغانان د دوی د قضیو د ژر څېړنې غوښتنه لري

یو بل پي ۲ کېس لرونکي، نادر سیدي وویل:

” په تېرو دوو کلونو کې مو ډېرې ستونزې وګاللې، لکه ماشومان مو له ښوونځي او زده کړې له چاپېریال څخه لیرې دي، کار او یوه اقتصادي سرچینه نشته، چې زمونږ په روحیې او ژوند يې بد اغېز کړی دی.”

دوی د امریکا له متحده ایالاتوغواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او کېسونه یې ژر تر ژره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان موقت حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې د پاتې کېدو مهلت ورکړی دی.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ، په تورخم کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه کمپ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان موقت حکومت، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د اوسېدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې امریکا او نورو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو افغانانو په ګډون له ۵ لکو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه وایستل.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.