د فتوا په باره کي مختصر بحث (شپږمه برخه)

عبدالباري جهاني

260

د شریعت احکام عام دي:

ما د خپل « تصوف او اسلام» د کتاب په مقدمه کي لیکلي وه چي څه باندي شل کاله مخکي، په زاړه ډهلي کي، له خپلي مرحومي مېرمني سره، د نظام الدین اولیاء زیارت ته تللی وم. هلته مي ولیدل چي یو سړی د امیرخسرودهلوي د قبر د پښو خواته پر سجده پرېووت او وروسته یې د هغه پر قبر باندي طواف وکړ. ټولو د خدای بنده ګانو ورته کتل او هیچا څه ورته ونه ویل؛ ځکه چي دا بدعت او شرک هلته عادي سوی وو.

که چیري په همدغه زاړه ډهلي کي څوک له څپلیو سره مسجد ته ننوتلی وای یا یې د مسجد خواته ناړي توکلي وای نو زه باور لرم چي خلکو به په وهلو وهلو شین کړی وای؛ مګر څرګند شرک ته یې هیڅ نه ویل او لږترلږه چا نصیحت قدر هم ورته ونه کړ. زما په عقیده دا سړی ډېر ملامت نه وو؛ ځکه چي که دی جاهل نه وای نو ولي به یې د امیرخسروقبر ته سجده کوله. کشکي یوازي دا یو جاهل وای او عالمونه جاهلان نه وای. ما په سیوڼ کي د شیخ قلندر پر زیارت باندي طوافونه لیدلي دي. ټول خلک د هغه پر قبر باندي را څرخېدل او له هغه څخه یې د مرستي او مراد غوښتنه کوله. دا ټول شرک او کفُردی او مولوي صاحب باید د دې شرک سرچیني ته متوجه سي او ریښه یې وباسي. خو له بده مرغه چي له مُلایانو او مولویانو څخه په هغه باره کي، چي د ټول اسلام اساس او بنسټ ته صدمه رسوي ډېر لږ څه اورو. زه به تاسي ته یو متن ولیکم تاسي قضاوت وکړی.

شیخ شهاب الدین سُهروردي، چي د سهروردي طریقې موسس او پېشوا دی، په خپل کتاب عوارف المعارف کي لیکي:

« کله چي د طالب صادق په زړه کي د درد اور بل سي، باید چي په ښه نیت او بشپړه عقیده خپل شیخ ځانته وبولي؛ څو صراط مستقیم یا سمي او سیده لاري ته یې رهنمايی کړي. او کله چي یې کامل شیخ پیدا کړ نو باید چي د شیخ د فرمان او تصرف تابع سي. خپل نفس هغه ته وسپاري او د تسلیمي نښه دا ده چي خپلي ټولي چاري او کارونه شیخ ته وسپاري؛ او د شیخ حکم د خدای او رسول حکم وبولي او له شیخ سره هغه ډول بیعت وکړي لکه اصحابو چي له رسول الله ص سره کړی وو. . . . » عوارف المعارف ص ۴۰

که څوک دا څرګند کفر نه بولي نو دا به څشي وي؟ شیخ څوک دی چي حکم او فیصله یې د خدای حکم او فیصله بلله کیږي؟ د شیخ د حکم لپاره بله مقایسه نه وه چي سهروردي دونه لویه بې ادبي کوله؟

که څوک لمونځ نه کوي. که څوک روژه نه نیسي. که څوک زکات نه ورکوي او یا حج ته نه ځي هغه خپل آخرت خرابوي او ځان په لوی لاس دوږخ ته اچوي. خو که څوک په سل هاوو زره او حتی په میلیونونو مریدان ګمراه کوي او د پیر او شیخ فیصله د خدای فیصله بولي نو د هغه پیر او شیخ تاوان ډېر عام او د میلیونونو مسلمانانو د ګمراهی سبب کیږي او که مولوي صاحب یا ملاصاحب، په ریشتیا هم، اسلام ته خدمت کوي نو د دغه راز تباه کوونکو ګمراهیو مخه باید ونیسي او پر ضد یې په نره فتوا صادره کړي چي تر ننی ورځي پوری یې نه  ده صادره کړې.

که مولنا جلال الدین رومي خپل شیخ او مراد ته خدای وايی نو دا کار چي یې په هر نیت کړی وي څرګند کفر یې کړی دی. شریعت، په احکامو کي، استثنی نه لري او حکم یې پر ټولو مسلمانانو جاري وي. د مولنا د یوې اوږدې غزلي درې بیتونه را اخلو:

پیر من و مراد من درد من و دوای من

فاش بګویم این سخن شمس من و خدای من

شهپر جبرییل را طاقت آن کجا بود

کزتو نشان دهد مرا شمس من و خدای من

کعبه من کنشت من دوزخ من بهشت من

مونس روزګار من شمس من و خدای من

مولنا چي په هرنیت شمس ته خدای ویلی وي، دا څرګند کفر دی. ځکه چي خُدا یا خدای په قاموس کي د الله، پروردګار، باري تعالی او مالک او څښتن څخه پرته  بله معنا نه لري. ما له هیڅ مُلا او مولوي څخه نه دي اورېدلي چي د مولنای رومي د دغه ډول اشعارو پر ضد یې فتوا صادره کړې وي او لا یې کتاب مثنوي نه بلکه مثنوي شریف بولي او تر اوسه پوري د مُلایانو په لویو تعلیمي مرکزونو کي تدریس کیږي. په مثنوي کي ډیري زیاتي داسي خبري دي چي سړی یې څرګند کفر بللای سي خو زه به یې د هغي کیسې یو څو بیتونه په پښتو درته راوړم چي د بایزید بسطامي د خدايي د دعوې په باره کي یې لیکلې دي. د بایزید بسطامي دا خبري ډیري مشهوري دي چي ویل یې سبحانی سبحاني ما اعظم شانی ( ستاینه دي وي مالره زما څومره لوړ شان دی) په داسي حال کي چي سبحان یوازي الله تعالی ته راځي. یا لیس فی جبتي سواءالله ( په خرقه کي مي پرته له خدایه بل هیڅوک نسته ) یا لا اله الّا انا فاعبدونی ( پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی)  د دغه مثنوي د څو بیتونو پښتو ترجمه داسي ده:

هغه ستر فقیر بایزید ویل مریدانو

زه خالق یمه زه خدای یمه دوستانو

مستانه ښکاره ویله  ذوفنون

لا اله الّا انا فاعبدون

چي سهار سو مریدانو یې ویله

چي پرون دي د خدايی دعوه کوله

ده ویل که مي تکرار کړه ما په دار کړی

د چړو مخ ته مي سپر یا مي سنګسار کړی

حق له تنه دی فارغ زه تن لرمه

ما به وژنی که بیا داسي دعوه کړمه

دا مثنوي ډېر اوږد دی خو مطلب یې دادی چي بایزید، په مستي کي، د خدايی دعوه کوله او د لا اله الالله پر ځای چي پرته له الله بل خدای  نسته په څرګنده وايي چي پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی. چي په سد کي به وو او هوښیار به وو نو داسي دعوه یې نه کوله. کله چي یې بله ورځ بیا په مستي کي د خدايی دعوه وکړه نو مریدانو یې چړې ورباندي را واخیستې خو چي هر ګوزار به یې ورباندي کاوه هغه به پخپله پر دوی باندي لګېدی. پیرانو او د هغوی مریدانو، او پر څنګ یې لا مُلایانو، چي د شریعت په احکامو هم ښه خبر دي، مظلوم او بېسواد اولسونه په دې یوه خبره غولولي دي چي د خدای د دوستانو او اولیاوو خبري نوري دي او دوی حال لري او هر څه د حال په ژبه وايی چي هغه موږ عادي خلکو ته نه معلومیږي. د خدای دوستان چي هر څه وايی خبري یې له خدای سره دي او خدای یې په کُفر نه نیسي.

مُلاصاحب که یې هرڅه بولي دا د هغه کار دی خو زما په عقیده د خدايي دعوه څرګند کفر دی او لکه مخکي چي مي وویل د شریعت حکم عام دی او هیچا ته د کُفر ویلو حق نسته. زه ګومان کوم څوک چي کُفر ویلو ته پلمې او منطق جوړوي او لا یې ستاینه کوي او یا د کُفري افکارو لپاره تبلیغ کوي که کُفر نه وي نو لږترلږه ډېره لویه ګناه خو به حتماً وي.

البته صوفیانو، د خپلو ځانونو د تبریه کولو لپاره، د سُکر  یا مستۍ او نشې؛ او صحو یا هوښیاری حالات را ایستلي دي او کله چي کفر وکړي نو پر سُکر یې تاوانوي. په شریعت کی سُکر او صحو وجود نه لري او کفر په هر حال کي کفر دی.

رسول اکرم ص هیڅ وخت تر بنده ګی لوړه ادعا نه وه کړې او د شهادت په کلمه کي یې له ځان سره بنده او رسول ذکر کړی دی او د حق د محبوب او معشوق نومونه وروسته ځینو مسلمانانو، په تېره بیا صوفیانو، ورکړي دي. هغه چي د اسلام د دین پېشوا وو حق متعال امر ورته کوي چي خلکو ته ووایه چي زه خپل ځانته خیر نه سم رسولای نو بل ته به څه خیر ورسوم.

« قُل لا املِکَ لِنفسی نفعاً و لا ضرًّا الّا ماشاءاللهُ و لو کُنتَ اعلم بالغیب لَاَستَکثَرتَ من الخیرِ و مامسَّنی السوُءَ اِن انا اِلّا نذیرٌ و بشیرٌ لقومٍ یومنون» سوره ۷ آیة ۱۸۸

ترجمه:  ورته ووایه چي زه خپل ځانته، د الله له ارادې پرته، نه ګټه او نه تاوان رسولای سم. او که مي د غیب علم لرلای نو هروخت به مي ځانته ګټه رسولای او ضرر به نه وای راته رسېدلی. زه یوازي هغو کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی خبر ورکوونکی او زېری ورکوونکی یم.

عجیبه د ا ده چي د اسلام پېشوا په خپل ژوند کی، حتی خپل ځان ته، د خیر او شر رسولو قدرت نه لري او په غیب نه دی خبر؛ پیران او مرشدین څرنګه، هم په غیبو خبر وي، هم پېش بیني کوي او هم له وفات څخه سوونه کلونه وروسته، خلکو ته اولادونه، مالونه او صحتونه ورکوي. لېونیان پر سد کوي، شلانو ته پښې ورکوي او ړانده بینا کوي. حضرت رسول اکرم ص په خپل ټول ژوند کي څوک بینا کړی یا شل او شوټ پر پښو روان کړی دی؟ که له هغه سره دا قدرت نه وو او پر خپله بې وسي باندي یې اعتراف هم کاوه، نو له پیرانو سره پسله مرګه دا زور له کومه سو؟ قرآن شریف خو داسي نه وايي:

« و اِن یمسَسکَ الله بِضُرٍ فلا کاشِفَ لَهُ اِلّا هُوَ. . الآیة » سوره یونس آیة ۱۰۷

ترجمه:   که الله تاسي ته زیان ورسوي نو لیري کول یې یوازي د هغه په اراده کي دي او بل څوک مرسته نه سي کولای.

موحدینو، چي دښمنانو وهابیان وبلل، د همدغو مزخرفاتو پر ضد مبارزه او جګړه کوله. محمدبن عبدالوهاب خپله مبارزه د عمرفاروق د ورور زید بن خطاب د زیارت له ورانولو څخه پیل کړه او د نورو ټولو هغو قبرونو ورانولو ته یې ملا وتړله چي په اکثرو ځایونو کي یې د عبادتګاهو شکل غوره کړی او څرګند شرک پکښي روان وو.

په صحیح مسلم کي راغلي دي: « له عایشې څخه روایت سوی دی چي د حضرت رسول اکرم ص مېرمنو اُمّ حبیبه او اُم سلمه د حضرت رسول ص په مخ کي وویل چي دوی په حبشه کي د مسیحیانو یوه کلیسا ولیده چي هلته تصویرونه پکښی رسم سوي ول. حضرت رسول ص وویل کله چي د دوی پرهېزګاره کسان مړه سي نو دوی د هغوی پر قبررونو باندي د عباداتو ځایونه جوړ کړي او بیا نو تصویرونه پکښی رسم کړي. دوی به د قیامت په ورځ د الله په نزد بدترین مخلوقات وي » کتاب الصلواة حدیث ۳۴۱

همدغه حدیث په تقریباً همدغه عبارت د صحیح بخاري په کتاب الصلواة کي راغلی دی. حدیث ۷۷.

 پیران او مرشدین د ټولني او اسلام تر ټولو لوی دښمنان دي. هغوی له سهاره تر ماښامه هیڅ کار نه کوي او ټول ژوند یې په ټګیو او د دروغو په کیسو تیریږي. ځیني یې له اسلام څخه دومره لیري وي چي د اسلام په مذهب، حج، روژه او لمانځه باندي ریشخند وهي؛ خو جاهل خلک د هغوی په لنګرونو کي ناست وي او د خپلو لاسونو ګټه په هغوی خوري. شیخ ابوسعید ابی الخیر، چي په اسلام کي یو له تر ټولو مشهورو شیخانو څخه دی، د یوه پاچا او واکمن په څېر ژوند کاوه او له سهاره تر ماښامه یې ورځ په ساز او نڅا تیروله؛ خو جاهلانو د هغه دربار ته نذرونه راوړل او فیض یې ورڅخه غوښت. شیخ حتی په لمانځه ریشخند واهه، او یوه ورځ په داسي حال کي چي له خپلو ټولو مریدانو سره یې رقص کاوه، آذان وسو؛ او یوه مېلمه شیخ ږغ ورباندي وکړ چي لمونځ! لمونځ! ده په نڅا کي ورته وویل چي موږ په لمانځه کي یو؛ او نه شیخ او نه یې مریدانو لمونځ وکړ. اسرارالتوحید ص ۲۲۶

ما د شیخانواو لویو او مشهورو پیرانو د کفرونو او حتی اخلاقي انحرافاتو په باره کي د « تصوف او اسلام » په کتاب کي نسبتاً مفصل معلومات ورکړي دي خو داسي ښکاري چي هغه کتاب چنداني چا لوستی نه وي ځکه چي ما د چا منفي او مثبتي تبصرې نه دي لوستي.

مُلایانو او دیني علماوو د لویو صوفیانو د اسلام مخالف او خرافي عقایدو او اخلاقي انحرافاتو پر ضد هیڅ وخت فتوا نه ده صادره کړې او یوازي هغه وخت په جوش او خروښ کي راغلي دي چي د وخت واکمنانو کوم صوفي یا صوفیان بندیان کړي او یا یې د وژلو حکم صادر کړی دی. مُلایان که په ریشتیا هم له خپلو خلکو او د هغوی له آخرت سره مینه او علاقه لري نو باید چي د دغو ټګانو پر ضد، چي د خلکو د دین او دنیا غلیمان دي، فتواوي صادري کړي او خپله دیني او وجداني وظیفه سرته ورسوي.

مُلا ځکه له پیرانو اوشیخانو سره غرض نه لري چي هغوی د بېسوادو او جاهلو خلکو ذهنونه منتر کړي وي او هغوی د مُلا په څېر د یوه جومات ډوډۍ ته  نه وي ناست بلکه په ټول هیواد کي له شماله ترجنوبه او له شرقه او ترغربه پوري مریدان او مخلصان لري. که مُلا له پیر سره غرض وکړي او د هغه منافعو ته صدمه ورسوي هغه سمدستي خپلو مریدانو ته وايی چي مُلا وهابي سوی دی. خلک بېسواده دي او هغوی په دې نه پوهیږي چي وهابي مسلمان وي که کافر. مُلا په قوم کي تجریدیږي او بیا خپله ډوډۍ او ټوک نه سي پیدا کولای. دغه علت دی چي پیر او مُلا له یوه بل سره په سوله کي اوسي او بېسواده اولس ته یې سلا یوه وي.

تر وهابي پوري مي یوه د سترګو لیدلې او په غوږونو اورېدلې کیسه را په یاد سوه چي دلته یې راوړل بېځایه نه بولم. زما پلار چي چا پېژندی نو د یوه پرهېزګاره او لمونځ ګذار سړي په نوم یې پېژاند. هغه په لومړۍ ځواني کي د مولنا مثنوي په سبق لوستی وو او تل به یې په خبرو کي د هغه په بیتونو  استناد کاوه. زما پلار، د محیط په پرتله، باسواده سړی وو.

په یوولسم یا دوولسم ټولګۍ کي وم او له پلار سره مي په خبرو کي وویل چي د وهابیانو مشر محمدبن عبدالوهاب د احمدشاه بابا په وخت کي ژوند کاوه. پلار مي په ډېر تعجب راته وویل څشي؟ نو دا خو مسلمان وو. ما ویل بېشکه چي مسلمان وو. هغه یو عرب وو. په زړه پوري خبره خو دا ده چي زما پلار به اکثروختونه د سهار لمونځ، د کابل دروازې څخه دباندي، د صوفیانو په مسجد کي، چي تر نورو مسجدونو یې وختي آذان کاوه، د سهارلمونځ کاوه؛ او د هغه مسجد ملا امام د « تهذیب الواجبات» د کتاب د لیکوال ملاعبدالباقي اخوند زوی، عبدالخالق اخوندزاده وو چي دی او پلار یې دواړه په وهابیانو مشهور ول. زما پلار، له خپل نسبي سواد سره، چي ایران، پاکستان او هندوستان یې لیدلي ول، د وهابي په مفهوم نه پوهېدی نو له نور بېسواد او بېخبره اولس څخه څه ګیله.

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

پنځمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.