خلیلزاد: ما پر طالبانو باور نه درلود، پر خپلو خبرو یې عمل ونه کړ

141
د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو ژمنو خلاف د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګاوه.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون د دوحې د موافقې د څلورمې کلیزې په درشل کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې ته حاضر شو.

خلیلزاد غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې شرایط د طالبانو په ګټه بدل شول او وروسته له دې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت، دوی پر افغانستان واکمن شول.

غني مخکې ویلي وو چې په کابل کې د ده پاتې کېدل ښايي په پلازمېنه کې د جګړو باعث شوی وای.

خلیلزاد د غونډې په یوه برخه کې طالبان په دې تورن کړل چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

د ۲۰۲۱م کال داګست په میاشت کې د طالبانو په واکمنېدو سره ښځې له کاره، تحصیله او له هغې راوروسته پارکونو، حمامونو او نورو ځایونو ته له تګه منع شوې.
د ۲۰۲۱م کال داګست په میاشت کې د طالبانو په واکمنېدو سره ښځې له کاره، تحصیله او له هغې راوروسته پارکونو، حمامونو او نورو ځایونو ته له تګه منع شوې.

هغه دې پوښتنې ته چې آیا پر طالبانو یې باور درلود که نه، په ځواب کې وویل: “ما پر طالبانو باور نه درلود. دوی داسې خبرې کولې چې نجونو ته به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو او د دکتورا تر کچې د تحصیل اجازه ورکړي، خو پر خپلو خبرو یې عمل ونه کړ.”

خلیلزاد زیاته کړه چې طالبانو دا هم ویل چې ښځې کولای شي د وزیرانو په توګه کار او د ژوند په ټولو برخو کې فعالیت وکړي.

په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې طالبانو د نجونو لیسې او منځني ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته ټینګار کړی چې د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي خو ښځینه فعالانې وايي چې د طالبانو دا خبره ډېره عمومي ده.

د استازو جرګې غړي کتي منینګ بېګانۍ غونډې ته وویل چې د دوحې په موافقه کې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ موضوع ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

منینګ وايي: “یقینا، موږ ونه لیدل چې په دې موافقه کې د ښځو او نجونو په ملاتړ څه ویل شوي وي. همداراز موږ داسې یو ضمانت هم ونه لید چې که څوک پر نجونو او ښځو ظلم وکړي نو حساب کتاب به ورسره وشي او داسې شرط هم نه پکې وینو چې نجونو ته باید ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي.”

د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د طالب او امریکايي استازو ملابرادر او خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شوه.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د طالب او امریکايي استازو ملابرادر او خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شوه.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د مشر مایکل مککال په مشرۍ په بېګانۍ غونډه کې د دوحې د موافقې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه هم له خلیلزاد څخه پوښتنې وشوې.

د کمېتې ځینو غړو له افغانستانه په بېړه د امریکايي سرتېرو پر وتلو انتقاد وکړ.

خلیلزاد په ځواب کې وویل چې د امریکايي پوځیانو وتل د بایډن د ادارې لپاره یو انتخاب و.

ولسمشر بایډن د دې انتقادونو پر وړاندې تل د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.

افغانستان ته د سولې د راوستو تر عنوان لاندې د متحدوایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه له ۱۸ میاشتو خبرو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ

دا موافقه خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر چې اوس د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال دی لاسلیک کړه.

که څه هم د دوحې په موافقه کې د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورځ یاده شوې، خو د ولسمشر بایډن د پرېکړې په اساس ټول امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوه اونۍ وروسته ووتل.

په دې موافقه کې راغلي، طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده په ګډون هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې متحدایالاتو ته ګواښ وکړي.

امریکايي چارواکو مخکې هم طالبان د دوحې له موافقې په سرغړونه تورن کړي ځکه د دوی په وینا له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره یې خپل اړیکي نه دي پرې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې ویل شوي چې طالبانو له القاعده سره خپل اړیکې ساتلي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي او د خپل حکومت پرضد تبلیغات یې بللي دي.

د امنیت شورا په وروستي راپور کې چې دوه اوونۍ مخکې خپور شو، راغلي چې القاعده په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي.

د دې راپور له مخې دا شبکه په پنجشېر ولایت کې د وسلو یوه زېرمه لري او په کابل، هلمند، هرات او فراه کې یې د ځان لپاره تاسیسات جوړ کړي دي.

ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.