د سلواغې ٢٦، د باروت په مقابله کې د ايمان د بريا ورځ، خو 

ليکنه ؛ عبدالوحید وحيد

756

افغانانو له دوه مليونه څخه د زياتو شهادتونو په وړاندې کولو  شوروي يرغلګر وشړل،  په ملي کچه يې د شجاعت او شهامت څلي ودرول، خو متاسفانه هغوى بيا هم د خپلمينځي  جګړو او اختلافاتو له امله  بشپړه خپلواکي ته نه دي رسيدلى، لاهم له خپلو سره د جګړو هوډونه او له پرديو سره ناسته پاسته او تړونونه وياړ ګڼي او لاهم نه پوهېږي چې دغه لاره مکې ته نه، بلکه ترکستان ته تللې ده.

د ازادي او خپلواکي لپاره په مبارزه کې زمونږ د ولسونو په پياوړې ايمانی اراده او متين عزم کی هيڅ ډول تزلزل، تذبذب او ويره ځاى نه لري. د يرغلګرو په وړاندې مو د جهاد ډګر ته د فکر او عقيدې په اساس وردانګلي دى، برياوې مو تر لاسه کړی دي, خو پايلې مو نه دي ترلاسه کړي. دښمن مو مات کړئ وه، خو متأسفانه د کمزوری مشرتابه او دپرديو دبی شرمه لاس وهنو له امله زمونږ د سرښندنو ګټه مونږ نه بلکې پرديو ترلاسه کړې ده.

دشوروی يرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجيب  دحکومت نسکوريدل مجاهدينو دمکملې بريا زيرۍ باله، خو داسی ونشو. په خپلمينځی جګړو کې لتاړ شوو او جهادی موخې مو په سيند لاهو کړای شوې. سړه جګړه ختمه شوه، شوروي اتحاد له منځه لاړ، خو زمونږ هيواد د يوې بلې کورنئ خوسا بدمرغه جګړې په تنور کې لتاړ شو. د جمهوريت مشرانو د خپلو لاس ته راوړنو ارزښتونو ساتلو په بانه او په يوه بله جګړه کې له ښکيلتيا څخه د مخنیوي په موخه د خپل واک ساتلو په شرط له طالبانو سره د سولي هوکړه شونې ګڼله، خو  موږ په رډو سترګو وليدل چې دغه وړۍ  شړۍ نشوې.

هر پردي د خپلو ګټو لپاره له دين او هيواد سره زمونږ د د ولس له ژور تړاو څخه ګټه پورته کړه. انګريزانو او شورويانو خپل مزدوران او جاسوسان په مونږ حاکمان او په لکونو افغانان يې پرې ووژل. پاکستان او ايران ځانونه د مدينې انصار او مونږ يې د احد او بدر مجاهدين ګڼلو، خو بيا پناه ګرين، د هغوي د اوږو بار مفت خواره ترهګر او خلايي مخلوق ګڼل کيږو. طالبانو هم د امريکائی او د ناتو ځواکونو تېښته بريا ګڼله، خو بريا لاهم نشته.

دا به له واقعیتونو څخه د ناخبري ثبوت وي که مونږ  فکر وکړو چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول آزادی ده. د آزادی جګړه پخپل ذات کې آزادی نه ده، بلکې د ازادي او د خپلواکي لپاره د هڅو یوه برخه ده. پيړئ تېرې شوې چې مونږ د آزادی لپاره جنګېږو، له انګریزانو سره بیا له روسانو  سره وجنګېدو او اوس مو  له امریکایانو څخه هم د آزادی جګړه وګټله، خو که شاته يو ځغلنده نظر واچوو نو پوهيږو چې مونږ ازادي اخلو خو د د ازادي د ساتلو وړتیا نه لرو. په  تېرو دوو سليزو کې مونږ ځو ځله ازاد شوي يو، خو ازاد پاتې شوي نه يو.  مونږ د استقلال لپاره د جنګېدو قرباني ورکولو شهامت او شجاعت لرو، خو په مشرتابه کې د نيمګړتياو او د ولس لخوا په ړوند تقليد د باور کولو له امله دآزادی د  ساتلو وړتیا نه لرو.

شوروي عسکر ووتل، خو مونږ په خپلمنځي سوله کې ناکام شو. کابل مو ړنګ کړ او فاجعې مو رامنځته کړې. نور پردي راغلل. په لسګونو زره افغانان يې ووژل او هغوى هم ورک شول. امنيت شته خو سوله مو لاهم ورکه کړې او ملت مو لا هم قرباني ته په سره کرښه پروت دى.

مونږ ډيرو پرديو و غولولو. ډيرو وخوړو، ډيرو راباندې تر منزله ځانونه ورسول. شوروي ټوټې ټوټې شو. د برلين ديوال ونړيده. د لينن مجسمې ماتې شوى. د مرکزي اسيا مسلمان ميشتي هيوادونه ازاد شول. امريکا سړه جګړه وګټله. پاکستان د دوو دښمنانو لخوا له سانډويچ کيدو وژغورل شو، خو مونږ لاهم خپلې موخې تر لاسه نه کړې. مونږ لاهم په بله بڼه د خپلو مفتوحينو تر سلطې او مديريت لاندي يو. مونږ لاهم د ازادي په نوم جګړه پرمخ وړو. مونږ لاهم له مقدساتو او ارزښتونو څخه د دفاع تر عنوان لاندې خپله يو بل نه منو او لاهم يو محتاج بېوزله او فقير هيواد يو.

سمه ده چې د دوو مليونو افغانانو د سر په بیه مو شورويان مات کړل، خو بيا د واک او ځواک په سر په خپلمنځي جګړو کې لتاړ شو. د شهيدانو وينې ليلام شوې. اسلامي نظام حاکم نشو. د نړيوالو له نظره ښکته پريوتو. جګړه جګړه او آن تر دې چې بل ځل د يوه بل وحشي يرغل خوراک شو.

په پرديو هيوادونو کې له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه.
د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول. مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ د افغان په لاس د افغان د وژلو لوبې ستړي کړي يو. مونږ د هېڅ ګاونډي سره د سيالي نه يو، مونږ د نړئ د پرمختګونو په منډه کې پريوتي يو. زمونږ د مشرانو په پرديو خيراتونو سره جنګ ده. مونږ د نړيوالو په اوږو بار  ملت يو.

مونږ اوس له پرديو سره په معامله, مراوده او خبرو کې هيڅ ډول ستونځه نلرو، خو په خپلمنځي توګه يو بل ته ګوته په ماشه په سنګر کې ناست يو. شورويانو د څوارلس زره او امريکايانو د دوه نيم زره عسکرو له لاسه ورکولو وروسته په خپلو ناکاميو باندې پوه شول چې د توپک لاره د بريا نه ده، نو مونږ له دوه نيم مليونه څخه د زياتو افغانانو له قرباني وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.

د نظامي يرغل په وړاندې مو د مبارزې څلي هسک ولاړ دي او پرديو ته په ماتې ورکولو مو د تاريخ پاڼې ګواهي ورکوي، خو د نظام په جوړولو او له خپلو سره په سوله کولو کې سخت پاتې يو. ولس مو د فقر تر کچې لاندي ژوند کوى. معياري روغتونونه معياري ښوونځي معياري پوهنتونونه او نورې اسانتياوې نه لرو. ان تر دې چې له تيرو دوه نيمو کلونو راهیسې د انجونو په زده بنديز لګيدلى دى خو موږ هيڅ نشو کولاى او عمده لامل يې زموږ په ټولنې د معياري او د اعتدال پربنسټ ولاړ ذهنيت نشتون دى

غلام  نه لکئ لری او نه هم ښکرونه! نن سبا احتياج فقر او بېوزلي غلامي ده. راځئ یو او بل ته دښمن نه، ورور ووایو. په ګډه له ټولو پردیو اشغالګرو يرغلګرو او نورو څخه د خپل ولس دنجات  لاری چارې ولټوو. یووالئ، زغم، حوصله، هیوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پیل کړو.
راځئ ومنو، چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی.
راځئ چې یو ځای دیوه روښانه او پرمختللې راتلونکی په لور روان شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.