لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۷۲مه برخه

آصف بهاند

192

لالیه گرم راباندې نه یې

له لیونیو سره څوک رشتې پالينه

 

په تلو دې داسې حال راپېښ شو

لکه یتیم چې گاونډي ته پاتې شینه

 

یار مې په غرو رانه پناه شو

وریځه خو نه یم چې په غرو ورړنگه شمه

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ درنو لوستونکو ته وړاندې کېـږي:

لالی یې مړ په کټ کې راوړ

سترگې په بار ـ بار سلوم چې خوب به وینه

 

ټوټې، ټوټې شې تورټوپکه

تا د پښتون غاړه کې څه لیدلي دینه

 

د شپې مې خوب لیدو جانانه

ستا په دیدن پسې کابل ته تللې ومه

 

اول مې نه خوړل گلو نه
اوس په پردي وطن کې ترخې ټولومه

 

څو چې ناترسه يار خبريـږي

د غم سيلاب به په دکن سپارلې يمه

 

د نفرتونو کور دې سوځي
د مينې کور دې د هرچا له‌پاره وینه

 

لږه بهر ورته راوځه

سپوږمۍ د ځان صفت کوې چې ښکلې یمه

 

لکه چې لاړ دوران مې تـېـرشو

جانان مې غېـږ نه‌راکوي ستومان یې کومه

 

که ته رنځور په ما جوړېـږې

‏سالو به لرې کړم، سرتوره به درځمه

 

ترگيله‌من ﺯړگي دې جار شم

ﺯما د کور له کاره نه خیـږي لاسونه

 

لالیه گرم راباندې نه یې

له لیونیو سره څوک رشتې پالينه

که په ژړا لالی راگرځي

وچه بیدیا به زرغونه په اوښکو کړمه

 

یار مې په غرو رانه پناه شو

وریځه خو نه یم چې په غرو ورړنگه شمه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.