د حمام لنگ

عبدالرحمن پژواک

215

په ظاهر کې ډېر خیالي دي دا وګړي
په باطن کې زښت خالي دي دا وګړي
په عمل کې یې بری موندلی نه دی
په وینا کې بریالي دي دا وګړي
نه یې نوم شته نه یې نښه خپل وطن کې
امریکا کې نومیالي دي دا وګړي
د پردۍ په غلامۍ کې رقابت کړي
ټينګ ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي
تبعه د امریکې شول دا بې ننګه
ګوره هسې ننګیالي دي دا وګړي
په دنیا کې خو شتمن او مستان ګرځي
خو محشر کې دېوالي دي دا وګړي
واړه واک یې دئ پردی خو په وطن کې
مدعي د واکوالۍ دي دا وګړي
لکه لنګ دي د حمام واړه (پژواکه)
د هر تن د ځان کالي دي دا وګړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.