د چیني ــ پښتو قاموس لیکلو لپاره درې لسېزې مبارزه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

476

له درېو لسیزو او ډیرو نورو ورکو کلونو ورسته بالاخره چینایي ژبپوه د چیني ــ پښتو قاموس بشپړ ولیکلو. افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پرمهال چینایي پوهاند ته د درنښت کولو له امله د سید جمال الدین افغان مډال د چیني ــ پښتو ژبې لومړنۍ قاموس لیکوال او زموږ مورنۍ ژبې ته د ستر تاریخي خدمت په لړ کې ورته ډالۍ کړ.

ښاغلی چې هونګ څاي له دې امله ډير خوشاله و، چې د چین او افغانستان په کولتوري، سیاسي او ادبي اړیکو کې مهم رول لوبولي دی. اصلي خبره دا ده چې خلک د بهرني ژبې زده کړه د خپلو هیواد په ملي ګټو کې کاروي. یوه پردۍ ژبه زده کول ډېرې ګټې لري. د ژبې زده کړه زموږ کولتوري وړتیا ته وده ورکوي. د پردۍ ژبې زده کړې سره تاسو یو هوښیار سړی بریښي. بله ژبه زده کول یو کمال دی. حتی که تاسو د ستر عمر خاوند هم وې. د ژبې زده کړه، تاسو ته په کاري مسلکي ژوند کې نوي دروازې پرانیږي. د ژبې زده کول ډیر په زړه پورې وي، تاسو له نورو خلکو سره نښلوي. د ژبې زده کړه تاسو یو اجتماعي او له زغم ډک انسان جوړوي او بالاخره تاسو پر خپل ځان نوره باورمندي او د ډاډمنتوب احساس ترلاسه کوئ.

په 1978 کال کې د افغاني ژبې قاموس لیکل پیل شول. په 2014 کال کې د پښتو چیني ژبې قاموس بشپړ ولیکل شو. تمه داسي کیده، چې دا قاموس به د پاموړ لوستونکو لپاره ګټور پریوځي.

د چینایي مجلۍ پروفایل د راپور په بنسټ د چین پراخې غني ځمکې یوه تکړه ژبپوه چیني ــ پښتو قاموس ورسته له 36 کلونو بشپړ کړ. پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي د خپل 36 کلن ماموریت په اړه خبرې کړي دي، چې څنګه د پښتوــ چیني ژبې قاموس یې بشپړ ولیکلو. دغه لیکنه د همدې چینايي پروفیسور ژبپوه او لوړ پوري ډیپلومات په اړه او زموږ مورنۍ ژبې پښتو ته د ستر خدمت په اړه لیکل شوي ده.

پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي په لومړیو کې د بېجینګ د بهرنیو مطالعاتو په پوهنتون کې انګلیسي ژبې زده کړه، بیا د چین بهیرنیو چارو وزارت له لوري له 1959 څخه تر 1963 کلونو پورې کابل پوهنتون ته د پښتو ژبې د زده کړې لپاره واستول شو. کله چې د چین دولتي شورا په 1975 کال کې د 160 بهرنیو ژبو لپاره خپل ملي ماموریت معرفي او اعلان کړ.

په1975  کال په چین کې په چیني ژبه کې یوه معیاري ډکشنرۍ هم چاپ شوه. پروفیسور چې هونګ څاي همدې چیني ډکشنرۍ ته په کتو سره د نړۍ لومړنۍ پښتوــ چیني قاموس رامنیځته کولو او لیکلو لپاره یوه ډېر ښه انتخاب وګرځید. په 1978 کال کې نوموړي ته د چین سوداګريزې مطبعې لخوا د قاموس لیکلو دنده وسپارل شوه. کله چې نوموړي د قاموس په تالیف او تدوین باندې بوخت شو، چې هونګ څاي خپلې ټولې هڅې او وخت په تاریخي او مذهبي متنونو باندې لګول. معمولاً له ګهیځه تر ماسپېښنه یوازې د یوې کلمې په مطالعه کولو او څیړلو باندې لګول.

په هر صورت د قاموس لیکل او جوړیدل څه باندې 36 کاله وخت ونیولو. دا ځکه چې ښاغلی پروفیسور چې هونګ څاي د 1980 لسیزې په ورستیو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د سفیر په توګه ولیږل شو. په 1990 لسیزو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې له امله هم قاموس لیکل وځنديدل. پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي کمپیوټر ته لاسرسۍ نه درلود. نو د هرې کلمې ژباړې او مانا ثبتولو لپاره یې 100000 نوي کارډونه د لیکلو لپاره جوړ کړل. چې په کې ټوټال2,5  میلیونه کلمې راټولې شوې وې. د چین سوداګرۍ مطبعې ادارې بیا تر 100000 زیاد کارټونه چې هونګ څاي د هڅو او زیاریستلو شاهدت ورکولو لپاره د ژبو پلټولو تاریخي زیرمتون کې خوندي کړي.

حتي د چاپ مطبعې خپل کمیشن یا اوجوره هیرې کړي وه. کله چې په 2014 کال چې هونګ څاي د بېچینګ په وانګ فوجینګ ولسوالۍ کې د سوداګریزو مطبعې دفتر په زینو ورختلو. د خپل تخر لاندې د 52000 نسخو سره د چین بهرنیو ژبې قاموسونو څانګې ته د لارښوونې لپاره ورروان و. چې هونګ څاي په دې موده کې خپل تاریخي رسالت او ماموریت هېڅکله هیر نه کړ او په خپل کار باندې کلک ولاړ و او دوام یې ورکولو. سره له دې چې په همدې موده کې یې د کرهنې وزارت مامور، د پوهنتون استاد، د راډیو، فلم او ټلویزیون د دولتي ادارې د کارمند په توګه او بهر کې د چین سفیر په توګه دندې اجرا کړي او د ټولو شاملو ستونزو سره دې نازکو حساسو علمي ادبي کارونو ته وده ورکوله، د نړۍ په یوه ناکراره سیمه کې ژوند کول، د لسیزو راهیسې د بېلابېلو ګواښونو او سختو هڅو ورسته بیا هم د چیني ــ پښتو قاموس بالاخره شل کاله مخکې د 2014 په پای کې چاپ او خپور کړ.

د چې هونګ څاي څخه پوښتنې شوي، چې کله تاسو په 1957 کال د بېجینګ د بهرنیو مطالعاتو په پوهنتون کې د انګلیسي زده کونکی په توګه نوم لیکنه وکړه. د پښتو ژبې د زده کړی لپاره افغانستان ته بیا څنګه ولاړي.؟

چې هونګ څاي وایي: یوه ورځ زما د پوهنتون د دریم کال په بهیر کې زموږ د ګوند د انګلیسي څانګې څخه ما ته خبر راکړل شو، چې دوی د هغو زده کونکي په لټه کې دي، کوم چې د بهرنیو ژبو په زده کړه باندې بوخت دي. له دې امله زه د بهرنیو ژبو زده کړې لپاره غوره شوم. دا ټول همداسي وو، زما شخصي انتخاب په کې نه وه، کار په خپله وشو. زما د همځولو یا نسل خلکو لپاره د تړونونو منل او پلي کول مهم ول. د دولت حکم زموږ لپاره شخصي اراده وه. د لوړو زده کړو وزارت د هیواد په کچه د بهرنیو ژبو څانګې شاخوا سلو تنو ته دوه میاشتني روزنېز پروګرام په لاره اچولي و. څو بهر ته په ځانګړي توګه نورو اسیایي هیوادونو ته ولیږل شي. د روزنې ‌پروګرام ډیره برخه ایډیالوجیکي زده کړې وې، لکه د لږکیو ژبو زده کړه او د ډیپلوماتیکو اصولو او پرانسیبونو د زده کړي اهمیت په اړه زده کړې وې. موږ نه پوهیدو، چې موږ به کومه ژبه زده کوو، کله چې موږ ځانونه راجسټر کړو، موږ پېنځو ملګرو ته پته ولګیده، چې موږ باید افغانسټان ته لاړ شو. موږ په دې هم نه پوهیدو، چې په افغانستان کې کومه ژبه ویل کیږي. موږ د افغانستان په اړه هیڅ نه پوهیدو، پخوا چې هر څوک بهر ته د زده کړې لپاره تلل، هغه شوروي اتحاد ته تلل، خلکو پوښتنه کوله تاسو افغانستان ته د زده کړو لپاره ځي.؟ بیا یې ویل: چې دا د شوروي اتحاد پورې تړلي کوم هیواد دی.؟

په افغانستان کې د پنځوسمېې او شپیتمې لسیزو په ورستیو کې زده کړه په څه ډول وه.؟

موږ د لوړو زده کړو لپاره کابل پوهنتون ته ولاړو او موږ د پوهنتون لیلې په ځای د چین په سفارت کې اوسیدلو. افغانستان د یو ګاونډي هیواد په توګه د چین په وړاندې ډیر محتاط هیواد و. زموږ د ایډیالوجي او نظریاتو څخه ویره درلودله، چې مبادا موږ به د دوی په زده کونکو باندې سیاسي اغېز وکړو. ان په کابل کې د چېن سفارت دې ته ترجیع ورکوله، چې موږ باید په سفارت کې واوسو. په پیل کې موږ حتی د پښتو په ابېڅې نه پوهیدو. ځکه تر دې دمه هیڅ یوه چینایي پښتو ژبه نه وه زده کړي. نو موږ پښتو له یوه ښوونکي څخه په انګریزي ژبه کې زده کړه. د کابل پوهنتون لخوا زموږ لپاره په ځانګړي توګه یو ښوونکی ګمارل شوي و. په ټولګي کې یوازې موږ درې چینایان او یو زوړ جاپانی زده کونکي و. په لومړی سر کې استاد په خپله نه پوهیدو، چې موږ ته څنګه زده کړه راکړي. استاد په تخته کې لیکل، خو موږ هیڅ نه پرې پوهیدو، چې دا څه شي دي. موږ پوښتنه وکړه، چې ایا د پښتو ژبه الفبا یا ابېڅې لري.؟ موږ استاد ته لارښوونه وکړه، چې څنګه هغه موږ ته د پخوانیو ژبو د زده کړې او تجربو پر بنسټ د پښتو ژبې درس ورکړې. له اتو میاشتو ورسته موږ وکول شول، څو موږ د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په څانګه کې ځینې منظم کورسونه په بریالیتوب سره پای ته ورسوو.

د1959  کال څخه تر 1963 کال پورې د پوهنتون په درېو کلونو کې موږ نه د اوړي او نه د ژمۍ رخصتۍ درلودې. موږ په سفارت کې خوراک، څښاک کولو او اوسیدلو. زموږ د اوسیدلو شرایط، مقرارات ډیر سختګیره وو. د سیاسي زده کړو لپاره ډیرې غوندې کیدلي، خو کله چې موږ بهر ته تلو، موږ باید لږ تر لږه د دوو کسانو په ډله کې تللي واې.

افغانستان د پاچا تر واکمنۍ لاندې نسبټا یو ډیر ارام او امن هیواد و. همدارنګه زموږ ژوند هم هلته ارامه و. زموږ تمرکز د سفارت او پوهنتون ترمنځ په مطالعې او تګ راتګ باندې وو. کله کله به مو افغان محصلینو ته د والیبال لوبې کولو بلنه هم ورکوله. د یوه ځوان لپاره په سفارت کې د ننه دا ډول ژوند په چین کې له چینایي ژوند سره ډیر توپیر نه درلود. البته دومره باید ووایم، چې دا دوره د چین له قحطۍ او د چین او شوروی اتحاد د اړیکو خرایبدو څخه اغېزمنه وه. موږ په دې اړه هیڅ نه پوهیدو او موږ فکر کولو چې دا به په موږ باندې اغېز ونه لري. دا ډول خبرې د سفارت لخوا زموږ څخه پټې ساتلي کیدلې. حتی موږ د شوروي په سفارت کې د شوروي محصلینو سره لیده کاته او ناستې پاستې درلودې. موږ فکر کولو چې موږ لا هم د دوی له هیواد سره ملګرتیا لرو. یو ځلې روسانو موږ ته د خروشچوف د فکرونو او کارونو په اړه په کاغذ کې لیکلي څه راکړل. کله چې موږ سفارت ته بیرته راغلو، پر موږ باندې سختې نیوکې وشې، چې تاسو ولې د خروشچوف کاغذونه اخیستي دي او راوړې مو دي. ښه تاسو فکر وکړي، چې موږ له کومه په دغه خبره باندې پوهیدلي واې.

چین ته د بیرته ورستنیدو ورسته څه پېښ شول.؟

کله چې په چین کې کولتوری انقلاب پیل شو، ټول پوهنتوني څیړنې او مطالعات ودرول شول. زده کونکي په تانکشان کې په پوځ کې خدمت ته واستول شول. زه هم په 1969 کال کې وستول شوم. ما په یوه فارم کې کار کولو او هره ورځ به مو په پوځي تمریناتو کې برخه اخیستله، خو دا خورا سخت وختونه ول.

په پښتوــ چیني ډکشنري باندې مو څنګه کار پیل کړ.؟

په 1975 د چین دولتي شورا پلان درلود، چې د 160 ژبو ډکشنریاني ولیکلي او چاپ شي. د چین سوداګریزې مطبعې ته دنده وسپارل شوه، چې د پښتوــ چیني قاموس چاپ او خپور کړي. د چین د سوداګرېزو چارو چاپ مطبعه په چین کې د چاپ صنعت په برخه کې اوږد تاریخ او مشهور نوم لري. د چین دولتي شورا د مرستې ترلاسه کولو لپاره د چین نړیوالې راډیو ته مخه کړه، چې موږ یوه قاموس ته سخته اړتیا لرو. نو موږ د دوی دغه غوښتنه او ماموریت ومنلو. زه بیرته د بېجینګ نشراتي انسټیتوټ یا د چین اوسنۍ د مخابراتو پوهنتون ته ولاړم، ځکه د دې قاموس د چمتو کولو او راټولولو لپاره مناسب چاپیریال برابرول.

تر1982  کاله موږ په قاموس باندې کار وکړ. کله چې د ژبې ډیپارټمنټ له ما وغوښتل، چې د نړیوال ژورنالېزم لپاره د یوې مسلکي څانکې رغولو امکانات وپلټم، په دې وخت کې موږ 10000 د حرفوي لغاتونو ماناوې په کارټونو کې لیکلي‌ وو. ډیرش الماري له کارټونو او دوسیو ډکې وې.

د چین تجارتي چاپ مرکز لخوا د چین دولت د حکم پر بنسټ د پښتوــ چیني قاموس چاپولو چمتووالي ونیول شو. د کار په بهیر کې دغه کارټونه څو ځلې ورک شول، وغورځول شول او خراب کړل شول، ځکه نور خلک په دې نه پوهیدل، چې دا کارډونه څومره ارزښت لري. له دې امله یې سمه هم ساتنه نه کیدله. که څه هم پرې شپږ دیرش کلونه تیر شول، خو پایله یې ډیره ښه وه، یو ښکلي او لوړ معیاري قاموس چاپ شو.

ځینې وایې: چې تاسو په هرو زرو کلمو باندې اته سوه چېني ینه اخیستي دي ایا دا خورا ټیته حق الزحمه یا معاش نه دی. چې هونګ څاې په خندا کې وویل: که ریښتیا ووایم، ما هېڅکله د معاش په اړه فکر نه دی کړي. موږ غوښتل چې راتلونکی چینایانو ته یو څه په میراث پریږدو. دا یو داسي کار دی، چې باید وده ورکړل شي، که موږ دا کار یوازې د پیسو لپاره کولي، نو موږ به دا کار ډیر دمخه پریښودلی واې. دا کار د پیسو یا شهرت لپاره نه دی شوي، دا هغه څه دي،، چې په دې کې زما د زړه د مېنې لیوالتا پرته ده. چې هونګ څاي ګولوبل ټایمز ته ویلي دي، چې هیله لري، چې دا به په چین کې د پښتو زده کړې ته وده ورکړي.

د افغان مطالعې خونه

په بېجینګ کې د چې هونګ څاي په کور کې د کاري دفتر په میز کې د غره په څیر د چیني او پښتو اصطلاحاتو شاخوا 100000 د لغاتونو کارټونه راټول کړل شوي وو. د غره په دې ستره پژوره کې یو چراغ او یو لپټاپ پروت و. داسي ښکاريدل چې په دې عصري زمانه کې د قاموس جوړولو اړتیا خورا ډیره لوړه شوي، خو د زوړ چې هونګ څاي په څیر یو سړی چې د سترګو لید یې کمزوره شوي دی، یوه ستره ننګونه وه. د نوموړي زوی چې ران په یاد لري، چې کله هغه کوچنۍ و، د هغه د اوسیدو په خونه کې یوه لویه دودیزه چینايي الماري ایښودل شوي وه. دغه د لغاتو کارټونه د موضوع له مخې ترتیب شوي او د لسیزو راهیسې دلته تړلي پاتي شوي وو. له پلار یې بل هیڅوک نه پوهیدو، چې په دې کې څه شي لیکل شوي دي.

افغانستان ته د یو استازي په توګه د ستاسو سفر څنګه و.؟

په 1950 لسیزه کې له پښتو ژبې سره د چې هونګ څاي لومړنی اړیکه په افغانستان کې پیل شوه. کله چې چین له نویو خپلواکو اسیایي، افریقايي او لاتين امریکې هیوادونو سره ډیپلوماتیکو اړیکې ټېنګۍ کولي. په 1959 کال کې د بېجینګ د بهرنیو مطالعاتو په پوهنتون کې د دریم کال محصل په توګه د کابل پوهنتون د کولتوري انسټیټوټ د څلور کلنې تبادلې پروګرام کې د پښتو ژبې د زده کړې لپاره کابل ته ولیږل شو.

چې هونګ څاي په ډېره لیوالتیا او جذابیت سره په یاد لري، چې ډیرۍ زده کونکي کمونیستي هیوادونو ته ولیږل شول، په داسي حال کې چې افغانستان هغمهال یو پانګوال هیواد و. د چې هونګ څاي لپاره داسي فرصتونه ډیر لږول. د چې هونګ څاي لومړنی ښوونکی د یوې محلي مجلې مدیر و. په پښتو او انګلیسي ژبو یې خبرې کولي، چې په یاد لري، په لومړي ټولګي کې ښوونکی هر څه پر تخته باندې لیکل غوښتل، ځکه د تدریسي موادو کمښت وو.

چې هونګ څاي په یاد دي، په کابل کې د زده کړې هغه کلونه په زړه پورې ول، خو موږ تر سختې څارنې لاندې وو. افغان لوري ویره درلوده، چې هیواد به یې د چېنایي زده کونکو د نفوذ لاندې شي. دا مهال دغه ماموریت لږ له پامه غورځیدلي و، ځکه درې کاله ورسته چې هونګ څاي چین ته ورستنېږي او د چین د مخابراتو په پوهنتون کې د پښتو ژبې د استاد په توګه خپله دنده پیل کړه. چې هونګ څاي یو ځانګړي استعداد خاوند په توګه په مکرر ډول د چین بهرنیو چارو وزارت په ځینو دندو وګمارل شو. چې هونګ څاي د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ژباړې څخه رانیولي تر د چین نړیوالې رادیو لپاره خپرونې، حکومتي  کارونو او راپورونو ژباړې پورې هر څه ترسره کول.

په 1975 کال د چین مطبعې په سپارښتنه چې هونګ څاي او د هغه شاګرد سونګ کیانګمین ته دنده وسپارله چې د چیني ــ پښتو قاموس تالیف کړي. چې هونګ څاي دغه مامویت په ډیره باورمندي سره ومنلو. فکر کولو چې په څو کلونو کې به یې بشپړ کړي. دې پروژې ته هیڅ ډول مالي مرسته په پام کې نه وه نیولي شوي.

له دې امله هیڅ ډول مالي تمویل ورته په پام کې نیولي شوي نه وو. د چین راډیو څخه د پښتو ژبي د ټایپ یو ماشین په پور اخیستلي و او د چاپولو لپاره یې د یوه شرکت څخه کارټونه او کاغذونه سکریپونه اخیستي وو. ښوونکي او شاګرد دواړو په څلور کلونو کې په پېنځه متر مربع دفتر کې 100000 د لغاتونو کارټونه د تشریحاتو او ماناو سره په ترتیب لیکلي وو. کله چې د نا څرګندو اصطلاحاتو خبره به راغله، چې هونګ به د چین راډیو لپاره له ځینو افغان متخصصینو سره خبرې، مشورې کولي او د پښتوــ روسي ډکشنرۍ به د حوالۍ یا ریفرینس په توګه کاروله.

په2015  کال کې له ډېره مودې انتظار ورسته د پښتو ــ چیني  قاموس د سوداګرېز مطبعې له خوا چاپ او خپور شو. دا قاموس 1390 مخونه لري او پېنځوس زره لغتونه په کې درج شوي دي. د قاموس په لیکلو کې د چې هونګ څاي سره دوه نور ملګري سونګ کیانګمین او ژونګ مین ملاتړي او هم همکاري کړي. دوی داسي ګمان کولو چې دغه ډکشنري په دوو کالونو کې بشپړه او چاپ کړي. په 1981 کال کې اویا سلنه کار یې بشپړ شوی و.

دا پروژه په اصیل کې 36 کاله مخکې په 1978 کال کې د چین د سوداګرېزې مطبعې له خوا پیل شوه، کله چې د چین دولتی شورا د ملګرو ملتونو په یونیسکو کې د چین د نړیوال نفوذ د زیاتوالو لپاره د160  ژبو قاموسونو لیکلو امر صادر کړ.

په هرصورت د چین دغه لوی ملي ماموریت د چینایي چارواکو لخوا وځندول شو او بالاخره هیر شو. چې هونګ څاي د بهرنی ژبې ښوونکی د قاموس تدوین دنده او چارې په غاړه درلودې، نوموړي یو له هغو کسانو څخه دی، چې لایې هم هرڅه په یاد دي. د قاموس د هرو زرو کلمو په بدل کې 80 چینایي ینه) (13$امریکایي ډالر یې ترلاسه کړل.

78 کلن پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي هغمهال تقاعد کیدو ته نږدې شوي وه. ښاغلی چې هونګ څاي دا مهال کله چې د پښتوــ چیني ژبې قاموس یې تالیف کړ. نوموړي په پیکینګ کې د چین د مخابراتو په پوهنتون کې پروفیسور و. پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي چی د کومیرسیال پریس یا سوداګرېزې مطبعې سره یو تړون لاسلیک کړ. دغه چیني ــ پښتو قاموس 50000 مکالمې او 2,5 میلیونه توري لري. پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي د تړون له مخې د هرو 1000 تورو لپاره 80 چینايي ینه چې د 101هانګ کنګي ډالر چې ټوټال د 200000 ینه سره معادل دی، ترلاسه کړل. چې هونګ څاي همدې پروفایل مجلې ته ویلي دي: ٬٬ یو قاموس چې لیکي او نوی رامنځته کوي، یو ډول انعطاف ته اړتیا لري، یو ډول د مقاومت کولو ته اړتیا لري، یو ډول دوامدارې اوسپنېزې ارادې ته اړتیا لري٬٬.

په 1955 کال کې چی هونګ د بېجینګ د بهرنیو مطالعاتو په پوهنتون کې د محصلي په وخت کې د افغانستان رسمي او ملي ژبه پښتو او د پښتونخوا د پښتو ژبې ډیالکټ یا لجهې زده کړه کولو لپاره غوره شو.

دا د چین حکومت د نوښتونو یوه برخه وه، څو دوی خپل تخصص په لږکیو ژبو کې پراخ کړي او په دې توګه په اسیا، افریقا او جنوبي امریکا کې د خپلو متحدینو سره اړیکې  پیاوړي کړي.

تر 1949 کاله پورې په چین کۍ له سلو څخه لږو چینایانو پښتو ژبه زده کړي‌ وه او شاخوا 30 چینایانو کولي شول دغه قاموس وکاروي. کوم چې زیاتره د چین په دولتي نړیواله راډیو، د شینوا دولتي خبرې اژانس او د ګمرکاتو ادارې کارول.

پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي ویلي و. چې هغه په اصل کې تمه درلوده، چې قاموس به په دوو یا دریو کلونو کې چمتو کړي او تر 1981 کال پورې 70 سلنه کار بشپړ کړي. خو یو ناڅاپه پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي په پاکستان او افغانستان کې د چین په سفارتونو کې د حکومتي څیړونکي او بیا د مخابراتو په پوهنتون کې د ژبې استاد په توګه وګمارل شو.

څه د پاسه 100000 کارټونه چې په هغه کې د چیني ــ پښتو لیکنې شوې وې، د اټکل شلو کلونو زیاتو مودې راهیسې په الماريو کې تړلي پاتې وې.

پروفیسور ښاغلی چې هونګ څاي د خپل تقاعد ورسته د پښتوــ چیني قاموس یی د خپل ژوند دنده وبلله او خپل ټول عمري ورته وقف کړ. یوازې ټایپ کولو د هغه د ژوند څلور کاله وخت ونیو او دوه کاله نور یې د متباقي قاموس بشپړولو وخت ونیولو.

پروفایل د عمومي مالوماتو یوه مجله ده، چې په زړه پورې خلکو یا مشهور شخصیتونو باندې تمرکز لري، د امازون ویبپاڼې د لیسټونو او اعلانونو له مخې چې هونګ څاي په پښتو ژبه کې دوه کتابونه خپاره کړي: یو د نحو د پوهیدو لپاره او بل یې د پښتو پرمختللي لوستونکو لپاره دی.

د چین د مخابراتو پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد ښاغلی پروفیسور چې هونګ څاي سره د افغانستان ډیلی اوټلوک، بي بي سي پښتو، کابل نیوز ټلویزیون او د شینوا خبرې اژانس، سي سي ټي وي په شمول لسګونو نورو رسنیو سره مرکې ترسره کړي دي.

د1959  کال څخه تر 1962 کال پورې په افغانستان کې پوهاند چې هونګ خپلې نه هیریدونکی مطالعات تجربې او 36 کنې زیار او زحمت کې لومړي د پښټو ــ چینايي ژبې قاموس تالیف کړي. نوموړي پروفیسور وویلي: چې قاموس د راتلونکی نسلونو لپاره د استاد په توګه کار ورکوي او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه قاموس په خپل ژوند کې د چین او افغانستان ترمنځ د یو پل په توګه وګرځي، څو د دوه اړخیزو کولتوري تبادلو د اسانتیا لپاره د دواړو هیوادونو وګړي د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو د تېنګیدو پرله پسې کلېزې ولمانځي. د دوه اړخیزو دوستانه تبادلو او دودېزې ملګرتیا پیاوړتیا ته دوام ورکولو کې یو ښه فرصت دی.

په 1936 کال پوهاند چې هونګ څاي د چین په شمال ختیځ کې دهیرونګ حیانګ ولایت کې د هیلون ښار کې زیږیدلي دی.

په 1959کال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پښتو ژبې د زده کړې لپاره د کابل پوهنتون د کولتوري انسټېټوت ته ولیږل شو، تر څو پښتو ژبه زده کړي او بیا په پرله پسې توګه د چین د مخابراتو په پوهنتون کې دنده ترسره کړي.

چې هونګ څاي نه یوازې د قاموس لیکوال و، بلکې د قاموس لومړنی لیدونکی او لوستونکي هم دی. استاد چې هونګ څاې او میرمن چې یاسیمن په ډیرو خوشالیو سره په ډیره مینه او هیجان سره دغه قاموس یې د لومړی ځل لپاره پرانیستلو. چیني ــ پښتو قاموس په ځانګړي طلایې رنګ بڼه کې چاپ شوي دی. قاموس په ښه کیفیت، مسلکیتوب، ریښتونولي رویه او ښه کار په کې له ورایه بریښي. په قاموس کې کارول شوي کاغذ او د چاپ تخنیکونه یې ډیر عالي غوره شوي دي. له دې زرین رنګ او له دې ښکلي ظرافت څخه څرګندیږي، چې د چاپ مطبعه دې قاموس ته هم په ډیره درنه سترګه کتلي دي.

پښتو د افغانستان یوه ملي او رسمي ژبه ده، داسي اټکل کیږي، په ټوله نړۍ کې60  میلیونه خلک په پښتو ژبه خبرې کوي. خو په چین کې له سلو څخه لږ خلک په پښتو ژبه خبرې کولي، چې ډېری یې د دولتي ادارو لکه خبرې اژانسونو او ګمرکونو کې کار کولو. د دې قاموس چاپ ورسته په چین کې سلګونو کسانو د پښتو ژبې زده کړې ته مخه کړي او پښتو په چین کې په پوهنتوني کچه تدریس کیږي.

کله چې چینایي ژبپوه په افغانستان کې په پښتو ژبه زده کړې کولې، یو شعار یې د ځان لپاره انتخاب کړي و، چې په لاندې ډول دی: ځوانان دې د سترو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو موخو ته د رسیدو او بشري پرمختګ لپاره هڅې وکړي. زما موخه وطن ته خدمت کول وه، کله چې ما دغه دنده پر غاړه واخیستله، وپوهیدم، چې دا زما عمري موخه ده. خامخا به دغه قاموس بشپړوم او چاپوم. ځکه چې دا به د هیواد او ځوانانو لپاره ګټور پریوځي، دغه شعار دا مانا هم لري، همیش زما په زړه کې دې موخې یو خوځنده پیاوړي ځواک جوړولو.

چینايي پوهاند په تیرو شپږ دیرشو کلونو کې د دې قاموس کارونه او تالیف ګام په ګام تعقیب او ترسره کړي دي. دغه معیاري رسمي قاموس په چین او افغانستان کې د هغو خلکو لپاره ډ‌یر ګټور پریوځي، کوم چې پښتو او چیني ژبې زده کول غواړي یا په دغو دواړو ژبو کې لیکل او یا کار کول غواړي. پښتوـ چیني قاموس په انترنیټ کې د امازون سرویس له لوري هم پلورل کیږي او په نړۍ کې د ډیرو خلکو پام یې ځانته اړولي دی.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.