د فتوا په باره کی مختصر بحث (نهمه برخه)

عبدالباري جهاني

186

مطلق قدرت د ګمراهی لوی عامل:

د قدرت یوه عجیبه نشه ده. د قدرت خاوندان، په تېره بیا د مطلق قدرت خاوندان، زیاتره په دې عقیده وي چي دوی فوق العاد ه انسانان دي او که نه وي نو ولي یې ټول خلک مطلق اطاعت کوي. د دې احساس یو عامل د انسان خپل ذاتي غرور او حماقت وي او دوهم علت یې د قدرت د څښتن پر شاوخوا باندي را ګرځېدلی چاپلوسان وي، چي که د ده پر ځای بل هرڅوک قدرت ته ورسیږي هغوی به یې له سهاره ترماښامه په صفت لګیا وي او چي مستبد هر څه وايي دوی یې نور هم غټوي.

وایی چي د مقدوني سکندر پوځونو د سېل او توپان په څېر وړې او لويی پاچهې له مخه لیري کولې او هیڅ قدرت یې مخه نه سوای نیولای نو بالآخره هغه ته داسي فکر پیدا سو چي دی ښايی د خپل پلار فیلیپ زوی نه بلکه د کوم خدای زوی وي؛ او چي له خپلو چاپلوسو سلاکارانو سره به یې دا خبره کوله هغوی هر یوه د تأیید سر ورته ښوراوه.

په هند کي، د دیارلسمي میلادي پېړۍ په پای او څوارلسمي پېړۍ په سر کي، سلطان علاءالدین خلجي ته، د خپلو مخالفینو او د قدرت د دښمنانو د پرله پسې ځپلو او خزانو او دولت ترلاسه کولو په نتیجه کي، د ټولي نړۍ د فتح کولو فکر ور پیدا سو. ده ویل سکندر اعظم چي دنیا فتح کوله نو له هغه سره پوځ او دولت وو او دی دواړه لري نو تر سکندر په څشی کم دی. ده حکم وکړ چي د ده له نامه سره دي سکندرثاني لیکل کیږي.

سلطان علاءالدین ته د دې تر څنګ یوه بله مالیخولیا هم ورپیدا سوې وه او هغه د نوي دین منځته راوړل وه. ده ویل چي حضرت محمدص څلور یاران درلودل او دی هم د اُلُغ خان، ظفرخان، نصرت خان او الپ خان په څېر څلور سپه سالاران لري. که چیري نوی دین منځته راوړي نو نوم به یې ترقیامته پوري ژوندی پاته سي او څلور سپه سالاران به یې هم د خلکو او تاریخ په یاد وي. سلطان علاءالدین به هره شپه، د خپل خُسر او کاکا سلطان جلال الدین خلجي په څېر، چي ده په خپل لاس قتل کړی او قدرت یې ورڅخه نیولی وو، له خپلو سلاکارانو سره د شرابو په نشه کي مست وو او ساز او نڅا به روانه وه. کله چي به ده د پیغمبرۍ او نوي دین خبري کولې نو سلاکارانو به یې په یوه سلا د زنده باد نارې ورته وهلې. تر څو چي د ډهلي کوټوال ملک علاءالملک، چي سلطان تر هر چا زیات باور په درلود، یوه شپه ورته وویل چي دین د پیغمبرانو کار دی او پیغمبرانو ته د حق متعال له لوري وحی راځي او ماموریت ورسپارل کیږي او قدرت او پاچاهي د سلطانانو او پاچاهانو کار دی. که چیري سلطان د نوي دین د منځته راوړلو اعلان وکړي نو زه بېرېږم چي د هندوستان مسلمانان به یې ونه مني او دلته هلته به داسي ښورښونه پیل سي چي کرارول به یې نه د سلطان او نه د سپه سالارانو په وس پوره وي. بهتره به دا وي چي سلطان خپل د سلطنت چارو ته متوجه سي او د دین د ایجادولو له مفکورې څخه تېر سي.

علاءالملک د سلطان علاءالدین د دوهمي طرحي سره چي د نړۍ فتح کول وه هم مخالفت وښود او ورته وې ویل چي د سکندر د زمانې شرایط له اوسنیو شرایطو سره توپیر لري او که سلطان د نړۍ د فتح کولو لپاره له ډهلي څخه روان سي او تر لیري ملکونو پوري ورسیږي دا څه معلومه ده چي پخپله په ډهلي کي هغه څوک چي تاسي خپل وکیل ټاکلی دی ښورښ ونه کړي او دغه راز په نورو مهمو ولایاتو کي صوبه داران او حکمرانان بغاوت پیل نه کړي. سلطان علاءالدین، چي خپلو خزانو او پوځونو مغرور کړی وو، ورته وویل چي که زه یوازي د ډهلي په سلطنت قناعت وکړم نو دا دونه خزانې، پیلان او پوځونه زما په څه درد خوري. علاءالملک ورته وویل چي پخپله په هندوستان کي ډېر زیات ولایات او ځایونه دي چي لا فتح سوي نه دي. بهتره ده سلطان د هغو سیمو فتح کولو ته متوجه سي. د مغولو د هروخت یرغلونو د مخنیوي لپاره مستحکمي قلاګاني او قشلې جوړي کړي. په نویو فتح کړو ښارونو او سیمو کي پوځي مرکزونه جوړ کړي؛ او د تل لپاره د بغاوتونو له خطر څخه ځان بېغمه کړي.  برني، تاریخ فیروزشاهي ص ص ۳۹۰-۴۰۱

همدغه لېونتوب، د هند د مغولي پاچاهانو تر ټولو ستر پاچا، جلال الدین اکبر ۱۵۵۵- ۱۶۰۵  ته هم ورپیدا سو او د « دین الهي په نوم» د یوه دین د ایجادولو کوښښ یې وکړ. جلال الدین اکبر عجیب سړی وو. پخپله بېسواده وو مګر علماء، شاعران، معماران موسیقي کاران او هنرمندان یې تشویقول او دربار یې د بېلو بېلو مذهبونو د علماوو څخه ډک وو. په قصر کي دننه یې د عبادت خانه په نوم یو خاص اطاق درلود او په هفته کي به یو ځل، د پنجشنبې په ماښام مذهبي علماء پکښي را غونډېدل او پر دیني مسایلو باندي به یې بحثونه کول. کله کله به سنیان، شیعه ګان، هندوان، عیسویان او یهودیان هم پکښی شامل سول او د اکبر تر نظارت لاندي به بحثونه کېدل. طبیعي خبره ده چي د پاچا په حضور کي چا توندي او بېځایه خبري نه سوای کولای. اکبر به غوږ ورته نیولی وو او دا پخپله د ده لپاره د دزده کړي یو ښه فرصت وو.

جلال الدین اکبر هیڅ مذهبي زده کړي نه وې کړي او نه په مذهبي محیط کي لوی سوی وو. هغه د آزادي عقیدې حښتن وو او کله کله به یې داسي حکمونه او عملونه کول چي د اسلام له دین سره به یې یاهیڅ سر نه خوړ او یا به ورسره مخالف ول. د اکبر پر غیر مذهبي او حتی د اسلام له دین سره پر مخالفو اعمالو باندي هیڅ عالم ځکه اعتراض نه سو کولای چي لوی دیني عالمان د هغه په خدمت کي ول او د اعتراض کولو په صورت کي یې ټول امتیازات له لاسه ورکول.

د اکبر نازولې مېرمن او د هغه د ولیعهد شهزاده سلیم مور، جودابای د هندوراجا بیهاري مل لور وه او تر مرګه پوري پر خپل مذهب باندي ټینګه پاته سوه. نه یوازي پر خپل هندو مذهب باندي پاته وه بلکه د ژوند تر پایه پوري یې د هندوستان د هندوانو لپاره د امتیازاتو اخیستلو کوښښونه کول. طبیعي خبره ده چي مسلمانان هندوانو ته مشرکین وايي او، د قرآن کریم په حکم، له مشرکي ښځي سره واده کول حرام او ناروا دي. مګر د هندوستان په تاریخ کي، له هندو ښځو سره د اکبر د واده کولو پر  موضوع باندي، د هیڅ مسلمان عالم اعتراض قید سوی نه دی.

یوه ډېره ناروا فتوا چي د اکبر په زمانه کي صادره سوه او د انسان شخصیت ته سپکاوی او ضمناً مستقیم کفر وو هغه د اکبر په مخ کي سجده وه چي زمین بوس یې نوم ورکړی وو. دا فتوا د شیخ تاج الدین په نوم یوه صوفی شیخ، چي وحدة الوجود ته یې عقیده درلوده، صادره کړه. هغه به د قرآن شریف په آیتونو او احادیثو استناد کاوه او ویل به یې چي له کامل انسان څخه مطلب د وخت خلیفه دی. مورخ مولنا عبدالقادربدایوني، چي پخپله هم د اکبر د عبادت خانې په علماوو کي شامل وو، وايی شیخ وویل چي خلیفه کعبه مراد او قبله حاجات دی او د هغه په مخ کي سجده، چي ده زمین بوس نوم ورکړی وو، یو مطلق مذهبی حکم دی. بدایوني وايی شیخ د خپلي وروستی ادعا د اثبات لپاره ځیني مشکوک احادیث راوړل او ویل به یې چي په هند کي د ځینو لویو شیخانو مریدان د خپلو پیرانو په مخ کي پر سجده پرېوزي. بدایوني، منتخب التواریخ ص ص ۲۵۸-۲۵۹

بدایوني لیکي چي یوه شپه جلال الدین اکبر په عبادت خانه کي پوښتنه وکړه چي سړی څو اصیلي ښځی، په یوه وخت کي، نکاح کولای سي. په جواب کي مو ورته وویل چي څلور ښځي. پاچا وویل چي ما په ځواني کي دې مسلې ته چنداني اهمیت نه ورکاوه او هر څو ښځي چي مي زړه غوښت په نکاح مي کړې. اوس زه ډیري ښځي لرم .چاره یې څه ده. شیخ عبدالنبي وویل چي ځیني مجتهدین په دې عقیده دي چي تر نهو ښځو پوري نکاح کول روا دي، او مجتهد ابن ابی لیلی په دغه عقیده وو. ځینو د دې آیة مبارک په استناد چي « فانکحواما طاب لکم من النساء مُثنی وثُلاث و رُباع»   یعني دوې دوې، درې درې او څلور څلور ښځي نکاح کړی. یعني تر ۱۸ ښځو پوري نکاح کول جایز دي. بدایوني وايی کله چي یې له شیخ عبدالنبي څخه پوښتنه وکړه هغه وویل ما په دې باره کي د علماوو د مختلفو عقایدو په باره کي خبري کولې او دا مي نه دي ویلي چي تر څلورو ښځو د زیاتو ښځو نکاح کول روادي. پادشاه وویل چي شیخ زموږ سره اختلاف ښکاره کړ او په زړه کی یې له هغه سره کینه پیدا سوه. بدایوني وايی وروسته په دې باره کي بحثونه وسول او په پای کي یې فتوا واخیسته چي که څوک د متعه یا صیغه په ډول ښځه په نکاح کوي نو، د امام مالک د مذهب په اساس، چي هر څومره ښځي یې زړه وغواړي نکاح کولای سي. بدایوني وايی په دې باره کي ډېر بحثونه وسول. پادشاه بالاخره زما څخه بوښتنه وکړه او ما ورته وویل چي متعه د امام مالک په مذهب روا او د امام اعظم ابوحنیفه او امام شافعي په مذهب ناروا ده. څرنګه چي  د امام مالک او شیعه په مذهب کي متعه روا ده نو که مالکي قاضي د هغه پر اباحت باندي حکم وکړي نو په هغه وخت کي د امام اعظم په مذهب کي هم په اتفاق روا کیږي. او په پای کي قاضي یعقوب په ډېره عاجزی وویل چي زه نور څه ووایم چي تاسی یې روابولی نو رواده. پادشاه هغه له قضا څخه برطرف کړ او د هغه پرځای باندي یې قاضي حسین عرب مالکي مقرر کړ او هغه د متعه د روایت فتوا ورکړه. هغه کتاب ص ص ۲۰۷-۲۰۹

 په زړه پوري خبره دا ده چي پخپله پادشاه د خپل ځان لپاره د بې شمېره ښځو نکاح کول روابلل او له دیني علماوو څخه یې فتوا ورباندي واخیسته خو په ۱۵۸۷ کال کي یې د خپلي پاچهی د ۳۳ کال د تجلیل په مراسمو کي یو فرمان صادر کړ او د قرآن شریف له حکم سره د څرګند مخالفت په توګه یې  تر یوې ښځي اضافه نکاح کول منع کړل. بدایوني لیکي چي یوازي په هغه صورت کي د دوهمي ښځي نکاح کول جایز وه چي څوک اولاد ونه لري او کنه نو یوه ښځه یو مېړه اوبس. د اکبر غوندي یوه لوی امپراطور او مطلق العنان پاچا په مقابل کي به چا ږغ پورته کړی وای؟

بدایوني لیکي چي په دغو شپو ورځو کي یې په سلام کي هم تغییر راووست. که به څوک له چا سره مخامخ کېدی نو د السلام علیکم پر ځای به یې الله اکبر ویل او مقابل طرف به په جواب کي جلَّ جلالهُ ورته ویل  Al-Badaoni P 367

یعني په سلام او علیک دواړو کي جلال الدین محمداکبر ته اشاره ده. کله چي پاچا ته هره ورځ په سل ګونو انسانان، د علماوو په فتوا، پر سجده پرېوزي؛ او رعیت او طرفداران یې هر ه ورځ  یوه بل ته په سلام ویلو کي د ده نوم ، چي په څرګنده د خدايي دعوه ده، یادوي طبیعي خبره ده چي هغه ته ځان فوق العاده موجود ښکاري او بالاخره د خدايی د دعوې کولو لېونتوب ورته پیښیږي. لکه مخکي چي مو اشاره ورته وکړه، اکبر یو بېسواده سړی وو؛ مګر ډېر ځیرک او د اطلاعاتو شوقي وو او عبادت خانه یې د دغه مقصد لپاره جوړه کړې وه. هغه د هندوجوګیانو او د صوفیانو د وحدة الوجود عقاید اورېدلي وه او د دواړو تر اغېزې لاندي راغلی او بالاخره یې د ځان په برخه کي هم عقیدې تغییر کړی وو.

د هندوانو د تر ټولو  ستري مذهبي حماسې مهابهارت د کتاب او د ویدي سرودونو د اترواویدا د کتاب ترجمه کېدل او خپرېدل د دې خبري ثبوت دی چي اکبر د هندوانو د عقایدو تر اغېزې لاندي راغلی وو یا لږترلږه د هغوی د عقایدو سره له اشناکېدلو سره یې ډېره ژوره علاقه پیدا سوې وه.

بدایوني لیکي چي اکبر د غوايي د غوښو خوړل منع کړل او د دې علت هم د ا وو چي اکبر له ځوانۍ څخه د هندوانو سره په تماس کي وو او په حرم کي یې د هندو راجا ګانو لوڼي وې او د هغوی د عقایدو تر اغېزې لاندي راغلی وو. Ibid 312

بدایوني لیکي: « اکبر فرمان صادرکړ چي که چا هندوماشوم، د هغه د غوښتني او رضا په خلاف، مسلمان کړی وي نو هغه باید بیرته خپل مذهب ته د ګرځېدلو اجازه ولري.

اکبر دغه زار حکم وکړ چي هیڅوک باید د چا په مذهبي چارو کي مداخله ونه کړي او هرچاته باید، د خپلي خوښي سره سم، د هر مذهب د غوره کولو اجازه ورکړه سي. او که چیري یوه هندوه ښځه له کوم مسلمان سره مینه پیدا کوي او اسلام ورسره قبولوي نو باید له خپل مېړه څخه په زور واخیستله سي او بیرته خپلي کورنۍ ته تسلیم سي. او که کا فران کلیساوي جوړوي، یهودان خپل معبدونه یا سینې ګاګ جوړوي او یا بت پرستان معبدونه جوړوي او یا زردشتیان د « خاموشی برجونه » جوړوي باید چي په کار کي یې هیڅ مداخله ونه سي» Ibid PP403-406

 د اکبر دین الهی له هره پلوه د اسلام له دین سره په ټکر کي وو. که څه هم چي په دې دین کي یوازي د دربار علماء شامل ول او چنداني نور چا علاقه ورسره ونه ښودله خو په عبادت خانه کي شاملو دیني علماوو د اعتراض کولو جرأت ونه کړ او جلال الدین اکبر یې د عمر تر پایه پوري شهنشاه او ظل الهی باله. د هغه په دربار کي سجده یا زمین بوس عام وو او چا نه سوای کولای چي له زمین بوس څخه پرته دي پادشاه ته خپل عرایض وړاندي کړي. پادشاه ته سجده کولو د اکبر د زوی عادل جهانګیر او د لمسي شاه جهان په زمانو کی هم دوام وکړ او د محی الدین اورنګزېب په زمانه کي پاچا ته سجده کول منع سوه.

                            پاته لري

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

پنځمه برخه دلته ولولئ

شپږمه برخه دلته ولولئ

اوومه برخه دلته ولولئ

اتمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.