خوست کې طالبانو له رسنیو غوښتي چې په درسي او ټولنیزو خپرونو کې له نجونو سره خبرې ونه کړي

119

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه غوښتي چې په رسنیو خپل څار ډېر او ځینې نوي محدودیتونه وضع کړي.

دې قومندانۍ په یوه رسمي مکتوب کې چې یوه نسخه یې بي بي سي هم تر لاسه کړې ویلي “په خوست کې ځينې راډيوګانې درسي او ټولنیزې خپرونې وړاندې کوي چې نجونې هم ورسره اړیکې نیسي او دې کار اخلاقي فساد ته زمینه برابره کړې.”

په دغه مکتوب کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه غوښتل شوې چې د جنايې پېښو او اخلاقي فساد کمېدو لپاره دې نور د راډیوګانو او نورو رسنیو “په هر ډول خپرونو کې د نجونو له تیلفوني اړیکو ډډه وشي.”

طالبان

د طالبانو دغې قومندانۍ دا هم ویلي چې دا رسنۍ “د درسي خپرونو لپاره د دوی د پوهنې ریاست لخوا رسمي جوازونه هم نه لري.”

په درسي او ټولنیزو خپرونو د دغو نويو محدودیتونو وضع کولو لارښوونه داسې مهال شوې چې طالبانو وار له مخه د رسنیو پخوانۍ بڼه بدله کړې ده.

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست او نورو سیمو کې رسنۍ دا مهال په سختۍ ځینې خپرونې تولیدوي چې ډېره برخه یې ټولنیزې او پوهنیزې خپرونې جوړوي.

غبرګونونه

طالبان

خوست کې د یوې راډیو مسول بي بي سي ته وویل ګڼو راډیوګانو د لیک دود، ژبو زدکړې، تجوید، اسلامي لارښوونو او ځينې معلوماتي خپرونې پیل کړې چې رسنۍ یې په ټپه نه وې درېدلې او په ورته مهال یې اوریدونکو ته هم څه ورکړې وي.

د هغه په ټکو دا خپرونې د ټولنې هر قشر لپاره دي.

خوست کې لږ تر لږه دوه راډیوګانو بي بي سي ته وویل د ارزونې لپاره دوی وخت نا وخت د اوریدونکو نظرونه او پوښتنې اخلي چې “په سلو کې یوه یا دوې یې نجونې هم زنګ کوي او خپلې پوښتنه مطرح کوي.”

دوی د طالبانو د امنیه قوماندنۍ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د تدریسي خپرونو لپاره موافقه نه لري، “مونږ چې کومې خپرونې کوو او په همدې ډول نورې رسنۍ چې څه خپروي، دوی ټولې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست او پوهنې ریاست سره تړون لري.”

ځايي خلکو او د رسنیو ځينو فعالانو د طالبانو دغه نوی محدودیت ښکاره توپیري چلند بللی او په وینا یې “امنیه قومندانۍ ولې د خلکو له پوهاوي او پوښتنو ډارېږي.”

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر بي بي سي ته وویل امنیه قوماندانۍ دا مکتوب د یوې خبرتیا حیثیت لري او د ده په ټکو “هیڅ داسې کوم ستونزه نشته چې رسنیو او کارکوونکو ته د کار او فعالیت په وړاندې خنډ شي.”

طالبان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،له دې مخکې طالبانو ښځینه خبریالانو ته امر کړی چې باید خپرونو کې حجاب مراعت کړي

شبیر احمد عثماني وايي “مونږ د رسنیو له مسئولینو سره غونډه درلوده مخکې له مخکې له دوی سره د دوی په خوښه او وړاندیز ټولو رسنیو سره یو داسې هوکړې ته رسیدلې یو چې په اساس به یې رسنۍ د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.”

هغه دا هم تائیدوي چې رسنۍ خپلې ژمنې ښې عملي کړي او په دې برخه کې څه ستونزه نشته.

طالبانو په دې وروستیو کې له عمومي اعلانه مخکې د خپل نفوذ لاندې سیمو کې په خپله خوښه د ځینو محدودیتونو وضع کولو لړۍ چټکه کړې.

اوونۍ وړاندې په کندهار کې د طالبانو والي چارواکو او رسنیو ته ویلي و چې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې تصویر او وېډیو مه اخلئ.

نړیوالې ټولنې مخکې ویلي طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې په عمومي ډول او په ټولنیزو چارو کې په خاص ډول د ځينو محدودیتونو وضع کولو سره په خپل ولس کړۍ تنګه کړې او دې چلن له طالبانو سره په تعامل هم سیوری غوړولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.