نړیوال باید افغان ملت قربانۍ هیرې نه کړي

233

افغان ملت د نړۍ په ورغوي کې یوځوریدلی او دردیدلی ملت دی چې د ژوند په هرډګر کې له بېلابېلوننګونو سره مخ دی، د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې پردیو پرې یرغلونه کړي او یرغلګریې تل مات او شرمنده کړې دي. افغان ملت نه یواځې د خپلې خاورې او ارزښتونو دفاع کړې بلکې په لویه کچه یې د نړۍ امنیت،سولې او اونکشاف ته پېښ ګواښونه هم کابو او له منځه وړي دي.
هغه مهال چې شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ دغه اتحاد دومره قوت درلود چې د ډیر هېوادونه یې تر سینه لاندې کړې وو او موخه یې دا وه چې د اسیا زړه افغانستان هم راخپل کړ او له همدې ځایه د نړۍ په کچه خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي او لویې لوبې پیل کړي. هغه مهال شوروي اتحاد دومره قوت درلود چې نور ملتونه یې په وړاندې عاجز وو او په نیغه توګه ورسره د مقابلې جرئت نورو ملتونو نه کولو، داچې افغانان د پردیو حکمراني او غلامي نه شي منلی او خپله خاوره په خپله ساتي نو د همدې ملي او تاریخي قوت پربنسټ یې د روسانو د سخت یرغل په وړاندې مبارزه پیل کړه، داچې شوروي اتحاد هغه مهال یو ډیر خطرناک او ځواکمن بلاک وو او ټوله نړۍ یې په ویره کې اچولې وه نو د نړۍ نورو ملتونو ته دا یو فرصت په لاس ورغی چې د افغانانو د مبارزې په چټکوالي، اکمال او ملاتړ کې يې مرستې ته را ودانګل او پر افغانستان یې د شوروي اتحاد یرغل وغندلو او د افغانانو د ملاتړ لپاره یې په نړیواله کچه عدالت خواهي پیل کړه او لویه موخه یې دا وه چې دافغانانو په مټ او قوت سره شوروي اتحاد دړې وړې کړي او دوی ته پیښ خطرهم له منځ یوسي. دغه جګړه دومره خطرناکه وه چې ټول افغانستان اور اخیستی وو، په میلیونونو افغانان شهیدان او یا نورو هېوادونو ته مهاجرشول، د افغانستان ټول بنسټونه او زیربناوې ونړیدې، ښوونځي او مدرسې په پوستو او جنګي مرکزونو بدل شول، کلي ونړیدل، غرونه او دښتې په هدیرو بدلې شوې، ماشومان د ښوونځیو په ځای د جګړو لیکو ته ولاړل، دا یوه داسې جګړه وه چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې وه ځکه چې یو غریب ملت د یو نړیوال یرغلګر قوت په وړاندې منسجم شو او په ملي قوت یې د ازادۍ مبارزه پیل کړه.
د نړۍ ډیرو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا چې د شوروي اتحاد د نفوذ، قوت او زور څخه په ویره کې وه د ډیرو نورو هېوادونو ترڅنګ يې د افغان مجاهدینو ملاتړ پیل کړ او پردې پول شول چې يواځې افغانان کولی شي چې دغه قوت مات کړي، امریکا، اروپايي هېوادونو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پیل کړه او ددې ترڅنګه يې افغان مبارزینو ته داسې منابع او وسلې په اختیارکې ورکړې چې په ځمکه او هوا کې يې د شوروي اتحاد نظامي ځواک له سختو ننګونو او ماتو سره مخ کړ، سره ددې چې هغه مهال ډیرو هېوادونو داسې وسلې او منابع درلودې خو د افغانانو په شان يې قوي او ملي اراده نه درلوده، ولې افغانان وتوانیدل چې په شجاعت، قوت اوجدیت سره د شوروي اتحاد یرغلګر ځواک ورخطا او مات کړي، په دې ماتې سره ټوله نړۍ له یوې سترې بلا خلاصه او د نړۍ امنیت او سولې ته پیښ خطر مخنیوی وشو، څرګنده ده چې افغان ملت د ټولې نړۍ د امنیت، سولې او هوساینې لپاره ستره قرباني ورکړه مګر له بدمرغه اوس مهال دغه ملت له یوه داسې نامعلوم حالت او ننګونو سره مخ دی چې ټوله نړۍ یې ننداره کوي، د شعارونو اومطبوعاتي اعلامیو له لارې دغه ملت سره د همکارۍ ژمنې کوي مګر په عمل کې افغانان له ډیر سخت حالت او برخلیک سره مخ شوي دي، نو اړینه ده چې د موجوده حالت د ښه والي او د افغان ملت د ستونزو د هواروي لپاره لاندې وړاندیزونو ته لازمه او جدي توجه وشي:
اول: څرنګه چې افغان ملت د سپیڅلي جهاد پرمهال چې د روسانو په وړاندې یې ترسره کړ او روس ته په ماتې ورکولو سره یې د نړیوالو امنیت تامین او ګټې وژغورلې او په دې لاره کې یې نه هیریدونکې قربانۍ ورکړې نوپه کار ده چې هغه قربانۍ هیرې نه شي، نن د هغه مبارزینو او مجاهدینو اولادونه له فقر،غربت، بې کارۍ او نامعلوم حالت سره مخ شوي دي، د ژوند ډیر هیلې یې له ناهیلو سره مخ شوې او هر لوري ته منډي وهي، د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو، د امریکا د متحده ایالاتونو، اروپايی هېوادونو بشري او اخلاقي مسوولیت دی چې د افغانانو د هغه قربانیو درناوی وکړي چې د ټولې نړۍ د امنیت ساتنې لپاره يې ورکړې او ډير هېوادونه يې د شوروي اتحاد له یرغل خوندي کړل.

دوهم: امریکا او د نړۍ اکثریت هېوادونو په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان سره زیاتې ژمنې او معاهدې لاسلیک کړې او افغانانو ته يې د اوږد مهاله ملګرتیا ډاډ ورکړ مګر هرڅه له یو نامعلوم برخلیک سره مخ شول، افغانستان له داسې حالت سره مخ شو چې په دې لویه نړۍ کې بل هېواد له داسې حالت سره نه دی مخ شوی، هرهېواد ځانګړې غوښتنې او وړاندیزونه لري مګر په عملي توګه د افغانستان د ستونزې په هواري کې اقدام نه کوي، د اړتیا له مخې په کار ده چې د افغانستان له خلکو سره صادقانه مرسته او همکاري وشي او دغه ملت له دې ستونزو وژغورل شي.

دریم: ښوونه او روزنه د افغانانو حق دی او له دې حق څخه د افغانانو محرومول د افغانستان له تاریخ او پرمختګ سره دښمني ده، د ټولو نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونود همکارۍ د کنفرانس، اروپايي ټولنې، ګاونډویو هېوادونو او نورو نړیوالو ټولنو انساني او اخلاقي مسوولیت دی چې د افغان ځوانانو او انجونو د تعلیم په برخه کې ځانګړې توجه وکړي، د یوې معقولې او منسجمي تګلارې پربنسټ دشته خنډ مخنیوی وکړي او افغانستان سره دې برخه کې بنیادي مرستې او همکارۍ وکړې، هغه هېوادونه چې هر کال يې افغانانو ته په زرګونو بورسونه ورکول ترې هیله ده چې د بورسونو د ورکړې پروسه بیرته پیل کړي، د بېلګې په توګه هندوستان، ترکیې، پاکستان، ایران، امریکا، چین او نړۍ اکثریت هېوادونو افغانانو ته د زده کړې زمینې مساعدولې، په کار ده چې په هماغه شکل خپلو همکاریو ته دوام ورکړي ترڅو افغانستان هم ددې پرمختللي نړۍ د یو غړي هېواد په توګه پرمختګ وکړي او له شته ستونزو خلاصون ومومي.

څلورم: داچې افغانستان کې د کار زمینه نشته، سیاسي حالت نامعلوم دی، پانګه اچونه نشته او دغه هېواد له یوه داسې حالت سره مخ دی چې خلک یې زیات په تشویش کې اچولې دي، اکثریت ځوانان له دغه هېواد څخه ووتل او یا دوتلو په حال کې دي، دا چې مهاجرت د مجبوریت له مخې کیږي نو دانساني عاطفې او نړیوالو قوانینو له مخې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیوهېوادونو هیله دا ده چې د افغانانو له ځورولو ډډه وکړي، د ځورونې پر ځای ورسره انساني چلند او مرسته وکړي، په خپلو هېوادونو کې ورته د تعلیم او کار زمینه مساعده کړي، د زندانونو پر ځای ورته په ښوونځیو کې ځای ورکړي.
هم
افغانان د نړۍ له ټولو ملتونو سره دوستي او ملګرتیا غواړي او داسې قربانۍ یې ورکړې دي چې نړیوال باید هیرې نه کړي، اوس چې افغان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شوي اوله سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نو هیله مو دا ده چې د نړۍ ټول ملتونه، د ملګرو ملتونو سازمان او د امریکا متحده ایالات افغانستان سره د همکاریو یوه داسې لاره غوره کړي چې افغان ملت له نورو مجبوریتونو سره مخ نه شي، د افغان ملت ځورول او تر فشار لاندې راوستل انساني لاره نه ده، مونږ د ټولې نړۍ خیر غواړو خو د نړۍ ټول هېوادونه باید زمونږ سره انساني چلند وکړي نور زمونږ پر سر لوبې بندې کړي. په پای کې هر هغه څوک په نورو ژبو د دې متن په خپرولو کې مرسته کولی شي ترې هیله مو دا ده چې د افغانانو لپاره په دې عدالت غوښتنه کې همکار شي او ددغه پیغام په خپرولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.