د افغانستان په اړه د امنیت شورا مهمه غونډه؛ اجنډا او غوښتنې څه دي؟

168
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

د افغانستان په اړه د بندو دروازه تر شا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه؛ چېرې چې د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو په ګډون د بحث ترڅنګ؛ په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د دوام او ملاتړ لپاره د همغږۍ د خپلولو په تړاو هم خبرې اترې کېږي.

یو شمېر رسنیو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق تایید کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل د دې غونډې یوه کلیدي موضوع ده او ترڅنګ به یې د دې سازمان سرمنشي انتونیوګوتریش د دوحې د غونډې په تړاو خپل راپور او د نوي استازي د ټاکلو په اړه خپل وړاندیزونه د غونډې ګډون‌والو ته وړاندې کړي.

د دوحې غونډه د فبروري په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه وشوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش هغه غونډه فوق‌العاده رغنده بللې وه او ویلې یې و چې پکې ګډون کوونکو د افغانستان په اړه پر کلیدي مسایلو هوکړه کړې ده.

نصیر احمد فایق: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل د دې غونډې یوه کلیدي موضوع ده
نصیر احمد فایق: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل د دې غونډې یوه کلیدي موضوع ده

پرون ماښام د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق هم ازادي راډيو ته په یوه را استولي پیغام کې د نن ورځې غونډه مهمه بللې وه او ویلې یې وو:

“د امنیت شورا لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار ملاتړ خورا مهم دی.”

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا مخکې د دغه وزارت د سرپرست امیر متقي له قوله ویلي وو :

” د افغانستان اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما حضور ته په پام د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.”

خو ملګرو ملتونو بیا ویلي، د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره به له افغانستان او اوسنيو واکمنو سره د نړيوالې ټولنې اړيکې پراخې شي.

امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته؛ د یوناما په موجودیت کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته
امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته؛ د یوناما په موجودیت کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخې یې د استازي د ګمارل کېدو وړاندیز شوی و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان د افغانستان په تړاو د جوړېدونکو غونډو او د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه خپلې غوښتنې لري.

دوی وايي، نوی ټاکل کېدونکی استازی باید د افغانستان وضعیت درک کړي او له اوسني بې‌برخلیکه حاله د افغانانو د ویستو لپاره د نړیوالې اجماع د جوړېدو په برخه کې پوره کار وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله مزدلفه کاکړ وایي:

“زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو د ښوونځیو، د ښځو د حقونو په برخه کې کار وشي. په ځانګړي ډول د ټولو افغانانو غوښتنه د همه شموله حکومت لپاره ده چې باید په اوسني نظام فشار راوړل شي چې د افغانستان خلک خپلو هیلو ته ورسېږي. ”

د مدني ټولنې فعال مطیع‌الله شهاب بیا وايي، د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا قاطعه پرېکړې وکړي.

“په طالبانو دې فشار راوړل شي چې د دوی له‌خوا را پیدا شویو ستونزو ته حل لار پیدا کړي. په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې. طالبان باید دې مسایلو ته د پای ټکی کېږدي. ”

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه داسې مهال دایرېږي چې د طالبانو حکومت له نړیوالو سره په تعامل ټینګار کړی، خو د دوحې په ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو نیوکه کوله چې طالبانو د دې کار لپاره هیڅ مثبت ګام نه‌دی پورته کړی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.