مېرمن معصومه عصمتي وردګ

ټولوونکې: پاکیزه آرزو

221

مېرمن معصومه عصمتي وردګ

ښوونکې، محققه، لومړنۍ وکیله او د پوهنې وزیره

د افغانستان د پوهنې پخوانۍ وزیره ارواښاده مېرمن معصومه عصمتي وردګ په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د کابل ښار د نواباد په سیمه کې زېږېدلې وه. مېرمن وردګ د کابل ښار د ملالۍ عالي لېسې څخه فارغه شوه او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د بشري علومو په څانګه کې د لیسانس په کچه پای ته ورسولې. مېرمن وردګ د امریکا د شیکاګو ایالت په نیشنل کالج «National College of Education» کې د ښوونې او روزنې په رشته کې ماستري وکړه او د ماستري له بشپړولو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

رسمي دندې او مسولیتونه:

مېرمن معصومه عصمتي وردګ د عالي استعداد او ذکاوت خاونده وه او د خپلې وړتیا پر بنسټ یې لوړې دولتي او نا دولتي دندې په بریالیتوب سرته رسولي دي چې دا دندې له معلمي پیل او په وزارت پای ته ورسېدې. آغلې وردګ لومړۍ دنده په ۱۳۲۷ ل کال کې د کابل ښار په ملالۍ لېسه کې د ښوونکې او په ۱۳۳۷ ل کال کې یې د زرغونې په عالي لېسې کې د مدیرې په توګه ترسره کړه. په ۱۳۳۹ ل کال کې د هیواد د ښځینه ښوونځیو د عمومي آمرې او «د نجونو روزل» مجلې او د « ښوونکو صندوق» افتخاري مدیره هم وه. مېرمن وردګ په ۱۳۴۳ ل کال کې د اساسي قانون د تصویب د لویې جرګې غړیتوب ته غوره شوه. نوموړې د اساسي قانون د تصویب د غړې په توګه د ولس او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د اعادې لپاره د یوې پیاوړې استازې په توګه کار وکړ.
د لویې جرګې د غریتوب څخه وروسته د آغلې وردګ د ویاړونو او کارونو سلسله لا پسې پیاوړې کېده او په ۱۳۴۴ ل کال کې د ولسي جرګې په دولسمه دوره کې د کندهار د معروف ولسوالۍ څخه پارلمان ته انتخابي وکیله وټاکله شوه. د هغه وخت د ولسي جرګې په مجله کې د آغلې وردګ له رسمي ویناوو څخه ښکاري چې هغې د هېواد د پرمختګ، په ټولنه کې د بې عدالتي په خلاف او د ښځو، ځوانانو او ماشومانو د حقونو لپاره تل صادقانه غږ پورته کړی او په خپلو مسوولیتونو کې یې د صداقت او امانت خپلو راتلونکو نسلونو ته د درانه دود په توګه میراث پرېښی او خپله کاري دوره یې په مېړانه او رښتینولۍ پای ته رسولې ده.
د ثور له کرغېړن انقلاب څخه وروسته اغلې وردګ له دولتي عالي مقامونو ګوښه او کور ناستې شوه، خو هغه د خدمت په موخه یو ځل بیا د معارف دګر ته راغله او د کابل ښار په یوه ابتدایي ښوونځي کې یې د ښوونکې مقدسه دنده وکړه. څه موده
وروسته په ۱۳۵۹ لمریز کال کې « د افغانستان د علومو اکاډمي» غړې شوه، په همدې کلونو کې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او اقتصاد په پوهنځیو کې تدریس هم کاوه. د شوروي اتحاد د سرتېرو له وتلو وروسته د ارواښاد داکتر نجیب الله په حکومت کې د هېواد د علمي او سیاسي کادر په توګه بلنه ورکړل شوه چې د سولې او پخلاینې په پروسې کې خپل رول ولوبوي.
آغلې وردګ د هېواد د ملي منافعو له پاره دا بلنه ومنله او د ښځو د سرتاسري شورا د ریاست دنده یې پیل کړه. وروسته د تعلیم او تربیې په برخې کې د آغلې وردګ عالي خدمتونو او اوږدې کاري تجربې ته په کتو د هغې مقام د وزارت کچې ته لوړ شو. د ارواښاد داکتر نجیب الله د حکومت په وروستيو کلونو کې د تعلیم او تربیې (ښوونې او روزنې) وزیره شوه. د وزارت له مسوولیتونو سره یې همهماله د یونسکو د ملي کمیسون مشري هم کوله.
نوموړې د پوهنې په وزارت کې د پام وړ اصلاحات راوستل، تعلیمي نصاب یې د هېواد د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو په رڼا کې له حزبي او ژبنۍ تعصب څخه پاک او د پوهنې وزارت یې د نظامي او عسکري تبلیغ له اړخه بې پرې کړ. په ټول هېواد کې یې د ښوونځیو اداري برخې مسلکي کړې او د نويو ښوونځیو جوړلو کار یې پیل کړ. په پوهنې وزارت کې د آغلې وردګ اصلاحات او خدمتونه د خپل وخت تر ټولو زړور او عالي اقدامات و چې ساری یې د هېواد د پوهنې په بهیر کې کم موندل کېږي.
آغلې وردګ یوازې سياستواله نه وه بلکې د سیاسي درایت سره یې د قلم ژبه هم پیاوړې او رسا وه. هغې د عملي سیاسي
مبارزې تر څنګ د قلم ژبه هم تېزه کاروله او د سترو دولتي مسوولیتونو سره یې ادبي، سیاسي، اصلاحي او څېړنیزې مقالې لیکلې او ګڼ څېړنیز اثار یې خپاره کړي دي. د نوموړې د لنډو کیسو ټولګه په ۱۳۳۳ ل کال کې خپره شوه چې د «اریانا » غوره جایزه یې اخیستې ده. نور آثار یې دا دي:
۱ـ زنان نامور جهان
۲ـ د پښتنې مېرمنې ژوندانه انځور او انعکاس په لنډیو کې
۳ـ نقش و موقف زنان افغان از قرن هژده الی قرن نزده
۴ـ خوشحال خان کیست؟
۵ـ انکشاف موقف زنان از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امیر عبدالرحمن
۶ـ د مخ پر ودې هېوادونو ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي پرابلمونه
۷ـ نقش و موقف زنان در زمان امیر حبیب االله الی نهصت اماني

مېرمن وردګ په نړیوالو سټېجونو د هېواد درنه استازولي کړې ده او په هر ستېج (دريځ) یې د هېواد له پاره د ازادۍ او
پرمختګ غږ په صداقت سره اوچت کړی دی. هغې ته د
پراخو او مخلصانه خدمتونو له پاره یو شمېر ملي او نړیوالې جایزې هم ورکړل شوي دي چې له هغې جملې څخه د « پوهنې مدال»، « د هندي ښځو د کمیسون ملي جایزه»، «جایزه زنان حقوقداران ایران» نومونه د یاودولو وړ دي.

د ارواښادې عصمتي وردګ د شخصیت، تواضع او خدمت ډېر عالي مثال دا دی چې د ثور انقلاب څخه وروسته کور ناستې کېږي او بیا د خدمت په موخه په یوه ابتدایي ښوونځي کې دنده پیل کوي. سره له دې چې د ښوونکې دنده ډېره مقدسه او لوړه ده خو د کاري اصولو او کاري تجربې په حساب دا مناسب نه دی چې له لوړ مقام څخه کښته کاري بست کې کار وشي. هغې ته ځای او مقام ارزښت نه لرل او غوښتل یې خدمت وکړي او موخه يې يوازې خدمت و. نوموړې د هېواد په سیاسي، ټولنیز او تعلیمي برخه کې نه ستړي کېدونکي او نه هېرېدونکي خدمتونه تر سره کړل.
آغلې عصمتي وردګ د کابل پوهنتون د نامتو استاد، پوهاند ډاکتر عبدالقیوم وردګ د ژوند ملګرې وه. ډاکتر قیوم وردګ د محمد داوود خان په جمهوریت کې د معارف، کانونو او سرحدونو د وزیر په توګه دندې تر سره کړې وې.
د دوی کورنۍ د ۱۳۷۱ ل کال د بدمرغو او خونړیو تنظمي جګړو له امله کډوالۍ ته اړه شوه چې وروسته بیا میرمن عصمتي وردګ په ۱۳۸۶ ل کال کې په فرانسه کې وفات شوه.
د دې سترې او ویاړلې افغانې روح دې ښاد وي.
____

اخځلیکونه:
۱ـ نظري، شیرین، یادی از معصومه عصمتي وردګ
۲ـ کابلي، مهدیزاد، عصمتي وردګ، معصومه، Blogger.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.