میرمن اسما رسمیه طرزي

راټولوونکې: پاکیزه ارزو

190

میرمن اسما رسمیه طرزي
‎د لومړنۍ ښځینه جریدې «ارشاد النسوان» بنسټګره

‎د خپلواکي له بېرته ترلاسه کولو وروسته د ښځو زده کړې او په ټولنیز نظام کې د ښځو ونډه د اماني نهضت د مهمو او اساسي کارونو لویه برخه جوړوله. غازي امان الله خان دا اړینه وګڼله چې دا چارې دې خپله ښځې مدیریت کړي او د همدې موخې له پاره « د ښځو نهضت» رامنځته شو، دا نهضت مېرمن اسما رسمیه طرزي او د هغې لور ملکې ثریا رهبري کاوه.

‎مېرمن اسما رسیمه طرزي ( بي بي عربي) د سوریې په دمشق کې په ۱۸۷۷ز زېږېدلې وه او خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې یې هم همالته بشپړې کړې وې. دا د صالح محمد افندي لور وه چې د دمشق لوی عالم و. میرمن طرزي « د ښځو نهضت» له پیلېدو سره د ښځو د تعلیمي او روزنیزو بنسټونه جوړول او دا پرمهتګ د دې له لومړنیو موخو څخه وه او عملا یې دا کار وکړ. د ښځو په نهضت کې د ښځو فکري ویښتیا او ټولنیز مساوات د مېرمن طرزي او ملکې ثریا د تعلیمي بنسټونو له پرانېستې سره پیل شو، مېرمن اسما طرزي لومړنۍ ښوونکې شوه چې د نجونو ښوونځي په ټولګیو کې تدریس وکړ. د ښځو د لومړني ښوونځي له پرانېستې سره د راتلونکو پلانونو د پلي کېدو زنګ هم وشرنګېده.
‎د اسما طرزي په مدیریت د «ارشاد النسوان» جرېدې خپرېدل
‎د ښځو د لومړني ښوونځي ( مستورات) له پیل کېدو سره د اسما طرزي پلانونه د عملي کېدو په لور روان و، په لومړۍ ځل افغانې ښځې د ټولنیز ژوند له لومړني حقونو څخه برخمنې شوې او د ښځو د پوهنې کاروان په جوش او ولولو لکه راڼه مشالونه د پوهنې او فکري ویښتیا لارې رڼولې. مېرمن طرزي د خپلو کارونو د ودې او ښځو ته د عامه پوهاوي په موخه یوه بل زړور اقدام هم وکړ او د ښځو د تعلیمي او ټولنیزو موضوعاتو د عامولو په موخه یې ښځینه وو ته د جرېدې د خپرولو وړاندیز وکړ. غازي امان الله خان دا وړاندیز ومانه او د ۱۳۰۰ ل کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د « ارشاد النسوان» جریدې( مجله) لومړۍ ګڼه په کابل کې خپره شوه. د جرېدې مسول مدیره اسما طرزي او سر محره یې روح افزا( منشیه) وه. د دې جرېدې موضوعات ټولنیز او په ځانګړي ډول د ښځو تعلیم ته بېل شوي و. دا جرېده د ملي ارزښتونو پر بنست ډیزان کېده او له لومړني پاڼې یې د پوهې او عامه پوهاوي پیغامونه له ورایه څرګند وو. د جریدې په لومړی مخ ښی اړخ ته کتاب، دوات او د غنمو په وږیو ډیزاین شوی نښان او د جریدې سرلیک، کیڼ اړخ ته د مدیرې« ا» اسما رسمه طرزي او « ر» سرمحرې روح افزا د نومونو لومړني توري، ورپسې سر مقاله، د چاپ کال، میاشت، ورځ او دا بیت لیکل شوی و:

‎«خانه ام ارشاد النسوان می کند
‎این قدر ها وصف عرفان میکند»

‎د «ارشاد النسوان» جریده په پستي رنګه کاغد د کابل ښار د ده افغانان په « شاهي دارالتحریر» کې چاپېده. د « ارشاد النسوان» جریده په لومړیو ورځو کې به څلور مخونو او وروسته په اتو کې او شپاړلسو مخونو کې خپرېده. په جرېدې کې د روغتیا پالنې، د ماشومانو روزنه، اخلاقیات، پخلی او د خیاطي په موضوعاتو مقالې او معلومات خپرېدل. همدارنګه د ښځو د فکري ودې او سیاسي ویښتیا په موخه د ښځو فعالیتونه، ښځینه میلې، د سیمې او نړۍ د ښځو د پرمختګ او ودې راپورونه او معلومات هم پکې خپرېده. د پوهاوي او هڅونې په موخه د جرېدې لومړی مخ ته لوړ فکري شعرونه غوره کېدل چې یوه بېلګه یې په دري ژبه خپور شوی لاندی بیت دی:

‎«من بعد دختران همه صاحب هنر شوند
‎اندر حقوق خویش شریک پسر شوند»

‎د ارشاد النسوان په جریدې کې د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو چاپیریال ښځینه ښودل کېده او د هر فعالیت راپور او معلومات داسې ډیزانېدل چې وښیي د ښځو له پاره هر ټولنیز فعالیت یا خدمت د ښځو لخوا کېږي، په دې توګه یې ټولنې ته دا ښوده چې د ښځو په فعالیتونو کې د نارینه وو حضور نه شته او ټولې چارې یې خپله ښځې مدیریت کوي.

‎د «ارشاد النسوان» جرېدې د خپرېدو او دوام په هکله کره معلومات نه شته، ځیني تاریخ لیکونکې او تاریخ څېړونکې وایي، جریدې منظم او پرلپسې نشرات یې نه لرل او څو میاشتو کې به یوځل خپرېده، ځیني تاریخ پوهان وایي، په څو هفتو کې خپرېده. په « اریانا دایره المعارف» کې د جریدې د خپرېدو موده یوازې شپږ میاشتې ښودل شوي ده خو ځینی تاریخ لیکوونکي یې د خپرېدو موده له ۱۹۲۱ تر ۱۹۲۵ ز پورې ښیي. سره له دې چې د جرېدې د خپرېدو موده ډېره کمه وه خو دې جرېدې د ښځو په ژوند کې سترو بدلونو ته لاره جوړه کړه، د ښځو د تعلیم او ټولنیز ژوند د راتلونکې فعالیتونو تګ لاره یې وټاکله.

‎ارواښاده مېرمن اسما طرزي په عدالت او مساواتو باورمنده وه او په افغانستان کې یې له ښځو او نجونو سره د جنسي تبعیض په خلاف له ویرې پرته مبارزه وکړه او په تاریخ کې یې په لومړي ځل افغانې ښځې د انساني ژوند له لومړنیونو حقونو څخه برخمنې کړې. مېرمن طرزي او کورنۍ یې د افغانستان د عصري کېدو، د ښځو تعلیم، فکري بدلون او ټولنیزو حقونو له پاره په لږه موده کې سترې کارنامې وکړې او د ټولنیز مساوات او د ښځو په وړاندې د تبعیض سکوت یې مات کړ. مېرمن طرزي په ډېره لنډه موده کې د ښځو زده کړو او فکري ویښتیا په برخه کې تر ټولو لوړ او موثر خدمتونه عملي کړل او راتلونکې نسلونو ته یې د نورو اغېزناکو ګامونو د اوچتولو لاره جوړه کړه.

‎د مېرمن اسما طرزي په هڅو د ښځو رامنځته شوی فکري انقلاب او ټولنیز بدلون ناببره د ښځه وژونکې وحشت( سقاوي جاهلت) ښکار شو، د پوهنې د ارمانونو بل مشالونه یې د تیارو په وحشتونو کې مړه کړل او له دې تیارو سره د ښځو د نهضت د پرواز او ازادۍ بالونه هم مات شول، مېرمن اسما او کورنۍ یې ترکیې ته تبعید شول، د ژوند اخري سا یې هم په تبعید کې وخته او همالته خاورو ته وسپارل شوه.

‎د معارف د لومړنۍ ښوونکې اروا دې ښاده وي!
_____

‎ماخذونه:
‎۱- اوریا، نصیر، نحستین نشریه رسمی زنان در افغانستان، قاموس کبیر افغانستان.
‎۲- رسولي، سیما، ارشاد النسوان اولین جریده زن افغانستان. htt://www.h-obaidi.com
‎۳- د ښاغلي تاریخ پوه سردار ولي/ Sardar Wali فیسبوک پاڼه
‎۴- اکاډیمیسن سیستاني، نګاهي به وضع اجتماعي زنان افغان از
دوره اماني تا حکومت کرزی

#اغیزناکې_څیرې
#دافغان_ښځوژوندلیکونه
#اتم_مارچ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.