اناهیتا راتبزاد

راټولوونکې: ليمه احمدزۍ

243

اناهیتا راتبزاد سیاستواله، استاده او د ښځو د حقون فعاله

ا ناهیتا راتبزاد زمونږ د هیواد یوه سیاسي او ټولنیزه فعاله، سوسیالیست مشره او په افغانستان کې د ښځو د برابرۍ او ازادۍ یوه کلکه مدافعه وه. د ښځو مساوي حقوقو، پرمختګ او عدالت لپاره د هغې متداومو هڅو او قوي تعهد په سبب به په تاریخ کې ددې نوم او شخصیت نه هېریدونکی دی.
اناهیتا راتبزاد په کال ۱۹۳۱ میلادي د نومبر په لومړۍ نیټه د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ، په یوه ملي دیموکراتیکو ارزښتونو پالونکې کورنۍ، کې زیږیدلې. پلار یې احمد راتب باقي چې د شاه غازي امان الله خان په وخت کې یې د ۱۹۲۳ میلادي کال د اساسي قانون په جوړېدو کې عمده ونډه درلوده، په خټه پښتون، د نسیم سحر ورځپاڼې مسؤل وو، د افغانستان د روښانفکره او مترقي شخصیت محمود طرزي خوریې او د افغانستان د ملکې، ملکه ثریا د عمه زوی وو. مور یې زلیخا نومیده. اناهیتا راتبزاد لا نوې زیږیدلې ماشومه وه چې د خپلې کورنۍ سره د کابل ښار نوآباد دهمزنګ سیمې ته راکډه شوله او دلته یې خپلې متوسطه زده کړې د ملالۍ ښوونځي څخه وکړې او په تعقیب یې د قابله ګي یو کلن کورس وویلې. دې د ډاکټر کرام الدین کاکړ سره واده وکړ او په کال ۱۹۵۰ کې د خپل ژوند ملګري سره یو ځای د امریکا متحده ایالاتو د مشیګن ښار ته ولاړه او هلته یې د نرسنګ/قابلګي په برخه کې دوه کلنې زده کړې سرته ورسولې، او په کال ۱۹۵۴ میلادي کې خپل هېواد ته راستنه شوه او د قابلګي په مکتب کې یې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه.
اناهیتا راتبزاد په کال ۱۹۵۷ میلادي کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کې شامله شوه او په کال ۱۹۶۳میلادي کې یې د ډاکټري سند د کابل د طبي پوهنتون څخه د لومړنیو ښځینه فارغینو په ګروپ کې ترلاسه کړ او په همدې پوهنتون کې ښوونکې شوه. ددې سند د ترلاسه کولو څخه وروسته هغه نه یواځې د افغان ولس د فزیکي رنځونو بلکې د فکري رنځونو ډاکټره هم شوه، او د ډاکټري تر څنګ یې د یوې غوره سیاستوالې او ټولنیزې فعالې په توګه ژوند وکړ. دې خپل سیاسي او د ټولنیز فعالیت ژوند د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ کلونو په جریان کې پیل کړ او د ژوند تر پایه خپل فکر، د میرمنو ټولنیزو او سیاسي حقوقو، برابري، کار او تعلیم ته ژمنه پاتې شوه.
دا وایي”ما د خپل ماشومتوب څخه کله چې دا درک کړه چې د افغانستان خلک د ستونزو او کړاؤنو څخه یو ډک ژوند لري، او ما هم همداسې یو بد ژوند درلود، نو هر څومره چې لویېدمه دا فکر مې کولو چې د افغانستان د خلکو دا ژوند به څه رقم تغیر کوو. دا چې زه یوه ډاکټره یم، خو یواځې طبابت نشي کولی چې د افغانستان د خلکو ژوند بدل کړي په دې وجه مې دا انتخاب کړله چې د سیاست له لارې د افغانستان د خلکو ژوند بدل کړم“.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د خلق دیموکراټیک ګوند له لومړنیو مؤسیسینو څخه وه، او خپله سیاسي مبارزه یې ددې ګوند له لارې پرمخ وړله. دا په ۱۹۶۵ میلادي کال کې ددې ګوند له لوري د افغانستان د ملي شوراء د دولسمې دورې ټاکنو ته نومانده شوه او ملي شوراء ته یې د کابل د خلکو د استازې په توګه لار پیدا کړه او په دې توګه دا لومړنۍ میرمن شوه چې د یو نرواکه پارلمان له دریځه د افغانستان د خلکو او میرمنو د برابرو حقوقو دپاره خپل غږ په زړورتیا سره پورته کړي. په همدې کال یې د افغانستان د ښځو دیموکراټیک سازمان بنیاد کېښښود چې دا سازمان په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو د فعالیت په برخه کې لومړنی رسمي سازمان وو، چې په کابل کې یې پیل او په ډیرې چټکی سره یې نورو ولایتونو او لری پرتو سیمو ته پراخه کړ.
هغې په مرکز او ولایاتو کې ددې سازمان په چوکاټ کې په زرګونو میرمنې راټولې کړی او د میرمنو د حقوقو او سیاسي او ټولنیزې مبارزې لپاره یې فکر او شعور ورکړ. هغې فکر درلود چې که میرمنې د ازادي او برابري ترلاسه کول غواړي نو ددې دپاره ددوی یووالی یو اړین امر ده. ددې په ابتکار سره د لومړي ځل دپاره په ۱۳۴۴ لمریز کال کې اتم د مارچ د ښځو ورځ په افغانستان کې ولمانځل شوه. د افغانستان د ښځو دیموکراټیک سازمان له لارې دې په کابل او ولایاتو کې د ښځو د ورځې او د مور د ورځې په شمول ځینې نورې مهمې ورځې د منظمو پروګرامونو په ترڅ کې د زرګونو ښځو په ګډون سره تنظیم او نمانځلې. هغې د افغان ښځو ترمنځ د مترقي اثارو مطالعې او نشر انګیزه پیدا کړه او د لومړي ځل دپاره یې د ښځو دپاره د سواد د زده کړو روزنیز پروګرامونه په لاره واچول او د افغان ښځو ترمنځ یې د مبارزې کلتور د لیکنو او سیاسي، ادبي او تاریخي مقالاتو په نشر کولو سره عام او مروج کړ.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پاڅون څخه وروسته لومړی د کار او ټولنیزو چارو وزیره او ورپسې په یوګوسلاویا کې د سفیرې په توګه وګمارل شوه. په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د وخت د حکومت په کابینه کې د پوهنې د وزیرې په توګه وټاکل شوه. دا چې دې د امریکا زده کړییز چاپیریال لیدلی وو او په انګلیسي ژبه پوره حاکمه وه، تر څنګ یې د روسي او فرانسوي ژبو سره هم بلدیت درلود، په دې اساس یې د پوهنیزو اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د پوهنې سکتور ته د پام وړ خدمتونه ترسره کړل، په ځانګړې توګه د ښځو دپاره یې د تعلیم او لوړو زده غوره زمینه برابره کړه او بهر ته یې په زیات شمېر سره نجونې د لوړو زده کړو دپاره ولېږلې، درسي نصاب یې نوی کړ او ټولو افغانانو ته یې په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه مساعده کړه. ددې تر څنګ یې د افغانستان د سولې او یووالي سازمان او د افغان-شوروي د دوستي سازمان مشري هم کوله. ډاکټره اناهیتا راتبزاد د یونیسکو سازمان، د سولې نړیوالې شوراء او د اسیا-افریقا د خلکو د یووالي د سازمان فعاله غړیتوب درلود. ددې سازمانونو په غونډو کې یې فعاله ونډه درلودله او په دې سازمانونو کې یې د افغانستان د ښځو د حقوقو او برابري دپاره په میړانه غږ پورته کولو چې ددې په وجه د افغانستان د روښنفکره ښځینه قشر په مینځ کې د ډیر محبوبیت څخه برخورداره وه.
ډاکتر اناهیتا راتبزاد د ژوند نیمه پیړۍ د افغانستان خلکو په چوپړ کې تېره کړه. د ظلم او استبداد څخه د افغان ولس د نجات، د ښځو د برابری، زده کړو، کار، او برابرو حقوقو دپاره یې ټول عمر مبارزه وکړه چې بالاخره د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د خپلو ټولو ارمانونو سره سره د ګران وطن پریښودو ته اړ شوه او په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې د المان هېواد کې د مهاجرت ژوند پیل کړ. ډاکتر اناهیتا راتبزاد د دوو زامنو او یوې لور مور وه. دا په کال ۲۰۱۴ میلادي کې د ۸۳ کلونو په عمر په المان هېواد کې په جلا وطني کې وفات شوه او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

ددې مبارزې، وطنپالې او ترقي خواه مېرمنې اروه دې ښاده وي!
مأخذونه:
دانش نامه اریانا
‏Afghanwomennews.com
زندګي نامه اناهیتا راتبزاد – Bahar-TV
‏Morwaridsabz.com & Haqiqat.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.