لنډه کیسه – پټان کا یاري، شیر کا سواري

خالق رشید  

597

لنډه کیسه

  

پټان کا یاري،

                            شیرکا سواري …. !

          نن مې دخپلې پخوانۍ  بنګالۍ ټولګیوالې چې اوس د ددې هم  په سرکې تور ویښته په ذربین کې نه لیدل کیږي، یوپخوانی لیک ترلاسه کړچې په سرکې یې راته په ګلابي رنګ لیکلي وو:  پټان کا یاري  شیرکا سواري…. د پښتون یاري ، د زمري سپرلي…

زما دا ټولګیواله ان چې موږ لا زده کونکي وو، پرموږټولوښه لګیده، په تیره بیا پرما، په درسونوکې به مې لږاوډیره مرسته ورسره کوله، ځکه چې زه  له دې سره په ټولګي کې یوازني څوک وم چې تیرکال د درسو په نیمايی کې ناروغه شوم اوټول کال به په اوونۍ کې یوه دوې ورځې راتلم خونوربه مې ډیری وختوله ډاکترانواوروغتونوسره وو، خوملګرومې نوټونه او لکچرونه راته را رسول.ځکه خو زه دتیرکال  ناکام اوس ددې له پاره چې نوې راغلې وه په بیابان کې پڼه هم نعمت  وم…  نوم یې خوشي یا زموږ په پښوخوښي و، خو په څیره کې یې دخوښۍ یوه نښه هم له ورایه نه ښکاریده… ښایسته هم نه وه ، خو خدای شته چې  زما په ګډون به ټولودغه ټکی مانه چې غنم رنګې ده اونمکۍ … پردغه ستایوال ټکي به ماته هم د حمید بابا شعر را یادشو هغه چې ثناالله خان لالا به په ځوانۍ دکلکتې دسفرونوپرمهال تربنګالې پورې له ځان سره زمزمه کاوه اود خپل بایللي زړه بړاس به یې پری ایسته …

هسې رنګ سحروجادو کا په نظرد شهلا سترګو

نه یې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله کې …

 بله داچې دا زما لومړنۍ هندۍ ټولګیواله وه چې کله پوه شوه زه له کابله دلته راغلی یم، په هم هغه لومړنۍ کتنه کې یې یوه پوښتنه په داسې ډیل اوډال رانه وکړه چې ګواکي پوریې را باندې دی :

–  کابلي والا دې لوستې؟

ورته موسکی شوم ،

–  نه، زه خپله کابلي والا یم …

په موسکانه څیره یې راغبرګه کړه :

نه نه ، مطلب مې ته نه یې …کابلي والا … د ټاګور …

زه نه پوهیدم اونه مې کله داسې څه یانې کابلي والا تراوسه لوستی و، یوازې دومره هغه هم د بینوا له برکته پوهیدم چې ټاګور دهندوستان دی…شاعر دی…اودګیتانجلي په نامه اثرلیکوال…

 زما په دغه ډنګي دیوال پاتې کیدو دې له نورو ټولګیوالوسره یوځای په کړیس کړیس را باندې وخندل، د ټولوله منځه دخوشي له خوله راووته :

– عجبه ده ، کابلي ، کابلي والا نه پيژني …

 یوه بل له هغې خوا را غږ کړ،

–  دی هم لکه ګاندي جي چې نوی لندن ته د زده کړې په موخه ولاړ و،خلکوبه دهندویزم په باره کې پوښتنې ترکولې ده به ورته ویل نه پوهیږم ….  (بیا کړیس کړیس خندا…)

خوشي چې په قد ترما لوړه وه ، زما پرسریې خپل پوست لاس راتیرکړ :

–  خیردی ، کابلي والا یوه کیسه ده چې له یوې بنګالۍ ماشومې سره د یوه کابلي والا سوداګردپلرنۍ مینې په باره کې ده چې هغه هم زموږ د بنګال ویاړرابیند رانات تاګور لیکلې ده … په هند کې موږ دا په ماشومتوب کې لولو، اوزموږ میندې پلرونه یې ترخوبیدو دمخه تل په مینه مینه راته وایي ….  ونه و یو کابلي والا و… په کالکته کې …

زموږ درسونه په ځوښ سره روان ول، هغه مهال نه کامپیوترو اونه هم انترنیت، دیوې ساده اولنډې لیکنې له پاره به مو ورځې ورځې د کتابتون دکتلاک روکونه په ماخذونوپسې لټول څوچې به موهغه ولیکله،اولابه مو زړه درزیده چې استاد به یې ومني اوکه نه…

زه مې ترنورو ټولګیوالوډیرسرڅرخنی وم، ما تردوی زیاتې ستونزې درلودې ځکه چې زما له پاره د درس ژبه هم نوې وه، کله کله خوبه مې ټولګیوالوپرژبنی وینګ باندې هم خندل …  داسې نه دی ، داسې دی …

خو،خوشي بیا په دغه برخه کې زما ډیره مرستندویه وه… ځکه چې په موږټولوکې ښه انګریزي دې ویله … ان چې کله خو به دی هم له همدې امله چې په موږ کې یې ساری نه و د حمید بابا نیم بیتی زموږ پرمخ را وویشت چې ګواکي په دغه برخه کې یوازې زه یم… زه …

نه یې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله کې …

د لومړی سمستر دریمه اوونۍ وه چې له دوو دریو ورځووروسته کومې نجلۍ ټولګي ته یوناڅآپه داخبر راووړ :

– خوشي امریکا ته لاړه …

دغه خبرموږټول هیښلي کړو، یوه اوبل ته مو سره وکتل،

–  دومره ناڅاپه …

نجلۍ :

هو، پلاریې هلته پردنده ټاکل شوی ، داهم ورسره ولاړه …

زه : بې له خدای پاماني…

نجلۍ : ماته یې په تلیفون کې وویل چې دپلارتګ یې بیړني و، نور وخت نه وچې دلته راغلې وای…

په رښتیاهم هغه دچا خبره دهغې د تګ په خبرمې زړه څړیکه وکړه، خپه شوم، اوځان مې په مسافرۍ کې نورهم مسافراحساس کړاوموږټولوته زموږ دبنګالۍ ټولګیوالې دغه ناڅاپي سفرحیرانونکی واوخواشینونکی هم ، خوشي ولاړه ….  اوزما زړه ته هم دا ورسیده چې خوښي ډیره اوږده نه وي …

خوشي ولاړه، یومیاشت لا نه وه تیره شوې چې لیک یې راغی ، په یوه پاکت کې دوه لیکونه … خو پرپاکت یې زما نوم اوپته لیکلې وه… یو زما له پاره اوبل هم زموږ د ټولګیوالوله پاره …  زما د لیک پرسریې هم هغه مشهوره جمله چې دې به تل ماته ویله په ګلابي رنګ  لیکلې وه…    پټآن کا یاری … شیرکا سواري…

ما یې دلیک ځواب ډیر زرولیکه، اوهغه مې د کالج له ډاکخانې نیغ یوه ورځ وروسته ورو استاوه، بس همدغه لیکونه وو چې موږبه یوه اوبل ته استول، ترهغوچې زه کابل ته ولاړم، ما واده وکړ، له هغه وروسته دکابل دجګړوغمیزې را پیل شوې، د بچیانوخاوند شوم، خوشي هم دامریکا شوه، هلته یې درس ووې اوهلته یې له کوم خپل بنګالي سره واده وشو… خوزموږ رابطه د دوو ټولګیوالوپه توګه، نه په بل ډول… همداسې پرهم هغه کرښه روانه پاتې شوه چې :

پټآن کا یاري ، شیرکا سواري …

 

****

دتیرنوي کال په لومړۍ اوونۍ کې مې له خپلې میرمنې سره مشوره وکړه چې غواړم ډیلي ته ولاړشم، هغې راسره ومنله اوخپله همیشنۍ خبره یې هم له خپلې مشورې سره ورغبرګه کړه :

–  سمه ده که جنت ته هم دومره سړی ولاړشي، زړه یې ترصبریږي خوستا به کله هم له هندوستانه نه شي…

راوخوځیدم، د ونکوور په هوایي ډګرکې دری ساعته انتظارشوم، ترڅوچې وخت پوره شو، اجمل زیاتره وختونه د بیزنس کلاس په څنګ څوکۍ راته نیسی چې هغه یوڅه آرامه وي، اوله ډیروړاندې وروسته هم سړی دلته بې غمه وي، داځل هم د الوتکې په دغه برخه کې له یوه ځوان سردارجی سره نږدې دیره شوم، خوشاله ځوان و، ځان یې را وپیژند چې د پنجاب ود ملیرکوټله او لودیانې ترمنځ چیرې اوسیده، ما هم ځان ور وپیژاند چې پښتون، افغان یم، خواوس د زماني توپان د باد وزر راڅخه جوړکړی،دادی نن مې یارانه له تاسره شوه ، لس پنځلس ساعته به سره مله وو…

سردارجي را ته په خندا شو، او په خنداخندا کې یې ترخوله راووتل :

– سمه ده ، قبوله مې ده، خپه رانه نه شې، له بابامې اوریدلي ووچې :

پټآن کا یاري ، شیرکا سواري …

سره ومو خندل، زموږ غږ لږاوچت شو، نږدې ناست کسان چې په هندي پوهیدل هغوی هم د ځوان سردارجی خبرې ته وخندل، خوزموږڅوکۍ ته په مخامخ کې بیزنس کلاس څوکۍ کې یوې مامره میرمنې چې زما په عمربه وه ، مانا داچې د شصت وشکست پربیړۍ سپره وه زموږ په دغه خندا او دغه خبره په خپل څوکۍ کې را اوچته اوسره وښوریده، اوخدای شته چې زموږ پرلوریې پریوه بل ډول سره را وکتل … ما زر سرکارته واچاوه، ځان مې د څوکۍ پرسکرین باندې بوخت وساته وډارشوم چې ګواکي زموږ خبره اوخندا لکه چې درنه پرې ولګیده… په ځیرځیریې زموږ خواته را وکتل، ما ځان غلی ونیو، خودې لا هم راکتل اوڅه یې ونه ویل …

الوتکه په الوتوشوه،ښکلې میلمه پالې زموږ مخې ته پرده را وغوړوله، او زموږمخې ته ناسته میرمن یې زموږله نظره پټه کړه، خوهرځل به چې بیا میلمه پاله زموږ برخې ته راننوته، بیابه زما اوهغې میرمنې سترګې پریوه بل باندې لګیدې… دیارلس څوارلس ساعته زموږد پردې په پورته کیدو سره تیریدل اوتیریدل، الوتکه د ډیلي فضا ته را ورسیده چې څراغونه یې ولګیدل، میلمه پالې پرده بیا پریوه خوا کړه، دمیرمنې پام اوس هم زموږ پرخوا و، غږ یې را رسیده ځکه یې له سرښورولوسره سم راته وویل :

ـ سفرمو په خیرو …

–  مننه ،

– افغان یې ،

هو،

–  په کاناډا کې دې څه کول ؟

– کورنۍ مې همدلته ده،

– نوډیلي ته دڅه له پاره روان یې ؟

– هلته ډیره موده اوسیدلی یم ، درس مې هلته ویلی، ښه را باندې لګیږي…

– واو ،

داسې ښکاریده چې یوڅه راباندې شکمنه شوې وه، خوبیاهم باوري نه وه ، ځکه اوس زما اودې دواړو ستوري په لویدو وو، څوڅلویښت کاله مخکې او اوسنی حال ، دوه بوډاګان، اوهغه هم له څوڅلویښتوکالو وروسته په یوه الوتکه کې … داسې یوڅه نورې خبرې موهم سره وکړې، الوتکه کښته شوه، کالي مالي موسره واخیستل اودروازې پرانیستلوته انتظارشوو، خو دې بیاهم درګرده پوښتنې راڅخه کولې …

–  په کومو کالوکې هندوستان ته راغلی وې …

– په اتیایمه لسیزه کې …

– درس دې چیرې ویلی ؟

– په ډیلی کې …

– نوم دې څه دی؟

– اتل

– اتل پښتون ؟

– هو، ته څنګه پوه شوې چې زه اتل پښتون یم .

ـ  انګریزي استاده د څوک وه ؟

–   شبنم مدم …

– تاته به یې هره ورځ څه ویل ؟

– نه پوهیږم هیرمې دي ؟

– په انګریزي کې چا مرسته درسره کوله ؟

– له یاده مې وتلې …

په همدغه شیبه کې دالوتکې دروازه خلاصه شوه ، دا مخکې اوزه ورپسې وم ،

ځوان سردارجی پرما پسې و، کله چې موږ په خبرو شوو، راته په خندا شو :

– میرمنې لکه چې وپيژندلې ؟

ـ نه پوهیږم … لکه چې …

–  ښه وه چې دسفرپه پیل کې یې نه وې پيژندلی، ټول سفرخوبه موزه لیونی کړی وم …

موږ له الوتکې راووتو، د لارې په څنګ راته ودریده، په غاړه کې یې لاس را واچول،په چغو چغو او درنه ژړا کې یې ترخوله را ووتل :

–  زه خوشي یم ، خوشي ، هم هغه ستا ټولګیواله … هم هغه بنګالۍ … هم هغه چې یونا څاپه  امریکا ته درڅخه راغلم …

دخوشي له ژړا سره ماته هم ژړا راغله، کلکه غیږمې ورکړه … اود ژوند دغه تصادف ته مو ترډیرو سره وژړل … په هوایي ډګرکې یویونیم ساعت سره کیناستو، دا کلکته روانه وه، پخوانیویادونوته موهم سره وژړل اوهم مو وخندل، خپل زوی ته یې تلیفون وکړچې زما له پاره سبا ماښام ته ټکت بوک کړي، په څوشیبوکې داکارهم، دسبا ماښام له ًپاره وشوچې زه باید کالکتې ته ورشم، ځکه چې په راتلونکې اوونۍ کې د دې د کوچنی زوی واده و…

ـ سمه ده نن آرام وکړه ، سبا به زه د کلکتې په سوبهاش چندربوس هوایی ډګرته درته انتظاروم اوکه زه نه وم نویوڅوک به له همدغې لوحې سره درته ولاړوي چې :

پټآن کا یاري ، شیرکا سواري …

نوی ډیلی ۲۰۲۴ کال د فبروري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.