مېرمن زرغونه عطا ژواک

فتانه ژوند

251

مېرمن زرغونه عطا ژواک والیبالره، نطاقه، شاعره او د ښځو د حقونو مبارزه

د راډیو افغانستان پخوانۍ نطاقه، والیبالره، شاعره، او د ښځو د حقونو مبارزه مېرمن زرغونه عطا ژواک د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد د کلي اوسېدونکې ده. په ۱۳۳۲ ل کال کې یې د هېواد نامتو سیاسي، اکاډمیک او ادبي شخصیت ارواښاد محمد دین ژواک په کور کې نړۍ ته بختورې سترګې پرانېستې. نوموړې د خپل کاله ډېره بختوره لور وه، پیداښت یو نېک فال او قدم و ځکه تر زرغونې مخکې د استاد ژواک اولادونه له زېږېدو وروسته مړه کېدل خو د زرغونې نېمکرغه زېږېدو د مړینې دا سلسه ختمه کړه او د کور راتلونکې اولادونه هم ژوندي پاتې شول.

مېرمن زرغونه عطا د خپل کور په علمي او ادبي چاپیریال کې لویېده، لومړنۍ زده کړې یې د زرغونې په عالي لیسې او منځنۍ زده کړې یې د عایشه دراني په عالي لیسې کې پای ته ورسولې او په ۱۳۵۲ ل کال کې د عایشه دراني له عالي لیسې څخه په اعلی درجه فارغه شوه. میرمن عطا د عایشه دراني ښوونځي د والیبال ټیم تکړه لوبغاړې وه، د دې په مشرۍ د هغه وخت د نجونو د لیسو د والیبال په ټیمونو کې د عایشه دراني د لېسې والیبال ټیم لومړی او سرکرده ټیم و چې مېرمن عطا په کې ښې لاسته راوړنې لرلي. د ښوونځي له فراغته وروسته یې پلار غوښتل چې هغه د ادبیاتو پوهنځی ولولي خو مېرمن عطا د خپلې خوښې رشتې اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوه او په ۱۳۵۷ ل کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ او پرمختګ له څانګي فارغه شوه.

مېرمن عطا له ماشومتوبه ځیرکه او فعاله وه، له سیاست او ویاندویي سره علاقه لرله او ډیری وخت به له پلار سره « راډیو افغانستان» ته تله، په راډیو کې یې د خوښي نطاقانې خدای بخښلې صایمه مقصودي او شفیقه محمود حبیبي وې، تر ټولو لوی ارمان یې دا و چې یوه ورځ لکه هغوی یوه پیاوړې ویانده اووسي او په راډیو او تلویزون کې خبرونه ولولي. د مېرمن عطا دا ارمان ډېر زر پوره شو، سوچونه او خوبونه په هغه وخت په حقیت بدل شو چې په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د کلتوري کمیټې په مرسته کلتوري خپرونې جوړي شوې، د کنسرت او نمایشنامو ترڅنګ ویاندویي ته هم اړتیا لیدل کیده او په کلتوري پروګرامونو کې د پښتو ژبې د ویاندویي مسوولیت مېرمن عطا په غاړه واخیست.

په ۱۳۵۵ ل کال کې د کابل پوهنتون په یوه فرهنګي پروګرام کې چې د پوهنتون استادان، د محصلینو کورنۍ او د هغه وخت د اطلاعاتو کلتور چارواکي هم راغوښتل شوي وو، مېرمن عطا ویاندوي وکړه، د هغه وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو ریس د هیواد وتلی او علمي شخصیت ارواښاد ډاکتر اکرام عثمان د پروګرام په پای کې میرمن عطا ته په ملي راډیو تلویزون کې د ویاندۍ بلنه ورکړه، میرمن عطا په راډیو کې د ویاندۍ ازموینه ورکړه، له ازمویني وروسته بریالۍ شوه او په اونۍ کې یې درې ورځې د راډیویي خپرونو د نطاقې په توګه ومنل شوه.

میرمن عطا له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته د معادن او صنایع په وزارت کې رسمي دنده پیل کړه، یو کال وروسته په ۱۳۵۹ ل کال کې د ځینو مشرانو او دوستانو په مشوره یې بیا په راډیو تلویزون د ویاندانو پیل کړه,څه موده وروسته د تلویزون د سیاسي او اجتماعي خپرونو د مدیریت غړې، د «ښځې او ټولنې» د خپرونې پروډیسره او د راډیو افغانستان د اطلاعاتو او خبرونو د مدیریت غړی هم شوه. د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت په ورستیو کلونو کې یې د ښوونکې رسمي دندې تر څنګ د راډیو د ویاندې په توګه هم کار کاوه او دې دندې یې تر ۱۳۷۱ ل کال پورې دوام وکړ.

له بده مرغه په ۱۳۷۱ ل کال کې یې د تنظمي جګړو له امله جرمني ته کډواله شوه. مېرمن عطا د خپل ویښ شعور او احساس له مخي په جرمني کې هم د هېواد او هېوادوالو غم او درد هېر نه کړ او نه یې ځان بې مسوولیته وګاڼه بلکې ترپخوا لا ډېره فعاله او ګرنډۍ شوه، په جرمني کې یې د افغان ښځو د همغږۍ ټولنه جوړه کړه او نورو اورپایي هېوادونو ته یې د ټولنې فعالیتونه وغځول، د همدې ټولنې له لارې یې د افغانو ښځو د بد ټولنیز ژوند او حقونو له پاره کنفرانسونه او اعتراضیه غونډې هم جوړې کړې. همدارنګه د مورنۍ ژبو د ودې کورسونه, د ملي او نړیوالو ورځو نمانځل او له فرهنګي ټولنو سره د اړیکو ساتل د یادې ټولنې له مهمو موخو وې چې لا هم دا لړۍ روانه ده.
مېرمن عطا نه یوازې عملي مبارزه کوي بلکې د شعر او لیکوالۍ استعداد یې هم لوړ دی، نوموړې په رسنیو کې د اقتصاد پوهې، سیاست والې او د افغان ښځو د حقونو د مدافع په توګه راڅرګندیږي، په عملي ډګر کې مبارزه کوي او هم یې د قلم په ژبه د ښځو د حقونو د دفاع غږ تل اوچت ساتلی.
د اغلې زرغونې لا بریاوو په هیله!

دا هم د محترمه زرغونه عطا ژواک د کلام بېلګې:

راسې ژوند مو د سهارنۍ وږمو ،
د شين آسمان په غوړېدلۍ غيږ کې د لمر د رنګينو وړانګو ،
د شبنم پر بارخو د څڅېدلو اوښکو
او د بلبلو د ژغ په اورېدو
د يو روڼ سبا په هيله پيل کړو

بله بېلګه :
ښکلو خو د هیلو ډکو سترگو !
څه غواړئ د دې بدمرغه او تریخ ژوندانه نه ؟؟
دلته د زړونو نه د رحم مزي شکېدلي دي
دلته د انصاف تله مخ په ډوبېدو ده !
دلته د هیلو سرته رسېدو غوښتنې د مکارۍ ښکار شوي دي
او ستاسو د هیلو د سرته رسېدو بازار اوس سوړ ښکاري
نو وگرځم ستاسو د منتظرو کتلو د بې خیاله دنیاگۍ نه !!!

بله بېلګه یې:
مورې درنې مورې !
تاته سر ټيټي يوو .
ځکه ستا د مينې او هيلو ځواب ته څه نه لرو
ستا نه هر هغه څه چې ستا د مهربانه زړه سره تړلي دي
هغه درنه اخيستل شوي دي .
هو خوږې مورې
ستا سوري سوري زړه ته د ملهم ايښيدو څه نسته
ستا تړمو تړمو اوښکو ته د پاکېدو پوړنى در پاته نه دى .
او د تورتم انتظار ته څه نه موندل کیږي
هو مورې خوږې او درنې !
هغه وخت به د مبارکۍ حق ځانته ورکوو
چى ستا د کلونو کلونو انتظار د بې جګړې هېواد په هوډ عملي کړو.
هو موري اوس درته شرمنده يو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.