لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

فتانه ژوند

406

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي

امن بولې سپین وزرې نه دي څه دي

کوټلي ګامونه او چټک پرمختګ! د سمندرونو ماتیدل او فاصلې لنډول، داسې یو څه کوم چې هیڅ څه یې مخه نشي نیولای. له دوه کاله ځنډ، په کور ناستو، بندیزونو، تیت پرک کولو او هواره کیدو سره یو ځل بیا پښتنو او افغانو نجونو او میرمنو زولنې ماتې او زندانونه یې سوري کړل.

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

طالبانو ته په واک سپارلو او طالبانو په خپل راتګ سره په افغان نجونو د شپږم نه د پورته مکتبونو او پوهنتونونو د بندولو او ځینې نورو بندیزونو تر څنګ ادبې فعالیتونه هم بند او وځنډول، چې په دې سره ځینو میرمنو او نجونو خپل وطن پریښود. دې بدلونونو تر ډېره د میرمنو فعالیتونه او ناستې ټکنۍ او ورباندې یې بده اغیزه وکړه. تر ډېره دې هر څه او سمندرونو هم د افغان نجونو او میرمنو مخه ونه شوای نیولی؛ دا ځکه چې افغان میرمنې بیا را پاڅېدې؛ بیا را بیدارې شوې او خپل زندۍ شوی غږ یې وژغورو.

افغان میرمنو د دوه کاله په تېریدو سره دا فیصله وکړه، چې بیا سره را غونډې شي او خپل فعالیت او موجودیت په ټولنه کې اعلان او ښکاره کړي. د یو او بل ترڅنګ مضبوطې ودرېږې، دا ځکه چې د یو او بل لریوالی؛ له ادبه لرې والی ورته د زغملو او منلو وړ نه و؛ نو ځکه یې دا پریکړه وکړه چې خپل ادبې فعالیتونه په انلاین بڼه وپالي او خپلې فاصلې لنډې کړې. د افغان میرمنو ادبې بهیر د میرمنو لخوا څه موده کیږي، چې خپل فعالیت یې په انلاین بڼه شروع کړی او خپل فعالیتونه د واتساپ له لارې پالي، د ادب فعالې او د ادب مینوال سره را غونډیږي او خپل ادبې فعالیتونه د هیواد او بهر له هیواده په یو او ګډ غږ ویشې. هره یکشنبې یوه غونډه نیسې او دا غونډه په دریو پنلونو ویشلې وي چې پکې د کره کتنې او مشاعرې برخه ځانګړې وي، تر اوسه یې اته ۸غونډې تیرې شوې چې په ادبې مسایلو راڅرخې .

او هېره دې نه وي چې د جولای په نهه مه نیټه اتمه غونډه میرمن ادبې بهیر د ارواښاد نصیر احمد احمدي صیب د تلین غونډه او د احمدي صیب کارکردګیو ته ځانګړې کړې وه ، چې د میرمن ادبي بهیر له پاڼې او ځینو نورو رسنیو په ویډویې بڼه خپره شوه. یعنې دلته له دې معلومیږي چې ادبې بهیر له پوره قوت او هوډ سره راغلی، د افغان میرمنو ادبې بهیر د پخوا په څېر کم رنګه نه؛ بلکې تر پخوا ډیر رنګین ښکاري. دا ځکه چې له دې بهیر سره ډېری نوې څیرې د وطن له هره کونجه یوځای شوې دي. افغان میرمنې نه یوازې دا چې کمزورې شوې نه دي؛ بلکې تر پخوا ډېرې قوي او په ټولنه کې خپلو مسولیتونو ته ژمنې ښکاري. او دا باید له پامه ونه ِغورځوو، چې یاد بهیر په څوارلسو مادو ولاړ بهیر ده . چې ورته ټول بهیر ژمن ښکاري؛ دلته یې له تاسو سره هم شریکولای شوو .

_____ نه دي نشته مثال ستا د ګل رنګ ځوانۍ

ستا شایست ته رنګ د سپوږمۍ څه معنا؟

حوره یې که څه یې او که بله ملایکه یې

ټوله نړۍ ته یې’ او دا نیمه نړۍ څه معنا؟

ته خو نوی ژوند یې او د امن پیغمبره یې

دلته دا د مینې او د امن زندۍ څه معنا؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.