غزل

 عطایي ملا 

119
ساقــي نذر دي رابــاندي د ښــار ښــکلی شـــرابي سو
شیخه! اوس نو ایمان ټېنګ کړه د ګناه سیند توپاني سو
سپین کالیو! چي را نه سئ، عــافیت غرو ته ختلی
ها سياه پوشه خوناب سازه، جګرسوزه کبابي سو
دلته شرنګ د پیمانو سو، د ګلڅانګي په لاسو کي
هلته پلار د توبې مــړ سو، د زهادو کور خالي سو
چــــا ویل چي لار د زلفــــو په نشــو کـــي پیداکیږي
دا خو خَم پر خَم سیلاب دئ، هر یو پېچ یې ګردابي سو
یه د بزم نو آمــوزو، ځیــــــګر سپر کړی و څپو ته
نور به خُم په خُم جنګیږو، د جام دور اسماني سو
رنـــګ د تــاک تاوده رګـــونه، ننــول د زړه له سوزه
د اور څاڅکي يې را توی کړه، ټول ماحول دوږخي سو
تشوئ یې ډکوئ یې، د ادم د زوی جنون دئ
هر ګـلسازه ګناهکاره، هر ګلسوزه جنتي سو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.