د تبوک غزا لومړۍ برخه

لیکوال عبدالحمید جوده السحار ژباړن شرر ساپی

161

زخته ګرمی ده، په خلکو خولې راماتې دي، خلک په ډېره تنګسیا کې دی، وچکالي ده. د خلکو په زړونو کې د هیلو غوټۍ وغوړېدې، باغونه شنه شول، میوې پخې شوې، دې ته میلان ډېر شو چې د خپلو باغونو د سیورو لاندې کیني او میوې وخوري، رسول الله_ﷺ_خلکو ته وايي رومیانو تابیا نیولې چې په یثرب برید وکړي، هرقل د یو کال تیاری نیولی، لخم، جذام، عامله، او غسان قبیلې هم ورسره ملګرې شوي دی، بلقاء ته راغلي دی.
رسول الله_ﷺ_خلکو ته د تیارۍ امر وکړ، رسول الله_ﷺ_چې به هرې غزا ته تلو، نو خلکو ته به يې نه څرګندوله، پرته له دې غزا نه، ځکه چې لار اوږده وه ، اوړی و او دښمن ډېر و، څو خلک له ځان سره پوره توښه واخلي، خلک په تیارۍ بوخت شول، د موته جګړې یادونه راوګرځېدل، په دغه غزا کې زید بن حارثه، عبدالله بن رواحه او جعفر بن ابي طالب شهیدان شوي وو، خالد وکولی شول چې پاتې جنګیالي له سیمې نه روغ راوباسی.
مومنانو سره د دښمن پر وړاندې د جګړې زخته لیوالتیا وه، څو د خپلو وروڼو غچ واخلي، منافقانو هڅه کوله چې د مومنانو په منځ کې د ماتې روح پوه کړي، رسول الله_ﷺ_مکې او عربي قبیلو ته احوال ولیږه چې په دې جګړه کې ورسره برخه واخلی، شتمن يې وهڅول چې مرسته وکړي، هغو خلک له سیلاب راورسېدل چې زړونه یې د الله تعالی په نور روښانه شوي و، د مکې، مدینې او نورو عربي قبیلو له لوري صدقي راوچلېدلې.
یوه ورځ رسول الله_ﷺ_د رومیانو د غزا پر وړاندې په تیارۍ بوخت دی، د بني سلمه یو تن جد بن قیس سره مخ شو، ورته يې وویل:
– ای جده، د ژیړ رنګو په اړه کومه لیوالتیا لرې؟
– ای د الله رسوله ، ماته اجازه راکړه او ما په فتنه کې مه غورځوه، په خدای زما قومیانو ته پته ده چې زه نو د ښځو پر وړاندې بیخي مات یم. زه ویریږم که دا ژیړ رنګې نجونې وګورم، بیا مې صبر نه کیږي.
رسول الله_ﷺ_ترې مخ وګرځاوه، ويې ویل:
– ما اجازه درکړه.
زوی يې عبدالله په دې کار پړ کړ او ورته يې وویل:
– په خدای چې یوازې منافقت منع کړې، الله تعالی به دې په اړه وحې نازله کړي.
پڼه يې راوویستله او خپله زوی پر مخ وواهه.
نو الله تعالی د جد بن قیس په اړه وحې وکړه(( او له دوی نه يې ځينې وايي، ماته اجازه راکړه، ما په فتنه کې مه غورځوه، خبردار چې دی په فتنه کې وغورځوېده،او جهنم هرومرو له کافرانو چاپېرېدونکی دی)).
زوی یې ورته وویل:
– ما درته نه ویل؟
– چوپ شه بدبخته، په خدای ته راباندې د محمد نه هم سخت تمامیږئ.
منافقان لګیا دي، په خلکو کې د نفاق زهر شیندي، او یو بل ته په پټه وايي:
– په دې اهاړ کې مه وځئ.
دوی به ډېر پټ یو بل ته ورتلل، څو يې خبرې رسول الله_ﷺ_ته ونه رسیږي، هیله يې لرله چې د خپل نفاق تخم د مومنانو په زړونو کې وشیندي، خو الله تعالی يې هر څه ډاګیز کړل: (( او دوی وویل چې تاسې په ګرمۍ کې جګړې ته مه ځئ، ورته ووایه، د جنهم اور له دې سخت ګرم دی، که دوی پوهيږي، دوی به لږ وخاندي او ډېر به وژاړي، دا جزا يې په سبب د هغې ده چې دوی کسب کړي))
رسول الله_ﷺ_ته خبر ورسېده چې ځینې منافقان د یهودي سویلم په کور کې راټول شوي او خلک د رسول الله_ﷺ_بیلوي. په دوی پسې طلبحه بن عبید الله ورولیږه، امر يې ورته وکړ چې د سویلم کور ورباندې وسوځوي.
طلحه له خپلو ملګرو سره کور ته ورغی، او اور يې ورته واچوه، څوک چې په کور کې و، له ويرې يې زړونه بوټ ووتل، په تېښته شول، ضحاک بن خلیفه له کوره په ټیله راووت، وغورځېده، پښه يې ماته شوه، ملګري يې هم راووتل، ضحاک په دې اړه وویل:
نیږدې وه چې د محمد اور ضحاک او ابن ابیرق دواړه سوځولی وای
زه د سویلم یو وړوکي کور ته وختلم، بس پښه مې ماته شو او څنګل مې ژوبل شوه
په تاسې دې سلام وې بیا به دغسې کار نه کوم
اور چې پرې بل شي سوځيږي
رسول الله_ﷺ_شتمن وګړي د الله په لاره کې په نفقه هڅول، عثمان بن عفان ډېره لویه نفقه ورکړه، د هغه په څير بل چا نفقه ور نه کړه، لس زره جنګیالي یې تیار کړل، یوازې یې لس زره دینار ورکړل، نه سوه اوښان او سل اسونه یې ورکړل، د دې ټولو اسونو او اوښانو اړوند ټول شیان حتی مهارونه يې هم ورکړل، نو رسول الله_ﷺ_وویل:
– ای ربه له عثمانه راضي شه شه، بې شکه چې زه ترې راضي یم،
د شپې له لومړۍ برخې څخه یې د سهار تر راختو پورې خپل مبارک لاسونه پورته کړي و او د عثمان لپاره يې دعا غوښتله.
عثمان زر دیناره راوړل، د رسول الله_ﷺ_په غيږ کې واچول، رسول الله_ﷺ_په لاسونو کې اړول او ویل يې:
– عثمان له نن ورځې وروسته کوم زیان نه دی کړی… عثمان له نن وروسته کوم زیان نه دی کړی.
لومړي سړي چې نفقه راوړه، هغه ابوبکر صدیق و، خپله ټَوله شتمني يې راوړه، څلور زره درهمه و، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
– کورنۍ ته څه پرېښودل؟
– هغوی ته مې الله او د هغه رسول پرېښود.
عمربن الخطاب راغی، خپل نیماي مال يې راوړه، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
– کور ته دې څه پرېښودل؟
– نیمایي مې پرېښود.
عبدالرحمن بن عوف راغی، سل اوقیه( ) يې راوړې، عثمان بن عفان او عبدالرحمن بن عوف په زمکه کې د الله تعالی دوه خزانې وې، د الله په لاره کې يې لګښت کاوه.
عباس هم ډېره شتمني راوړه، طلحه هم راوړه، مېرمنو د خپلو غاړو ګاڼې راوړې، عاصم بن عدی اویا وسقه( ) کجورې راوړې، عبدالله ذوالبجادین رسول الله_ﷺ_ته راغی، ويې ویل:
– ای د الله رسوله ماته د الله تعالی نه شهادت وغواړه
رسول الله_ﷺ_وویل:
– ماته د ونې پوټکۍ راوړئ.
پوټکۍ يې ورته راوړه، رسول الله_ﷺ_يې مټ پرې وتړه او ورته يې وویل:
– ای ربه وینه یې په کافرانو حرامه کړه.
– ای د الله رسوله ما دا نه غوښتل.
– که تا تبه هم ووژني ته شهید يې.
– عبدالله یوازې یو بجاد(ډبل ګنډلی څادر) لره، هغه يې دوه ځایه وشلوه، په يوه یې لنګ وواهه او بل يې واغوست. مدینې ته راغی، مسلمان شو، ډېر قران يې زده کړ، خپل نوم يې عبدالعزی و، رسول الله_ﷺ_پرې عبدالله نوم کېښود.
د مسجد الضرار خلک ورته راغلل، ویې ویل:
– ای د الله رسوله موږ د ناروغۍ، اړتیا، بارانۍ شپې او ژمنۍ شپو په خاطر مسجد جوړ کړی دی، موږ غواړو چې ته راشئ او موږ ته په کې لمونځ راکړې.
– زه په سفر روان یم، او وزګار نه یم، که بېرته راستانه شو، نو ان شاء الله دربه شم او تاسې ته لمونځ درکړم.
رسول الله_ﷺ_ته د خپلو ملګرو اوه فقیه ملګري راغلل، د الله تعالی په لاره کې يې د غزا تلوسه او شوق لره، خو بېوزله و، کومه سپرلي یې نه لرله چې پرې سپاره شي، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
– زه خو کومه سپرلۍ نه لرم.
دوی اوښلنې سترګې ستانه شول، عباس د دوی ژړا ولیده، ډېر زیات اغیزمن شو، له دوی څخه یې دوو ته سپرلۍ برابره کړه، درېو ته يې عثمان بن عفان سپرلۍ برابره کړه، یامیز بن عمروالنضری دواړو ته اوښ ورکړ او دوه صاعه کجورې توښه يې هم ورکړه؟
نور خلک هم و چې رسول الله_ﷺ_سره د رومیانو جګړې په ډېر زیاته تلوسه کې و، خو نه يې اوښ درلوده او نه يې اس، ځای لرې ده، ګرمې ډېره ده، د یثرب څخه تبوک ته پلی تګ ناشونی و. ابو موسی الاشعری او ځينې ملګري يې ټيټ سرونه ناست دی، ډېره ورباندې سخته تمامه شوې ده، ګوري چې وروڼه يې د رسول الله_ﷺ_سره په ملتیا د روم جګړې ته ځي، خو دوی د تګ لپاره هیڅ نه لري.
سترګې ابوموسی ته راواوښتې، رسول الله صلی الله علیه وسم به ورته غلی ناست و، ده به ورته قران کریم تلاوت کاوه، رسول الله_ﷺ_به ورته ویل: (( د داود له حمدونو يو یې)). خپلو ملګرو ترې وغوښتل چې رسول الله_ﷺ_ته ورشي او سپرلۍ ترې وغواړي:
ابوموسی ورغی، ورته يې وویل:
– ای د الله نبي زما ملګرو تاته راولیږلم چې سپرلي ورکړئ.
– په خدای نه مو بوځم او نه څه لرم چې تاسې پرې سپاره شئ.
ابوموسی خپلو ملګرو ته خواشینی راستون شو، رسول الله صلی الله علیه له تګ نه منع کړل، ده سره به کوم فکر پیدا شوی و، ځکه رسول الله_ﷺ_سوګند وخوړ چې نه مو بوځم.دوی یې خبر کړل، څو ساعتونه نه و تیر چې بلال غږ کړې:
– ای عبدالله بن قیسه
هغه ځواب ورکړ:
– رسول الله صلی الله دې غواړي؟
کله چې ورغی، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
– دا شپږ اوښان واخله او خپلو ملګرو ته دې ورشه.
ابو موسی واخیستل، خپلو ملګرو ته لاړ، د هغوی تندي له خوښۍ څخه وغوړيدل، ډېر ژر يې رنګونه والوتل، یو تن وویل:
– موږ خو رسول الله_ﷺ_بند کړي و.
– سوګند وروسته يې اوښان راولیږل، دوی وویل:
– خدای که په دې کې کوم برکت وي؟
رسول الله_ﷺ_ته راغلل، خپلې ویرې يې ورسره شریکې کړې، رسول الله_ﷺ_ورته وویل:
– ما خو پرې نه یې سپاره کړي، الله تعالی دا سپرلۍ درکړې.
بیا يې وویل:
– که زه په یو شي سوګند خورم، او بیا تر هغې غوره پیدا کړ، د خپل سوګند کفاره ورکوم او هغه غوره چاره ترسره کوم.
رسول الله_ﷺ_سوګند وخوړ چې دې خلکو ته به په پور اوښ او یا اس نه رانیسي، هغه په خپل سوګند کې حانث نه و، یوازې يې یوه قاعده روښانه کوله که څه هم په خپل سوګند کې حانث نه و، ویې ویل که کوم سوګند وخوري او تر هغه غوره وویني، نو د خپل سوګند کفاره پرې کوي او هغه غوره کار ترسره کوي.
رسول الله_ﷺ_وتلو ته چمتو شو، محمد بن مسلمه الانصاري يې پر مدینه پرېښود،علي کرم الله وجهه يې خپلې کورنۍ ته پرېښود او امر يې ورته وکړ چې همدلته دې پاتې وي، منافقانو اوازه واچوله:
– علي پرې دروند شو ځکه يې پرېښود.
رسول الله_ﷺ_له دیرش زره ملګرو سره روان شوو، لس زره اسونه و، په ثنیه الوداع کې یې عسکر کوټ جوړ کړ، د منافقانو مشر عبدالله بن ابی ابن سلول راغی، یو لوی لښکر ورسره و چې د مومنانو له لښکر څخه کم نه و، د رسول الله_ﷺ_له عسکر کوټ نه لاندې ځای په ځای شول؟
عبدالله ابن ابی ته د شک سترګې ورواوښتلې، ایا د منافقانو مشر به د رسول الله سره د رومیانو جګړې ته لاړ شي؟ ایا الله تعالی یې زړه پاک کړ او د باور په رڼا ډک کړ؟ د تګ وخت راورسېده، عبدالله بن ابی په ملنډو وویل:
– محمد ژیړ رنګو(رومیانو) سره په دې سخت حالت، ګرمۍ او لریوالي جګړه کوي!محمد ګومان کوي چې ژيړ رنګو سره جګړه لوبې دي، په خدای زه يې وینم چې ملګري يې په رسیو تړلي دي.
عبدالله بن ابی د زړه له ناروغۍ روغ نه شو. هغه ورځ کله هیرولی شي چې محمد بن عبدالله له هغه تاجه څخه بې برخې کړ چې د اوسیانو او خزرجیانو د جوړې په وړیاړ ور په سر کېده، خو د رسول الله هجرت يې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې. له جګړې نه پاتې شو، دا هیله يې کوله چې مسلمانان ماتې وخوري او د ده په زړه کې لګیدلی اور مړ شي.
یوه ډله منفافقان راټول شول، یو بل ته یې وویل:
– ایا تاسې هم په رومیانو د عربانو ګومان کوئ چې یو له بل سره جګړه کوي؟ په خدای چې سبا خو یې په رسیو کې وتړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم عمار بن یاسر ته وویل:
– دغه خلکو ته ځان ورسوله، پوښتنه ترې وکړه چې څه يې وویل، که يې انکار وکړ، ورته ووایه، داسې او داسې مو وویل.
عمار بن یاسر پسې ورغی، خبره يې ورته کړه، دوی رسول الله_ﷺ_ته راغلل، عذر او زارۍ کوي، وايي:
– موږ خو هسې ټوکې او ګپ لګاوه.
الله تعالی يې په اړه ایاتونه نازل کول: (( که له دوی پوښتنه وکړئ نو دوی به هرومرو ووايي، موږ یوازې ټوکې ټکالې کولې)) ( ).
د کوچینانو کمزوري او بیوزله خلک راغلل له رسول الله_ﷺ_اجازه غواړي چې پاتې شي، دوی دوه اتیا کسان وو، ځينې نور منافقان له عذره پرته کیناستل. د مسلمانانو ځينې هم پاتې شول چې په کې کعب بن مالک، هلال بن امیه ان مراره بن ربیع په غیر له کوم عذر نه پاتې شول، د دوی اسلام ته کومه د شک ګوته نه نیول کېدله.
رسول الله_ﷺ_د تګ لپاره چمتو شو، نو لواء او بېرغونه يې جوړ کړل، خپله لویه لواء يې ابوبکر الصدیق ته ورکړه، او لوی بیرغ یې زبیر بن العوام ته ورکړ، د اوسیانو بیرغه يې اسید بن حضیر او د خزرجیانو بیرغ يې حباب بن المنذر ته ورکړ، بیا يې د انصارو او قبایلو هر کندي ته یو یو بیرغ ورکړ.
د مسلمانانو لښکریانو درې میله مزل وکړ، جرف ته ښکته شول، ګوري چې علي بن طالب راورسېده، خواشینی دی، د منافقانو خبرې ورسېدلي وې، وسله يې راخیستې غواړي چې د خپل خوږ تره زوی سره لاړ شي او پر د سترګو پر وړاندې یې لکه د نورو غزاګانو په څير وجنګیږي.
رسول الله_ﷺ_علي ته وکتل او د راتلو سبب يې ترې وغوښت، علي وویل:
– ای د الله نبي منافقانو دعوه لرله چې تا زه يوازې د دې لپاره په مدینه کې پریښی يم چې درباندې درون شوی یم.
– دروغ يې ویلي دی، ما خپل جانشین ټاکلی وې، لاړ شه زما د کورنۍ ځایناستی شه. ایا ته نه خوښیږي چې ته له ماسره په داسې مقام پاتې شې لکه چې هارون چې د موسی_ﷺ_سره و، خو له ما وروسته نبي نشته؟

ادامه لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.