د مفتي منیر شاکر د مرکې په هکله تبصره

شاه محمود میاخېل

178

د مفتي منیر شاکر مرکه مې د تکړه ژورنالست سعید شینواري سره واوریدله. بعضی مسایل یې سم او بعضی راته نا سم ښکاري.

دین کې د بدعت او خرافاتو مخه نیول او دین باندې د ملایانو د قبضې مسایل یې ښه برخه ده خو دی اوس هم په پان اسلامیزم عقیده لري او د جهاد مفهوم د جنګ په معنی کاروي. اصلي جهاد چې د نفس تزکیه او فکر رغونه ده، ډیر باور نه لري.

لشکر اسلام جوړښت کې پاکستان لاس درلود او د طالبانو په حمایت یې کار کوه. ډیری پښتانه مشران یې په خیبر پښتونخواه کې ووژل. منګل باغ دیني عالم نه و خو تشکیلات او قوت ورته دی جوړ کړل او بیا یې جنګ ته هغه پریښود.

زه چې ننګرهار کې والي وم نو د داعش د جغرافې د ختمیدو سره په اچین او نازیانو دوه خولي او سپینه ژی کې د منګل باغ مراکز له منځه یوړل ځکه د داعش او طالب دواړو سره اړیکې درلودې. د تحریک طالبان د ډلې سره یې هم اړیکي وي. وروسته بیا منګل باغ د ډرون په حمله کې ووژل شو.

اصلي خبره دا ده چې په دغه سیمه کې دا ډلې پاکستان جوړې کړې وې او کله به چې یوه ډله د پاکستان نه باغي شوله نو بله ډله به یې د هغې په ضد استعمالوله. په دی ډول پاکستان په افراطي ډلو د چیک او بیلانس کنترول درلود.

بله مسله د شاکر منیر پاکستان ته وفاداري ده او د طالبانو او ملاکراسې په وړاندې یې هم لکه پاکستان غوندې غوڅ دریځ نه درلود. د طالبانو د مشر په هکله دریځ دا و چې لیدلې یې نه دی نو څه نشي ویلې. یعنې په ډیرو مسایلو د افغانستان یې ځان بې خبره واچوه لکه چې د امارات پلوی ښکاري.

دی ویلې شو چې پیغمبر خلکو لیدلې شو خو ملا هیبت الله څوک نشي لیدلې. د بیان ازادي، ولس ته د حکومتونو مسوولیت، حق او عدالت او داسې نور وجایب په اسلام کې ذکر شوي چې نن وخت افغانستان ترې محروم دی.

کله چې د نجونو په تعلیم بندیز او نورو مسایلو په هکله بیا پوښتنه وشوله نو بیا یې وویلې چې کار اهل کار ته باید ورکړل شي. د نجونو د زده کړې په هکله یې هم د طالبانو غوندې موقف و چې مخالف نه دی خو شرایطو باید ورته برابر شي.

جمهوریت یعنی ولسواکي هم تایدوي او هم یې ردوي او د عام ټاکنو پلوي نه دی. دلیل وایې چې د امی او پوه کس رایه باید برابره نه وي. د دې دا دلیل سم نه دی ځکه که زیات ښه کسان د یو کاندید نه حمایت وکړي، د هغه کس رایه زیاتیږي نو په دی توګه د رایو بیلانس تغیر کوي.

اسلام کې د ټاکنو ممانعت نشته دی. څلور خلفای راشدین په بیلا بیلو طریقو ټاکل او انتخاب شويدي. د دنیايي ژوند ډیر کارونه الله تعالی د ولس مشورو ته پریښودلي او امر یې کړیدی چې تاسي په خپلو کې مشوره وکړئ.

په اوسنې نړۍ کې د مستقیم ټاکنو نه بله معقوله لاره د مشر او حکومت د ټاکلو لپاره نشته ځکه نفوس زیات شوي او د حل او عقد معلومول ګران کار دی. د ولس نه د مشروعیت اخستلو په خاطر، ټاکنې په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې منل شوې مسله ده. د همدې پاکستان چې دی ورته وفاداره دی، هلته هم ټاکنې کیږي.

په هر حال ډیر خوش بینه ورته باید نه اوسو چې هر څه دی ووایي هغه ټول سم دي او یا د پاکستان د ایستپلشمنټ له تاثیر لاندې نه دی، او هر خبره یې په پټو سترګو ومنل شي. سیاسي ملا دی او د سیاسي ملایانو خبرې اوړي او را اوړي. تاسي به یې خبرې یو څه موده د مخه اوریدلي وي چې د افغانانو په هکله یې څه وویل.

مونږ او تاسي ته هم خدای عقل او پوهه راکړې او د هرې مسلې په هکله باید د خپل عقل او فکر نه د افغانستان د منافعو په چوکاټ کې کار واخلو. دی پوه شه، ملایان او پاکستان یي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.