ولې وطن ته مور وایي؟

شاه محمود میاخېل

1,215

څو ورځې د مخه یو دوست راته لیکلي وو:
‏د وطن په اړه بحثونه ډېر دي، چې که ته زورور وې وطن ستا شو تاته دې مبارک وي او که زه زورور وم وطن زما شو. یعنې «ګډ وطن نه لرو» که څوک وایي فقط پکې اوسه او خپله مزدوري کوه؛ نو دا کار خو په دوبۍ، قطر، بحرین، سعودي ،اروپا، امریکا او روسیه کې هم کولای شو، د «ملکیت» تور خو به راباندې نه وي.

د دغه دوست خبره سمه ده. په هغه سیمه کې چې څوک زیږیدلې او لوی شوې وي، یا د چا مور او پلار په کومه سیمه کې زیږیدلي وي، او د ژوند خاطرې یې له هغې سیمې سره تړلې او د مالکیت احساس وکړي، هغه سیمه د وطن په نوم یادیږي.

طبیعي خبره ده؛ په کومه خاوره کې چې څوک زېږېدلې او لوی شوې وي، په هغه سیمه کې اوسېدونکي سره ګډ ارزښتونه هم لري. اصلا ګډ ارزښتونه انسان ته د مالکیت حس ورکوي. د ګډو ارزښتونو معنا دا نه ده، چې ټول دې یو شانته فکر وکړي. د مالکیت د احساس په اساس، هر کس لکه د کور په منځ کې د کور د ښه والي لپاره جدا – جدا فکرونه او نظریات به لري؛ خو د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس، ټول په یوه کور کې سره په ګډه د ژوند او اوسېدلو حق لري.

که د کور هر غړی په خپل کور کې د اوسېدو او د مالکیت احساس ونه لري، بیا یوازې د اوسېدلو او کار کولو ځای ته څوک وطن نه وایي.

د وطن سره مینه او د مالکیت احساس لکه؛ د مور او ماشوم د مینې غوندې، طبیعي مینه ده. اولادونه په هر حالت کې که خوشاله وي او که خفه، خامخا به د خپلې مور سره مینه او رابطه ساتي. مور هم بې له چون و چرا، د خپل اولادونو په ښه والي او لویېدو خوشاله او په خفګان یې خفه کیږي. په دې خاطر وطن ته خلک مور وایي. لکه د مور سره مینه د پیدایښت څخه وي، همداشان د وطن سره مینه د ماشومتوبه پيلیږي. د ماشومتوب په شپو کې په وطن کې خاپوړې کوي، چې لویږې، خاطرې د کلي کور او وطن د انسان په رشد کې رول لوبوي او کله چې ښوونځي ته داخل شي؛ نو بیا د وطن سره مینه لا قوي کیږي کله چې د ژوند په بېلا بېلو پړاونو کې په خپل وطن او بهر سفرونه وکړي، دا مینه نوره هم غښتلې کیږي.

د وطن سره تړاو تر مرګه د هر چا سره موجود وي. هېڅوک دا حق نه لري، چې بل ته ووایي چې ته د وطن سره مینه نه لری او زه ورسره زیاته مینه لرم. د وطن سره د هر چا مینه د هغه د امکاناتو او پوهې په اندازه وي. یو پياده همدومره مینه د وطن سره لري؛ لکه د یو هېواد مشر یې چې لري.

که داسې وي؛ نو بیا ولې د ځینو سره د وطن د مالکیت احساس نه وي او د خپل وطن سره یې مینه کمه وي؟

د دې اصلي علت دا دی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې د جنګونو له امله افغانان بې کوره او در په دره شول. بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول. ځوانانو د نورو ملکونو په ښوونځیو کې سبقونه وویل او د ایډیالوژیو پان ناسیونالزم یې په مغزو کې پیچکاري شول.

لکه په نورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې افغانستان د ستونزو سره مخامخ شو، همداسې د وطن سره د مینې د طبیعي رشد پړاونو کې تغیر رامنځته، خنډنی او یا حتا ځینې مهم پړاونه له منځه ولاړل.

د ځوانانو سره د وطن مینه د کلي او کور څخه پيل کیږي او بیا په ملي موسساتو کې د زده کړو، کار او خدمت په وجه ملي احساس،‌ د وطن د مالکیت احساس او مینه رشد کوي.

له بده مرغه د افغانستان د زده کړو نصابونه د ایډیالوژیو په پان ناسیونالیزم ډک شول او ملي ناسیونالیزم له منځه لاړو. د نصابونو د خرابېدو دا سلسله د ثور د کودتاه نه وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې پیل شوه. دا سلسله د نصابونو د تغییر اوس هم روانه ده چې ملي احساس مړ او ښوونځي په مدرسو بدل کړي.

أفغانستان کې د ایډیالوژیکي پان ناسیونالیزم، اسلامیزم او سوسیالیزم په وجه ملي ناسیونالیزم له منځه یوړل شو او ځینې ملایان بیا د وطن مینه حتا ګناه ګڼي؛ ځکه وایي، چې مینه یوازې له خدای سره باید وي. حال دا چې د خپل کور، کلي، ژبې او وطن سره مینه ګناه نه ده. که ګناه وې؛ نو کله چې رسول الله صل الله وسلم د مکې څخه یثرب (مدني) ته هجرت کاوه؛ نو مکې ته یې مخ راواړوه چې زما زړه نه کیږي چې له تا نه جدا شم؛ خو ستا اهل نا اهله دی نو ځکه درنه هجرت کوم او وایي؛ د رسول الله صل الله وسلم پر مخ اوښکې هم راغلې. دا په خپله د هغه مینه د خپلې سیمې سره ښکاره کوي. عربان وایي، چې د وطن سره مینه د ایمان برخه ده او ځینې بیا وایي، چې دا حدیث دی خو دا روایت ثقه نه دی.د انسانیت په چوکاټ کې عجم په عرب او عرب په عجم برترې نه لري او د ټولو انسانانو بشري حقوق خوندي وي؛ خو د خپل وطن سره مینه لکه د خپل کور او خپلو سره مینه د هر چا خپله – خپله ده.

دا چې وطن مور ده، د مور څخه جدا والې ډېر وخت د چا په خوښه نه وي. داخلي او بهرني شرایط انسانان مجبوروي چې له خپلې مور څخه جدا شي. ماشوم لومړی د مور سره په غیږه کې وي، چې لويېږي، تر یوه وخته په یوه کټ کې د مور سره ویده کیږي، چې لږ لوی شي، بیا کټ سره جلا کوي، بالاخره چې څومره لویېږي، خپله کوټه هم سره جدا کوي. کله چې څوک واده وکړي، بیا کور هم سره جدا کوي. د کار او نورو شرایطو په اساس، کله مور او اولادونه په یوه ښار او حتا یوه ملک کې هم نه اوسیږي؛ خو د مور او اولادونو رابطه همېشه سره موجود وي.

په دې توګه د وطن مالکیت حس د بلډینګونو، کورونو او باغونو په درلودلو او یا د پانګونې په اساس نه وي؛ ځکه یو پانګوال به په ډېرو ملکونو کې پانګونه ولري؛ خو د پانګونې ملک او هېواد ته څوک خپل وطن نه وایي.

د دغه دوست پورته تبصره واقعیت دی. په هغه وطن کې چې د مالکیت احساس نه وي، حاکمان ولس ته د رعیت په سترګه ګوري، هلته ژوند کول مشکل وي. په رعیت باندې چې حاکم هر ډول ظلم کوي، بیا څوک د پوښتنې نه وي. د رعیت او حاکم رابطه لکه د غلام او بادار وي.

په یوویشتمه پېړۍ کې د حاکمانو او ولس تر منځ رابطه د غلامۍ او بادارې نه ده؛ بلکې ټول د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو لاندې وجایب او مکلفیتونه لري. حاکمان ولس ته مسوول وي او ملي حاکمیت ولس پورې تړاو لري نه د یو کس، یوې ډلې او یا څو کسانو پورې. د یو هېواد ټول وګړي د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس سره ګډ ژوند کوي او په دې توګه د یو هېواد هر وګړی د مالکیت احساس کوي.

په کوم هېواد کې چې قوانین نه وي، یوه جابره ډله او یا شخص حاکم وي، هغه هېواد د خپلو اوسېدونکو لپاره دوزخ ګرځي. همدا علت دی، چې د دنیا ټول هېوادونه د قوانینو په چوکاټ کې خپلو وګړو ته په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې حق ورکوي؛ تر څو هر څوک د مالکیت احساس وکړي.

له بده مرغه افغانستان کې لا هم د طالبانو حاکمه ډله د قرون اوسطي په فکرونو کې غرق دي. وایي چې په دوی به نیوکې نه کیږي او د دوی امر به بې له چون او چرا منې.

که د افغانستان تېر تاریخ ته نظر وکړو، د نفې او انحصار د قدرت سیاست د افغانستان د جنګونو لامل شوی او د طالبانو حاکمو چارواکو د تېرو ترخو تجربو څخه عبرت نه دی اخېستې. د افغانستان ستونزه تر هغې پورې نه شي حل کېدلې چې د قوانینو په چوکاټ‌ کې ټول وګړي مساوي حقوق په خپل هېواد کې ونه لري. حکومتونه باید د خلکو په خوښه تعین شي او د منل شویو قوانینو په چوکاټ کې د حکومت او وګړو تر منځ رابطه باید موجود وي.

په یوویشمته پېړۍ کې حکومتونه باداران نه بلکې؛ د خلکو خدمتګاران وي. حاکمه ډله ولس ته باید مسوولیت ولري نه دا چې خپل ځانونه د خدای استازي وګڼي او د اروپا د پاپانو په شان د جنت او دوذخ پارچې خلکو ته ورکړي. له بده مرغه په افغانستان کې لا اوس هم د طالبانو او ولس رابطه د رعیت او بادار په شان ده؛ خو دا رابطه دوام نه شي کولې او ولس به خامخا خپل حقه حقوق د مالکیت تر لاسه کوي.

لیکوال:

شاه محمود میاخېل، د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانی والي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.