جون ایلیا

سمسور ودان

820

جون ایلیا؛ یو بریالی او مضطرب شاعر مګر ناکام مئین او انسان!

ژوند، زده کړې او ادب ته راتګ:
جون د هندوستان له تجزیې وړاندې د اتر پردیش ایالت د امروههسیمې په یوې ادب پرستې کورنۍ کې د ۱۹۳۱ کال د دسمبر په ۱۴مه پیدا شو.
نوموړی یو پوخ ادیب (لیکوال او شاعر)، فیلسوف، تاریخ پوه، څېړونکی، عالم او تکړه نقاد و، چې له اردو پرته یې په عربي، انګریزي، فارسي، سنسکرت او عبراني ژبو کې هم مهارت درلود.
دی د خپل ځانګړي اضطرابي انداز او حېرانونکو شعرونو له امله ډېر مشهور و.
جون په وروڼو او خویندو کې تر ټولو کشر و. پلار یې شفیق حسن ایلیا هم له هنر او ادب سره شوق درلود. له دې پرته هغه نجومي او تکړه شاعر هم و. ورور یې (سید محمد تقي) هم یو مشهور ژورنالېست او فیلسوف و. د همدې کورني چاپيریال اثر و، چې جون خپل لومړی اردو شعر یوازې په ۸ کلنۍ کې ولیکه. هغه د خپل کتاب «شاید» په سریزه کې لیکي:
«د عمر اتم کال مې د ژوند تر ټولو مهم او د ماجراو کال و. په همدې کال مې ژوند کې دوه مهمې حادثې پېښې شوې. یوه دا چې د خپلې نرګسي انا له ماتې سره مخ شوم او په یوې مړې انجلۍ مئین شوم. دوهم دا چې خپل لومړی شعر مې ولیکه:
چاہ میں اس کی طمانچے کھائے ہیں
دیکھ لو سرخی مرے رخسار کی
ژباړه:
د هغې په مینه کې مې سپېړې وخوړلې
وګوره زما د مخ سورخي وګوره
جون خپل احساس او ضمیر پسې اخیستې و او زړه او ذهن یې دومره مشغول شول، چې دی یې یوې نوې خیالۍ نړۍ ته کش کړ، په همدې دنیا کې یې یوه محبوبه پیدا شوه چې ده پرې صوفیه نوم کېښود.
د جون په اړه ویل کیږي، چې له ځواني نه یې کمونیستي فکر درلود، د هندوستان د تجزیې او اشغال کلک مخالف و او د انګریزانو قبضې ته یې په بده کتل.
دی له اسلامي تاریخه هم پوره خبر و؛ مګر له نورو عالمانو سره په ښکاره توپير؛ جون د مسلمانانو ابتدايي حالت په ډرامايي شکل وړاندې کاوه او تاریخ یې د ډرامې او ناول په ژبه وایه، چې همدې ځانګړي انداز یې مداحان زیات کړل. د جون په وینا: د لومړي دور شاعري یې هم د سټیج ډرامو له مکالماتي فطرت نه اغېزمنه وه.
د ده یو نیږدې ملګری «سید ممتاز سعید» وايي، چې: جون په امروهه کې د سیدالمدارس مدرسې طالب و. یاده مدرسه د اهل تشیع ستر مذهبي مرکز بلل کېده، نو له دې واضحه شوه چې جون ایلیا یو شیعه مسلمان و.
د دې ادعا د لا وضاحت له پاره کولی شئ د هغه شاعري ولولئ، چې ځای په ځای یې د شیعي حوالو یادونه پکې کړې او ډير ځای یې دحضرت علي کرم الله وجهه په عشق کې شاهکار بیتونه لیکلي.
جون په خپل سیدتوب (سیادت) باندې هم نازېده.

له امروهې تر کراچۍ:
جون د هندوستان د تقسیم سر سخته مخالف و؛ مګر وروسته یې له ناچارۍ ومانه او د حالاتو له خرابېدو وروسته په کال ۱۹۵۷ له پلرني ټاټوبي (امروهې) نه کراچۍ ته راغی. ډير ژر یې هلته په ادبي حلقو کې برخه واخیسته او د پراخې مطالعې پر مټ یې ښکلي شعرونه او نثرونه وړاندې کړل چې له امله یې ژر مشهور شو. خو سره له دې چې جون یو پیاوړی ادیب و، کله یې هم خپل اثار نشر نه کړل او تر ډیره د نورو یارانو وس و نه رسېده چې هغه د کتابونو چاپولو ته راضي کړي. لومړنۍ شعري ټولګه (شاید) یې هغه وخت چاپ شوه چې عمر یې ۶۰ کاله و. د کتاب سریزه چې عنوان یې (نیازمندانه) دی؛ جون پکې د خپل وخت ادبیاتو او ادیبانو باندې پوره کره کتنه کړې.
د ده دوه نورې شعري ټولګې یې تر مړینې وروسته په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې چاپ شوې.
د جون ایلیا کورنۍ د مذهب په نوم د شدت پسندۍ پر ضد وه او د هغه مشر ورور (رئیس امروهوي) هم د همدې فکر له امله د څو کرايي قاتلانو له لوري ووژل شو، چې له امله یې جون ایلیا هم په عامو محفلونو کې احتیاط پیل کړ. دی د خپل ورور وژنې سخت خفه او په ذهني توګه فلج کړ؛ خو د وخت په تېرېدلو سره بیرته نورمال حالت ته را وګرځېده.
جون ایلیا له نورو ژبو ژباړې، د اثارو تدوین او نور مصروفیات هم درلودل؛ خو ترجمې او نثرونه یې په اساني نه پیدا کیږي.
د فلسفې، منطق، اسلامي تاریخ، صوفي طریقت، اسلامي ساینس، مغربي ادب او کربلا پېښې په اړه د جون ایلیا معلومات له یوې ویکیپيډیا کم نه و او د همدې معلوماتو څرک یې په شعرونو کې هم له لیرې ښکاري.

د جون د شعر ځانګړی انداز:
د اردو ادب په مشهوره ویبپاڼه «ریخته» کې جون ایلیا تر بل هر چا زیات لوستل شوی شاعر دی. د هغه د خوښونې ډیر لاملونه دي.
د جون د شاعري ډيره برخه داسې ده چې د پوهېدلو له پاره یې کوم ټرانسلیټ او تفسیر ته اړتیا نشته؛ او چې څنګه ولوستل شي زړه ته ښکته کیږي.
مشهور اردو ژبی ادیب ډاکټر محمدعلي صدیقی د جون ایلیا په اړه وايي: جون د ۲۰مې پېړۍ د اردو ادبیاتو له دریو مشهورو ادیبانو څخه یو و، چې اردو ادب یې بشپړ کړ.
د اردو ژبې یو بل مشهور شاعر آزر باره بنکوی د جون په اړه وایي: د جون د راتلو خبر به له باره بنکی نه تر لکنو پورې داسې خپرېده لکه ځنګل کې اور.
جون ایلیا په لومړیو کې رومانوي شعرونه لیکل، چې تر ډیره یې غزلونه دي؛ خو کله چې د هندوستان د وېش کیسې پيل شوې نو د هغه شعري ژانرونو له رومانیت نه حماسیت ته میلان وکړ. دغه کیسه هلته ختمه شوه چې جون بیرته مئین شو؛ مګر کله چې په مینه کې هم مات شو؛ نو تراژیدي، تنهايي، اضطراب، ځورېدنه او… د جون د شعر اصل مضامین وګرځېدل.
کله به چې د اردو ژبې کومه مشاعره جوړه شوه؛ نو اهل ذوقو به تر بل هر چا زیات جون ایلیا ته سترګې په لار و.
د هغه په غزلونو کې پراخه تراژيدي، د مینې، بې وفايي او غم ښه تشریح او له دې هر څه د ویلو ځانګړی انداز هغه څه دي چې دی یې له نورو شاعرانو جدا کاوه.
جون به چې کله هم شعر وایه: لومړي سر کې به یې بښنه غوښته، د خلکو توجه په خاطر به یې شاعر ملګرو باندې غږونه کول، عینکې به یې بار، بار په سترګو سمولې او مخ ته به یې ټالۍ ورکولې چې له امله به یې اوږده وېښتان پر مخ خواره واره شول.

له وطن سره د جون مینه:
د جون ایلیا نیږدې رشته دار حیدر نقوي وايي: جون له خپل پلرني ټاټوبي (امروهه) سره بې انتها مینه درلوده او د ژوند تر وروستیو یې امروهه هېره نشوه. د هغه ډير شعرونه شته چې د وطن په یاد کې یې لیکلي.
جون که څه هم د هندوستان دېخوا اوسېده؛ خو له وطن هاخوا د خاپوړو سیمه یې کله هم هېره نشوه.
جون ایلیا ۱۸ کاله وروسته په ۱۹۷۵ کال خپل پلرني وطن (امروهه) ته لاړ او هلته په رسېدلو سره یې ښې ډيرې اوښکې تویې کړې.
په ۱۹۸۸ کې له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا جون خپل وطن ته لاړ او چې څنګه له ریل ګاډي ښکته شو، د هغه ځای ځمکه یې ښکل کړه او په کوکو یې وژړل. په ځمکه تر تندي لګولو وروسته یې جامې خیرنې شوې. نیږدې ملګري یې (رئیس نجمي) ترې دوړې وڅنډلې، هغه یې لاس وڅنډه او ویې ویل: پرېږده رئیسه! دا د وطن خوشبو ده؛ مه یې لیرې کوه!
کله چې نوموړی خپل وطن ته بیرته ستون شو، هلته یوه لویه غونډه ورته جوړه شوه، چې نوموړي پکې خپل څو شعرونه ولوستل او چې کله لاندې بیتونو ته را ورسېده سترګې یې اوښلنې او مرۍ ونښته:
ہم آندھیوں کے بن میں کسی کارواں کے تھے
جانے کہاں سے آئے ہیں جانے کہاں کے تھے
مل کر تپاک سے نہ ہمیں کیجیے اداس
خاطر نہ کیجیے کبھی ہم بھی یہاں کے تھے
کیا پوچھتے ہو نام و نشان مسافراں
ہندوستاں میں آئے ہیں ہندوستاں کے تھے
ژباړه:
مونږ د توپان له وطن د کوم کاروان څخه و.
خدا چې له کومې راغلو خدا چې د کوم ځای به و؟
په ګرم استقبال ما مه خفه کوئ
خاطر مه مه کوئ؛ یو وخت زه هم د همدې ځای وم
څه مې پوښتې نوم و نښان مسافره
هندوستان ته راغلي یو؛ د هندوستان و
له هندوستان تر هجرت وروسته په امروهه کې د جون ایلیا کور وتړل شو؛ خو وروسته یاد کور کمال امروهي واخیسته او کله به یې چې لیدنې ته راغی نو ښه ډیر به یې ورته وژړل. یوه ورځ ترې کوم ملګري وپوښتل: ته ولې هر وخت دې کور ته په کتلو سره ژاړې؟
ده ځواب ورکړ: تا به هم ژړلي وای؛ که د امروهې وای او کراچۍ ته تللی وې. که د جون ایلیا د ماشومتوب یار وای او که د وطن په اړه دې د هغه ساندې اورېدلې وای.
په وروستي ځل چې جون ایلیا خپل وطن ته لاړ او بیا کراچۍ ته د بېرته راتللو وخت شو؛ د خدای پاماني پر مهال یې خپلې خور او خوریانو ته کلکه غېږ ورکړه. خور یې ورپسې وژړل؛ ده ورته وویل: ژر به راشم؛ مه ژاړه! خو تللي بیا کله راغلي دي.
پر جانے والے جلدی کب لوٹتے ہیں۔
وہ شخص کیا ہوا جو تیری داستاں کا تھا !
ژباړه:
هر تلونکی کله بیرته ژر راځي
هغه تن څه شو چې ستا د کیسې کس و!

جون او اقبال:
کله چې جون ایلیا هندوستان ته لاړ او هلته د خپل ملګري شفاعت نقوي کره دیره شو؛ نو ګڼ شاعران یې لیدنې ته راغلل. په دوی کې یو شمس الرحمن فاروقي هم و، چې جون سره په بحث، بحث کې د علامه اقبال تر شاعرانه عظمت ورسېده.
جون شمس ته مخ کړ: هغه تن څنګه عظیم شاعر وګڼو، چې په یو وخت یې د مختضادو کردارونو ستاینه کړې؟
شمس وویل: هغه څنګه؟
جون د وېښتو څوکو ته څنډ ورکړ او ویې ویل: علامه اقبال په یو وخت کې په اورنګ زی او سرمد باندې مئین و؛ سره له دې چې یو قاتل او بل مقتول و.
مسولیني کې د انسانیت څه و، چې اقبال پرې مین و او خپل اتل یې باله.
د برتانیوي حکومت د شهنشاه په مخکې یې ولې سر ښکته شو؟
ایا د یو ستر شاعر خوبیانې همدا دي، چې هغه دې د هرې طبقې خلکو د خوشحالولو کوشش وکړي؟
او رښتیا باز (شاهین)؛ باز خو یو داسې خونړی او ظالم مرغه دی چې هیڅ د رحم جذبه نلري؛ مګر د اقبال اتل باز و. ایا په دې کار سره هغه انسان ته د خونخوار کېدلو لارښوونه نه ده کړې؟
وایي چې د جون خبرو شمس او ټول نور شاعران چوپ کړل؛ خو په دې وخت ژر یو بل شاعر هربندر سنګ د بل اردو ژبي عظیم شاعر فراق ګورکهپوري په ستاینې پیل وکړ او د مجلس رخ یې بدل کړ.

د جون ایلیا بدعا
په ۱۹۹۲ میلادي کال د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې مشاعره وه. د اردو ادب مشهور شاعرانو پکې برخه اخیستې وه. په دې وخت کې یو تن له خپلو ساتونکو سره داخل شو، په دهلیز کې غوغا او ګډوډي جوړه شوه. هر تن د احترام په خاطر پورته کېده؛ خو یو ملنګ په خپله بې خودۍ کې مست ناست پاتې شو. دغه انداز په راغلي کس او ساتونکو یې بده ولګېده او یو تن ساتونکي له یوې کریغې سره وویل: دا حرامي وشړئ. بیا یې ملنګ تر پښو لاندې کړ او په ډير بد حالت یې پرېښود.
دا ملنګ مشهور شاعر جون ایلیا و او یاد کس په کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ مشر عظیم احمد طارق و، چې په هغه وخت کې د کراچۍ مشهور قاتل، ډان او مردار سیاستوال و.
د جون ایلیا کورنۍ خپله د اېم کېو ایم ډلې له موسسې کورنیو څخه وه. له دې وړاندې هم اېم کیو اېم (له هندوستانه د راغلیو کډوالو پارټۍ) داسې کړنې کړې وې؛ خو کله یې چې د جون ایلیا بې عزتي وکړه؛ نو له عروجه د زوال پر لوري شول او بیا یې کله ښه ورځ و نه لیدله. ښايي د جون ایلیا دا شعر د یادې پارټۍ ښه انعکاس کوي، چې وايي:
کہیں باہر سے نہیں گھر سے اٹھا ہے فتنہ
شہر میں اپنے ہی دفتر سے اٹھا ہے فتنہ
ژباړه:
له باهره نه ده له کوره اوچته شوې ده فتنه
په ښار کې له خپل دفتره پورته شوې ده فتنه

ګډ ژوند (واده):
جون د یوې ادبي رسالې (انشاء) مدیر و؛ هلته یې له یوې بلې انتیکې اردو ژبې لیکوالې زاهده حنا سره ولیدل. لیدنې یې په مینه بدلې شوې او مینه تر واده ورسېده. زاهده حنا د خپل وخت ترقي خوښې ادیبه وه، چې د ادب او ژورنالېزم له ټولو ژورو خبره وه او اوس هم په بیلابیلو ورځپاڼو، رسالو، مجلو او ادبي ټولنو کې پر ټولنیزو حالاتو او ورځنیو مسایلو ښې لیکنې کوي.
جون ایلیا له زاهده حنا څخه دوه لوڼې او یو زوی درلودل؛ خو په ۸۰یمې لسیزې کې د جون او حنا ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې؛ تر دې چې خبره په طلاق باندې ختمه شوه او د یوې بلې مینې لمرین عروج د زوال وریځو پټ کړ.
بیا نو تنهايي د جون ایلیا ملګرې شوه، چې ورځ تر بلې یې د هغه حالت خرابوه او ان د شرابو عات یې ورته پيدا کړ.
له زاهده حنا سره تر مینې وروسته جون بیا کله هم مینه او واده ونکړ؛ لکه څنګه چې خپله وایي:
داستاں‌ ختم ہونے والی ہے
تم مری آخری محبت ہو

ژباړه:
کیسه ختمېدونکې ده
ته زما وروستۍ مینه یې.
که څه هم جون ایلیا یو تکړه شاعر و؛ خو په کورني ژوند کې یو ناکام انسان بلل کیږي. د جون ایلیا نیږدې تربور سراج نقوي یې په اړه وايي: جون له خپلې کورنۍ، مېرمنې او اولادونو سره ډيره مینه درلوده؛ خو ډير بې پرواه انسان و چې کله یې هم خپل مسؤلیتونه اداء نه کړل او ډيرې بې پروايي یې ژوند سخت کړ؛ ځکه خو له زاهدې حنا بیلتون ورته تر هر څه غوره ښکاره شو.
د جون ایلیا لور فینانه فرنام په یوه ویډیو کې د جون ایلیا په اړه وايي: «زما پلار په ۲۰۰۲ کې مړ شو؛ خو زمونږ له پاره ډير مخکې مړ شوی و.»
ځوان شاعر سالم سلیم وايي: بېشکه چې جون ایلیا یو ښاغلی ادیب و؛ خو د کورني نظام چلول یې زده نه و. هغه له خاندانه غافل انسان و او دومره یې نشو کولی چې کور ته سبزي راوړي.
دی وایي: ما له زاهده حنا سره د جون په اړه خبرې کول غوښتل؛ خو هغې له تفصیل ورکولو وچ انکار وکړ او یوازې دومره یې وویل چې زمونږ اولادونه ما په یوازې ځان را لوی کړي دي.

جون ایلیا او د شرابو عادت:
بدبخت جون ایلیا له طلاق وروسته سختو حالاتو سره مخ شو او ډیرې تنهايۍ له شرابو سره مخ کړ. مشهور شاعر راحت اندروی یې په اړه وایي: یوه ورځ په مشاعره کې د ګډون له پاره کراچۍ ته تللو چې له جون مې وپوښتل: کله به ورسیږو؛ نو هغه وویل: بس چې زه ۳ پیکه (د شرابو پيالې) ختمې کړم؛ و به رسیږو.
یو بل ځای ویل کیږي؛ کله چې جون خپل کلي ته لاړ؛ د ماشومتوب نیږدې ملګری عاشق عباس نه یې د شرابو غوښتنه وکړه. هغه چې ټول عمر یې شراب لا بوی کړي نه و؛ د ملګرو له مخې د شرابو دوکان ته ورغی او دومره وشرمېده چې بیا یې د ملګرو په مخ کې تر ډيره سر اوچتولی نشو.
د یو بل روایت له مخې: د جون ایلیا دوی په خاندان کې به چې څوک لږ بې لارې شول نو کورنۍ یې نظر انداز کول. دا چې جون هم په ځواني کې لږ او ډیر شوخ شو؛ نو کورنۍ یې ترې لاس واخیست او د همدې بدمرغۍ اثر و چې هغه شراب څښل پيل کړل. هغه خپله په یو شعر کې وايي:
مجھ کو تو کوئی ٹوکتا بھی نہیں
یہی ہوتا ہے خاندان میں کیا
ژباړه:
ما څوک منع کوي هم نه
په خاندان کې همداسې کیږي؟

مړینه:
جون ایلیا د ۲۰۰۲ کال په ۸م نومبر کراچې کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.
میں بھی بہت عجیب ہوں، اتنا عجیب ہوں کہ بس
خود کو تباہ کر لیا، اور ملال بھی نہیں
ژباړه:
زه هم عجیب یم دومره عجیب چې:
ځان مې تباه که او څه غم نه راځي!

ادبي اثار:
تر اوسه د جون ایلیا د ۶ شعري ټولګو په اړه معلومات لرم چې نومونه او د نشر کلونه یې لاندې په ترتیب سره لیکل شوي:
شاید، 1991
یعنی، 2003
گمان، 2004
لیکن، 2006
گویا، 2008
راموز2016
لا هم د جون ایلیا یوه نثري مجموعه چاپ شوې چې (فرنود) نومیږي. دغه کتاب په 2012 کال د مینه والو لاسونو ته ورسېد.

د جون ایلیا غزل:
تم حقیقت نہیں ہو حسرت ہو
جو ملے خواب میں وہ دولت ہو​

میں ‌تمھارے ہی دم سے زندہ ہوں
مر ہی جاؤں جو تم سے فرصت ہو​

تم ہو خوشبو کے خواب کی خوشبو
اور اتنی ہی بے مرّوت ہو​

تم ہو پہلو میں ‌پر قرار نہیں
یعنی ایسا ہے جیسے فرقت ہو​

تم ہو انگڑائی رنگ و نکہت کی
کیسے انگڑائی سے شکایت ہو​

کس طرح چھوڑ دوں‌ تمھیں ‌جاناں
تم مری زندگی کی عادت ہو​

کس لیے دیکھتی ہو آئینہ
تم تو خود سے بھی خوبصورت ہو​

داستاں‌ ختم ہونے والی ہے
تم مری آخری محبت ہو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.