مورې

عبدالوهاب سرتیر

193
مورې خداي دې وبخښه يادېږې مې
ډېره راته گرانه یې خوښېږې مې
اوه واړه جنت دې مکان اوسه
گلونو کي پوښلی دې ټول ځان اوسه
لاس د نوازش دې پر خپل سرغواړم
ډک دي له خوږو په ځان نظر غواړم
بيا مي که په ژوند نړۍ ته راشې ته
بيا مي که رنځونو ته دوا شې ته
بيا دې چې په غېږه کي للو شمه
بيا چې لږ او ډېر په يو څه پوه شمه
خاوري د پښو به دي رانجه کړمه
سترگې به رڼې ورباندي زه کړمه
غږ ته به دې جان وايم قربان موري
وړم به دې هر آمر او فرمان موري
تېربه مي ټول عمر په خدمت کړم ستا
تل به زه خدمت په صداقت کړم ستا
گرد به دې رخسار باندي پرې نږدمه
سترگي به دې لار باندي پرې نږدمه
تا د زنده گۍ په راز پوه کړی يم
تا د آزادۍ په راز پوه کړۍ يم
تا راکړې پيو کې د قام مينه
تا د انسانيت او د اسلام مينه
زه به دې تر سره هر ارمان کړمه
تابه زه جوگه د کهکشان کړمه
تا ته به ډالۍ ټولي خوښۍ کړمه
تابه د دې عصر ملالۍ کړمه
ستا د پيو بيه به پوره نشي
نشی، نشی، نشی گر سره نشی
غواړم چې بيرغ د خپل هيواد دې کړم
فخر د دې خاورې او اولاد دې کړم
غواړم چې جوغه د اسيا دې کړم
وياړ د انسانيت او د دنيا دې کړم
وياړ دي پر پوړنی د افغان موري
اي د احمد شاه او ميرويس خان مورې
روح دې په باغونو کې د جنت اوسه
خاوري دې گلونه د فرهت اوسه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.