کلکتې د درېيم ځل لپاره د اي‌پي‌اېل اتلولي وګټله

160

کلکته نایټ‌رايډرز د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای‌پي‌اېل په پای‌لوبه کې سنرايزرز حيدراباد ته ماته ورکړه او د درېيم ځل لپاره يې د ياد ليګ اتلولي وګټله.

دغه سيالي نن يکشنبه، مې ۲۶مه د هند په چينای کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې حيدراباد لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او له ۲۰ اورونو يې يوازې ۱۸.۳ اورونه ولوبول او ۱۱۳ منډې يې جوړې کړې.

کلکتې ورکړل شوی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۰.۳ اورونو کې ترلاسه او بريا يې خپله کړه.

رحمن‌الله ګربز ۳۹ او وېنکېټېش ايير ناسوځېدلې ۵۲ منډې جوړې کړې.

په دې بريا سره کلکته نایټ‌ رايډرز د درېيم ځل لپاره د اي‌پي‌اېل لیګ اتله شوه. دې لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د ياد ليګ اتلولي خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.