په ذوالحجه کې درې غوره عبادتونه

141

په ذوالحجه کې درې غوره عبادتونه ذوالحجه د اسلامي مياشتو دولسمه مياشت ده، ددې مياشتې لومړۍ لس ورځې د ډيرو فضيلتونو او بې حسابه ثوابونو د تر لاسه کولو ورځې دي. د ذوالحجې د لومړيو ورځو عظمت او ستروالى له دې څخه هم معلوميږي چې الله تعالى ور باندې قسم ياد کړى دى. د ذوالحجې د اولو لسو ورځو او د رمضان د وروستيو لسو ورځو په اړه د محدثينو تر منځ اختلاف دى چې دا غوره دي او که هاغه، د اکثرو محدثينو رايه دا ده چې د ذوالحجې لومړۍ لس ورځې زيات فضيلت لري، ځکه چې په دې ورځو کې د عرفې ورځ ده. کومه چې ستر فضيلت لري.
په حديث شريف کي دي، الله تعالى ته په دې لسو ورځو کې عبادت او بنده گۍ تر بل هر وخت زياته محبوبه ده. صحابه وو پوښتنه وکړه چې له جهاده هم زيات فضيلت لري؟، ويې فرمايل: هو! مگر هغه مجاهد چې ځان او مال دواړه په جهاد کي قرباني کړي، (مال ولگوي او پخپله شهيد شي. دده مرتبې او مقام ته هيڅوک نشي رسيدى.)
په بل حديث کې د ذوالحجې فضيلت او بهتري داسې بيان شوې. د نيک او صالح عمل لپاره تر ټولو بهترينې ورځې دغه د ذوالحجې لس ورځې دي. د هرې ورځې روژه يې د يو کال د روژو په اندازه ثواب لري (پرته له عرفى او رمضان څخه) او د هرې شپې تهجد او لمونځونه يې د يو کال د طاعت او عبادت په اندازه اجر او ثواب لري. نو په دې لسو ورځو او شپو د ذوالحجې کې د الله تعالى طاعت، عبادت او بنده گي ډير بې حده او بې اندازې ثواب او اجر لري. د عرفې په ورځ روژه نيول هم ډير زيات ثوابونه او فضيلتونه لري. لکه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمان دى:
د عرفې د ورځې روژه نيول د دوو کلونو گناهونه او بدۍ رژوي او له منځه يې وړي. دا هغه ورځ ده چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په وروستي حج کې الله تعالى دده امت ته د عامې معافۍ او بخښنې تحفه او ډالۍ ورکړه، بله د لوى اختر ورځ ده، په دې ورځ باندې د قربانۍ د څاروي د وينې د تويولو په اندازه الله تعالى ته بل خوښ او محبوب عمل نشته، ځکه خو ددې مالي عبادت لپاره د دوه شيانو ډير ضرورت دى، يو پاکې او حلالې پيسې او بل اخلاص او د نيت تصحيح چې يوازې او يوازې د الله تعالى د رضا د حصول او ثواب گټلو په نيت وکړل شي، الله تعالى ته ستاسې د مالونو غوښې او د څارويو وينې مطرح نه دي، الله تعالى له تاسې څخه تقوا، ديانت او پرهيزگاري غواړي. چې دغه ډول عبادت او طاعت بايد صرف او صرف د الله تعالى د خوښۍ او رضا د لټولو په خاطر اداء شي، نه د ځان ښودنې، ريا، سُمعت او د غوښو په خاطر د قربانۍ د فضيلت په اړه صحابه وو له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دا قرباني څه شى دى؟ هغه ورته وفرمايل: دا ستاسو د پلار ابراهيم (ع) سنت او طريقه ده، صحابه وو بيا پوښتنه وکړه چې په دې کې زمونږ لپاره څه شته؟ هغه ورته وويل: چې د هر ويښته په مقابل کې يوه نيکي ده بيا پوښتنه وشوه چې په وړيو کې څه شته؟ هغه ورته وفرمايل: په هر ويښته د وړۍ باندې يوه نيکي ده. نو ځکه خو د قربانۍ لپاره د سالم او بې عيبه څاروي را نيول پکار دي. رسول الله صلى الله عليه وسلم لس کاله په مدينه کې واوسيده، او هر کال بۀ يې قرباني کوله. رسول الله صلى الله عليه وسلم به دوه پسونه قرباني کول، يو د ځان او کورنۍ له طرفه او يو به يې د امت له طرفه. او هغه صلى الله عليه وسلم فرمايلي: چا سره چې د قربانۍ د کولو وس او طاقت وي او قرباني ونکړي نو زمونږ عيدگاه (د اختر لمانځه) ته دې نه راځي.
نو اى گرانو او ښاغلو مسلمانانو وروڼو دا د الله تعالى د رضا د حاصلولو او د طاعت او عبادت د سيزن ورځې دي. راځي چې دغه بې شميره ثوابونه را خپل کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.