روماتيزم

163

روماتيزم او يا Rheumatoid arthritis څه ډول ناروغي ده؟
روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي.

روماتېزم نښې نښانې
د طبي څېړونو په اساس د دې ناروغۍ نښې نښانې زياتره د لاس او پښو د ګوتو په بندونو کې ليدل کېږي.

د دې ترڅنګ يې نښې نښانې مړوند، ښنګرو او زنګنو په بندونو کې هم ترسترګو کېږي.

تبه، د ستړيا احساس، د وزن کمېدل د یادې ناروغۍ تر ټولو غټې نښې دي.
همدارنګه روماتېزم په ۴۰ سلنه خلکو کې د بندونو ترڅنګ د بدن نور غړي او سيستمونه هم تر اغيز لاندې راولي لکه؛ پوستکي، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه.

يو انسان څنګه په روماتېزم اخته کیږي؟

د روماتېزم ناروغۍ اصلي لامل تر وسه لا نه دى څرګند، خو د څيړنو په نتيجه کې داسې فکر کيږي چې کله چې د انسان د بدن دفاعي سيستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په غلطۍ سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ بدن تر حملو لاندې راولي، چې دغه حالت تهAutoimmune Reaction) ويل كېږي او په نتيجه کې يي دغه ناروغي منځته راځي

همدارنګه جنټيکي لامل يعنې د کورنيو په غړو کې روماتېزم او هغې ته ورته ناروغۍ.
او ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ هم د روماتيزم سبب ګرځي.
له روماتېزم څه ډول ځان ژغورئ
په روماتېزم اخته ناروغان دې له مستو، اچار، شړومبو، ډېرو سړو اوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړیو له خوړلو ډډه وکړي.
د روماتېزم درملنه
روماتېزم يوه تخريبي ناروغي ده، چې د درملنې امکان يې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې سخت دى، خو که چېرې د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره د دوو مياشتو په موده کې تشخيص او درملنه يې ترسره شي، نو د ناروغۍ څخه د ښه کېدو امکان يې ډېر زيات دي.
که چيرته تاسې د ورته اعراض وعلايم سره مخ ياست زر تر زره د اړونده برخې يو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.